ټولنه او ټولنپوهنه
پښتو ځانګړي توري
Shponkay
20.07.2004
[size=24:78eafef1df]د پښتو ځانګړي توري[/size:78eafef1df]
د پښتو د مخصوصو تورو د ډولونو ځای پيژندل اود هغو مراعات کول دي، اکثر ليکونکي د ځ او څ فرق نه کوي همدارنګه د ږ او ژ فرق ته ملتفت نه دي کله د( ز) او( ځ) پر بېلوالي نه قايليږي مګر دا فرقونه خورا ضروري دي که ونه شي معنا غلطيږي مثلا د پښتو د مخصوصو تورو يه ليکلو کې داسې اشتباهات پيښيږي:
[color=blue:78eafef1df]ږ:[/color:78eafef1df]
دا توري دوه تلفظه لري بلکي کله کله پر درو لهجو ويل کيږي (ږ) چې يو رقم د (ژ) ډبل اواز دي چې دا تر غزني پورته خوا لهجه ده، بل( ګي) چې د کابل کښته خوا لهجه ده او دريمه لهجه د(ګ) او( ږ) ترمنځ لهجه ده چې د لوګر شاوخواته ده. نو ليکونکي بايد پخپل ليک کې ددې توري ځای وپيژني او هغه د پارسي په ګ ونه ليکي که نه وي مانا يې تغير مومي بيلګه: لږيدل د کم شدن په مانا او لګيدل د چسپيدن يا د ګرفتن په مانا راځي بايد سره بيل وي،په تلفظ کې څه فرق نه کوي په هره چې وي مګر په ليکلو بايد يو شکل وي.
همدارنګه ځينې زلمي ليکوال د ږ او ژ فرق نه کوي د ږيري پر ځای ژيره ليکي د کوږ په ځای کوژ ليکي چې دا هم يوه لويه غلطي ده.
[color=darkblue:78eafef1df]ښ:[/color:78eafef1df]
دا توري هم تقريبا دري تلفظه لري چې يو ښ بل خ اويل ددې دوو ترمنځ يوه لهجه ده.
په دې توري کې هم اکثر ليکونکي اشتباه کوي څوک د ادم پر ځای چې عربي کليمه ده ښادام ليکي او څوک بيا ښندل په عوض د نثارکردن په مانا دی خندل چې د خنديدن په مانا دي ليکي. بيلګه: خندل او ښندل ښور او خور ، پوښ او پوخ پښه او پخه او داسي نور.
څوک لا دا توري په شين ليکي او تلفظ کوي مګر دا هم علط دي بيلګه : خندل،ښندل ، شندل درې سره جلا جلا ماناوي لري.
همدارنګه : ښور ، خور، شور ، بېل بېل دي . نو ځکه پر ليکونکي ددې توري د ځای پيژندل او پر خيل ځای استعالول لازم دي.
[color=blue:78eafef1df]ځ:[/color:78eafef1df]
چې تر ( ز) لږ شانته دروند ويل کيږي ددې تورې بايد له ( ز) څخه فرق وشي بعضي ليکونکي يې نه کوي . بيلګه : زما او ځما دواړه په ځ ليکي او دا يې خيال دي چې هر ځای (ز) وي هغه ( ځ ) ليکل کيږي ، مګر دا عقيده غلطه ده ، (ز) خپل ځای لري او (ځ) خپل ځای . بيلګه زه د من په مانا دي ځه امر دي يعني برو يا ځر او زور يا خوړ او زوړ يا نور.....
[color=darkblue:78eafef1df]څ:[/color:78eafef1df]
دا توري هم اکثر خلک له (س )سره ګډوي او عقيده لري چې (س) او (څ) فرق نه لري نه لري ،مګر دا اشتباه کوي هم په تلفظ او په استعمال کې فرق لري بيلګه: څوک او سوک په يوه مانا نه دي همدارنګه څا او سا ، څر او سر او اوځار او اوسار يوه معنا نه لري
[color=blue:78eafef1df]ډ :[/color:78eafef1df]
دا توري هم چې د انګليسي D اواز لري اکثر ليکونکي د دال سره مشتبه کوي او ځيني چې پر هر ځای دال وويني( ډ) يې ليکي بيلګه : په ډيرو ځايو يا ورځپاڼو کې وينم چې څرګند څرګنډ ليکي او دا غلط دی . په پښتو کې( د) هم شته او( ډ) هم ، او خپل خپل ځايونو لري بيلګه : رډ او رد ، ډم او دم ، ډډ او دد ، ډډه او دده ډېر فرق لري .
[color=darkblue:78eafef1df]ړ:[/color:78eafef1df]
ددې توري ځای هم بايد د( ر) څخه جلا وپيژنده شي هم په تلفظ او هم په مانا کې فرق لري بيلګه : موړ او مور چاړه او چاره پړ او پر ، خوړ او خور يا نور داسي....
[color=blue:78eafef1df]ټ :[/color:78eafef1df]
دا توري هم د انګليسي T اواز لري له (ت) څخه هم معنآ او لفظآ جلا دي او دواړه په پښتو کې شته بيلګه : پټ او پت ، او پت ، سټ او ست ، کت او کټ ، ټول او تول يا نور داسي....
[color=darkblue:78eafef1df]ڼ:[/color:78eafef1df]
د پښتو دا نون هم د مشترک او عمومي نون څخه فرق لري او په غنه ويل کيږي او داسي آواز لري لکه( ړ) او( ن) چې سره يوځي ادا شي ددې توري يو خصوصيت دا دې چې هيڅکله د کلمې يه سر کې نه راځي ، او د نون سره هم معنآ او لفظآ فرق لري بيلګه : باڼه او بانه ، کاڼه او کانه ، چڼه او چنه او نور.....
ماخذ
ادبي فنون - د عبدالروف بېنوا ليکنه.