نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د الظواهری خوږه خوبونه اوس په حقیقت بدل کیږی!
      قادر خان
      11.06.2011
    
ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه،
 د القاعدی ډلې نوی مشر ايمن الظواهري، په يوه ويډيويي پيغام کې څرګند شوی او ويلي يې دي، چې امريکا اوس  د يوه پاڅيدلي امت سره مخ ده (زما پوښتنه دا دي چې: تر اوسه پوری القاعده خوب وو؟ دا څه معنی لری؟).
د الظواهري له دغه راځ خبرو څخه دا سرګنده شي چې هغه او د ده ډلې (مصریان) د اسامه په وژلو کې پوره لاسونه یو موټی کړي وه!!
 سیاست اوقدرت هم ډیر بد شيان دي. خلک د خپل سیاسی اهدافو د رسیدلو لپاره د هرکار په کولوسره چمتو دي.
والسلام،
ستاسو قادر خان
      پتوال
      11.06.2011
    
[quote:d3164ceabe]د القاعدی ډلې نوی مشر ايمن الظواهري، په يوه ويډيويي پيغام کې څرګند شوی او ويلي يې دي، چې امريکا اوس د يوه پاڅيدلي امت سره مخ ده [/quote:d3164ceabe]
قدرخان صيب که له مصر تونس  نه نيولې بيا تر  سوريې ، يمن او آن  سعودي پورې  د عربو پاڅونونو ته وګورو  نو د يوۀ عرب له پاره  دا د په بسانده 
توګه پاڅېدلی امت دی،  خو خبره داده چې الظواهري يې ووايي او که  نه،  عربي  امت  خوځېدلی او پاڅېدلی دی، ولې ښايي الظواهري  به ځان
د هغوی او هغوی د القاعدې پورې د نښلولو آرمان لري  خو دا  آرمان يې فعلا  له تش  يو خيال او خوب   څخه زياته معنی نه لري .
داچې  
[quote:d3164ceabe]د الظواهري له دغه راځ خبرو څخه  (به) دا سرګنده شي چې هغه او د ده ډلې (مصریان) د اسامه په وژلو کې پوره لاسونه یو موټی کړي وه!! [/quote:d3164ceabe]
هم  دومره  بعيده  ښکاري چې  له  يو تش  اټکل   سره   يې توپير  چندان نه  معلوميږي .
هو ، که  کوټلي دلايل او شواهد يې وړاندې شي بيابه 
  دغه  تش اټکل هم  زما په اند د  بحث وړ وګرځي .
 
