د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وزیري
08.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

ستاسی بحث خو ان شاء الله ډیر ښه روان ده. یوی نقطی ته می په کی پام شولو او یو څه جالبه هم راته معلومه شوه. د پشتو یو متل ده چی په دی ځای کی ډیر ښه صدق هم کوی او هغه دا ده چی:
بد تربور په بد ځای کی پکاریږی.
مطلب می دا وه چی ګران وهاج ساپی صاحب په خپله پاسنی لیکنه کی لیکلی دی:

مصدر:
تفسير ابن جرير الطبري.
أحکام القرآن لابن العربي.

که فکر مو کړی وی نو په دی فورم کی اکثریت (په شمول د ساپی صیب) د ابن عربی رحمه الله په ایمان کی پوره شک لری خو دلته یی بیا دده له زرینو وړانګو نه یوی وړانګی ته پناه ور وړی ده.
د ستاینی وړ ده.

والسلام


chaparharay
08.05.2011

[quote:5b5a4f959b="الوزیر"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

ستاسی بحث خو ان شاء الله ډیر ښه روان ده. یوی نقطی ته می په کی پام شولو او یو څه جالبه هم راته معلومه شوه. د پشتو یو متل ده چی په دی ځای کی ډیر ښه صدق هم کوی او هغه دا ده چی:
بد تربور په بد ځای کی پکاریږی.
مطلب می دا وه چی ګران وهاج ساپی صاحب په خپله پاسنی لیکنه کی لیکلی دی:

مصدر:
تفسير ابن جرير الطبري.
أحکام القرآن لابن العربي.

که فکر مو کړی وی نو په دی فورم کی اکثریت (په شمول د ساپی صیب) د ابن عربی رحمه الله په ایمان کی پوره شک لری خو دلته یی بیا دده له زرینو وړانګو نه یوی وړانګی ته پناه ور وړی ده.
د ستاینی وړ ده.

والسلام[/quote:5b5a4f959b]

السلام علیکم
الوزیر صیب شف شف نه سم شفتالو وایه
خو ابن العربي او ابن عربي دوه بیل بیل سړي دي چي یو يي مومن او دا بل يي بیا زندیق دی ډیر بد سړی دي وحدةالوجود عقیدی څښتن دي.
له تییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییز زهن او ځیرکتیا مو ډیره مننه
چپرهاری


وزیري
09.05.2011

السلام علیکم چپرهاری صیب!

مونږه خو صرف همدا یو ابن عربی پیژنو چی اصلی نوم یی محمّد بن علی بن محمّد بن احمد بن عبدالله بن حاتم طائی ده چی مشهور په محی‌الدین ابن عربی او شیخ اکبر ده او په اندلس کی زیږیدلی ده. د اوچتی مرتبی صوفی او عالم ده، رحمه الله. دا چی د وحدة الوجود قائل ده نو په دی خبره هره کپرۍ کار نه کوی.
همده ته مونږه ابن عربی او یا ابن العربی وایو. بل ابن عربی خو ما په دی عمر کی نه ده اوریدلی او که اوس په چپرهار کی را پیداشوی وی نو دا نه شمه ویلی.

نوټ: ګوره چی د وحدة الوجود بحث ته لمن ونه وهی، ځکه چی سرته په کی نشو وتلای او هسی به لوستونکی ګیچ کړو. دا ځکه چی د وحدة الوجود بحث هیچا هم سرته نه دی رسولی نو زه عاجز به تا عاجز ته څه قناعت درکړم.


chaparharay
09.05.2011

السلام علیکم
الوزیر صیب ګوره زه به ستاخبره ومنم او په وحدةالوجود عقیده کي به درسره بحث نه کوم خو بیا دا ونه وای چي پسي وامي خیسته!
او ابن عربی او ابن العربی دواړه زه درته لیکم بیا یی مني او کنه .
ابن العربي:
الامام الحافظ ابوبکرمحمدبن عبدالله بن محمدبن احمدالمعافری المعروف چي په ابن العربی المالکی باندي شهرت لري په ۲۲ دشعبان کال ۴۶۸هجری قمري په اشبیلیة اندلس کي پیدا شوي.
او په ۵۱۴ هجري قمري کال په فالس چي مراکش سره نژدي دي وفات شوي
ډیر تالیفات لري چي ځیني يي دادي
احکام القران الکبری
احکام القران الصغری
قانون التاویل
عارضة الاحود في الشرح الترمدي
القبس في شرح الموطاء لامام مالک بن انس رحمه الله
احکام القران
اوداسي نور زخت زیات تالیفات لري

ابن عربی الصوفي:

محمدبن علی الحاتمی الطائی المرسی
په المرسی اندلس کي دا هم پیدا شوي په ۵۶۰ هجري قمري کال کي
او په ۶۳۸هجري قمری کال وفات شوی
علماو يي په هکله لیکلي:
عزعبدالسلام لیکي: هوشیخ سوء کذاب دا ډیر بدملادی او دروغجن دی
الامام ابن الجزری لیکي: هوانجس من الیهودوالنصاری ابن عربی له یهود و نصاری و هم نجس دی[الردعلی القايلین وحدةالوجود ملاعلي قاري الحنفي صفحه ۳۴
قاضي سعدالدین الحارثي الحنبلي لیکی: مادکرمن کلام المنسوب الی الکتاب المذکور لابن عربی فصوف الحکم یتضمن الکفروکل هده التمویهات ضلالة وزندقة [العقدالثمین للفاسی جلد ۲ ص ۱۷۲
امام الذهبي لیکی: فوالله لوان یعیش المسلم جاهلا خلف البقر لایعرف من العلم شیئاسوی سورة من القران یصلی بهاالصلوات ویومن بالله ویوم الاخرخیرله بکثیر من هذا لعرفان ای ابن العربی [ میزان العتدال جلد ۳ ص ۶۶۰

ښه اوس ووایه الوزیر صیب چي دا دوه دی که یو د دواړو د زیږدني نیټه هم وګوره او کردار يي هم وګوره خیر بحث به په سړه سینه کوو غسه به نه کوم پري چي لوستونکو ته واضح شي چي حق څه شی دی
که دی باندي قانع نه شو نو بیا خو مجبور یو په وحدةالوجوکي هم یو لنډ غوندی بحث وکړو که ته پري نه پوهیږي نو زه پري دومره پوهیږم چي کفر دي .
د یو خالص او بي طرفه بحث په هیله


وزیري
10.05.2011

چپرهاری صیب سلامونه:

حق به څنګه نه منو، حتما به یی منو. ما خو تر ننه پوری همدا اول ځل دی چی دوه د عربی ځامن واوریدل. ما خو همدا ابن عربی صوفی په ابن العربی باندی هم په سوونو ځایو کی لیدلی دی. زړه خو می یو څه نه منی خو چی ته یی وایی نو لږ فشار به پری راوړم.

خو د سوء کذاب لپاره به یی دومره ووایم چی معاذالله.

پاتی شوه د وحدة الوجود نو زه به صرف دومره درته ووایم چی نه این کار میکونم و نه انکار. صرف او صرف سکووووت غوره بولم.
او ته خو یی ښه په درز کی تکفیروه، زور به لری سړیه.

پریږده چی دا خلک د کوکنارو بحث سرته ورسوی، هسی ورته په بحث کی اغزی اغزی کیږو.

تر بیا...


م . ق
10.05.2011

[quote:02e9062fe1="الوزیر"]چپرهاری صیب سلامونه:

حق به څنګه نه منو، حتما به یی منو. ما خو تر ننه پوری همدا اول ځل دی چی دوه د عربی ځامن واوریدل. ما خو همدا ابن عربی صوفی په ابن العربی باندی هم په سوونو ځایو کی لیدلی دی. زړه خو می یو څه نه منی خو چی ته یی وایی نو لږ فشار به پری راوړم.

خو د سوء کذاب لپاره به یی دومره ووایم چی معاذالله.

پاتی شوه د وحدة الوجود نو زه به صرف دومره درته ووایم چی نه این کار میکونم و نه انکار. صرف او صرف سکووووت غوره بولم.
او ته خو یی ښه په درز کی تکفیروه، زور به لری سړیه.

پریږده چی دا خلک د کوکنارو بحث سرته ورسوی، هسی ورته په بحث کی اغزی اغزی کیږو.

تر بیا...[/quote:02e9062fe1]
محترم الوزیر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ښه شو چی د محترم چپرهاری صاحب په خبرو مو قناعت وکړو خو مونږ ته دا لا تراوسه واضحه نه ده چی وحدت الوجود څه ته وایی او حلول یا حلولیة څه ته وایی؟ او همدارنګه په اسلام کی یی د شرعیت له لحاظه حکم څه دی؟
که په دې مو لږه رڼا واچوله نو مهرباني به مو کړې وي.
د کوکنارو متعلق د محترم چپرهاری صاحب خبره چی د کرلو وخت یې لا نه دی رارسیدلی چی کله یی وخت راورسیدو، بیا نو هغه ساعت او هغه مصلحت.
والسلام مع الاحترام


وزیري
10.05.2011

السلام علیکم:

همیشه بهار وروره، د تصوف خبری او ددوی لغاتونه خو به ان شاء الله دومره ډیر وی لکه د بیابان ریګ. کوم یو به یی سره کش کاږو. خو ستا د سوال په جواب کی به د مفتی حبیب الله قاسمی فتوی مخی ته کیږدمه که دی خدای زړه پری صبر کړی.

مستفتی: بعضو اولیاوو فرمایلي دي چي :خضنابحرا وقف الأنبیاء بساحله . نومطلب ددی به سه وي ؟

بل سوال مي دادئ چي حضرت غوث الأعظم رح فرمایلي دي چي زه دقضاء مطلقي پر رده ولو قادریم نو له شریعت سره خودده دغه خبرپه ظاهرکي کاملا تضادلري دحل لاربه ئي سه وي ؟

الجواب حامدا ومصليا

د صوفيانو رحمهم الله دنياګۍ ډېره بېله او جلا ده، دهغوى په خبرو اواصطلاحاتو هرڅوك نه پوهېږي، ددې په ځاى چې مونږ دهغوى دخبرو معناوې راوباسو اوياپكې بحث اوڅېړنې وكړو ، ښه خبره داده لكه چې زموږ فقهاء رحمهم الله يې ليكي:

( دداسې خبرو پرځاى چې معنايې څرګنده نه وي بايد مونږ ددين هغه احكام زده كړو چې معناوې يې څرګندې او هرڅوك ورباندې پوهېږي او صوفيان په خپله دنياګۍ كې پرېږدو، دداسې خبرو په پلټنه اوبحث كې ګټه نسته .

و فى ردالمحتار ج\ ۴\ ص ۲۳۸ :
نقلاً عن السيوطى : قال والقول الفيصل عندى فيه طريقة لايرضاها الفرقتان.وهى اعتقاد ولايته وتحريم النظر فى كتبه، فقد نقل عنه انه قال: نحن قوم يحرم النظر فى كتبنا، وذلك ان الصوفية واطؤا على الفاظٍ اصطلحوا عليها وارادو بها غيرالمعانى المتعارفة منها بين الفقهاء، فمن حملها على معانيها المتعارفة كفر، نص على ذلك الغزالى فى بعض كتبه، وقال انه شبيه بالمتشابه فى القرآن والسنة كالوجه واليد والعين والاستواء (وبعد سطرٍ ) وقد سال بعض اكابر العلماء بعص الصوفية : ماحملكم على انكم اصطلحتم على هذه الالفاظ التى يستشنع ظاهرها، فقال غيره: على طريقنا هذا ان يدعيه من لايحسنه ويدخل فيه من ليس اهله. الخ.

والله سبحانه وتعالى اعلم
محمدحبيب الله القاسمي
٢١محرم الحرام ١٤٢٩هـ
مفتي حبيب الله قاسمي

والسلام


م . ق
10.05.2011

وعلیکم السلام ورحمة الله
محترم ورور الوزیر صاحب تاسو لیکلي:

[quote:f63cf6e717]همیشه بهار وروره، د تصوف خبری او ددوی لغاتونه خو به ان شاء الله دومره ډیر وی لکه د بیابان ریګ. کوم یو به یی سره کش کاږو.[/quote:f63cf6e717]

سمه ده د بیابان د ریګ څخه لا څه چی د دنیا د بحرونو نه به هم په کی زیاتي خبري وي خو ما یواځی د وحدت الوجود او حلول په باره کی پوښتنه کړیوه نو که چرته دا مصطلحات په اسلام کی داخل وي خو د انسان د عقل نه به ماوراء نه وي چی ادراک یی مشکل وي او که چرته د انسان د عقل او ادراک نه ماوراء وی نو بیا خو صوفیاء هم انسانان وو او په اسلام کی داخل وو نو څنګه په اسلام کی داسی مصطلحات او معانی راځي چی په ښکاره توګه یی بیان ناممکن وي او یا دا چی تشریح یا توضیح یی نشي کیدلی حالانکه ما په یو حدیث شریف کی اوریدلي چی نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی:
[color=white:f63cf6e717]ترکتکم علی ملة بیضاء لیلها کنهارها سواء لایزیغ عنها الا هالک او کما قال صلی الله علیه وسلم.[/color:f63cf6e717]
نو چی کله د اسلام مبارک دین داسی واضحه او صفا وي چی شپه یی هم لکه د ورځی غوندی روښانه وي او هیڅ څیز په کې مجهول یا غیرواضح نه وي نو پداسی حال کی تاسو محترم یې د اسلام او شریعت له نظره ولی وضاحت او تشریح نه کوﺉ ترڅو د صوفیت د فایدو څخه ټول مسلمانان مستفید شی؟
او که تاسو ترینه بیا هم سکوت اختیارول غوره بولئ نو د محترم چپرهاری صاحب نه احترامانه هیله لرو چی پدی هکله رڼا واچوي.
هیله ده چی ستاسو محترم احساسات به مې نه وي مجروح کړي.
په احترام.


chaparharay
10.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ننګرهاري صیب ډیره ښه خبره کړي الله دي اجر ورکړي باید چي خلکو ته دین داسي روښان وښودلی شي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي فرمایلي اوهم يي مونږ ته راپریښی دی که دین کي یو څه ښکاره او یو څه نور يي پټ کړو نو دا به بیا د نورو اهل کتابو سره مشابهت شي چي د اسلام مقدس دین ورنه مبراء دي .
دا لیکنه مي دیو یاداښت په توګه ولیکله زه به ان شاءالله بله لیکنه په همدي موضوع کوم او ان شاءالله چي د خپلي وسعي په اندازه به کوښښ کوم چي حق بیان کړم بیا هم هرورور ته په خوښۍ وایم چي که څوک بحث کول غواړي نو د ورورۍ په فضا کي به بحث سره کوو او حق به راښکاره کوو که داسي ونکړو نو بیا به خاینینو کي راشو الله دي مونږ تاسي ټول له هرخیانت ته لیري وساتي خاصکر په دین کي دخیانت نه آمین.
او الوزیر صیب ته وایم چي اوس خو نو دا سکالو د کوکنارو نه هم رابیله شوه په چا به ازغي ازغي هم نه کیږو .
ستاسو چپرهاری


رښتینی
10.05.2011

نه پوهیږم ځینی دفورمونوچلوونکی ولی داسی ډګرونه جوړوی
چی هلته بی ګټی بحثونه رامنځته شی ایاد وحده الوجود مسئلی
څیړل به اوس څومره ګټه ولی ؟

دامسئله خو څو سوه کاله مخکی مردوده شوی او ان دتصوف لویو
امامانو هم دا مسئله په شدت سره رد کړی ده لکه شیخ احمد سرهندی
چی په مجددالف ثانی سره شهرت لری هم ددی مسئلی سخت مخالفت
کړی دی .
نو زما په اند په دی مسئله بحث بله ګټه نلری یواځی که کوم نابلده پلوی
کوونکی ولری نو هغه به دلته یوڅه وزورول شی خوګومان نه کوم چی
اوس به ددی موضوع څوک پلوی کوونکی وی

به مینه


و.افغان
10.05.2011

السلام عليکم
رښتينی صاحب: يوه نړۍ مننه.
ستاسې له نظر سره زه هم موافق يم، له محترمو وروڼو څخه هيله کوم، چې د دې پر ځای
چې د نورو اباطيلو په رد کې ځان مشغول کړئ؛ د قرآن او سنت څخه منبثقه د سلفو
صالحو د عقيدې لپاره کار وکړئ؛ او خپره يې کړئ، خلک به خپله سم او غلط وپېژني.

هو، که چېرته غلطه خبره وينئ؛ نو د ادب او احترام په فضا پرې رد کولی شئ.
نور د ردونو په باب کې توسع ډېر محموده نه برېښي.

يوې خبرې ته اشاره کول غواړم، چې زمونږ دين ډېر ميسر دی، واضح دی، الله جل جلاله
په خپل فضل او کرم سره آسان کړی دی.
الله جل جلاله فرمايي: ولقد يسرنا القرآن للذکر فهل من مدکر.
تفسير: او په تحقيق سره آسان کړی دی مونږ قرآن د پند لپاره، نو آيا شته څوک چې پند
اخيستونکی.

دين کې داسې څه نشته، چې فهم يې کومې خاصې طبقې يا ډلې پورې خاص وي؛ دين
د ټولو لپاره راغلی دی، او د دين د زده کړې لپاره د صالحو راسخينو او تکړه علماوو
په لاسونو د قرآن او سنت زده کړې ته اړتيا ده.
الکتاب والسنة علی فهم سلف الأمة.

د وحدة الوجود عقيده الحاد ته نږدې يوه عقيده بللی شو؛ او ابن عربي نکرة کاسمه
نکرة د دې عقيدې خاوند وو، نور حتا اکثر أهل تصوف يې هم ردوي؛ الا من غضب
الله عليهم.
هدانا الله واياهم لتعلم للقرآن والسنة وتعليمهما للناس وتطبيقهما في حياتنا.

نور به دغه موضوع وتړم.
په درنښت

په درنښت

[quote:4010bb55bc="رښتینی"]نه پوهیږم ځینی دفورمونوچلوونکی ولی داسی ډګرونه جوړوی
چی هلته بی ګټی بحثونه رامنځته شی ایاد وحده الوجود مسئلی
څیړل به اوس څومره ګټه ولی ؟

دامسئله خو څو سوه کاله مخکی مردوده شوی او ان دتصوف لویو
امامانو هم دا مسئله په شدت سره رد کړی ده لکه شیخ احمد سرهندی
چی په مجددالف ثانی سره شهرت لری هم ددی مسئلی سخت مخالفت
کړی دی .
نو زما په اند په دی مسئله بحث بله ګټه نلری یواځی که کوم نابلده پلوی
کوونکی ولری نو هغه به دلته یوڅه وزورول شی خوګومان نه کوم چی
اوس به ددی موضوع څوک پلوی کوونکی وی

به مینه[/quote:4010bb55bc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more