ټولنه او ټولنپوهنه
دابن عربی په اړه دعلماو رایی
رښتینی
10.05.2011
دپیل خبری
په پیل کی دنامتو شافعي امام تاج الدين السبكى "رح" نصيحت رانقل كوم چي زمونږله پاره په داسي متنازع اشخاصو كي ښه لار ښود كيدلاى شي دى په خپل كتاب "طبقات الشافعيه " 2039كي دامام احمد بن حنبل "رح"او امام حارث المحاسبى "رح"داختلاف دبيان په ترڅ كي داسي له حكمته ډك نصيحت كوي:
اى سمه لارغوښتونكيه!تاته په كارده چي له مخكنيو علماوْسره ادب وكړی او دوى چي په خپلو كي يو ه اوبل ته بد ويلي هغه ته مه گوره !څو چي روښانه دليل نه وي بيا دي كه له وسه كیږی نو تاويل او ښه گومان پيداكړه او كه
نه چي ددوى په منځ كي څه تير شوي له هغو مخ واړوه !اوهيڅ كار مه پري لره !
ځكه ته ددى له پاره نه يي پيداشوى چي په بي ګټى څيزونوبوخت شى ته په هغه شى بو خت شه چي ګټوروي!څوك چي دمخكنيو علماوْ په اختلافاتو كي كار نلري او په يوه بل حكمونه نه لگوى هغه طالب العلم مونږ هوښياربولو ته خامخا له هغه څه ځان وژغوره چي دابو حنيفه اوابن ابى ذئب،داحمد بن صالح او نسائى "رح"داحمد بن حنبل او حارث محاسبى داسي نورو او دشيخ عز الدين بن عبدالسلام او شيخ تقى الدين بن الصلاح داختلافاتو تر زمانى پوري علماوپه منځ کی رامنځته شوی دی
نوكه چيرته ته!په دى څیزونو لگياشوى ډاريږم هلاك به شى تول علماء لوى لوى امامان دي دهر يوه دخبروځان ځان ته موخي دي كله خويي سړى په ځینی خبرو پوهه هم نه شى نو مونږ بايد له دوي څخه راضي وْ او سواوڅه يي چي په منخ كي تيرشوي له هغوى څخه چوپ پاتى شو.
لكه حرنګه چي دصحابه و"رضى الله عنهم "په منځونوكي تيرشوى وواوله هغه څخه چوپ پاتى كيدل ضروري دي .( له وخت ارزښت نومی کتاب څخه)
خدایګو ددی ستر امام خبری ډیری ګټوری او له حکمته ډکی دی څوک چی
ځان پاک لرل غواړی اوپه سمه لاره تګ غواړی دهغه له پاره همدا خبری کافی دی له موږ نه په اخرت کی داپوښتنه نه کیږی چی تا دابن عربی یابل کوم امام
په اړه څه نظر لاره ؟ نو موږ دڅه له پاره دهغوی په اړه فتوګانی وباسو؟
اوپه داسی ځایونوکی ډیر داسی علما هم شته چی داړوند موضوع په اړه یی
چوپه خوله (سکوت) غوره بللی دی اوزما په اند داښه لاره ده .
دابن عربی ژوند ته لنډه کتنه
محی الدین محمد بن عربی الحاتمی الطائی الاندلسی درمضان په میاشت
کی په کال ۵۵۸هـ چی له ۱۱۶۴میلادی سره سمون خوری داندلس په مرسیه
نومی ښارکی زیږیدلی دی اوپه کال ۶۳۸هـ (۱۲۴۰م) کی په دمشق مړشوی دی
اودقاسیون نومی غره په لمن کی دفن شوی دی .
دی په صوفیان اونوروکی د شیخ الاکبر او محی الدین اونوروالقابوسره
شهرت لری دده پلار علی بن محمد هم له لویوفقهاو او علماونه شمیرل کیږی اونیکه یی هم په اندلس کی قاضی تیرشوی دی پلاری یی داشبیلیی نومی ښآر ته نقل شوی .
دابن عربی په اړه دعلماو نظرونه
دابن عربی په اړه نظر ورکوونکی علماء په دریو ډلو ویشو :
(۱)پلوی کوونکی
(۲)مخالفین
(۳) بی طرفه
دالاندی علماء دده پلوی کوونکی دی :
۱ ابن حجر الهیتمی
۲ عبدالوهاب الشعرانی
۳الشوکانی
۴علاء الدین محمدبن علی الحصفکی الحنفی
۵ الفیروزابادی صاحب القاموس
6 جلال الدین السیوطی
7 شهاب الدین السهروردی
دده مخالفین علما :
۱ ابن تیمیه
۲ ابن خلدون
۳ ابو زرعه العراقی
۴ الحافظ الذهبی
او داسی نور
بی طرفه علماء:
یحی بن الشرف النووی
اوځینی علماو لیکلی چی حافظ ذهبی هم په اخر کی
دده په اړه سکوت غوره کړی و دارازالعز بن عبدالسلام
هم .
ومی نشوای کولی دده په اړه ددی علماو ویناوی رانقل او وژباړم
خکه په دی سره به لیکنه ډیره اوږده شی خودی یوه ټکی ته توجه
مهمه بولم چی دده ځینی مخالفینو هم دده په اړه که څه هم سختی خبری کړی
دی خو هغه یی هم په ډیر اتیات سره کړی دی په دی اړه دحافظ ابوزرعه
العراقی خبرو ته تم کیږو:
: «لا شك في اشتمال" الفصوص" المشهورة على الكفر الصريح الذي لا شك فيه، وكذلك "فتوحاته المكية"، فإن صحّ صدور ذلك عنه، واستمر عليه إلى وفاته: فهو كافر مخلد في النار بلا شك.
ژباړه : دابن عربی په کتابونو فصوص الحکم او فتوحات المکیه کی ښکاره
کفر بیان شوی دی که چیرته رښتیا دا خبری ده کړی وی او له مرګه په دی خبرو
پاتی شوی وی بیانوکافر اوبی شکه به په اور کی وی .
اوس دا خبره هیڅکله قاطع او بریکنده نده ځکه دا چاته معلومه ده
چی ابن عربی په دی ګروهه ترمرګه پوری پاتی و ایا موږ دا معلومولی شو
چی هغه به په همدی ګروهه مړشوی وی لکه حافظ الذهبی هم دا خبره کړی ده
چی که ابن عربی له مرګ نه مخکی له دی خبرورجوع کړی وی بیاخوبریالی
دی او دا خدای ته اسانه ده :
قلتُ: إنْ كانَ محيي الدين رَجَعَ عن مقالاتهِ تلكَ قبْلَ المَوْتِ، فَقَدْ فازَ، وما ذٰلِكَ عَلَى الله بِعزِيزٍ.
زه فکر کوم دلته به زموږ ملګری په دوو ډلو ویشلی وی موئیدین
اومخالفین لکه څرنګه چی مخکینی علماء وو اومخکی یی موږ
بیان وکړ اوزموږ ملګری به ځکه داسی وی چی دوی به څوک
دموئیدینو پلویان وی اونور دمخالفینو او هغه وروڼه چی په دی
اړه کوم تمایل نلری هغوی کولی شی زما دلیکنی په اساس رایه
قایمه کړی او ماته دتاج السبکی ویناترټولو غوره بریښی اوشاید
له لیکنی می یوه لوری ته تمایل بریښی خو قلبا د امام السبکی تقلید
کوم رحمهم الله تعالی اجمعین
ستاسو رښتینی
larghonay laraway
15.05.2011
السلام عليکم!
ريښتينی وروره له غوره معلوماتو شريکولو دې منندوی يم.
لرغونی لاروی
ابن العربي غیر ابن عربي
chaparharay
15.05.2011
القاضي محمد بن عبد الله أبو بكر بن العربي المعافري الاشبيلي المالكي تاريخ الوفاة 543 ترجمة المصنف ابن العربي، أبو بكر (468 - 543هـ، 1076 - 1148م).
محمد بن عبدالله بن محمد المعافري، أبو بكر ابن العربي. إمام من أئمة المالكية. وهو فقيه محدِّث مفسر أصولي أديب متكلِّم. كان أقرب إلى الاجتهاد منه إلى التقليد. ولد بأشبيليا وتلقى القراءات على قرائها. وأخذ العلم عن أبيه أبي محمد الفقيه وغيره من علماء الأندلس. ثم رحل إلى المشرق مع أبيه فأخذ العلم عن الخولاني، والمازري، وأبي الحسن الخلعي، وأبي نصر المقدسيّ وأبي سعيد الزنجاني، وأبي حامد الغزالي، وأبي بكر الطرطوشي، والصيرفي وغيرهم كثير. وأخذ عنه العلم عدد لا يكاد ُيحصى، من أشهرهم: القاضي عياض، وابن بشكوال وابن الباذش، والإمام السهيلي.
له مؤلفات كثيرة منها: كتاب الخلافيات؛ كتاب الإنصاف؛ المحصول في أصول الفقه؛ عارضة الأحوذي في شرح الترمذي؛ القبس في شرح موطأ مالك بن أنس؛ ترتيب المسالك في شرح موطأ مالك؛ أحكام القرآن؛ مشكل الكتاب والسنة؛ الناسخ والمنسوخ؛ قانون التأويل؛ الأمل الأقصى في أسماء الله الحسنى؛ تبيين الصحيح في تعيين الذبيح؛ التوسط في معرفة صحة الاعتقاد؛ العواصم من القواصم. توفي بمراكش ودفن بفاس.
نقلا عن
الموسوعة العربية العالمية http://www.mawsoah.net كتب المصنف
قاضي محمدبن عبدالله ابوبکربن العربي المعافري الاشبیلي المالکي په ۴۶۸هجری مطابق ۱۰۷۶ میلادي ځوي شوی او په ۵۴۳هجري مطابق۱۱۴۸میلادي وفات شویدی.
دمالکي مذهب جید امام ښه فقیه، دعلوم الحدیث او علوم القران عالم او ورسره اصول فقه ،ادب، منطق، يي هم ښه یاد وو اجتهاد ته له تقلید څخه ډیر ورنژدي وو په اشبیلیه هسپانیا کي ځوي شوی او په قراة سبعه يي له ښوقاریانو نه کړي وو او دخپل پلار نه يي هم ابتداي زده کړه کړي وه چي ابي محمدالفقیه باندي مشهور وو او او دهسپانیا د نورو جیدو علماءو څخه يي دعلم زده کړه کړي وه او بیا د خپل پلار سره ختیځ ته راغی او دلته يي دخپل عصر دجیدو علماءو نه د علم زده کړه وکړه لکه اما خولاني،المارزي،ابي الحسن النخعي، ابي النصر المقدسي ،ابي سعیدالزنجاني، ابي حامدالغزالي، ابي بکر الطرطوسي، الصیرفي، اونورو ډیر ښو معاصرو علماءو څخه .
او دده رحمه الله نه بیا هم ډیرو طالب علمانو زده کړه وکړه چي لوي عالما تري جوړشول لکه قاضي عیاض، ابن بشکوال، ابن الباذش، امام السهیلي او نور.
همدا راز ډیر تالیفات لري چي علی سبل المثال يي لاندي راوړم:
کتاب الخلافیات، کتاب الانصاف، المحصول في اصول الفقه، عارضة الاحوذي في الشرح الترمذي، القبس في الشرح الموطاء امام مالک بن انس،ترتیب المسالک في شرح الموطاء امام مالک،احکام القران،مشکل الکتاب والسنة،الناسخ والمنسوخ،قانون التاءویل، الامل الاقصي في اسماءالله الحسني،تبین الصیحیح في التعین الذبیح ، التوسط في معرفة صحة الاعتقاد، العواصم من القواصم او نور بي شمیره کتابونه لري.
او بیا په ۱۱۴۸ میلادي المطابق۵۴۳ هجري قمري په مراکش کي وفات اوورسره نژدي په فاس نومي ځاي کي دفن شویدي رحمه الله تعالی
ستاسو چپرهاری
Re: ابن العربي غیر ابن عربي
م . ق
15.05.2011
[quote:23432ac994="chaparharay"]القاضي محمد بن عبد الله أبو بكر بن العربي المعافري الاشبيلي المالكي تاريخ الوفاة 543 ترجمة المصنف ابن العربي، أبو بكر (468 - 543هـ، 1076 - 1148م).

ستاسو چپرهاری[/quote:23432ac994]
ډیره مننه دروند او محترم چپرهاري صاحب، ډیر په زړه پورې مهم او ښه معلومات وو، الله دې تاسو ته اجرعظیم درکړي.
په درنښت
رښتینی
19.05.2011
ښاغلی چپرهاری او ټولو وروڼو ستا له برخی اخیستنی نه مننه کوم
سوکاله اوخوشاه اوسئ او چپرهاری صاحب ته دومره وایم چی هو دا
سمه ده ابن العربی یو عالم دی او ابن عربی بل تاسو چی دکوم یوه یادونه
کړی ده دا زه پیژنم دالعواصم کتاب ی ما کتلی دی ډیر ښکلی کتاب دی
او الخلافیات می هم یوڅه ګتلی دی داراز تفسیر او نور ځینی ګتابونه
یی هم ما لیدلی دی خو په دی کی کومه دجنجال خبره نشته ستونزه په
ابن عربی صاحب فصوص الحکم او فتوحات المکیه کی ده او زما لیکنه
دهغه په اړه ده خو بیا هم له تاسو نه مننه
chaparharay
20.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
دروندعالم او ښاغلي مولوي رښتیني صیب له تاسو نه ډیره ډیره مننه
کوم چي ځما لیکنه مو لوستلي او راسره موافق یي ، اصلا ما دا لیکنه ددي لپاره
وکړه چي په فورم کي یو ورور راسره دا خبره نه منله چي دا دوه بیل بیل سړي
دي او بیا يي اخرکي هم دزړه له پاسه هو وکړه خو زړه ته يي نه وه ولیدلي نو ما
ویل چي لږ ښه تآکید وشي اوس چي تاسو هم تآئید کړه نو نور هم ښه شو .
او هو خبره همداسي ده چي ابن العربي کي کوم اشکال نشته خو په ابن عربي کي
بیا کلام دي کوم ته چي تاسو محترم اشاره کړي.
بیا هم ډیره مننه
ستاسو ورور چپرهاری
حذيفه
21.05.2011
وروڼوالسلام عليکم !
ستاسوسره به زه هم خپل معلومات شريک کړم څوخلک ګټه ترې واخلي .
محمدبن علی بن محمدبن عربي الحاتمي الطائي الاندلسي ابوبکرالملقب بالشيخ الاکبرفيلسوف صوفي .
په ۵۶۰هـ دمرسيې په ښارکي ږيږيدلی،شام،روم، عراق،حجازاومصرته یې سفرونه کړي،په مصرکي خلکو دده دوژلواراده وکړه ځکه دی دوحدة الوجودقائل ؤ،ترده مخکي حلاج هم ددي عقيدې له کبله په دارشوی ؤ.
زرکلي وايي : تقريبا۴۰۰ کتابونه اورسالې يې ليکلې دي،مشهورپه کي فتوحات المکيه اوفصوص الحکم دي .
دابن عربي ځيني غلطې ويناوې :
دموسی په وجه چي فرعون کوم ايمان راوړسترګې يې پرې يخې شوې،فرعون طاهراومطهرمړشوځکه هغه ترايمان سمدستي وروسته ومړچي دګناه هيڅ مجال ورته پاتې نه شو.(فصوص الحکم ص ۱۰۱)
بل ځای وايي : انبياء چي دالله لورته خلک وربولي داعين مکردی،ځکه خلک له اوله دالله عبادت کوي نوهغه لورته يې دعوت مکراودوکه ده .دده په اندپه دنياکي دالله له وجودپرته هيڅ هم نه شته نوځکه دهرشي عبادت دالله عبادت دی .(فصوص الحکم ص ۷۲۷۱)
بل ځای وايي : دنوح دعوت ناقص ؤ،ځکه پرشريعت ايمان لرونکی کس که دالله تنزيه کوي اوله تشبيه ځان ساتي نودابې ادبي،دحق،انبياؤاورسولانوتکذيب کوي داسي انسان دالله ځيني اوصاف ښکاروي اوځيني پټوي .
(فصوص الحکم ص :۶۸)
ابن عربي په ۶۳۸هـ کي مړ شو.
دايې ویناوې دي نورپرېکړه ستاسوپه واک کی ده .
رښتینی
11.06.2011
ښاغلی حذیفه صاحب مننه
خو موږ وایو چې دداسې موضوعاتو په اړه به چوپ
پاتی کېدل غوره وې یوخو ما مخکې په دې اړه د سلفو
علماو خبرې هم را خېستې وې اوبل زموږ په موجوده وخت
کی نور اختلافات هم کم ندې دیر پرېمانه موضوعات شته
چې موږ دهغو په سر سهار اوماښام ترسپوږمو سره نېولې وې
داد اشخاصو خبرې هم که برې ور زیاتې کړو نو بیاخو
به خبره نوره هم بېخونده شې
په مینه