د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه درنه لاړم خدای پامان ملګرو

نوروز خان
20.04.2011

دخدای پاماني لیکنه وه چې بیرته واخیستل شوه
نوروزخان


هوتک
20.04.2011

اسلام علیکم!
محترم ومکرم ګران ورور نوروزخان صیب خدای ج دې هرځای خوشحاله او تر ډیره ژوندی لره.
آمینننننننننننننننننننن
باور وکړه چه په تګ سخت خفه سوم.
داسې یو مخ خو فورم مه پریږده یاره.
‏‎ ‎


الله دې مل شه.

محمود سعيد
20.04.2011

ښاغلیه نوروزخانه!
که څه هم یو دوه ځله مو زما په لیکنو ډیرې توندې نیوکې کړې وې، خو دا د زړه له کومې درته وایم چې ستا دا د خلوص نه په ډکه خدای پامانۍ مې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. نه پوهیږم چې ولې مې یو ځل او ناڅاپه په زړه کې خوږ شوې! ستا ډیرې لیکنې او ورسره علمي او تر یوه بریده قناعت ورکوونکي ځوابونه مې کتلي وو.
له دې وروسته د بحث فورم کې په رښتیا هم ستاسو نه شتون تر ډیره محسوس وي. هیله ده بیا هم کله کله د وخت په موندلو دلته سر راښکاره کړئ. زه په د بریښنالیک له لارې هم اړیکه درسره ټینګه کړم.
نور څه درته نشم لیکلای.
الله مو خوښ، ودان او سرلوړي ولره...
کشر ورور مو محمود سعید.


و.افغان
20.04.2011

مه ځه دلته شپه وکړه، پاتې شه باران دی.

په درنښت


بشري
20.04.2011

ښكلي پکي وړم راوړم ګټه پکي نه شته ده
هسي خلک وايي چې ټوډي والا مالداره شو

زما دې هم دتل لپاره دخداى پامان وي .
دنوروزخان دليل ډير قناعت بخش دى دكله نه چي ماپه ټول افغان كي ځان راجستر كړى زما ټول سوچ اوفكر يي په فورم كي ايسار كړى.
دنوروزخان په څير تصميم ماهم نيوه خو يوڅو ورځي وروسته. خو اوس نوروزخان هم فورم تازه پريښى ډير ښه فرصت دى اوغواړم په همدي ګرمه كي يي زه هم پريږدم.
كه څوک رانه خفه شوي وي ډيره بخنه تري غواړم او زه دچانه خفه شوي يم زما دخوا ورته معافي ده.
نور مو وخت نه نيسم
د تل لپاره مو په مخه ښه


پتوال
20.04.2011

[color=yellow:81192dcf08]سبحان الله ، نوروز خانه ملا عبدالستار زرمتي صاحب
السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:81192dcf08][color=blue:81192dcf08]

که وخت دې وي بايللی نو ډير زړونه دېم ګټلي
.......................... خلوص او صداقت کې دې د سيخ غوندې ټومبلي

د ستا وداع وداع ته مې زړه سم له غمه رېږدي
........................... دوستان دمحبت به څوک په نيمه لار کې پريږدي

منت درته کو مه ګران ملا عبدالستاره
................................................ راځه کله ناکله فقط څو شېبو له پاره

بحث نه خو مرکه کوه دبحث په حجره کې
............................ پوښتنې لنډ ځواب که نور يې مه اوسه قصه کې

دليل او استدلال به درنه نه غواړي ياران
....................................... راوړه ګل نوروزه دې حجرې ته بهاران[/color:81192dcf08]


pattang
20.04.2011

اوښ چې درانه بارونه وړي خوراک يې ځوڅ دی ٠
ښه نده چې ميدان دې پرېښود ، خو ځان به دې کنترول کړی وو په اونۍ کې يو
مضمون خو کولی شې چې ويې ليکې ??
بياهم فکر وکړه ميدان مه پرېږده٠


هیښ
21.04.2011

سلامونه

بګذار تا بګریم چون ابر دربهاران
کز سنګ ناله خیزد روز وداع یاران

نن مې چې په فوروم کې دښاغلي نوروزخان دخدای په امانۍ او تګ خبر ولوست ډیر خپه شوم .ددوستانو او یارانو جدائې ډیره ګرانه ده ،زړونه ازرده او فکرونه پریشانوي نو ښه به داوي چې په خپل تصمیم تجدید نظر وکړي او دفوروم ګډونکوونکي یوازې پرې نږدي.
په دې دنیا کې په هرشي ډیر وخت لګول بې ګټې او تاواني دي ،خو معقول خلک باید خپل وخت دتعادل او توازن له مخې داسې عیار کړي چې هم ثواب وګټي او هم خرما.
په نني عصر کې انترنیت ،دبحث فورمونه ،فس بوک او نورشکلونه ئې دتبادل نظر ،پوهاوي،ددوستانو دموندلو او کمونکشن دپاره داسې یو ډګر ګرزیدلئ دئ چې ورڅخه صرفنظر کول او په دې ډګر کې حضور نه لرل ،دنورو په وسیله ددې ډګر تسخیرول ،دسریعو اطلاعاتو نه نه خبریدل ، دخپل فکر څخه تیریدل او دنورو دنظر تسلط په دې ساحه کې په ځان تحمیلول دي.
نوزما په نظر دمیدان دخوشي کولو او تیښتې په ځائ باید خپل حضور او مقاومت دمیډیا په دې مهمه ،ازاده او غیر انحصاري څانګه کې په فعالانه او مؤثرانه توګه داسې وساتو چې دافراط او تفریط ترپولو وانه وړو اودمثبتو اړخونو نه ئې اعظمي ګټه پورته کړو .
له دې کبله دښاغلی نوروزخان د وخت دضایع کولو عذر هیڅ مؤجه نه دئ ،باید دخپل تصمیم نه تیرشي.

مننه


Zarghoon
21.04.2011

نورز خان لاړ أو زه راغلم!

زه خو وایم ملا صاحب دې خلاصه رخصتي واخلی، هر کله چې یې خوښه شوه ، دمه یې جوړه شوه، بیرته دې راشي، داسې چورلټ أو یومخ تلل خو مرور کوي.

ستا تر بیرته راتلو به سترګې په لار یو.

په مینه
ریان


ستړۍ
21.04.2011

[quote:c0a13117b4="Rayan"]نورز خان لاړ أو زه راغلم!

زه خو وایم ملا صاحب دې خلاصه رخصتي واخلی، هر کله چې یې خوښه شوه ، دمه یې جوړه شوه، بیرته دې راشي، داسې چورلټ أو یومخ تلل خو مرور کوي.

ستا تر بیرته راتلو به سترګې په لار یو.

په مینه
ریان[/quote:c0a13117b4]

زما یی همداسی


شيرين جان
22.04.2011

ملګري دې تشویش نکوي نوروزخان لیرې ندی تللی دادټول افغان فورم داسې دی لکه نصوار ، چی یوځل پرې اموخته شوې بیایی پریښودل دومره اسانه ندی. ماهم داڅومیاشتې دفورم سره بایکاټ کړی و خودادی اوس مې وینۍ چی بیرته راغلم.
نوروزخان به تللی وي خو بستره یې زما په فکر په ټول افغان کې پرته ده.


وزیري
23.04.2011

د شیرین جان د خبری په تائید نوروز خان به همدلته وی.
نوروز خانه زه خو وایمه چی زمونږ ومنه او بیرته راشته دا به دی بیا وجدان ته ملامت کړی چی په پټه پټه راګوری او یا بیا په بل نوم لیکنی شروع کړی.

والسلام


larghonay laraway
28.04.2011

السلام عليکم!
زما په نظر خو د ټول افغان په بحث فورم کې وخت ضايع کول نه بلکې وخت خوندي کول دي. ليکوال چې د چا ونه لولي او يا خپله ليکنه چاته وانه وروي نو په ذهن او زړه يې د غر هومره بوج وي. دوستان بايد په دې پوه وي چې هدفمنه ليکنه د چا وخت نه ضايع کوي بلکې وخت يې خوندي کوي نو که چاته په خپلو ليکنو وخت ضايع شوی ښکاري هغه کولی شي د ليکنو کړندود بدل کړي او داسې ليکنې وکړي چې هر وخت پرې ووياړي او هيڅکله هم ورته د وخت ضياع ښکاره نه شي.
نوروز خان يو هدفمن سړی دی او فکر نه کوم چې وخت به يې ضايع شوی وي او همدارنګه دا هم راته د منلو نه ښکاري چې د ټول افغان له بحث فورمه بغير به يې وخت تېر شي.


۰
30.04.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي نوروزخان صیب په ښه زړه رخصت نه درکوو مونږ ددعوت په سنګرکي
په تاسي ډاډه وو او چي تاسي لاړي نو دسنګر یو ملګری مو کم شو.
تاسي سره مي د عقیدي باره کي بحث کړي وو خو په هغه څه چي ډیر خوشحال
وم دا وو چي بحث دي له ادب او عزت نه ډک وو او ستاسي مجاهدانه دریځ زه
زه له خپل بحث نه تیر کړم.
هغه دیو ملګري خبره چي ټول افغان د نسوارو په څیر دي چي یو ځل پري راغلي
بیا يي پریښودی نشي ماخو هڅکله سګریټ نسوار ندي کړي خو هغه خلک مي لیدلي
دي چي یو ځل يي پیل کړي نو بیا يي نشي پریښودی ،تاسي به هم دا ټول افغان
پرينږدي خوالبتة نوم به مو بدل وي او بیا به داسي خوند نه کوي لکه نوروزخان
که دا خپل اصلیي نوم ملا عبدالستار هم وکاروۍ نو بیا به د نوروزخان خونو پکي نه وي.
خو خير په هر تقیدیر چي خامخا ځي اونه پاتیکیږي نو.
استودع الله دینکم واماناتکم وخواتیم اعمالکم :( :( :( :( :(
ستاسي ورور مومندافغان


حمید هڅــاند
02.05.2011

زه یو ځل بیا خپله غوښتنه تکراروم:
دا ټول مګلري مو د بېرته راتګ بلنه درکوي، که کولی شئ نو بېرته راشئ، او یا لږ تر لږه زما دې غوښتني ته ځواب ووایه چې دټولو ملګرو له غوښتني سره سره ، ولي نه شم راتلای. بس یو ځواب!!!.
په درنښت او د ځواب په هیله مو.


نوروز خان
02.05.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

ملګرو خدای دې وکړي چې ټول به روغ او سلامت یاستئ
باور وکړئ که داسې خبر وای چې زما دعفوې غوښتنې په دې درخواست به دومره تعلیقونو کیږي ، او ملګري به یې دومره دروند تلي ، ګردسره به مې ملګرو ته ځور نه وه ورکړئ ، او یوازې به مې په خپل زړه بوج راوستی وه .
له هغه ورځې راهیسي له دې پرته چې خپله مې زړه ډک وه ، اودې درنې فیصلې ته مې له مجبوریته تن ایښی وه ، دملګرو شخصي پیغامونو او دلته اوږدیدونکي بحث لا ډیر ځورولم ، په هرحال
اوس په دې نه پوهیږم چې دملګرو ددې خدای پاري عقیدت بدل به څنګه ورادا کوم ، که فورم ته زما په راتګ دا حسان جزا کیږي ، نودادی لکه په ډک زړه چې تللی وم بیرته همداسې غریو نیولی راغلم . . . الله دې توفیق راکړي . . . چې هم خپل وخت سم ولوبوم او هم دټول افغان دملګرو سره تلپاتې یارانه وپالم ، دټولو مشرانو او کشرانو له عقیدت څخه بیخي ډیره مننه ، خو له همځولي ښاغلي هڅاند صیب څخه ځانګړې مننه چې تکراري غوښتنو او شخصي پیغامونو یې له مانه هم دځواب او تیښتې لار ورکه کړه .
رښتیا هم دیارانو داحساساتو زخمي کول سخت کار دی
الله تعالی دې ټول درانه او عزتمن لري

ورور مو نوروزخان


SADEQ MUSALMAN
02.05.2011

السلام عليکم
ښه راغلاست درته وايو
الله موراوله
رښتياهم ملګري ستاسوپه تګ خپه ووخدای له ټولوسره ښه وکړي
چې دومره خدای پاري مينه درسره ساتي.

مننه نوروزخانه چې تاهم زمونږغوښتنه ومنله.
بياهم مننه


هوتک
02.05.2011

نوروز خان صیب الله ج دې راوله خوښ یم په راتګ دې؟


حمید هڅــاند
02.05.2011

دا چې زموږ ټولو غوښتني مو ونه غورځولې، ډېره مننه. راتګ مو ډېر زیات خوښ کړم.هیله لرم راسره واوسئ. د نن ورځي دردناک خبر که نه وای، یوڅو نوري لیکي به مې هم د هرکلي په توګه درته لیکلې وي. الله پاک مو راوله نوروز خان وروره.
په درنښت


عادل عادل
02.05.2011

السلام علیکم

ګران ورور محترم ورور نوروزخان صاحب

د نن غم مې ستاسو په بېرته راتګ سره سپک شو، ډېره مننه چې زمونږ سره بېرته یوځای شوی.

په تګ مو ډېر خپه وم، ځکه خو مې تر اوسه په دې ځای کې درسره احتجاجا خدای پاماني ونکړه، ډېر په خیر راغلاست، او ستړي مشی :)

په درنښت


محمود سعيد
04.05.2011

ښاغلیه ښه راغلاست درته وایم.
ژوند مو اوږد او حوصله مو همداسې لوړه غواړم.
په مینه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more