د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلمانووروڼو قاديانيان وپيژنۍ


طالب جان
22.06.2004

بسم الله الرحمن الرحيم

دقادياني مذهب جوړونکی او دقاديانيانو مذهبي مشرمرزا غلام احمد ( قادياني ) نوميږي مرزا غلام احمد دپنجاب په وﻻيت کي دګورداس پور ولسوالۍ په يوه کلي قاديان کي په کال ١٨٤٠ کي وزيږيد .
لمړنۍ زده کړي يي په فارسي ، عربي قرآن او حديث کي کړي خو کله چي ځوان شو نوله خپل پلار سره يي دبزګرۍ په کارونو کي مرسته کوله . وروسته ديوې ستونزي له کبله چي ورپيښه شوه کورته راستون نه شو . ددې ستونزي په اړه دمرزا غلام احمد ځوې مرزا بشير احمد په خپل کتاب ((سيرة مهدي )) کي داسي ليکي : پيښه څه داشان وه چي غلام احمد خپل پلار وليږه تر څو دخپل پلار دحکومتي ماموريت (کو پون ) چي په هغه موده کي دکال ٧٠٠ روپۍ کيدې واخلي غلام احمد چي کله دا پيسې راواخستې نو له خپلو نورو ملګرو سره په لهولعب کي ورڅخه مصرف شوې ځکه نو دشرم له کبله کورته رانغلو او په سيالکوټ نومي ښارکي په يوه حکومتي داېره کي د(محرر) په توګه وټاکل شو دماموريت پدې څلورکلنه موده کي له يوه پادري سره دغلام احمدپيژندګلوي راغله او دواړه خواږه ملګري شو . دقاديانيانو په يوه کتاب ( دمسيح موعود لنډ حاﻻت) کي ليکل شوي چي دمرزا او پادري ترمنځ به په مذهبي معاملاتو کي په ساعتونو خبري اتري کيدلې کله چي هغه پادري هند ته وﻻړ نو مرزا غلام هم حکومتي دنده پريښوده او خپل کلي قاديان ته ستون شو او هلته يي ديوه مذهبي ، مبلغ ، مصلح په شکل ژوند تيرول پيل کړل ) .
په لومړي وخت کي مرزا غلام احمد په ظاهره خپل مذهبي ژوند داسلام دحقانيت دثابتولو لپاره مصرف کړ اوکله ناکله به يي هندو او عيسايي پادريانو ته دمناظرې بلنه هم ورکوله دمرزا فلسفيانه ويناوو او مناظرانه خبرو دډيرو عواموپه زړه کي ځاي ونيو او پدې ډول دمرزا غلام دمنونکو شميره مخ په زياتيدو شوه لکه څنګه چي دمرزا دويناوو اومناظرو موضوع خالص اسلام وو او مقابله يي له هندو اوعيسايي پادريانو سره وه ځکه نو دهغه وخت علماو هم دمرزا تايئد کاوه اودهغه دويناوو ستاينه به يي کوله .
کله چي مرزا پوه شو چي اوس نو دده دمنونکو شمير ښه ډير شو او دهمدردانو يوه لويه کړۍ يي پيدا شوه نو ورو ورو يي خپله تګلاره بدلوله او دعوې يي پيل کړي لمړنۍ دعوه يي داوکړه چي ده ته ( مرزا غلام احمد ) ته الهام کيږي دوهمه دعوه يي دا وکړه چي دې (مهدي ) دی دريمه داچي رسول الله صلی الله عليه وسلم چي نړۍ ته دکوم ( مسيح ) خبرداری ورکړی هغه زه ( مرزا غلام احمد ) دی او حضرت عيسی عليه السلام مړ شوی . په پاي کي يي دادعوه وکړه چي په ده باندي وحي راځي او ده ته دخداي پال له لوري د نبوة اورسالت لويه دنده په غاړه ورکړل شويده .
مرزا غلام دخپلي وحي اونبوة له اعلان سره سم دمسلمانانو له ﻻندي کره اوټولنيزو عقايدو څخه مخ واړاوه او ويي ويل چي په دې مسائلو کي د مسلمانانو عقايد غلط دي بلکه دمرزا راوړل شوي عقايد سم دي اوله ټولو مسلمانانو څخه يي لازمي غوښتنه وکړه چي که دځان لپاره نجات غواړۍ نو دمرزا په عقايدو ايمان راوړۍ .

1_دمسلمانانو عقيده ده چي نبوة يووهبي شی دی او پدې کي دانساني هڅو هيڅ رول نشته پاک خداي له خپل حکمت سره سم ځيني انسانان انبياء کرام وټاکل . خو پدې اړه مرزا وايي چي نبوة يو کسبي شی دی او له مجاهدې او رياضت وروسته يوامتي هم دامقام ﻻسته راوړاې شي .

2_دمسلمانانو عقيده ده چي حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) خاتم الرسل آخيري نبي ده اوله هغه وروسته بل نبي نه راځي .مګر مرزا غلام وا يي چي دنبوة دروازه به ترقيامته خلاصه وي او تر قيامته به نبيان ځي راځي .

3_دحضرت عيسی عليه السلام په اړه قرآني ويناداده چي هغه الله تعالی اسمان ته پورته کړی تر قيامت له مخي به راځي واده به کوي زامن به يي وي بيا به په مدينه منوره کي وفات کيږي او دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم په پاکه او مبارکه روضه کي به خاورو ته سپارل کيږي اودهغه دقبر ځاي اوس هم خالي دی . خو مرزا غلام وايي چي عيسی عليه السلام مړ شوی او قبر يي په کشمير کي دی .

4_ د مسلمانانو عقيده ده چي حضرت عيسی او حضرت مهدي عليهما السلام دوه ځانګړي شخصيات دي حضرت عيسی عليه السلام به له اسمانه راښکته شي او مهدي عليه السلام به چي له پخوا به په ځمکه کي موجودوي ورته ښه راغلاست ووايي . او رسول الله صلي الله عليه وسلم ددواړو نښي نښاني په پوره ډول بيان کړي دي او په هغو کي دتأويلاتو هيڅ ځاي نشته . مګر مرزا وايي چي عيسی او مهدي دواړه يو شخصيت دی اوهغه دمرزا غلام احمد په شکل کي موجوددی نو زه (مرزا غلام احمد ) هم عيسی يم هم مهدي .

5_ دمسلمانانو داعقيده ده چي جهاددسلام له احکامو څخه دی او ترقيامته به روان وي . مګر مرزا وايي چي ځما په راتګ سره مسلح جهاد منسوخ شو.

دمرزا غلام احمد په ليکنو کي نوري خطاګاني هم شته مونږ دخپل دليل د درولو لپاره دقاديانيانو له ځينو کتابونو څخه دمرزا غلام ځيني خرافات رانقلوو .

(( ځما دي په هغه خداي سوګندوي چي زه يي راستولې يم اوپه چا پسي چي دروغ نه دي روا چي هغه خداي زه عيسی مسيح موعودراليږلې يم . )) اشتهار ديوي غلطي ازاله بحوالۀ تبليغ رسالت ١٨ مخ .

((ځما دادعوه ده چي زه هغه مسيح موعود يم دچا په اړه چي پاک خداي په خپلو کتابونو کي وړاندوينه کړي چي هغه به په آخيره زمانه کي ظاهريږي )) تحفۀ ګولړويه مصنف مرزا غلام احمد قادياني ١٩٥ مخ .

((دکوم مسيح موعودخبري چي په حديثو کي شويدي په همدې حديثو کي راغلي چي هغه به نبي هم وي امتي هم )) حقيقة الوحي مصنف مرزا غلام احمد ٢٦ مخ .

((په حديثو کي وړاندوينه شوي چي له محمدي امت څخه به يو شخص پيداکيږي چي هغه ته به خلک عيسی بن مريم وايي او هغه به دنبي په نامه نومول کيږي )) حقيقة الوحي ٣٩٠ مخ .

(( ځما په خپله وحي باندي داسي ايمان دی لکه په تورات انجيل اوقرآن باندي ))اربعين لمبر ٤٠ مصنف مرزاغلام احمد قادياني

(( اودخداي کلام په مادومره نازل شویکه هغه يوځاي شي نو شل ټوکه به تري جوړشي ))حقيقة الوحي ٣٩١ مخ .

((له نن ورځي وروسته انساني جهاد چي دتوري په زوربه کيدو دخداي له امر سره سم بند شوی له دی وروسته که څوک په کافر توره اوچتوي او خپل ځان ته غازي وا يي نو هغه دهغه رسول نافرماني کوي چاچي ١٤٠٠ دمخه ويلي ووچي دمسيح موعود له راتګ سره سم به جهاد ختم شي نو اوس ځما له راتګ وروسته دتوري جهادنشته )) تبليغ رسالت ١١ مخ ٩ټوک .

(( زمونږله نظره خو بل کوم نبي ندی راغلی بلکه هرڅوک چي راغلي د محمد څادر وراغوستل شوی چي په اصل کي محمد پخپله راغلی )) دمرزا غلام احمدله ويناوو څخه منقول له ( دمبايعينو دټولۍ صحيح عقايد ) مطبوعه قاديان ١٧ مخ .

((دالله تعالی وعده ده چي هغه به يوبل خاتم النبيين نړۍ ته راليږي نو عيسی پخپله محمد دی چي داسلام داشاعت لپاره به بيا راځي ))کلمة الفصل مصنف مرزا بشير احمد١٥٨ مخ .

(( حضرت عيسی مړ شوی دهغه ژوندی ګڼل اوبيرته نړۍ ته راتلل په هغه پسي تهمت ويل دي )) ضميمۀ براهين احمديه مصنف مرزاغلام احمد ٢٣٠ مخ .

((دعيسی څلور وروڼه او دوه خويندي دي اودا دهغه حقيقي وروڼه او خويندي دي يعني ديوسف او مريمي اوﻻدونه )) کشتي نوح ١٦ مخ . [size=24:15fc035bbc]
فتو‌‌‌ی[/size:15fc035bbc]
د غلام احمد له پورتنو اقوالو څخه څرګنده شوه چي مرزا غلام احمد قادياني دنړۍ دټولو مسلمانانو له پاکي عقيدې څخه مخ اړولی اود خپلو ناپاکو عقايدو په بنسټ يي نوی مذهب جوړ کړی ځکه نو دنړۍ دټولو علما ء کرامو دامتفقه فيصله ده چي مرزاغلام احمد قادياني او دده منونکي يا پيروکار ټول کافران او مرتد دي او داسلامي حکومت په واکدارانو دا ﻻزمه ده چي داسي بد عقيده خلک زر ترزره مړه او دخپلو ناوړه کړووړو په سزا يي ورسوي .
څنګه چي دمرزا غلام احمد منونکي په ډير حکمت سره په انسان کي حلول کوي نو دمسلمانانوپه ځانګړي ډول هغه مسلمانان وروڼه چي په غربي او اروپايي هيوادونو کي اوسيږي دخبرتيا لپاره مو ددې مقالې ليکل ضروري وګڼل . الله تعالی دي مونږ او تاسي ټول دکفارو مرتدينو او منافقينو له هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتي . آمين ثم آمين


مسلمانانو ورونو قاديان وپيژنۍ

زرکه
29.06.2004

ډير قدرمند او دروند مشر مولوي صيب طالب جان !
السلام عليکم و رحمتۀ الله وبرکاته
ډيره مهمه او د پام وړ موضوع مو رامنځ ته کړيده . خدای (ج) دی ستاسو ددې
چو پړ اجر اوثواب تاسو ته درکړي او ټولو مسلمانانو ته دې الله پاک ددې وس
ورکړي چې د اسلام دمقد س دين دپاره دا ډول چوپړ وکړي .
عزتمند مولوي صيب ! تاسو پخپله ليکنه کې پوره معلومات ورکړيدی زه يې
يوازې ملاتړ کول غواړم او ستاسو په اجازه د رحمان بابا هغه نعت دلته دټولو
خويندو ورونو دپاره ليکم چې شايد د همداسې وخت دپاره ليکل شوی وي .

نعت
که صورت د محمد (ص) نه وای پيدا
پيدا کړې به خدای نه وه دا دنيـــــــــــا
کل جهان د محمد (ص) په مخ پيدا شو
محمد (ص) دی د تمام جهان پيشــــــــوا

[color=green:d634ae3567]نبوت په محمد (ص) باندې تمام شو
نشته پس له محمده (ص) انبيــــــــــــــا [/color:d634ae3567]

نور هاله د محمد (ص) ؤ پيدا شوی
چې نه عرش ؤ نه کرسی وه نه سمــــــا
که صورت يې اخرين دی پيداشوی
په معنا کې اولين دی تر هر چـــــــــا
محمد (ص) د بيچاره و چارګر دی
محمد (ص) دی هر دردمن لره دو ا
زه رحمان د محمد (ص) د درخاکروب يم
که مې خدای (ج) نه کاله دې دره جدا
[color=green:d634ae3567]
رحمان بابا [/color:d634ae3567]

نور دې په جمله مسلمانانو ستاسو دعا الله پاک قبوله کړي امين ثم امين

په ډير درنښت زرکه



ع کريم حليمي
29.06.2004

ګرانو او ښاغلو او اغلو سلام !
[quote:9d14a0264c]که صورت د محمد (ص) نه وای پيدا
پيدا کړې به خدای نه وه دا دنيـــــــــــا [/quote:9d14a0264c]
دغه درحمان بابارحمته الله عليه بيت ښه نعت دې ٠ خو دومره خبره ده ٠ مبالغه ده ٠ حديث نبوي دی
چه فرمايی ٠ چه په محبت کي دومره مبالغه مه کوۍ لکه عيسايانو چه عيسی ع په باره کي ئی کوي
حليمي



طالب جان
29.06.2004

ګراني محترمي مکرمي او پتمنې خورې ( زرکې) : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

له ليکني اوتحريض راکولو څخه مو يوه نړۍ مننه . درسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه چي تاسي درحمان با با کوم ښکلې نعتيه کلام ليکلی دهغه په لوستلو سره ماته دخپلي ليسې هغه وخت رايادشو چي د ٤ يا ٥ صنف دپښتو په کتاب کي به مونږ دغه نعتيه کلام په وار وار لوستلو . په راتلونکي کي هم ستاسي دليدنو او ليکنو په هيله .

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته


azmon
05.07.2004

[quote:6c9bfe6588="Abdul Karimحليمي"]ګرانو او ښاغلو او اغلو سلام !
دغه درحمان بابارحمته الله عليه بيت ښه نعت دې ٠ خو دومره خبره ده ٠ مبالغه ده ٠ حديث نبوي دی
چه فرمايی ٠ چه په محبت کي دومره مبالغه مه کوۍ لکه عيسايانو چه عيسی ع په باره کي ئی کوي
حليمي[/quote:6c9bfe6588] ټولو دوستانو ته سلام زه که څه هم په فقهي امورو اوشرعي مسايلو کي کم معلومات لرم مګر دحليمي صاحب ليکنه مي خوښه نشوه ځکه نو دالانديددليلونه حليمي صاحب ته وړاندي کوم :
دروندملګری حليمي صاحب سلامونه مي له نيکوهيلوسره ومنه . ستاسي له پورتنۍليکني سره زه توافق نشم کوﻻي ځکه چي کله چي ما دحديثو يوکتاب دخپل مسجدله امام څخه وايه نو هلته يوحديث وو چي _ لولاک لما خلقت الافلاک _ ياني که ماته نه واي پيدا کړی نواسمانونه اوځمکي به مي نه وې پيداکړي ديوه بل حديث مي فقط ژباړه په يادده اوهغه داچي _ کچيري ته ما نه واي پيدا کړی نوما به خپل ربوبية نه واي ښکاره کړی . همداراز الله تعالي هم په قران کي دنبي عليه السلام لپاره ٩٩ نومونه ذکرکړي اوهريو يي له بل څخه ځانګړې دې نو په دې دﻻيلو سربيره زه څنګه دحليمي صاحب خبره ومنم ؟؟؟؟؟؟
همداراز که حليمي صاحب لږتکليف وکړي اود رحمن با با په شعر کي مبالغوي الفاظ په ګوته کړي مهرباني به يي وي . په اسلامي پښتني مينه



ع کريم حليمي
05.07.2004

[quote:d927199165]ټولو دوستانو ته سلام زه که څه هم په فقهي امورو اوشرعي مسايلو کي کم معلومات لرم مګر دحليمي صاحب ليکنه مي خوښه نشوه ځکه نو دالانديددليلونه حليمي صاحب ته وړاندي کوم :
دروندملګری حليمي صاحب سلامونه مي له نيکوهيلوسره ومنه . ستاسي له پورتنۍليکني سره زه توافق نشم کوﻻي ځکه چي کله چي ما دحديثو يوکتاب دخپل مسجدله امام څخه وايه نو هلته يوحديث وو چي _ لولاک لما خلقت الافلاک _ ياني که ماته نه واي پيدا کړی نواسمانونه اوځمکي به مي نه وې پيداکړي ديوه بل حديث مي فقط ژباړه په يادده اوهغه داچي _ کچيري ته ما نه واي پيدا کړی نوما به خپل ربوبية نه واي ښکاره کړی . همداراز الله تعالي هم په قران کي دنبي عليه السلام لپاره ٩٩ نومونه ذکرکړي اوهريو يي له بل څخه ځانګړې دې نو په دې دﻻيلو سربيره زه څنګه دحليمي صاحب خبره ومنم ؟؟؟؟؟؟
همداراز که حليمي صاحب لږتکليف وکړي اود رحمن با با په شعر کي مبالغوي الفاظ په ګوته کړي مهرباني به يي وي . په اسلامي پښتني مينه[/quote:d927199165]ګرانه،قدرمن وروره azmon صاحب او لوستونکوسلام ورحمته الله و برکاته! کله چه اسلام تر يونانه ورسېدي نو يوعالم سوالوته بايد اسلام جوابوبه ويلي وای ٠ او وئې ويل
ولي چه ديونان فلاسفوو هيڅ شي په پټو ستګو نه منلۍ ٠ کوم څه چه پر لاري په اسلام ګډ سوي وه ٠
ويونان خلګو غلبېل کړه٠ او د اسلام فلاسفه وو هم خپل دلائل او منطق وويل ٠ نو فلاسفه هم اکثره موافق سوه چه اسلام يو اسماني دين دې ٠ که فلسفه نوي نو هر خبره او هر دين به پر انسانانو چلېدلای ٠
خدای حکمت دې چه تر محمد ع دمخه ئی اول فلاسفه پيداکړه ٠
نونن که کومه خبره يا اصول په اسلام ګديږي اول ئې مخنيوی فلسفه کوي ٠
کفار ډيره همکاري کوي ٠ د اسلام پر مختګ ته
[color=red:d927199165]لولاک لما خلقت الافلاک [/color:d927199165]دغه الفاظ، جمله حديث ندی ٠ هو شاعران ئې په اشعاروکي
کاره وي ٠ شعر ته ښايست ورکوي ٠ داعربی الفاظ دي او بس ٠ ماندې ليدلۍ دا حديث په بخاري،مسلم،نسأ،موطا ٠٠٠٠٠ کښي ٠ که په بعضو کتابو کي وي مردود دې ٠ سل په سل کي
که څوک داسي محبت وکړي لکه عيسايان چه عيسی ع ئی دخدای زوی کړی ٠
اوکه داسي محبت وکړي لکه د ايران خلګ چي حضرت علی ته دومره درجه ورکوي ٠ چه په شريعت کي اجازه نسته ورته ٠
موږ ته لازمه ده چه ووايو محمدعبدالله او د الله اخيري رسول دې ٠ او نبوت پر ده ختم سو٠ ٠
که زموږ محترم طالب جان ورور ته معلوم وي چه حديث دی کنه ٠ که څه موږ ته وليکي ښه به وي ٠
حليمي


azmon
05.07.2004

حليمي صاحب اوملګرو سلامونه مي ومنۍ .
حليمي صاحب ! تاسي په ډير حکمت له اصل سوال څخه ځان تير کړې ځما پوښتنه داده چي درحمن بابا په نعت کي چيري داسي ليکلي چي رسول عليه السلام خداي دی نعوذ باالله که نه وي ليکل شوي نوبيا ستا نيوکه بي ځايه ده اوکه وي نو په کوم لفظ کي رحمن بابا ليکلي چي نبي خداي دی راته په ګوته يي کړه؟؟؟



ع کريم حليمي
05.07.2004

ګرانه ، محترمه Azmon صيب السلام عليکم ٠ او درنو لوستونکو !
[quote:1cd14727cd]همداراز که حليمي صاحب لږتکليف وکړي اود رحمن با با په شعر کي مبالغوي الفاظ په ګوته کړي مهرباني به يي وي . په اسلامي پښتني مينه[/quote:1cd14727cd]
دغه ستاسو پښتنه وه ٠ او جواب ئی دغه
[quote:1cd14727cd]لولاک لما خلقت الافلاک دغه الفاظ، جمله حديث ندی ٠ هو شاعران ئې په اشعاروکي [/quote:1cd14727cd]
دغه [color=red:1cd14727cd]لولاک [/color:1cd14727cd]پخپله مبالغه نه ده بېخي غولو ده ( مبالغه ضرب سل)
داسي مي ليکلي وه چه فرمايی [color=blue:1cd14727cd]٠ چه په محبت کي دومره مبالغه مه کوۍ لکه عيسايانو چه عيسی ع په باره کي ئی کوي [/color:1cd14727cd]له دې حديث څه داسي نه معلوميږي ٠ چه مادي ويلي يا ليکلي چه حضرت رحمان بابا
ويلي ٠ [quote:1cd14727cd] چي رسول عليه السلام خداي دی نعوذ باالله که نه وي ليکل شوي نوبيا ستا نيوکه بي ځايه ده اوکه وي نو په کوم لفظ کي رحمن بابا ليکلي چي نبي خداي دی راته په ګوته يي کړه؟؟[/quote:1cd14727cd]
که ستاسو سره څه وي وئی ليکۍ چه مبالغه نه ده ٠ ؟؟؟
نور زماسره څه نسته چي وئې ليکم ٠ څه چه زماپه سر کي وه دغه وه
حليمي[/quote]


نقاد
14.07.2004

[quote:673b9a81b6]کله چي ما دحديثو يوکتاب دخپل مسجدله امام څخه وايه نو هلته يوحديث وو چي _ لولاک لما خلقت الافلاک _ ياني که ماته نه واي پيدا کړی نواسمانونه اوځمکي به مي نه وې پيداکړي ديوه بل حديث مي فقط ژباړه په يادده اوهغه داچي _ کچيري ته ما نه واي پيدا کړی نوما به خپل ربوبية نه واي ښکاره کړی [/quote:673b9a81b6]

ازمون صاحب ته له ډيرو سلامونو، هرکلی ويلو او نيکو هيلو له وړاندې کولو څخه وروسته عر ض کوم چې:
ما هم ماشومتوب کې نوموړې موزونه (شعري) مقوله اوريدلې وه، چې البته وروسته مې ان له عربي
ملا څخه هم دهغې ا تاييد تر ﻻسه نکړل چې هغې ت حديث او يا ايت ووايي. سربيره پردې په مقوله کې
لو لاک دوه ځلې تکرار شوی ، او د بيت توازن يې برابر کړی و. نو دا لکه څنګه چې حليمي صيب ورته ګوته نيولې، صرف يو شعر دی او بس.
خو داچې ((که چيري ته ما نه واي پيدا کړی نوما به خپل ربوبية نه واي ښکاره کړی )) بايد ثابته شي چې دا يو موثق حديث دی او منبع يې وښودل شي.تر هغې پورې بايد له ځانه څخه د حديث په توګه ونه انګيرل شي. نور ښايې محمد (ص) ته دا شارې په توګه بشر ته اشاره وي ، چې د بشر له پيدايښت پرته د الله تعالی د ربوبيت ښودلو رښتيا هم بله ﻻر نه ليدل کيږي، په تيره بيا د رسوﻻنو عليهم السلام پرته يې امکان نه دی تثبيت شوی.
په درنښت او سلامونو.



طالب جان
02.08.2004

محترمو مکرمو اوعزتمن وروڼو اوخويندو:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دلوﻻک لوﻻک لما خلقت اﻻفلاک حديث الفاظ که څه هم موضوع دي معنا داچي بعينه داتوري په کوم حديث کي ثابت نه دي . البته ددې حديث مفهوم اودې ته ورته توري داحاديثو په ذخيره کي شته دمثال په توګه په فتاوای حقانيه ٢ ټوک ٢٠٣ مخ کي دموضوعات کبيري ٥٩ مخ په حوا له داسي ليکل شوي : (( حديث لوﻻک لما خلقت اﻻفلاک قال الصغاني انه موضوع کذا في الخلاصه لکن معناه صحيح فقدروي الديلمي عن ابن عباس رضي الله عنهمامرفوعا اتاني جبريل فقال يا محمدلوﻻک ما خلقت الجنة ولوﻻک ما خلقت النار- وفي رواية ابن عساکر لوﻻک ماخلقت الدنيا.
ژباړه : صغاني وايي چي دلوﻻک لما خلقت اﻻفلاک حديث موضوع دی لکه څنګه چي په خلاصه کي ليکل شوي لکن معنايي سمه ده . ځکه چي ديلمي رحمه الله له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه مرفوعا روايت کړی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي ماته حضرت جبرئيل عليه السلام راغی اوراته ويي ويل چي : اې محمده که ته نه واي جنت به نه وو پيداشوی که ته نه واي دوزخ به نه ووپيداشوی دابن عساکر په روايت کي داهم راغلي چي که ته نه واي نو نړۍ به نه وه پيداشوي .
همداراز په ( مواهب اللدنية )١ ټوک ٨٣ مخ کي داسي ليکل شوي : ( قال العلامه شهاب الدين القسطلاني رحمه الله : قال الله تبارک وتعالی لآدم ياابامحمد ارفع رأسک فرفع رأسه فرأی نور محمد في سرادق العرش فقال يارب ما هذاالنور قال هذانور نبي من ذريتک اسمه في السماء احمد وفي الارض محمدلوﻻه ماخلقتک وﻻخلقت سماء وﻻارضا ) .
ژباړه: علامه شهاب الدين قسطلاني رحمه الله وايي چي الله تعالی حضرت ادم عليه السلام ته وويل چي اې دمحمد پلاره سرراپورته کړه نو هغه دسرله راپورته کولو سره سم يي دعرش په کنګرو کي دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم نوروليدنوويي ويل دانور دڅه شي دی ؟ الله تعالی ورته وفرمايل چي داځما دهغه نبي نوردی چي ستا له اوﻻدڅخه دی په اسمان کي يي نوم احمددی اوپه ځمکه کي يي محمد صلی الله عليه وسلم که هغه نه واي مابه ته نه واي پيداکړی اونه به مي اسمان او ځمکه پيداکړي وو.
د موضوعات کبيري په څير ليکنه په ( سبيل الهدی والرشاد) ١ ټوک ٧٥ مخ کي هم ليکل شويده .
والله اعلم باالصواب



ع کريم حليمي
04.08.2004

محترمو مکرمو اوعزتمن وروڼو اوخويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !

احاديث بې اندازې ډير دي ، ډېر کتابونه ليکل سوي دي ٠ چه بعضي ئې اهل شيعه کاروي او اهل سنت ډير ځان نه
ورسره نيسي ٠ زموږ اهل سنت اکثره پر دغو کتابو ډېر باور لري
[color=red:848d8812fb]سنن ابن ماجه٠ سنن النسائي, موطأ مالك, سنن الدارمي, فتح الباري شرح صحيح البخاري
صحيح البخاري, صحيح مسلم, سنن أبي داود, سنن الترمذي[/color:848d8812fb]

او تاسو خپل دليل په وفي رواية ابن عساکر راوړۍ ٠ چه اصلأ په دغه پورته کتابو کي د ابن عساکر نوم ګرسره
نسته ٠ هو د ابن عساکر نوم ماته په لوستلو کي په مخه راغلۍ ٠ هغه هم د اهل تشيع په ليکنو کي ٠
[quote:848d8812fb]ديلمي رحمه الله له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه مرفوعا روايت کړی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي ماته حضرت جبرئيل عليه السلام راغی اوراته ويي ويل چي : اې محمده که ته نه واي جنت به نه وو پيداشوی که ته نه واي دوزخ به نه ووپيداشوی دابن عساکر په روايت کي داهم راغلي چي که ته نه واي نو نړۍ به نه وه پيداشوي . [/quote:848d8812fb]
او د يلمي رحمه الله نوم خو ماته هيڅ وخت په مخه هم نه دۍ راغلۍ ٠ چه دئ څوک دۍ او د چا زوی دۍ ٠
که فرضأ کوم چاته ئې نوم په سيته وو کي په مخه ور رغلۍ وي چه حواله راکړي ٠ مننه به وکړم ٠
او يادا به ښه وي ٠ چه دغه د حضرت ابن عباس رض حديث عربي يا E متن وليکي ٠ لطف او مهرباني به مو وي
[quote:848d8812fb]همداراز په ( مواهب اللدنية )١ ټوک ٨٣ مخ کي داسي ليکل شوي : ( قال العلامه شهاب الدين القسطلاني رحمه الله : قال الله تبارک وتعالی لآدم ياابامحمد ارفع رأسک فرفع رأسه فرأی نور محمد في سرادق العرش فقال يارب ما هذاالنور قال هذانور نبي من ذريتک اسمه في السماء احمد وفي الارض محمدلوﻻه ماخلقتک وﻻخلقت سماء وﻻارضا ) .
ژباړه: علامه شهاب الدين قسطلاني رحمه الله وايي چي الله تعالی حضرت ادم عليه السلام ته وويل چي اې دمحمد پلاره سرراپورته کړه نو هغه دسرله راپورته کولو سره سم يي دعرش په کنګرو کي دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم نوروليدنوويي ويل دانور دڅه شي دی ؟ الله تعالی ورته وفرمايل چي داځما دهغه نبي نوردی چي ستا له اوﻻدڅخه دی په اسمان کي يي نوم احمددی اوپه ځمکه کي يي محمد صلی الله عليه وسلم که هغه نه واي مابه ته نه واي پيداکړی اونه به مي اسمان او ځمکه پيداکړي وو.
د موضوعات کبيري په څير ليکنه په ( سبيل الهدی والرشاد) ١ ټوک ٧٥ مخ کي هم ليکل شويده .
والله اعلم باالصواب[/quote:848d8812fb]
صحيح ده چه دغه کتاب ليکنه راوړې ده ايا کومه حواله دئ ور کوي ٠ او که دغه کتاب پخپله سند دۍ ٠ او پخپله سند کېدای نسي ٠
هر کتاب د ويلو ممکن وي ٠ او د باور کېدای نسي ٠
او په فتح الباري شرح صحيح البخاري کي داسي راغلي
وعن ابي حنيفة بل يحبس في بلده، وتعقب بان الاستمرار في البلد ولو كان مع الحبس اقامة فهو ضد النفي فان حقيقة النفي الاخراج من البلد، وقد قرنت مفارقة الوطن بالقتل قال تعالى ‏(‏ولو انا كتبنا عليهم ان اقتلوا انفسكم او اخرجوا من دياركم‏)‏ وحجة ابي حنيفة انه لا يؤمن منه استمرار المحاربة في البلدة الاخرى، فانفصل عنه مالك بانه يحبس بها‏.
او ايات شريف ئې داسي دۍ ‏
وَ لَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنفُسكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِن دِيَرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلا قَلِيلٌ مِّنهُمْ وَ لَوْ أَنهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظونَ بِهِ لَكانَ خَيراً لهَُّمْ وَ أَشدَّ تَثْبِيتاً(66) نسأ
ترجمه : (ما تكليف مشكلى بر دوش آنها ننهاديم ) اگر (همانند بعضى از امم پيشين ) به آنها دستور مى داديم [color=blue:848d8812fb]يكديگر را به قتل برسانند[/color:848d8812fb] و يا: ((از وطن و خانه خود بيرون رويد))، تـنـها عده كمى از آنها عمل مى كردند! و اگر اندرزهايى را كه به آنان داده مى شد، انجام مى دادند، به سود آنها بود و موجب تقويت ايمان آنها مى گرديد.
حليمي



طالب جان
13.08.2004

محترمه مکرمه او عزتمنه حليمي صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دعزت وړه : دلوﻻک لوﻻک حديث په اړه ما ستاسي په حضورکي ته دوتلو کتابونو حوالې وړاندي کړي داچي تاسي هغه کتابونه نه دي ليدلي نو ددې دا معنا هيڅکله نه ده چي دا کتابونه ګويا واړه دي يا شته نه .
عزتمنه : علم درياب دی پاي نه لري ډير څه به مونږ اوتاسي نه وي اوريدلي مګر هغه به يو منلی حقيقت وي ستاسي دډاډ لپاره دايوه بله حواله هم ليکم :
وتلي مفسر او محدث الشيخ اسماعيل بن محمد العجلوني الجراح په خپل وتلي کتاب (کشف الخفاومزيل اﻻلباس)٢ ټوک ١٦٤ مخ ليکلي چي صنعاني وايي چي دلوﻻک حديث دلفظ له لوري موضوع دې اما دمعنا له لوري غني دی .
تاسي ويلي چي ( ديلمي ) هم نه پيژنم او نه يي تراوسه ما نوم اوريدلی عزتمنه درجالو کتابونه وګورۍ تاسي ته به څرګنده شي چي ديلمي وتلی راوي تير شوی .


داود فايز
03.04.2006

محترمو وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
محترم حليمي صاحب او طالب جان په منځ كي ددي مقولي په باره كي ( لولاك لما خلقت الأفلاك ) څه اختلاف وجود لري خو شكر دي چي ددي حديث په موضوعيت باندي اتفاق نظر لري
نو ما وغوښتل چي زه هم يو څه پري وليكم
الله تعالى فرمايي (( وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون ، ما أريد منهم من رزق وما أريد أن يطعمون ))
ترجمه (( ما إنس ( إنسانان ) أو جن ( پيريان ) نه دي پيدا كړي مګر د عبادت لپاره زه له دوي كومه روزي اونه غواړم ، اونه له دوي دا غواړم چي ما ته ډوډي راكړي ) نو له دي آيت څخه معلوميږي چي الله تعالى إنسانان او پيريان دخپل عبادت دمقصد لپاره پيدا كړي اوصرف عبادت.
او په بل ځاي كي فرمايي (( هو الذي سخر لكم ما في السموات والأرض ))
الله تعالى هر هغه څه چي په مځكه او اسمانونه كي دي دانسانانو دهو سا لپاره مسخر كړي دي
په قران كريم كي داسي كوم آيت اوپه احاديثو كي كوم حديث نشته چي ددي دوو آياتو خلاف وي
نو له دي څخه معلومه شوه چي الله تعالى انسانان د خپل عبادت لپاره پيدا كړي او نور مخلوقات يي ددوي دخدمت او دهوسا لپاره پيدا كړي ، چي په دي كي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هم راځي
خو له يوه كبله كه داحديث ( لولاك لما خلقت الأفلاك ) له قرآن سرة صريح مخالفت لري له بلي خوا ددي حديث په عدم ثبوت باندي ټول علماء اتفاق رأي لري نو څنګه كيداي شي چي ددي حديث معنى صحيح وي
أو محترم طالب جان ورور چي د كومو علماؤو خبري رانقل كړيدي دا علماء ښه عالمان تير شوي خو ددي صرف خبري چي په مستند دليل نه وي هغه دي منلو وړ نه دي ځكه هر عالم د خطايي نه مبرأ نه دي او أمكان لري چي خطا ځني وشي او پيښه شي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي (( إذا اجتهد الحاكم فأصاب فله أجران وإن أخطأ فله أجر واحد ) كنو عالم په دواړو خواو كي الله أجر وركوي ځكه چي كوښښ يي كړي وي ،
كه مونږ هغه دليلونو ته چي طالب جان را وړاندي كړي دي وګورو هغه د سند له خوا هم صحيح نه ښكاري ځكه چي سندونه يي منقطع دي او له بلي خوا زه په پوره اطمئنان دا ويلي شم چي ټول هغه حديثونه چي په دي باره كي راغلي هغه ټول صحيح نه دي او موضوع دي او پر موضوع حديثونو عمل جائز نه دي.
خو يوه خبره بايد مونږ واضح كړو چي زمونږ دا خبري د رسول الله صلى الله عليه وسلم مقام ته كوم ضرر نه رسوي أو هغه هغه مقام ته رسوي چي كوم الله تعالى ورته خوښ كړي دي چي هغه اشرف المخلوقات دي .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،


و.افغان
24.04.2006

............................................................................................................


larghonay1
08.08.2006

ټولو ته سلامونه !
ما دغه بحث تر پايه ولوستو اوس غواړم خپل معلومات هم ورسره شريك كړم.
د ((لولاك لولاك...) حديث د نورظلم په نامه كتاب كې د (( حديث قدسي )) په نامه نومول شوى او د حديث قدسي تعريف داسې دى چې (( نبي عليه السلام ويلي وي قال الله .. يا نې خداى ج ويلي)) خو په قران كريم كې دخداى دغه وينا نه وي نودې ته حديث قدسي وايي.
اوس د (( لولاك ... )) په نامه ماقولې ته راځو . دايو موضوعي حديث دى او موضوعي حديث زما په نظر هغه ته وايي چې رسول الله نه وي ويلي ، بلكې چا له ځانه جوړ كړي وي.
نو په دې خو تاسو ټول سره په يوه خوله يئ چې دا موضوعي دى. يانې له ځانه جوړ شوى دى نو پر خلكو ديوې داسې خبرې تپلو هڅه يا د هغې له پاره دلايل راوړل چې له ځانه جوړه شوې وي ، زما په نظر يو عبث كار دى؟
زه د طالبانو سياست، واكمني او اعمال هيڅكله نه تاييدوم خو د هغوى سره يو مولوي و چې ((حاجي ملا صيب)) به يې ورته وايه .
هغه په رښتيا چې يو پياوړى ديني عالم و . نه يې د طالبانو سياست ته كتل او نه يې د هغوى دريځ تاييداوه ، تل يې خپله خبره د قران او حديثو په رڼا كې په پوره قوت سره كوله.
[color=blue:a08ada3bda]دغه د (( لولاك...)) پوښتنه له هغه څخه د راډيو له لارې چا كړې وه چې په پوره شد او مد يې رد كړه او دا يې يو دروغجن حديث وباله. [/color:a08ada3bda]او بله دا چې په دې اړه ما هم له لويو لويو عالمانو پوښتنې كړي چې هغوى راته يو ښكلى منطقي ځواب ويلى او هغه دا دى چې (( خداى ج هيڅكله هم خپل كارونه د بندګانو پورې نه معلق كوي)).
او همدغه مقصد د عبدالرحمان بابا په يو ه بل شعر كې دى (( ګوره هسې كردګار دى رب زما
چې صاحب د كل اختيار دى رب زما)).
دا چې خداى د كل يا ټول اخيتار څښتن دى او مونږ په دې هم پوه يو چې محمد ص سره د ټولو غوره صفتونو بيا هم يو بنده دى . نوخداى هيڅكله هم داسې نه كوي چې دخپلو كارونو له پاره دبنده ګانو شتون قيد او شرط وټاكي.
اوس راځو د بابا عبدالرحمن شعر ده چې (( كه صورت دمحمد نه واى پيدا.....))
عبدالرحمن بابا يو شاعر و نه ديني عالم.
كه څه هم د ده له تصوفي ډوله شعرونو څخه معلومېږي چې ديني معلومات يې درلودل خو دا نه شو ويلى چې ديني عالم و.
نو دلته د رحمن بابا په شعر كې هيڅ عيب نشته . بلكې عيب د رحمن بابا د وخت په هغو ملايانو كې و چا چې رحمن بابا ته دغه الفاظ دحديث په نامه ور زده كړي يا يې ور اورولي دي.
رحمن بابا له كوم كمزوري مولا نه دغه الفاظ د حديث قدسي په نامه اوريدلي او په خپل شعر كې يې ځاى وركړى چې دلته د بابا نيت صاف او منزل يې اسان دى.
په مينه
ستاسو لاروى



04.10.2006

ددغه حديث خطاب ښايي د آن حضرت په پته ټول انسان ته وي، په دې معنی چې انسانه که ته مې نه وای پيدا کړی ددنيا دخلقت سکالو به چاته مطرح شوې وای ،
ځکه له انسان پرته نور ژوندي موجودات لکه حيوانات او مرغان د خلقت په موضوع نه پوهيږي او نه پرې خبريږي . کله چې خلقت نه پيژني نو د خالق او مخلوق مفاهيم ورته د درک وړ نه دي.
نو خلقت ،خالق او مخلوق يواځې د انسان د شعور پواسطه منعکس کيږي . له دې کبله که انسان نه وای د افلاکو د خلقت مسله به هم ورته مطرح کيدای نشوه .
نو دا حديث يا مقوله دغسې ددرک وړ ده چې : لَوﻻکَ لوﻻک لَماخلَقتُ[color=white:26b74efef7] لکَ [/color:26b74efef7]افلاک َ يعنې انسانه ! :
[color=yellow:26b74efef7]که ته وَی ښۀ ، که ته نه وَی
...............................له خلقت به م خبر نه وَی [/color:26b74efef7]
والسلام .


larghonay1
15.10.2006

ياره پتوال صيب ډېر اټكلي سړى يې !
افلاك خو د انسان له پيدايښته مخكې پيدا دي .
نو دلته ستا د دغه اټكلي دليل هيڅ ځاى نشته.
دغه يو موضوعي او له ځانه جوړ شوى حديث دى چې هيڅ واقعيت نه لري.
خداى ج هيڅكله هم خپل كار د بنده يا بل شي پورې نه تړي.



13.11.2006

لرغونی صيب منم دې ، شاباس ستا پر رياليزم . وګوره ماخوپاس خپله ليکنه بشپړ کړه ، خو ستا دا جمله به له تاسو ، محترم طالب جان او مکرم حليمي صاحب سره څنګه وشاربو او بيا ترې کوچ راوباسو ( تعميم يې کړو) :
[quote:69e934a9f0]خداى ج هيڅكله هم خپل كار د بنده يا بل شي پورې نه تړي.[/quote:69e934a9f0]
دا جنت او دوزخ ته په زور غورځول د چا کار دی ؟ ايا دا د خدای (ج) خپل کارنه دی ؟ ، نو بيا يې څنګه او ولې د انسان د عمل پورې تړلی دی ؟ او که باور داسې سم دی چې د انسان عمل هم الله تعالی د خپلې پريکړې پورې چې څوک دوزخ او څوک جنت ته ليږي، تړلی ، نو جنتي ښه او دوزخي بد کوي ؟ آيا په دغه صورت کې به د ښه او بد عمل مسوليت بياهم د انسان په غاړه وي ، که څنګه؟
پله داچې ما خو د انسان د خلقت پورې د نړۍ خلقت نه دی تړلی ، بلکې برعکس :

[quote:69e934a9f0]ما ويلي که ته نه وٍی له خلقت به م خبر نه وَی [/quote:69e934a9f0]
يعنې نړۍ خو به وه خو چې ته وی نو څه به پوه شوی وې چې نړۍ شته !



ع کريم حليمي
14.11.2006

محترمو!  استاد ځواکمن او لرغوني سلامونه او ښې هيلي په عرض رسوم 
د أبو حنيفة النعمان بن ثابت الكوفي داسي ليکلي چه :
بيان عقيدة أهل السنة والجماعة
[color=cyan:bbeb49d104]خالق بلا حاجة ، رازق بلا مؤنة ، مميت بلا مخافة ، باعث بلا مشقة [/color:bbeb49d104]
 نو دا چه عقيده لرو چه خالق بيله حاجته نو که چيري ووايو چه لولاك لما خلقت الأفلاك  نو بيا خو حاجت پيدا سو و الله ته !
حال داچه خالق بلا حاجته دي ، که دا حديث ډير ښه جوړ وشنو نو خبره ډېره 
خرابيږي او حتی عقيدې ته هم تاوان رسوي !

او تر ټولو نورو خبرو دا هم د تعجب خبره ده چه د امام صاحب زوی چه حماد 
نوميږي د عقايدو کتاب ئې ليکلی په نامه نورظلم چه ډير لږ صفحې لري 
او دغه د  لولاك لما خلقت الأفلاك  بيان ئې پکښي راوړی 

 


جواب

و.افغان
19.04.2007

دغه حديث طالب جان ذکر کړی، هم موضوعی دی، او دموضوعی حدیث له علامو څخه یوه علامه داده، چی دغه حدیث دحدیثونو په اولنو یا لومړیو مصادرو کی پیدا نشي، موخه اول، دویم، او دریم قرن دی، چی دریم قرن کی ټول احادیث په کتابونو کی تصنف شو، او له هغه وروسته به کتابونه د اجازی په طور انتقال کیده، دغه حدیث چی طالب جان صاحب ذکر کړی، په لاندینی کتابونو کی راغلی:
مستدرک الحاكم (2/615)
مسند الفردوس أبو شجاع شيرويه بن شهردار - (ج 2 / ص 22)
سبل الهدى والرشاد في سيرة خير العباد الصالحي الشامي م - (ج 1 / ص 75)
كنز العمال الهندي م - (ج 11 / ص 431)
الآثار المرفوعة في الأخبار الموضوعة الكهنوي م - (ج 1 / ص 36)
كشف الخفاء العجلوني م دار إحياء التراث - (ج 1 / ص 45)
كشف الخفاء العجلوني م دار الكتب العلمية - (ج 1 / ص 45)

او دغه کتابونه سره له دی چی ډیر صحیح احادیث هم لري، خو د موضوعی حدیثونو له مصادرو بلل کیږي، او ډیر وروستي کتابونه دي، ټول د څلورم قرن څخه ورسته دي، حتی ځینی دنهم اولسم قرن دي، او امام حاکم د مستدرک مؤلف، په 385 هجری کی وفات دی، او دجرح اوتعدیل د علماووو په نظر کی یو متساهل عالم دی، حتی ځینو امامانو ویلي، چی دغه کتاب کي ډیر موضوعي، او ضعیف حدیثونه دي، او ځینو بیا دهغه لپاره دا عذر وړاندی کړۍ، چی هغه غوښتل دتالیف په اول پړاو کی ټول حدیثونه را ټول کړي، او بیا یی چڼ کړي، خو مرګی پری ورمخی کی شو،

امام الذهبی رحمه الله ددغه حدیث باره کی وایی: ګومان کوم چی دغه حدیث په سعیدبن ابي عروبة راوي باندی، په دروغو تپل شوي، یعنی موضوع دی، او حتی د وضعی ځای یی هم ذکر کړی، او ددغه حدیث په سند کی د سعيد بن أبي عروبة عمرو بن آوس الآنصاري، او هغه د حدیثونو د وضعی او یا جوړولو تهمت لګیدلی، طالب جان ورور دی مهربانی وکړی، او درجالو دغه کتابونو ته دی رجوع وکړی:
ميزان الاعتدال للإمام الذهبي,
لسان الميزان للإمام ابن حجر العسقلاني

بل دا چه دغه حدیث ددغه ایت سره مخالف دی: وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون:

نو الله جل جلاله دا دنیا له دی لپاره پیدا کړی، چی دهغه عبادت وشي ثنا پری وویل شي، او دهغه حقوق د پیغمبرانو پواسطه وپیژندل شي، نه ادم ، نوح ، ابراهیم، عیسی ، محمد، علیهم السلام اجمعین په وجهی...
بل ایت کی الله جل جلاله ددی ځکمی او اسمانونو د پیدایښت سبب ښیی، او فرمایی: ["الله الذي خلق سبع سموات ومن الأرض مثلهن يتنزل الأمر بينهن لتعلموا أن الله على كل شئ قدير وأن الله قد أحاط بكل شئ علما] نو دغه سبب دی، نه دکوم پیغمبر له وجهی ، لدی لپاره چی تاسی پوه شۍ چی الله جل جلاله په هر څه قادر دی، او همدا الله په هر شی احاطه کړی د علم له نګاه نه.

بل آیت کی الله جل جلاله فرمایی:
الذی خلق الموت والحیاة لیبلوکم ایکم احسن عملا
ترجمه: هغه ذات چی پیدا کړی دی مرګ او ژوند، لدی لپاره چی امتحان کړی تاسی، چی کوم له تاسی ښه دی، د عمل له نګاه نه.

بله دا چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دومره ښه صفات لري ، چی قران او سنت کی ثابت دي، او دغو درواغو هیڅ اړتیا نشته، او نه زمونږ دین په یوه اړخ کی هم دروغو ته اړتیا نلري،
هو د شیعه ګانو دین زمونږ څخه بدل دي، ځکه خو دهغوي هر څه پر دروغو او بهتانونو او لعتونو بنا دي.


ډوکتر څپاند
14.03.2008

قادياني مذهب ولی پيداشو؟؟
سره ددی چه دقاديانیانومشری پدی پوهيده چه ددوی طريقه او تګلاره د اسلام
دمقدس دين خلاف ده نو بيا ولی دوی په خپله ټولي پوهنی ترګی پټي او په
 غلطه لار روان شوه؟؟٠ايا دوی ليونيان وه؟؟
مګر دتاريخ پوهانو په قول قاديانی مذهب لکه په ايران اوعربستان کی د
 ځينی نورو مذاهبو پشان د انګريزانو له خوا د مسلمانانو د بی اتفاقی
 په خاطر منځ ته راغلي٠


اور- بل
28.05.2008

[color=white:a9dfc2778b]محترمو دینپوهانو ورونو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ![/color:a9dfc2778b]

[quote:a9dfc2778b]بل ایت کی الله جل جلاله ددی ځکمی او اسمانونو د پیدایښت سبب ښیی، او فرمایی: ["الله الذي خلق سبع سموات ومن الأرض مثلهن يتنزل الأمر بينهن لتعلموا أن الله على كل شئ قدير وأن الله قد أحاط بكل شئ علما] ... لدی لپاره چی تاسی پوه شۍ چی الله جل جلاله په هر څه قادر دی، او همدا الله په هر شی احاطه کړی د علم له نګاه نه. [/quote:a9dfc2778b]
بی شکه چې زمونږ د عقیدې په سطحه د قران احکام مطلق حقیقت دی، یواځې د ساینسي علومو په سطحه شاید د ترجمې او تفسیر په تړاو د پوهیدو له پآره پوښتنه مطرح شي ، مثلأ :
ساینس وایي چې ځمکه ۵ میلیارده کاله مخکې له لمر څخه رابیله یعنې پیدا شوې ده، او د انسان پیدایښت د ۵۰٠٠٠ کالو په شاوخوا کې تثبیتوي، چې ادیانو یې هم شاید له١٥ یا٢٠ زرو کالو څخه په هیڅ صورت زیات نه وي بللی . کهکشانونه او ۷ اسمانونه خو لا پخواني دي . پوښتنه داسې پیدا کیږي چې آیا د انسان په وسیله د الهي قدرت صرف دمعرفت له پاره په میلیاردونو کلونو مخکې د اسمانونو او کایناتو پیدا کول اړین او موجه دي ، او که دمعرفت ټکی ( .... لتعلموا أن الله على كل شئ قدير وأن الله قد أحاط بكل شئ علما) دلته صرف د[color=white:a9dfc2778b] يتنزل الأمر بينهن [/color:a9dfc2778b] سره تړاو لري اوبس؟ هیله ده تشریح یې کړئ . په درنښت


زبير نجيب
27.09.2009

سلامونه،
دا حديث نه دې، او که وای نو په صحاح ٦ کې به نقل شوۍ وو٠
راځۍ د متفقې موضوع نه اختلاف جوړ نه کړو،او اصلي موضوع د دوهم ابليس(عل) قاديانان وپېژنو٠ 


زبير نجيب
08.10.2009

سلامونه،
لرغونيه وروره ښه دواضح کړې، خو د قاديانيانو موضوع مو بلکل هېره که، 
زه دومره زياتوم چې ددې ډلګۍ پيروان  په شيطانت په مسلمانانو 
کې کار کوي، او ټولې خبرې يې په نامه د قران او (همارے حضور (ع) دې٠
نوعام وګړي په دې ٢ نومونو داسې جلبوي،چې په اخر کې بيا احمدۍ  
ترې جوړ او د ګمراهۍ کندې ته غورزېدلۍ وي٠ شيطان يا ابليس به نه ليکم، 
چې بيا به دا ليکنه ړنګه وي٠ او زه په دې ډله کې داسې کسان پېژنم،
چې د پاکستان لوړپوړي کسان دي٠ ددوۍ شخصي چنده دې ډلې ته په ١٠٠ کې ٢٠% ده٠
 
بله موضوع !!!! د مسلمانو وروڼو نه غوښتنه کوم چې خپل علمي او د قران 
او د محمد(ص)د ويناوو مطابق نظرونه د باړې دپير او د هغه پيروانو په مورد وليکي٠
اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي٠٠ الخ
په درناوي


شبيراحمد
15.11.2009

ټولوګډونوالوته په مينه
السلام عليکم
محترمودلته زماګډون هادچاخبره داسي دى لکه ناګډه بېډۍ خوبياهم يوڅه راته په ګټه ښکاري ځکه چي له موضوع سره يې اړخ لګيږي .
محترمودقاديانت په اړه مي يوداسي ويب سايټ پيداکړى چي که يې وګورئ انشاالله دوعاګاني به راته وکړئ اوزه يې هم په همدې هيله اوشرط درسره شريکوم
په زړه پوري داچي خوراډېرکتابونه پکي لوستلى اوترې راښکته کولى شئ

لينک دادى
http://www.khatm-e-nubuwwat.org/Books/book.htm

ستاسوددوعاؤومحتاج
شبيراحمد

په ټوله مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more