د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

انا هزاري، د هند د رشوت ضد قانون اتل

طالب ISI
09.04.2011

Anna Hazare
یو هندو دی چې د مدنې ټولنې استازي توب کوي، هغه په هند کې د رشوت په ضد د نه خوړلو پریکړه وکړه، پنځه ورځې یې دوام وکړ، د نه خوړلو علت یې په هند کې د یو شدید رشوت ضد قانون منځ ته راوړل او عملې کول وو. کله چې ده د نه خوړلو پرکړه وکړه، ډیر مشهور خلک ورسره یوځای شول، تر څو ددغه غږ د هند تر وزیر اعظم پورې ورسیده، دا چې دغه شخص ډیر اثر او رسوخ لري، او ښه لیاقت هم لري، من موهن سنګ یو نوی کمیسیون جوړ کړی چې نومړی په یې هم غړی وي، تر څو هغسې قانون د رشوت په ضد جوړ شي، چې خلک یې غواړي، ځکه د مدنې ټولنې نور غړي هم په دغه کمسیون کې شامل دي.

پوښتنه داده چې په افغانانو کې به هم څوک داسې پيدا شي، چې داسې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړي؟، داسې عالم، شاعر، معلم، وزیر، قومې مشر، طالب....

وایې چې د کافر پاچا پاچاهې د هغه د عدالت له کبله دوام کوي، نو ځکه خو هند همداسې په مخ ځې ،ځکه خلکو ته نسبې عدالت رسیږي، مسلمانانو یو وقت په هندولس کې د همداسې پاچاهیو مثالونه درلودل، خو اوس یا فساد زیات وي، یا دکتاتر وي، یا هم کیبل کاري کوي، او وچ له زور اوظلم کار اخلي، همدا علت دی، چې پاچاهې یې دوام هم نه کوي.

پدې هیله چې مونږ کې هم همداسې خیرخواه خلک پیدا شي.
http://english.aljazeera.net/news/asia/2011/04/20114962615224479.html


ډاکټر څپاند
10.04.2011

درنو لوستونکو،

رشوت،ظلم اوفساد ،دې قانون په جوړولو نه بلکه دقانون په تطبيق اومراعات
سره تخفيف موندلی شي٠
رشوت هغه "دود" او "کلتور" دی چه دفاسدو واکمنانو په "برکت" مروج شي٠
افغان ولس او ټولې نړۍ وليدل چه کرزي په مکرر ډول دايران نه په لکونو
ډالر د "تحفې" په توګه تر لاسه کړي٠

رشوت په ټوله نړۍ کې شتون لري،حتی دطالبانو په دوره کې موجود وو،خو
هغه رشوت چه نن په افغانستان کې په بيساري ډول اخيستل کيږي د چلستان
نه د "جهاد" دنورو تحايفو سره زموږ هيواد ته راوړل شوی دی٠
درشوت تخفيف، غذائي اعتصاب ته نه بلکه د تونس او مصر په څېر ملي پاڅون ته اړتيا لري٠


حمید هڅــاند
10.04.2011

شهیر وروره سلامونه مې ومنه.
د هند ددې کارندوال اعتصاب ډېر کار وکړ. په فیسبوک کې یې خلکو په پراخه کچه ملاتړ وکړ او ان د فساد خپرونکې بالېووډ یې هم ملاتړ وکړ. د هند د ټولنیز عدالت یادونه مو کړې ده. لمړی خو غواړم ووایم چې اسلام د عدالت مخکښ نظام دی، که چېرې په سمه مانا پلی شې. او دوهم غواړم دا هم ووایم چې افغانان یې باید د هند د سیکولر نظام له عدالت نه زده کړي. کله نا کله افغانان په هېواد کې د قومې نه یووالې دلیل د زیاتو ژبو او ټبرونو شتون بولي. خو دې ډول ملګرو ته زه تل دا وایم چې که چېرې یې همدا لامل کړو نو هندوستان باید په نړۍ کې دکورنۍ جګړې یوه بېلګه وای. دا هېواد ګڼو ژبو ویونکی لري. د نړۍ د هرډول دین څخه خلک پکې ژوند کوي. په یوه کوڅه کې له رنګارنګ کلتورې بېلګو سره به مخامخ شې خو ورته حیران په دې سړی پاتې کېږي چې څنګه دا ټول خلک په یووالې او همغاړیتوب کې ژوند کوي.
ددې هېواد قضا د خپل قانون په حدودو کې ډېر عدالت لري. د مسلمانانو او ټولو نورو مذهبې لږکیو ګټې یې خوندي کړې دي. په سیاست کې یې هرچا ته ونډه ورکړې ده او هرڅه معیار یې پوهه ده او بس.
افسوس په دې کوم چې د نړۍ له هرډول نظام څخه د ښه نظام په لاس کې لرلو او ورباندي د باور کولو سره سره، ولې افغانان ورباندې عمل نه کوی او ولې یو دبل دښمنې کې یې ګټه لېدلې ده. د هند په پرتله خو لږ تر لږه افغانان نژدې ټول د یوه دین لاره تلونکي دي.

په درنښت


طالب ISI
10.04.2011

هڅاند صاحب ، زما په اند که چیرې د هند حکومت په سیکیولریزم نه وی ولاړ، او په هندي مذهب ولاړ وی، نو بیا دومره مخکې نه وو، سیکیولریزم ګټه داده چې خبره د قومې، مذهبي، ....رنګ....څخه پورته کیږي، او یواځې انسان او انسانیت مطرح کیږي، او بیا چې خبره د انسان شوه، ټول سره یو شی دي، هیڅ فرق نه لري، یواځې په علم، ښه نامه، نیکو کارو، کې به یو تعداد له نورو غوره وي.

او همدغه اصل باندې اسلام هم ولاړ دی، چې د هندولس وقت کې د مسلمانانو حکومت په همدغه بنسټ ولاړ وو، اسلام تر اوسه همداسې ښکلی دی، خو ملانو د ځان د ګټو لپاره داسې کارونه کوي، چې واقعې اسلام هیڅ کله د تطبیق چانس نه مومي.

سیکیولریزم ترکیه کې هم کار ورکړ، او هلته نه اسلام ورک شو، نه ملان لږ شول، خو هیواد یې ښه په مخ لاړ.

او دا چې هندوان ډیر قومونه دي، او ډیرې ژبې خو بیا هم یو ملت دی، علت یې دادی چې دوی مذهب تر هغه حده پالې چې چې ددوی روحي تنده پرې ماته شي، او نورو ته تاوان ونه رسوي.
خو زمونږ هیواد کې هزاره او شیعه ایران ته نظر افغانستان ته ډیر وفاداره دی، په ټول جهاد کې سل هزاره ګان مړه نه شول، خو د عراقیانو په ضد جنګ کې پنځه زره تنه مړه شول.

بل په هند کې اوس علم او ټولنه په مخکې تللې، او چې ټولنه مخکې شي، بیا مذهبې تنګ نظرو ته ځای نه پاتې کیږي.

اګر چې مذهبې خون خواره خو غواړي، چې د ګجرات غوندې کارونه وشي.

وروره کله چې له هنده خپل هیواد ته راغلې نو هیله ده د هندې ټولنې مثبت اړخونه خپلو کلیوالو، ته بیان کړې تر یو څو ځوانان خو پدې پوه شي، چې واحد ملت څه ته وایې، او له هیواد سره باید څنکه باید مینه وشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more