د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دډايناسوربابا زيارت

hotak
20.06.2004

جناب محترم مولانا مولوي طالب جان صاحبه سلامونه او نيكي هيلي مي ومنۍ :!:
خداى دي ستاسي په در او دفتر،قداوقواره،كور اوخاندان،عمراو بچيانو او همداراز ستاسي په علم او عمل بركت كيږدي.خداي دي دمسلمانانو دلازيات خدمت توفيق درپه برخه كړي او كه خوا دي نه بيږي خداي دي يوسل او شل كاله وروسته شهيد كړه.يو خو به دادملايانو دمخالفينو زړونه درباندي يخ شي او بل به دبړستني له مرگ نه ژغورل شوى يى. خداي دي نصيراحمد هوتك ابن حاجي ملخى هوتك ساكن قريه هوتك زي ولسوالي شاه جوي ولايت زابل ته هم داسي مرگ ورپه برخه كړي لكه عبدالعزيز المقرن ته چي يد وركړ.اوخداى دي ژوند هم همداسي راكړي.
والله چي ډيركمزورى او بى زړه انسان يم خو داڅو ورځي مي هسي شهادت ته هواكيږي.
زه په اصل كي دفورم شهيد يم.دسنگر نه يم خو خداي دي دي دسنگر انسان رانه جوړكړي امين.
اوس راځم خپلي پوښتني ته:
زموږ په كلي كي نژدى دولس كاله پخوا يوه ساده سړي له نژدى خوړ نه دخونو دودانولو لپاره په خرو باندي خاوره خپل كورته راچلوله.يوه ورځ يى خر له خاوري باركړى اودكور خواته روان دى چي نابييبره يى دخره پښه په يوه سوړه كي ننوتله.سړي دخره پښه ډيره راكش كړه خو هغه حرامي دولس مشر بوش په څير قسم كړى وو چي له خپلي خبري به وانه وړي.سړي كوداله اوبيلچه راواخستل او دسوړي په كيندلو يى پيل وكړ.
سوړه يى ښه ارته كړه او دخره پښه يى ترى راوايستله.خو په سوړه كي هغه ته دپخوازمانى خورا ستر هډوكي په لاس ورغلل.وډاريد او سم له لاسه يى رامنډه كړه دكلي خليفه صاحب ته ورغى.خليفه صاحب چندان ملا نه وو خو دتصوف په كومه طريقه كي دخلافت مسند ته رسيدلى وو.هغه سم له لاسه سر په زنگنو كيښود او په مراقبه شو.چي سريى راپورته كړ وايى دخداى جل جلاله لوى ولي دى او دومره كاله پخوا شهيد شوى.وروسته داخبره هم مشهوره شوه چي خليفه صاحب پدى اړه خوب هم ليدلى وو.
هماغه وو چي دخره دپښو په نښه دپاخه زيارت ودانولو كارپيل شو.قبر يى په راكشولو كشولو دسړك غاړي ته راورساوه.سپيني جنډى ورباندي پورته شوى.دعوه جلبه منجوران ورته پيداشول.دخاورو او خوردو دويشلو او خوړلو لړۍ پيل شوه.ككوړي او لنگرونه ورباندي پخيدل او دحاجت روايى او مشكل كشايي په نيت له لري لري هندو مسلمان،گبروترسا او سني هزاره ورته رامات شول.چا به يى كوچنيان په پښو كي ويده كول.چا به له مستي ليونۍ په اصطلاح پيرياني پيغلي ورته راوستلى او پلن څټو منجورانو به يى دوجد،مستۍ كيف او سرور په حالت كي له پيغلو نه پيريان ولاړول.
يو انډوخر جوړشو.ماوارو لونډه گانو به دسترگو دخاكاو دماتولو لپاره كرۍ ورځ په زيارت كي بيگاه كړه او چي يوه نيمه مسته پيرياني او ليونۍ پيغله به يى زيارت ته راوستله نو دوى به هسي په داوطلبانه ډول ورته سپي سپي كيدل.
په هرصورت هرڅه چي وو زيارت دلوده گۍ،بى ناموسۍ،اوپه تيره بيا دشرك اوبدعت ترټولو لويه اډه وگرځيدله.
اوس پوښتنه داده چي ايا دنامعلومو هډوكو پيداكيدنگ په سيمه كي دكوم ښه سړي دمړي دشته والي دليل كيداى شي؟؟؟ ماخوچي هغه هډوكي وليدل دډايناسور گومان مي پرى راغى ځكه په همدغه كلي كي يوڅوخلك شته چي زه يى دډايناسور اولاده بولم څوك يى گاوكـُشان بولي.
×بله داچي ايا ديوه كم علمه پرهيزگاره سړي مراقبه ياخوب ليدل يوشرعي مجوز كيدلاى شي؟؟؟
×ددغه ډول قبرونو دماتولو په تيره بيا چي دقوم او كلي خوښه هم نه وي او ته غواړى چي دبدعت اوشرك دځالي دړنگولو په نيت يى له منځه يوسى، شرعي حكم څه دى؟؟؟
ترټولو مهمه داچي دا زيارت ما دبابا ډايناسور په نامه نومولى وو او يوه سرلوحه مي هم ورباندي درولي وه.يوه ورځ زموږدگاونډي كلي امام په ماپسي راغى وايي ته له امريكا راغلى يى له دينه ناخبره يى.دااولياءالله ټول متصرفين دي وبه دي شرموي لږپام كوه!
كه څه هم چي ما دادوديز تصوف تربيخه مطالعه كړى خو ماله هغه جاهل سره بحث كول مناسب ونه گڼل يوازي دومره مي ورته وويل چي سمه ده زه به وگورم چي كله مي شرموي او په توره بلامي مرگ كيږي.
په دابله ورځ قلات ته راروان يم.هماغه چي دډايناسور مزارته راورسيدم يوه چيغه مي ترغوږ شوه او دموټرغبرگ ايكسلونه مي مات شول.هماغه كوډگرملا په بايسكل راغى مخي ته مي تيك ودريد وايي ودي كتل دمتصرفينو ډز؟؟؟ ماورته ويل ستا اوددى متصرف څه وڅه او له واره مي راچپه كړ.
تاسي دى پيښي ته په كومه سترگه گورۍ؟؟؟اياريښتيابه دولي ډز وي او كنه جادوگري به وي اويابه هم زماوهم؟؟؟
وروستنۍ پوښتنه: زموږپه كلي كي يوبل نيمچه ملادى.پلار يى په حكومت كي قاضي تيرشوى وو.په خرپ رشوتونه يى اخستل.پنځه ديرش كاله يى رشوت واخست.اولاد يى دده له مرگه وروسته ټول عمر په غريبۍ كي تير كړخو دجهاد له بركته يى ډيرڅه لاسته راوړل.اوس يى دپلار په قبر مزاراوگومبته جوړه كړي او په لوحه يى يو درسول الله لقب ندى وركړى نور خو يى والله كه هيڅ هم پري ايښي وي.
پوښتنه داده چي ايا دښودني او تعالي لپاره په قبر گومبته جوړول اوياهم غيرمستحق كس ته دومره لوى القاب ليكل روا دي؟؟؟
ياره كه ددى پوښتنو په زړه پوري ځواب مي ترلاسه كړنو دارغنداب دتوتوميله دي پرماپور ده.
مينه مننه نصيراحمدهوتك



طالب جان
26.06.2004

ګرانه محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره ( هوتک ) صيب :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

دقدروړه : تاسي ډيره ښه پوښتنه مطرح کړيده .وروره په قبرونو باندي ګمبته ، قبه يازيارت جوړول کچيري دښايست لپاره وي نو حرام او که د قبر دخوندي ساتلو لپاره وي نوبيا هم مکروه تحريمي اوناروا دي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي تاسي قبرونو ته رنګ مه ورکوۍ اومه څه پرې ليکۍ او مه څه پرې جوړوۍ . (( قوله وﻻيرفع عليه بناء- ای يحرم لو للزينة ويکره لو للاحکام ... وعن ابي حنيفة يکره ان يبنی عليه بناء من بيت او قبة او نحوذلک لماروي جابر نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم عن تجصيص القبور وان يکتب عليها وان يبنی عليها رواه مسلم وغيره )) شامي ٦٦٢ مخ ١ ټوک .
ديادوني وړده چي دحرامواو مکروه تحريمي ترمنځ په ګناه کي هيڅ توپير نشته البته توپير يي پدې کي ده چي دحرامو منکر کافر کيږي او دمکروه تحريمي منکر نه کافر کيږي .
همداراز په قبرونو باندي دسمال يا څيري ځړول هم نه دي روا . (( فی الاحکام عن الحجة : تکره الستور علی القبور )) شامي ٢٣٨ مخ ٢ ټوک .
داخو داصل مسألې حکم وو. پاتي شوه ستاسي د خليفه صيب دمراقبې خبره نودادهغه يوه وسوسه ده داسي وسوسو او وهمونو ته د حقيقت رنګ ورکول ناروادي . خوفرضا که چيري کوم شهيد خښ هم وي بيايي هم په قبرباندي زيارت جوړول دپورتني حديث له مخي روا نه دي . والله اعلم بالصواب



ع کريم حليمي
27.06.2004

محترم طالب جانه او درنو لوستونکو سلام !
ډېره مننه محترم طالبجانه ووره ستاسو له معلوماتوڅخه
[quote:ce3ca53f4e]دقدروړه : تاسي ډيره ښه پوښتنه مطرح کړيده .وروره په قبرونو باندي ګمبته ، قبه يازيارت جوړول کچيري دښايست لپاره وي نو حرام او که د قبر دخوندي ساتلو لپاره وي نوبيا هم مکروه تحريمي اوناروا دي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي تاسي قبرونو ته رنګ مه ورکوۍ اومه څه پرې ليکۍ او مه څه پرې جوړوۍ . (( قوله وﻻيرفع عليه بناء- ای يحرم لو للزينة ويکره لو للاحکام ... وعن ابي حنيفة يکره ان يبنی عليه بناء من بيت او قبة او نحوذلک لماروي جابر نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم عن تجصيص القبور وان يکتب عليها وان يبنی عليها رواه مسلم وغيره )) شامي ٦٦٢ مخ ١ ټوک . [/quote:ce3ca53f4e]
ګرانه وروره زما سره چه کوم د فقهی حواله سته داسي ليکي

It is permissible to place a mark, such as a stone or a piece of wood, over a grave so that it can be recognized. This is based on a hadith reported by Ibn Majah from Anas that the Prophet, peace be upon him, "placed a rock over 'Uthman ibn Maz'eun's grave so that it could be recognized." In az-Zawa'id it is stated that its chain of narrators is sound. Abu Daw'ud reported it in the hadith of al-Muttalib ibn Abi Wada'ah which has the following words: "He carried a rock and placed it by the headside of the grave and said, 'I want to mark my brother's grave and then bury beside it whoever else of my family dies."' This hadith indicates that it is preferable for relatives of the deceased to be buried in adjacent spots because it makes it easier for those who visit their graves to pray for them.
احاديث خو ډير دي دقبرو په باره کي ٠ اما فقها وو دغه فتوا ورکړې ده
اجازه سته چي پر قبر نوم وليکل سي ٠ چي معلوم وي يوه ډبره يا تخته پر کښېږدي ٠
او مبارک هم پر يوه قبر ډبره ايښې ده ٠
حليمي



طالب جان
27.06.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره (حليمي) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له ليکني څخه مو مننه . که د خبري دلاروښانتياپه خاطر د فقهي کتابونو حواله ورسره مله کړې نوبه ډير ښه وي .جزاکم الله خيرا



ع کريم حليمي
28.06.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره (طالب جان) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

دغه ده هر امام فقه مي درپيداکړه ٠ او د ابوحنيفه نظر مي هم درته کاپي کړۍ ٠

Fiqh-us-Sunnah
Fiqh 4.72
Prohibition of Whitewashing or Writing on a Grave
Jabir reported: "The Prophet, peace be upon him, forbade the whitewashing of a grave, sitting on it, or erecting any structure on it." (Reported by Ahmad, Muslim, Nasa'i, Abu Daw'ud, and Tirmidhi who said that it is a sound hadith) Tirmidhi reported this hadith with this wording: "The Prophet, peace be upon him, forbade the whitewashing of graves, writing on them, building on them, or stepping on them." Nasa'i, reported it in these words: "The Prophet, peace be upon, forbade building over a grave, adding anything to it, white washing it, or writing on it."
The majority of scholars interpret this prohibition as an expression of disapproval, while Ibn Hazm takes it to mean that the act is unlawful. The wisdom behind it is that a grave is not made to last forever, but is sure to disintegrate with the passage of time. whitewashing graves is decorating them with the beauty of this world for which the dead have no need. Others think that its wisdom lies in the fact that whitewashing is done by burning gypsum (brimstone): This view is supported by a narration of Zaid bin Arqam who said to a person who wanted to build something over his son ' s grave and whitewash it: "You are wrong and have done a useless thing. Nothing touched by fire should be brought near the grave." There is nothing wrong, however, in daubing it with clay. Tirmidhi said: "Some scholars, including Al-Hasan alBasri, hold it permissible to coat the graves with clay." [color=red:e0d08325d7]Ash-Shafi'i is [/color:e0d08325d7]also of the same view and sees no harm in giving the graves a coating of clay.
[color=blue:e0d08325d7]Ja'far bin Muhammad[/color:e0d08325d7] reported from his father: "The grave of the Prophet, peace be upon him, was raised one hand from the ground and was coated with red clay and some gravel." This was narrated by Abu Bakr An-Najjad, but AlHafiz did not comment on this in his ai-Talkhis.
The scholars also disapprove of building graves with bricks or wood or burying the dead with a coffin unless the burial ground was wet or soft. If it is wet or soft, then it is permissible to use bricks and the like and to place the body in a coffin. It is reported from Mughirah that Ibrahim said: "The scholars preferred bricks of clay and straw, but disliked clay bricks; they preferred bamboo and disliked wood."
Concerning the hadith prohibiting writing on graves, it apparently includes writing the name of the deceased or any other thing on the grave. AlHakim commented on this hadith and said: "Though its chain of narrators is sound, in practice, however, it was not followed." Many Muslims from the East and the West do write on the graves. This is a practice that was passed on from one generation to the next. Adh-Dhahabi said: "This hadith is an innovated one, and no prohibition is genuinely reported."
[color=red:e0d08325d7]The Hanbali school holds that inscription on graves is prohibited, whether it is a portion of the Qur'an or the name of the deceased." The Shafi'i school agrees with this ruling, but they also hold: "If the grave is of a scholar or a righteous man, it is preferable to write his name on it to make it known[/color:e0d08325d7]."
[color=blue:e0d08325d7]The Maliki school holds that writing any portion of the Qur'an is not permissible, but writing the name and date of death of the deceased is disliked (makruh[/color:e0d08325d7]) .
[color=red:e0d08325d7]The Hanafi school disapproves of writing anything on the grave and considers it unlawful, except when it is feared that any trace of the grave might disappear. Ibn Hazm said: "It is not disapproved if the name of the deceased was engraved on a rock[/color:e0d08325d7]."
It is forbidden in a hadith "to add more soil than what was taken out when digging the grave." Al-Baihaqi has dealt with this under a separate chapter entitled, "No adding of soil to the grave in excess of what is taken therefrom."
Ash-Shawkani said that: "Adding apparently here means adding more soil than what was taken out while digging the grave." Some interpreted the addition to a grave as making a grave over another one. Ash-Shafi'i preferred, however, the first interpretation, saying that it was preferable not to add more soil than what was taken out while digging the grave which is preferred lest the grave be raised high. So long as the additional soil does not raise the grave higher than the ground, there is nothing wrong with it.

[color=blue:e0d08325d7]Fiqh-us-Sunnah
Fiqh 4.68a
Placing a Distinguishing Mark on a Grave
It is permissible to place a mark, such as a stone or a piece of wood, over a grave so that it can be recognized. This is based on a hadith reported by Ibn Majah from Anas that the Prophet, peace be upon him, "placed a rock over 'Uthman ibn Maz'eun's grave so that it could be recognized." In az-Zawa'id it is stated that its chain of narrators is sound. Abu Daw'ud reported it in the hadith of al-Muttalib ibn Abi Wada'ah which has the following words: "He carried a rock and placed it by the headside of the grave and said, 'I want to mark my brother's grave and then bury beside it whoever else of my family dies."' This hadith indicates that it is preferable for relatives of the deceased to be buried in adjacent spots because it makes it easier for those who visit their graves to pray for them.دغه دجمهورو علما وو نظر دې[/color:e0d08325d7]



طالب جان
29.06.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره ( حليمي ) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

عزتمنه کشکي مودانګريزي په ځاي پښتو يا هم عربي سره له پښتو ژباړي ليکلي واي په هر حال له ليکني او زيار څخه مو يوه نړۍ مننه .

لکه څنګه چي فقه السنه ليکلي چي دامام ابو حنيفه رحمه الله په نزد په قبر څه ليکل نه دي په کار مګر که دقبر دورکيدلو ويره وه بيا که په قبر دمړي نوم او دوفات نيټه دعلامې په ډول وليکل شي نو پروا نلري او که داسي کومه ويره نه وه نو بيا هم په قبرونو څه ليکل نه دي روا. رسول الله صلی الله عليه وسلم دحضرت عثمان بن مظعون په قبر څه ليکلي نه وو بلکه دعلامې په ډول يي ډبره يا تيږه ورباندي ښودلي وه په قبر باندي دليکلو په اړه دا پيښه استدﻻل نه دی بلکه استشهاد دی .

امامشامي رحمه الله په ردالمحتار 166 مخ ١ ټوک کي دامام ابو حنيفه رحمه الله دمذهب پورتني توري په دې الفاظو بيان کړي : نعم يظهر ان محل هذاالاجماع العملي علی الرخصة فيها ما اذاکانت الحاجة داعية اليه في الجملة کما اشار اليه في المحيط بقوله وان احتيج الی الکتابة حتی ﻻيذهب الاثر وﻻيمتهن فلا بأس به فامالکتابة بلا عذر فلا...فاالاحسن التمسک بما يقيد حمل النهي علی عدم الحاجة کما مر .



ع کريم حليمي
30.06.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره ( طالب ) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
په ډېر احترام عرض تاسو ته کوم ٠ زما مطلب دانه دې چه ستاسو سره مخالفت ، يا ملايی تېره کړم ٠
دنيا سره سروی ده ستاسو ليکني ټوله يورپ ، دامريکا بر اعظم لولي ٠ کومه موضع چه تاسو ليکلې وه
[quote:744472d7fa]ديادوني وړده چي دحرامواو مکروه تحريمي ترمنځ په ګناه کي هيڅ توپير نشته البته توپير يي پدې کي ده چي دحرامو منکر کافر کيږي او دمکروه تحريمي منکر نه کافر کيږي . [/quote:744472d7fa]
نو په امريکا کي چه قبرونه سته پر يوه قبر لاهم دخاورو امانې نه پرېږدي ٠ يعني قبرونه د مځکي سره برابر دي
او ټوله هديره زرغون چمن وي او که پر ډبره د مړي نوم ونه ليکي ٠ نو کله چه د مړي دوستان هديرېٖ ته ولاړ سي
امکان نه لري چه د خپل دوست قبر دي پيدا کړي ٠ په داسي حال کي چه د قبرونو تعداد دي 80000 وي ٠ او په هديره کي د موټر له پاره
کوچني سړکان سته ٠ هديره دومره غټه ده چه د يوه سر نه تر بل سر پوري په پښو ګرځېدل ښه پوره وخت ته ضرورت لري په ساعتونو ٠
نو کله چه تاسو ليکلي چه [color=red:744472d7fa] چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي تاسي قبرونو ته رنګ مه ورکوۍ اومه څه پرې ليکۍ او مه څه پرې جوړوۍ .[/color:744472d7fa]
نو ومي غوښتل چه خلک په درانه شک کي ونه لويږي ٠ مطلب داچه چه د ضرورت په وخت کي روا عمل دې (چه د قبر پر ډبره د مړي نوم او د زېږېدلو
تاریخ ولیکل شي )٠
زه بې اندازې خوشحاله يم چه تاسو اسلامي چوپړ او خدمت ته ملا تړلې ده خدای دي ښاد لره اول په ژوند اوبيا په عقبٰی٠ ستاسو ليکني نه اصلاح کوم٠ کله کله چه ضرورت احساس کړم نو يو څه پر اضافه کړم ٠
غواړم چه کومکي دي سم ٠ ولي چه سېر علمی مي ډېر دې (دمځکي مخ مي تقريبأ ټول ليدلی دې) ٠
کوم حديث چي دې chain of narrators is sound يعني راويان ئی ډېر دي حکم په کيږي [color=blue:744472d7fa]٠او مکروه تحريمي
ګناه څه سړي په خلاصيږي ٠ [/color:744472d7fa]
حليمي



طالب جان
01.07.2004

محترمه مکرمه عزتمنه اودقدروړه ( حليمي ) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ښايي ووايم چي ځماله يوې ليکني څخه هم داسي انګيرنه نه کيږي چي خداي مکړه ستاسي ليکنه دي ما په ځان بده لګولي وي . ستاسي له علمي پوهي ، عقل، پام، تدبر اوتجربې څخه انکار يقينا دلمر په دووګوتودپټولو معنا لري تاسي اونورو ټولو وروڼوته زه بلنه ورکوم ترڅو ځما ليکني په تنقيدي بڼه وګوري او په هکله يي ما ته خبرراکړي ځما په اند نيوکه د برياليتوب زينه ده دوهم داچي مانه دعلم دعوه کړي نه دمفتي توب نه دشيخ الحديثي زه علم يو پاي ته نه رسيدونکېدرياب بولم او ځان ددې درياب يووړوکې ( طالب ) بولم هيڅ انسان له خطا څخه په امن نه دی نو زه هم ستاسي په څيردتجربه کارو استادانو ﻻرښووني ته اړتيا لرم هيله لرم چي خپل نيک نظرونه به له ما څخه ونه سپموۍ . بيا هم (حليمي ) صيب که په کوم توري ستاسي زړه ازار شوی وي بښنه غواړم . ستاسي ورور ( طالب جان )


رښتینی
08.12.2010

هوتک لیکی :

[code:1:0edd77acaa]په دابله ورځ قلات ته راروان يم.هماغه چي دډايناسور مزارته راورسيدم يوه چيغه مي ترغوږ شوه او دموټرغبرگ ايكسلونه مي مات شول.هماغه كوډگرملا په بايسكل راغى مخي ته مي تيك ودريد وايي ودي كتل دمتصرفينو ډز؟؟؟ ماورته ويل ستا اوددى متصرف څه وڅه او له واره مي راچپه کړ[/code:1:0edd77acaa]

نه نه هوتک صیب دټولی نړۍ یواخنی مالک او متصرف یو الله جل جلاله دی
دا هسی دنیمچه صوفیانو خبری دی اوتاته چی کومه پیښه در رسیدلی ده داد
الله جل جلاله دتقدیر معامله وبوله او دا چیغه هسی یو وهم دی چی کله کله نه بلکی
ډیر ځله ضعیف انسان له داسی وهمیاتو سره مخ کیږی بیا یی دا چالاک منجوران
دزیارت کرامت وبولی


و.افغان
11.12.2010

سلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
دا چې په زيارتونو کې انسانان پراته دي، او که بل څه، نه پرې غږېږم.
خو پيران عموما د انګرېزانو، او هندوانو جاسوسان پاتې شوي دي.
خو استثناء شته.
لکه زمونږ د هډې پير صاحب، الله دې وبخښي.
په ظاهره د افغانستان څخه فراره شوی وو.
خو له لنډي کوتل څخه به يې افغان غازيانو ته د خپلو مريدانو په لاس د انګرېزانو
په اړه راپورونه لېږل.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more