د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو ستر ناورين ( هره ورځ ١١ کسه پښتانه خپله ژبه پرېږدي ) ؟

hewaddoost
19.06.2004

سلامونه او نېکې هيلې .
د مهاجرت په دوران او له هغې نه مخکې زما لپاره زما د مسلک ( ژورناليزم ) له برکته دا امکان پيدا شه چې د افغانستان څه نا څه ټولو ولاياتو ،ولسواليو او کلو دغه راز د سيمې يو شمېر هېوادو ته سفرونه وکړم .په دغو سفرونو کې د خپلو شخصي ،کورنيو او وظيفوي دندو او بوختياو تر څنګ ما سره دا مينه هم وه چې د هېواد د تاريخ او په ځانګړې توګه د پښتو او پښتنو د تاريخ او د پښتو ژبې او د دغې ژبې د تاريخي سير په باب هم پلټنې وکړم .په دغو څېړنو کې ما ته دا ٣ انکار نه منونکي ټکي په روښانه توګه راڅرګند شول :
١ - پښتو د اوسني افغانستان او د نږدې شااو خوا تر ټولو زړه ،لرغونې ،بشپړه او خوږه آريايي ژبه ده .
٢ - پښتانه يا اپګانان ،اوګانان ،اوګان د يو لرغوني هېواد خاوندان دي چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان ،روه ،پکتيانا ،پکتيکا او سترې آريانا په نوم مورخينو ثبت کړی .
٣-پښتانه د خپلې ژبې په باب ډېر بې تفاوته او بې غوره دي او د همدغې بې غورۍ په پايله کې هره ورځ څه نا څه ١١ کسه پښتانه له خپلې ژبې اوړي او په دې توګه د هغه اولادونه هم دا ژبه هيروي .
زما په ګروه دا يو ستر ناورين دی چې اوسني روڼ انده او مخکښ پښتانه يې بايد مخه و نيسي .
زه تاسو دغه بحث ته رابولم
د دغه ناورين لاملونه او دلايل څه دي ؟
څه بايد وشي چې دغه ناورين ته د پای ټکی کېږدو ؟
زما هيله ده چې په بحث کې يوازې د پښتون او پښتنو په ستونزو و غږيږو او د (( نور و ژبو د درناوۍ اصل ))په پام کې ولرو .
مننه
هېواددوست


Re: يو ستر ناورين ( هره ورځ ١١ کسه پښتانه خپله ژبه پرېږدي ) ؟

لونګين
19.06.2004

هيواد دوسته ستړې مشي!
وروره په دي خبرو مي آن د ځوانې له دوري دښاغلې خادم ،ښاغلې
الفت او بيا دښاغلې امين سره خپل مازغه خراب کړې دي : خو امين
راته وېلې چې پلا ني جانه تر ځو چې زه دغه شاهي کورنۍ له
منځه يو نسم نو پښتو منځ ته نه راځې او که راځې نو زما شوونځې
ته راشه چې د ملت کاميابي ده.
دده له مکتب څخه ما مازرت وغوښت او ور گډ نشوم .
اوس وروره پاد شاهي هم له منځه لاړه خو پښتو نوره هم
تبا شوه هلته خو په تش کاغذباندې ملې ژبه وه او اوس له هر
څه ووته مونږ پښتانه يو خر لرو او هرواري پردي خره رکم ،
رکم نوې کتې تړو خو دي خره د خپلې نوي کتې سره هيڅ وخت
خپل بار ځاي ته ونرساوه او هميشه په لار کې ولاړ او پاتي وي.
نو مونږ هر وخت وايو چې خر خو ډير ښه خر دي خو کته ئي خرابه ده.
نو اوس را ځۍ چې دغه خپل خر خرڅ کړو او يو بل سم خر واخلو چې
له هرې کتي سره بار مالوم او ټاکل شوي ځاي ته ورسوي.
١. پښتو په ښوونځيو کې نه تدريس کيږ ي دا ددي مانا چې په
پښتو کې چوکۍ او پيسې نشته.نو خلک پښتو ځکوي .
٢ . غير دترکي څخه نورو ټولو دووسانو په در بار کې پښتو
ندي ويلې او دا ددي ما نا چې پښتو دربارې ژبه نه وه.
٣. زمونږ پښتون ګل چې عصري شي نو دي به په خپلې اطراپي
پښتنې پيغلې شرميږې نوهرو مرو به خپله ښځه د بلې ژبي له کوم
څخه کوي، نو لالي به له پښتو خبرې کوي خو په کور کې به يي
ټول اولا دونه کړت پت وائي او زما به نور هم ما زغه را خراپه وي .
د لو ئي جر ګې دووسانو پښتو د ډير وخت لپاره مړه او خرڅه کړه
خو د با غيرته پښتنو دغه ايمانې او وجدانې مسؤليت دي چې دخپلو
نيکونو ميراث په خپلو وينو وساتي.
يو څه بل هم درته وايم چې پښتو د يوې اسيائي ژبي نه هم په تخنيک
کې وروسته ندي پاتي .
په شعر او شاعري کي شايد ځينې اسيائي ژبي يو څه مخ کي
وې خو په تخنيک کې يوه اسيائي ژبه هم له پشتو ځخه په مخ کې
نده.يواځي زه خپله په کوزه او بره پښتونخوا کې په لساوو انسانان
پيژنم چې هغوي په سيانس او تخنيک کې ډير پوه دي او دوي هر
وخت خپله پوهه په پښتوليکى شي خو مونږ بايد شرائط ورته
برابر کړو او خپل زوړ خر خرځ او نوي واخلو.
هيواد دوسته عزيزه ! ددي خبري دپاره يوه نوي د اوږدي مودي لپاره
ستراتيږ ي په کار دي اودغه ستراتيږي بايد د څو کسو افغانانو
له خوا پلان او بنست ئي کيښودل شي.
که نوي لر او بر پښتانه به په کلتوري استعمار کي نور هم ژوند کوي.

[color=darkblue:fa55db744c]په همدي ځاي کي د کلاسيک مشرًقي له پښتنو څخه ډيره ډيره مننه
کوم چې دوي د سقاويانو په توره دوره کې پښتو ژوندۍ وساتله[/color:fa55db744c]
[color=indigo:fa55db744c] او زما دزړه يو خاص محبت ئي ځان ته حا صل کړي دي.[/color:fa55db744c]
مونږ بايد داسي ووايو او پردي ايمان هم ولرو:
[size=24:fa55db744c]مونږ د هر پرابلم د حل لپاره يوه لاره لرو[/size:fa55db744c]
په ډير درنښت
ستا سو لونگين

[quote:fa55db744c="hewaddoost"]سلامونه او نېکې هيلې .
د مهاجرت په دوران او له هغې نه مخکې زما لپاره زما د مسلک ( ژورناليزم ) له برکته دا امکان پيدا شه چې د افغانستان څه نا څه ټولو ولاياتو ،ولسواليو او کلو دغه راز د سيمې يو شمېر هېوادو ته سفرونه وکړم .په دغو سفرونو کې د خپلو شخصي ،کورنيو او وظيفوي دندو او بوختياو تر څنګ ما سره دا مينه هم وه چې د هېواد د تاريخ او په ځانګړې توګه د پښتو او پښتنو د تاريخ او د پښتو ژبې او د دغې ژبې د تاريخي سير په باب هم پلټنې وکړم .په دغو څېړنو کې ما ته دا ٣ انکار نه منونکي ټکي په روښانه توګه راڅرګند شول :
١ - پښتو د اوسني افغانستان او د نږدې شااو خوا تر ټولو زړه ،لرغونې ،بشپړه او خوږه آريايي ژبه ده .
٢ - پښتانه يا اپګانان ،اوګانان ،اوګان د يو لرغوني هېواد خاوندان دي چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان ،روه ،پکتيانا ،پکتيکا او سترې آريانا په نوم مورخينو ثبت کړی .
٣-پښتانه د خپلې ژبې په باب ډېر بې تفاوته او بې غوره دي او د همدغې بې غورۍ په پايله کې هره ورځ څه نا څه ١١ کسه پښتانه له خپلې ژبې اوړي او په دې توګه د هغه اولادونه هم دا ژبه هيروي .
زما په ګروه دا يو ستر ناورين دی چې اوسني روڼ انده او مخکښ پښتانه يې بايد مخه و نيسي .
زه تاسو دغه بحث ته رابولم
د دغه ناورين لاملونه او دلايل څه دي ؟
څه بايد وشي چې دغه ناورين ته د پای ټکی کېږدو ؟
زما هيله ده چې په بحث کې يوازې د پښتون او پښتنو په ستونزو و غږيږو او د (( نور و ژبو د درناوۍ اصل ))په پام کې ولرو .
مننه
هېواددوست[/quote:fa55db744c][color=darkblue:fa55db744c][/color:fa55db744c]


نقاد
20.06.2004

درنو لوستونکو، محترم هيواد دوست او منلي لونګين ته سلامونه !
که هيواددوست صيب ډيره مهم موضوع بحث ته وړاندې کړې ده،نو د لونګين صيب ځوابونه هم د موضوع پيلتياته نغوته کوي. داسې بريښي چې د مظلومې پښتو د ظلمت شپه چې نه سبا کيږي ، عوامل يې خورا ډير اوسي. خو هر عامل په وروستي تحليل کې پخپله د پښتون له يوې نه يوې نيمګړتيا څخه سرچينه اخيستې ده .
که ددې نيمګړي پښتون مقام هر ځومره لوړ و، هومره يې پښتو ته د زيان رسولو اډانه پراخه وه او د ناورين په څېر ويجاړوونکې وه. ښايي همدې اصل ته د امين پام و، چې لونګين نه تاسوته يې ويل]: [color=blue:7224ef3487]فلانکی جانه ، تر څو چې دا زه د ( بي پښتو) شاهي کورنۍ له منځه يونسم، پښتو منځ ته نه راځي ، او که راځې زما ښوونځي ته راشه چې د ملت کميابي ده)) [/color:7224ef3487] او رښتيا هم کله چې ده د غويي کودتا بريالۍ کړه، ترکي ته مفت چانس په ﻻس ورغی چی په دربار کې پښتو ووايي. ويل کيده چې د کارغل له تبعيد وروسته به شورويانو ترکي ته په دري هم د بيانيې ورکولو توصيه کوله، خو ا مين ددې کار سخت مخالفت کاوه او پر دې استدﻻل يې ټينګار کاوه چې ددولت مشر بايد تل ، چې بيا پښتون هم وي ، په پښتو وينا وکړي، او په دري باندې دوهم نفر، چی امين پخپله و، و ينا واوروي . په دې بهانه دغه کارويش امين په خپله ګټه څرخاوه ، بهانه ځکه وه چې امين د ترکي له مرګه وروسته د دولت د مشر په توګه په دواړو ژبو بيانيې ورکولې. نوموړي به د خپلو انګليسي ژبه مطبوعاتي مرکو ژباړه هم پخپله په پښتو کوله . خو تردوی دواړ زيات د پښتو خدمت ته نادرخا ملا تړلې وه چې پښتو يې د ملي ژبې په توګه د هيواد يواځينۍ رسمي ژبه ګرځولې وه او آن د کابل مکاتب يې هم ټول په پښتو کړي وو. نادرخان البته له هند څخه د فارسي د رسميت د ټغر له راټولولو وروسته ، چې انګليسانو د فارسي پر ځای هندي د ملي ژبې په توګه رسمي کړې وه ، په افغانستان کې هم د ملي ژبې پښتو د رسميت تعميم غوښته. د پښتو باباوزيرمحمد ګل خان په وينا نادر خان په همدې علت د سياسي دسيسې ښکار شو. پښتو ته د نادر خان بيدريغې پاملرنې د هيواد د آزادۍ په ګټلو کې سربيره پردې چې د پښتنو ، په تيره بيا دنادرخان په مشرۍ د پکتياوالو ( ځاځيو ،منګلو ...) هم د هيواد د آزادۍ په ګټلو کې او هم د سقاو په راپرځولو کې مهم رول ولباوه، دې خبرې هم رول ﻻره چې د مخه د امانالله خان په دوره کې پښتو ته د دري په انډول ﻻزمه پاملرنه نه وه شوې. په هر صورت د شاهانو بي پروايي د پښتو په برخه کې په ټولګړې تو ګه په پښتون اولس کې د ملي شعور او ملتپالنې د اندود نشتوالی او خوار ځواکي ده. او ددې علت بيا د پښتنو قومي قبيلوي ژوند توګه ده، چې په تاريخي تکامل کې د ملت جوړونې پړاو ته نه دي رسيدلي. نو پادشاهان يې هم آن له هماغه اول څخه بيا تر نن پورې د ملت جوړونې په بهير کې د ملي ژبې رول ته پام نه ﻻره اونه يې لري، ډير ژر د بلې ژبې د روان اغيز ﻻندې رځي او د لونګين خبره دبې ګټې وټې پښتوله له کړۍ څخه اوړي او د مورنۍ ژبې پرځای په رسميت کې د ګټې له پاره دري خپلوي. څومره چې ننني لوستي پښتانه پر خپل ځان او خپل قام، ملت او کلتور باور او ويسا نه لري، تر هغې ﻻ زيات يې په خپله ژبه پښتو باندې هم باور او ويساله ﻻسه ورکړې ده. په وروستۍ لويه جرګه کې پښتنو استازو يو ځل بيل د امريکايي جرس په تعقيب د څو پيسو له پاره د مظلومې پښتو په اړه د خپل ناوړه چلند سره ثابته کړه چې خوشحالخان با با خپل پښتون قام له هرچا زيات او دقيق پيژندلی و . هغه فرمايي:

[size=24:7224ef3487].......[color=red:7224ef3487]پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي ....کوټه سپي د وی د پرديو د جرس دي[/color:7224ef3487]. [/size:7224ef3487]
[size=12:7224ef3487][/size:7224ef3487][color=green:7224ef3487][/color:7224ef3487]


بصيرشينواری
20.06.2004

د ليکنې غبرګيدلو له امله مې يوه کاپي ليري کړه . بخښنه غواړم .


بصيرشينواری
20.06.2004

[color=darkred:9a679b358d][color=red]
ټولو ښاغلو او اغلو لوستونکو، په دې برخه کې ګډون کونکو اوپه ځانګړې توګه دې بحث ته د رابلونکي هيواددوست صاحب ته خپل سلامونه او درناوي وړاندې کوم .
ښايي ډير خلک به په دي خبره پوهيږي خو زه يي بيا هم غبرګوم ( تکراروم ) چې دهر قوم پايښت د هغه قوم د ژبې سره په مخامخ تړاو کې دی . که ژبه ژوندې وي نوقوم به ژوندی وي او که چيرته ژبه لاړه نو بيا خود قوم د پاتې کيدلو هيڅ امکان نشته . ( البته د يو بيل او ځانګړي قوم په عنوان . کله چې ژبه د منځه ځې ويونکي يي څه مخکې څه وروسته په نورو قومونو کې ويلي کيږي او په دي ترتيب سره يو ژوندی قوم دنورو ژونديو قومونو د کتاره وځي ، خپل نوم ، حيثيت او پيژندګلوي د لاسه ورکوي او دنيستی کندې ته ورلويږي . په پخوا کې هم داسي شوې چې ځينې قومونه د ژبود په لاسه ورکولو سره ورک شوي او اوس هم داسي ځينې قومونو ددې خطر سره مخامخ دي ) . دي تاريخي رښتياؤ ته په ځيرتيا سره ، په اسانې کولی شو اټکل وکړو چې د ښاغلي ورور هيواددوست صاحب لخواټاکل شوې موضوع او دهغه انديښنې څومره په ځای او ارزښتمن دي .
زموږ مورنۍ ژبه پښتو که په يو هيواد ( پاکستان ) کې د اقليت او اکثريت د نړيوال فورمول پر بڼسټ د ورکيدلو د خطر سره مخامخ ده نو زموږ په هيواد کې بيا همدغه بيوزله ژبه، چې د اکثريت ژبه هم ده دهمدغه نړيوال فورمول پرخلاف د ورکيدلو لور ته وړل کيږي . أيا دا تريخ واقعيت تاسي نه کړوي ؟
دا چې ولې پښتو ژبه د دې ناتار سره مخامخ ده زما په اند دا ډيره يو اکاډميکه پوښتنه ده او دا چې څنګه بايد ددې حالته څخه وژغورل شي هم اکاډيميک ځواب غواړې . ځکه نو بايد د تاريخ ، ټولنپيژندنې ، ارواح پيژندنې او اقتصاد او داسې نورو څانګو پښتانه پوهان او د نظر خاوندان په دي باب څيړنې او مطالعات وکړئ او دي خطر ناک حالت څخه د وتلو لارې چارې په ګوته کړي . ( البته که دا کار د يوې سترې څيړونکې غونډې له لارې وشي ډيره ښه نتيجه ورکولي شي خو زما په فکر دا وړانديز دا وخت يو خوب او خيال ته ورته دي ځکه هره خوا ټوپک په لاس پښتون دښمنه عناصر په قدرت کې دي ) . ځکه نو راځئ چې خپل اندونه او شننې په دې باب سره شريکې کړو . تر ټولو لومړی څنګه چې دا موضوع ژوره څيړنه غواړو او په ټوليزه توګه دهغې په باب خبرې به ستونزمن کاروي ځکه نو زما يو وړانديز دا دی چې ښه به نه وي که موږ دا ناورين ،دهغه لاملونه ، پايلې او د حل لارې چارې په څو څرګندو پوښتنو کې مطرح کړو ؟ د دې کار ګټه به داوي چې هر ګډونکونکې به په اسانې په هغه پوښتنه چې ده ته په زړه پوري ده او يا يي په باب پوهاوی لري تمرکز وکړي او په مشخصه توګه به خپل نظر او وړانديزونه وړاندې کړي او موږ کولي شو د بحث په وروستی برخه کې د دي ټولو بحثونو ، خبرو اترو او وړانديزونو نه يوه عمومې پايله راوباسو . زما وړانديز شوې پوښتنې په لاندې ډول دي :
1. ولي ډيری برخه پښتانه د خپلې ژبې په هکله بي توپيره دي ؟
2. ولي پښتو ژبه دڅو لسيزو په ترڅ کې د څو اساسي قانونوپه موادو کې د رسمي او ملي ژبې د مقام په درلودلو سره سره بيا هم هيڅ وخت په رښتيني ډول نه رسمي وه او نه هم ملي ؟
3. ولي زموږ په هيواد کې ځينې اشخاص او کړې د ژبو په باب د عدالت د پر ځای کولو وړانديز ته د تعصب نوم ورکوي ؟
4. ولي ډيری ملايان د ژبو مسلو سره په ځانګړي توګه که دا دپښتو ژبې د حق د تلف کيدلو سره تړاو ولري سخت حساسيت ښکاره کوي ؟ ايا دلته تاسي ته کاسي لاندي نيم کاسه نه ښکاري ؟ أيا فکر نه کوي چې انګريزانو د ديو بند په مدرسه کې کوم پټ مضمون د پښتنو د کمزوري کولو لپاره تدريس ته وړاندې کړی وو ؟
5. ولي پښتنو په هيواد کې د بربنډ ژبنې تعصب په وړاندې چوپتيا غوره کړې او په دي باب يا ډير کم وايي او يا هيڅ نه واي ؟ د دي ويري کوم عوامل دي ؟
6. أيا پښتو ژبه د رسمې کيدلو وړتيا نلري ؟
7. چا او څنګه د پښتو ژبې لپاره لږ يا ډير خدمت کړی .
8. چا او څنګه پښتو ژبې د پرمختګ لاره ډب کړې ؟
9. که د پښتو ژبې سره همدا چلند روان وي نو تاسي څه فکر کوي د پښتو او پښتنو راتلونکې به څرنګه وي ؟
10. په کوم لارو چارو پښتو ژبه وده کولي شي ؟
11. د افغانستان حکومت د افغانستان د اکثريت خلکو ژبې او هم د هيواد د رسمې ژبې پښتو په وده او پرمختګ کې په څه کولو مکلف دي ؟
12. دا چې پښتو او درې دواړه د هيواد رسمي ژبې دي نو څه فکر کوې څنګه بايد د دي دوه ژبو تر منځ په ټول اړخونو کې يو کامل اعتدال رامنځ ته شي ؟
13. کم تر کمه د خپلې ژبې د ژغورلو لپاره ، د دموکراسۍ د شرايطو څخه بايد څنګه ګټه واخلو؟

14 .او په پای کې زموږ او ستاسي شخصي مسوليت زموږ د مورنۍ ژبې په وړاندي څه دي ؟

درانده ليکوال کولي شي د پورتنيو پوښتنو څخه هره يو چې وغواړي غوره کړي او دهغه په باب موږ ته معلومات راکړي او د حل لارو په باب خپل وړانديزونه څرګند کړي . خو دا کوم شرط نه دي که څوک غواړي کولي شي په دي ترتيب او که څوک غواړي په خپله خوښه دي دي ارزښتمن بحث ته په خپلو شننو ښکلا ورکړئ . زه به هم په راتلونکي کې دخپلې پوهي په اندازه ځينو دي پوښتنو ته ځواب ورکړم .
په ډيره مينه .
بصير شينواری .[/color:9a679b358d][/color][color=darkred:9a679b358d][/color:9a679b358d]


hewaddoost
20.06.2004

درنو دوستانو!
لونګين صاحب ،نقاد صاحب او شينواری صاحب !
هيله زما درناوی ومنۍ .
ډېره مننه چې زموږ د دغه بحث په دغه برخه کې مو فعاله برخه اخيستې.
زه نه غواړم ستاسو د ارزښتناکو څرګندونو په باب اضافه يادونې وکړم ،تاسو په خپلو ليکنو کې په رښتيا هم ډېرو مهمو ټکو ته اشاره کړې.
خو که چېرې موږ په دې خبرې وکړو چې په تېر وخت کې چا څه کړي او کومې ستونزې وې او يا د اشخاصو او افرادو په باب ارزونې وکړو فکر کوم چې له اصلې موضوع نه به لږ څه د باندې ووځو.
تاسو او نور دوستان څه فکر کوي چې اوس بايد څه وشي ؟
که موږ تاريخي څېړنه کوو نو هغه بله موضوع ده خو اوس موږ د څه کولو پوښتنه مطرح کړې .
فکر نه کوئ چې بايد د پښتون ټبر د راتلونکې د روښانتيا لپاره په افغانستان کې د وګړو سرشمېره ( يوه پراخه ،هر اړخيزه ،سالمه ،رښتينې ،او مستنده سرشمېرنه ) ترسره شي ؟
که څوک دا وايي چې (( دا سرشمېرنه خو همدا اوس روانه ده )) نو پوښتنه دا ده چې دا سرشمېرنه څوک کوي او څومره صادقانه او رښتينې ده ؟
مننه
هېواددوست


خاټول
20.06.2004

[quote:fc325d8507]. ولي ډيری ملايان د ژبو مسلو سره په ځانګړي توګه که دا دپښتو ژبې د حق د تلف کيدلو سره تړاو ولري سخت حساسيت ښکاره کوي ؟ ايا دلته تاسي ته کاسي لاندي نيم کاسه نه ښکاري ؟ أيا فکر نه کوي چې انګريزانو د ديو بند په مدرسه کې کوم پټ مضمون د پښتنو د کمزوري کولو لپاره تدريس ته وړاندې کړی وو ؟ [/quote:fc325d8507]
بصيره وروره ترهرڅه له مخي درته ستړي مشي وايم خداي مو تل ښاد اوودان لره
وروره رښتيا هم خپله ژبه هر چاته گرانه وي ،او په هر چا حق لري چي خدمت ورته وكړي په ملا يانو هم پښتو او پښتانه حق لري چي ديني أثار راته په پښتو كړي او تر ډيره حده يي دا كار رته كړي هم دى، البته كله چي پښتو ته خدمت كول ديوه ړانده عصبيت بڼه غوره كړي،او ياهم پښتوته خدمت كول دخپلو منحرفو افكارودپاره ديوي پردي او وسيلي په ډول وكارول شي (( لكه چي بد بختانه دا كار په سهيلي پښتونخوا كي روان دي)) نو هاته نه يواځي ملايان بلكي ټول معقول لوري به ئي مخالفت كوي .
او ستا تر دا بلي خبري چي ما كوټ كړي دپښتو دا متل را ياد شو چي واي : [ [color=blue:fc325d8507]ډوله وهم دي چيري اوډبا دي چيري خيژي [/color:fc325d8507]] دديو بند مدرسه چيري ،پښتو چيرته ،او انگريزان له كومه !!!؟ زه خو والله كه تړاو وركولي شم ، البته كه دي په پيښور كي دښاغلي ولي خان صيب دگوند دچا خبره تر غوږشوي ئي نو مه يي منه ،ځكه دوي له ملايانو سره سياسي اختلاف لري او يو په بل پسي ډيري (اؤتي بوتي) واي .


نقاد
20.06.2004

[quote:a3b6ac649d="hewaddoost"]درنو دوستانو!
...تاسو په خپلو ليکنو کې په رښتيا هم ډېرو مهمو ټکو ته اشاره کړې...خو ...تاسو او نور دوستان څه فکر کوي چې اوس بايد څه وشي ؟ هېواددوست[/quote:a3b6ac649d]
دروند هيواددوست صيب خدای دې بريالی کړه، چې د پښتو له پاره مو په اخلاص هلې ځلې روانې دي او د دمت مکانت لټول غواړئ. داخو يو څرګند حقيقت دی چې هر ټولنيز خدمت سړی سرته رسوي ، ديموکراسي او ديموکراتيکه مبارزه به يې يواځينۍ ﻻره وي. دا ﻻره سياسي شعور و اګاهي غواړي، څو د پراخو پرګنو د غوښتنو او فشار په توګه د ملي شورا د استازو لهﻻرې د دري سره د پښتو رسميت يو برابر تعميم شي. شورا ددې له پاره د تقنيني څواک څخه ر اخيستلی شي او د مامورينو په قانون کې ورځای کولی شي چې هر مامور د تقرر په وخت کې مجبور دی چې په دواړو رسمي ژبو باندې په ليکنه او وينا کې د پوره تسلط لرلو امتحان ورکړي. له تحريري او شفاهي تسلط پرته دې هيڅ مامور نوی نه ټاکل کيږي. د شوری په څوارلسمه يا په شاهي ديموکراسۍ کې د شورا په لومړۍ دوره کې دغسی د ماورينو قانون په مسوده کې عين ماده ورځای شوې وه، د شوروي په لمسون سره ددغه مساوات د مخنيوي له پاره د پښتنو وکيلانو پر ضد صف آرايې وشوه، پښتنو وکيلانو مطلق اکثريت درلود، نو د شوری د ړنګولو لهﻻرې د پښتو مخالفينو د نوموړي قانون د تصويبولو مخه ونيوه. که اوس پښتانه هڅه وکړي او په واقعي او حقيقي شمير سره خپل پوره شمير وکيلان شورا ته وليږي، او بيا په پوره اتفاق سره د مامورينو يا بل کوم اړونده قانون پاس کړي او په هغه کې پر پښتو او دري تقريري او تحريري پوره تسلط لرلو ازموينه ورکول جبري شي ، بيشکه چې بری به تر ﻻسه شي . ددې له پاره د ټولو پښتنو راويښول په کار دي. والسلام .



ع کريم حليمي
21.06.2004

درنو او ښاغلو،اغلو پر افغانانو مينانو هريوه نقاد ،غاټول،شينواري،لونګين ،هيواد دوست صاحبانو سلام !
خدای مو اول د دې دنيا او د هيغې دنيا د رنګزردۍ و ساتۍ سره زما !
محترم شينواري صاحب داسي ليکي ٠ ( .[color=red:95652d4089] په کوم لارو چارو پښتو ژبه وده کولي شي ؟[/color:95652d4089] )
او ډير قدرمن ،دانشمند نقادصاحب چه کوم کنکلوژن ليکلي چه ([color=blue:95652d4089]که اوس پښتانه هڅه وکړي او په واقعي او حقيقي شمير سره خپل پوره شمير وکيلان شورا ته وليږي، او بيا په پوره اتفاق سره د مامورينو يا بل کوم اړونده قانون پاس کړي او په هغه کې پر پښتو او دري تقريري او تحريري پوره تسلط لرلو ازموينه ورکول جبري شي ، بيشکه چې بری به تر ﻻسه شي . ددې له پاره د ټولو پښتنو راويښول په کار)[/color:95652d4089]
بله هره لار پر خرابو روانه ده او کومه لاره چه نقاد صاحب ښوولې د کاميابې کوڅې ته رسيږي ٠
چه په دونيا کي ئی ژوندئ مثال کاناډا ده ٠ چه هر د شورا وکيل چه په شوراي سپېچ ورکوي نيم په انګرېزي
او دوهم نيم په فرانسوي ورکوي ٠ نو په رشتيا ئی دواړي ژني رسمي دې ٠
او يوه خبره بله داسي ده ٠ دټولي نړۍ ملکونه ددغسي مشکلاتو سره مخامخ دې ٠ هر وخت چه ئی علاج نوي کړی
نوملت ئې ارامي ،تر يوه بېرق لاندي ندي راټول سوي ٠ خو دمځکي پر مخ يومملکت په اوله درجه تر امريکا ،روس، يهود،عرب،بولټک ٠٠٠٠٠ کاميابه دې چه ايران دې ٠
نو اوله درجه حل ئی نقاد صاحب اوينيو ده اودوهمه ئی دايران اصول دي چه ټوله ملت ته په يوه ژبه درس په مدرسو
تدريس سي ٠ امما مشکلات ئی ډېر دي ٠ چه دنقاد صاحب وليکني ته عملي کار وسي ٠ پسله 20 کاله په ډېره
اساني به قانون پاس سي چه درسو دې په پښتو سي ٠
حليمي


بصيرشينواری
21.06.2004

[color=blue:d8902d70a5]محترمې خور خاټول ته ډير سلامونه او دتبصرې او هرکلي څخه مو ډيره مننه !
لکه تاسي ته به هم څرګنده وي چې انګريزانو دخپلې امپراتورۍ په جوړولو کې دوه لاری کارولي دا دوه لارې وي : زور او چل ول. هغوې هندستان د چل او فريب له لارې په ډيره أسانې تر خپلې ولکې لاندي راوسته او دافغا نستان د نيولو لپاره يي په پيل کې د زور نه کارو اخيسته چې دا پاليسي هغوي ته دهغوي د ډيرو پوځيانو د سر په بيه تمامه شوه او هم دهغوي نړيوال شهرت ته يو دروند ګوذار ؤ . ځکه نو هغو ي کله چې دي پايلې ته ورسيدل چې د زور دلارې خپل مطلب ته نشي رسيدلي ځکه نو دافغانانو د کلتور او دودونو د مطالعې په پايله کې دي نتيجې ته ورسيدل چې د ا فغانانو په وړاندي بايد د دوي دين او د دين ښونکې يعنې ملايان استعمال کړي ځکه نو يي د ځينو ملايانو په تربيه کولو سره په يو نه يو ډول خپل هدف تر سره کړ . د امان اله خان د قدرت څخه په شړلو کې هم چې د ملايانو کومه برخه وه په هغې کې هم د انګريزانو لويه ونډه وه . تر کومه ځايه چې ما مطالعه کړي د ديوبند د مدرسې په جوړولې کې هم د انګريزانو لوی لاس و . انګريزانو څنګه چې پښتانه خپل ډيرغټ غليمان بلل نو دهغوي سره يي دهيڅ ډول دشمنانه کړنو نه ډډه نه کوله . په دي کړنو کې هغوي په ټوټو ويشل او ديو بل سره په دښمنيو ککړول هم راتلل . څنګه چې ژبه هغه عنصر دی چې د ټولو پښتنو تر منځ يووالی راوستی شي او که پښتانه کله يو موټی کيدل او يا يوموټی کېږي نو د ژبې په برکت به کيږي نو ځکه زه دا هم دامکانه لري نه ګڼم چې انګريزان دي ټکې ته په پاملرنې کولو سره د ژبي په وړاندي د پښتنو د مينې د مړاوې کولو څه پلان تر سره کړی وي . دا ؤ زما په اند د انګريزانو ، ديو بند ، پښتنو او پښتو ژبې تړاو .
زه ستاسي ددي مشوري څخه چې ويلي مو دي د ( ولي خان ) په خبرو او نظرياتو باندي باور ونکړم ډيره مننه خو دبده مرغه يا ښه مرغه بايد ووايم چې ما تر اوسه نه خو د ولي خان کومه وينا اوريدلې او نه هم دهغه د مخالفو ملايانو ځکه نو نشم ويلي چې څوک ناحقه او څوک په حق دي .
دځينو تاريځې اسنادو دلوستلو وروسته ماته دغه پوښتنه راپيدا شوه کومې چې ستاسي پام يي ځانته رااړولي دي بل کوم هدف مې نه درلوده او نه ادعا لرم چې حتمې به داسې وه . له بلې خو ا زما په اند د داسي موصوعاتو په باب خبري ښايي موږ دهغې ارزښتمنې موضوع څخه ليري کړي چې ښاغلي هيواددوست بحث ته وړاندي کړي او هغه موږ ټولو لپاره دا وخت ډيره مهمه ده .

د پښتو ژبې د خراب حالت څخه د راويستلو لپاره ستاسي او نورو ښاغلو او أغلو ليکوالو رغونکو وړانديزونو ته سترګې په لار !
بصير شينواری .[/color:d8902d70a5]


زرکه
21.06.2004

[color=blue:ab4920b15a]ډيرو ګرانو قدرمنو او عزتمنو مشرانو !
سلامونه او ډير درناوی مې ومنۍ .[/color:ab4920b15a]مخکې له هرڅه خو ډيره بښنه غواړم چې د خپلو مشرانو سره په دا ډول بحث
کې د ګډون زړورتيا کوم . خو هيله لرم چې مشران نه يوازې ماته بلکه د بحث
فورم ټولو نورو کشرانو ځوانانو ته هم ددې اجازه ورکړي چې پدې اړوند خپل
لرليد( نظر ) ښکاره کړي . ستاسو په اجازه به زه دا بلنه هغوۍ ته ورکړم چی په
پخپل وار هر يو ځپل نظر څرګند کړي . ځکه چې زمونږه افغانانو لمړنی رنځ چې
نور ټول رنځونه لکه د سرطان د رنځ پشان ډيروي هغه بې اتفاقي او لريوالی دی .
عزتمن مشر شينواري صيب ډيرښه وړانديز کړيدی چې په ګډه کيدای شي
چې يو څه ناڅه د حل لاره پيداشي ترڅومونږه د زرګونو کلونو راهيسې خوږه پښتو
خداې (ج) مکړه په يوويشتمه پيړۍ کې د لا سه ور کړو .
قدرمنو مشرانو ستاسو په اجازه ځان ته دا حق ورکوم چې خپل نظر پدې هکله ووايم
عزتمنو مشرانو ډيره بښنه غواړم خو زما په اند دا موضوع افغانستان ته د اروپا يا
امريکا يا نورو بهرنيو ملکونو څخه په لارښوونه هيڅکله نتيجې ته نه رسيږي
ځکه په افغانستان کې چې يې جوړوې نو د دولت خبره پکې ده او دولت خو هغه دی
چې د امريکايانو سره دی او پدې تاسو قدرمن مشران پخپله ښه پوهيږۍ چې د امريکا
موخه د نړۍ د نقشې نه د افغانستان ورکول دي . او ارمان يې هلته پوره کيدای شي چې
پښتو او پښتانه له منځه لاړشي ځکه (( بوش )) (( تونې بلير )) ته وعده ورکړې چې ته
راسره عراق وران کړه زه به د افغانانو نه ستا د نيکونو بدل (کسات) واخلم .
نو کله چې زمونږه ژبه دداسې يو دښمن سره مخامخ ده نو زما په اند مونږ له پکار دي
چې خپل لوي او واړه دې ته اړباسو چې د خپلې مورنۍ ژبې کلک ملاتړ وکړي او د خپل
وس سره سم هره مرسته چې د لاسه يې کيږي هغه ونه سپموي .
لمړې تر هرڅه زما يوه هيله د قدرمنو ليکوالانو څخه ده هغه دا چې د ژبې ژوندي ساتل په
لمړي قدم کې ددوۍ پورې اړه لري . په اوس وخت کې زمونږ يو شمير ليکوالانو ځان
پدې بو خت کړيدی چې مونږ بايد پښتو سوچه کړو او دپرديو لغاتونه (وييونه ) ورنه وباسو دا ډيره ښه او د ستاينې وړ خبره ده خو چې وخت يې وي اودا چې دلته ټولې
ژبې ته د له منځه تلو خطر وي او مونږه يې د پاکولو پسې ګرځو نو دا به هسې بې ځايه
وخت تيرول وي ښه به دا وي چې لمړی داڅه چې لرو ددې د ساتلو غم و خورو .
په دويم قدم کې زما په اند بهر ميشته افغانان هم کولې شي چې د ژبې په ساتلو کې
پوره ونډه واخلي هغه داسې چې په بهرنيو ملکونو کې خواره واره افغانان هر يو يې
له خپلې کورنۍ نه پيل کړي . که څه هم زه پوهيږم چې دا به دومره ګټه ونرسوي
خو بياهم د نشت نه به ښه وي . ځکه مونږه په بهر ملکونو کې اوسيدونکي
افغانان ددې دپاره چې د پرديو د ژبو محتاجه يؤ نو خپلې ژبې ته هغه اهميت نه
ورکؤ کوم ته چې ژبه اړتيا لري . په هره کورنۍ کې لس او يا اته نفره غړي وي
خو په هغو کورنيو کې دوه يادرې تنه پخپله ژبه ځبرې کوي نور پاتې بيا په
پردۍ ژبه داسې ګړيږي لکه طوطيان خو پخپله ژبه يوه خبره هم نشي کولې چې
لدې امله د خپلوخپلوانو سره په تيلفون هم نه مخامخ کيږي ژوندۍ بيلګې يې
زما پخپلو لرې خپلوانو کې شته چې همدا لس او پنځلس کاله مخکې له وطنه
په کډه شويدي . پخپله کورنۍ کې مې يو وړوکی ورور ښوونځي ته ځي او يو
خدای (ج) پې پوهيږي چې په څه ستونزه مو پې مورنۍ ژبه څه ناڅه ساتلې ده .
که چيرته مونږه په بهر کې ميشت افغانان دې ته لازمه توجه وکړو نو هم کولې
شو لږلږ د خپلې ژبې سره مرسته وکړو . او دله منځه تلو مخه يې ونيسو .
په دريم قدم کې مطبوعات دي چې بايد په ټوله هڅه سره هغه څه لوستونکوته
په لاس ورکړي چې دژبې سره د لوستونکو مينه پيدا شي . او هغه يوازې پدې
نه کيږي چې مونږ پخپله شعر ، داستان او نورې ليکنې کؤ ځکه چې مونږ
بايد دنورو ژبو نه په زړه پوري او ګټور کتابونه پخپله ژبه وژباړو او هغه د
لوستونکو مخې ته کيدو . دا امکان هم د بهر ميشتو پښتنو سره شته ځکه چې
هغوۍ په نورو ژبو پوره واکمن دي . دلته په روسې کې د چاخبره چې دنيم نه زيات په
نورو ژبو ژباړل شوي اثار خپريږي چې لوستونکي يې په ډيره مينه لولي . زه
دا نه وايم چې مونږ د روسې سره سيالي وکړو ځکه دا زمونږ د وسه پوره هم نده
خو مونږ کولې شو نه يوازې د روسې نه بلکه د ټولو بهر ملکونو نه هغه څه واخلو
چې زمونږ ژبې او هيواد دواړو ته ترې ګټه ورسيږي . که دوۍ په مونږ چل کوي
او مونږ سولې او ارامۍ ته نه پريږ دي نو مونږ هم بايد اوس خو پدې پوه شوي
اوسو چې د همدوۍ نه ګټه واخلو .

قدرمنو مشرانو د اوس دپاره همدومره خو که ستاسو اجازه وه نو بيا به هم
دې بحث ته راشم که کومه خطا مې کړي وي بښنه غواړم .

په ډير ډير درنښت
ستاسو د کشرانو د ډلې څخه زرکه


hewaddoost
21.06.2004

سلامونه او درناوۍ
زه ډېر خوښ يم چې په لومړي ځل د يوې ارزښتناکې ملي موضوع په باب دلته زموږ هېوادوال پوره علمي او ګټور بحث کوي .اجازه راکړۍ چې له تاسو ټولو مننه وکړم او هيله څرګنده کړم چې زموږ دغه بحث ته له هېواد څخه دننه او له هېواد څخه د باندې قدرمن پوهان ،عالمان ،ليکوالان ،څېړونکي او ژبپوهان دغه راز د هېواد ځوان نسل هم شامل شي او ټول له دوستانه او هر اړخيزو خبرو وروسته يوې داسې پايلې ته ورسيږو چې اغېزې يې زموږ د هيلې په ترسره کېدو کې اغېزمنې وي .
زه له ټولو هغو لارو - چارو او لارښوونو سره موافق يم چې تر اوسه قدرمنو ليکوالو مطرح کړي .دغه مسْله يوه کمپلکسي مسْله ده او ځکه يې اړخونه زيات دي چې دلته هم سياست ته اړتيا ده او هم ټولنيزو ،فرهنګي او اقتصادي نوښتونو ته .
ددغې مهمې چارې ترسره کېدل هم بې له شکه د افغان په روڼ اندو پورې ډېره اړه لري .ځکه روښانفکران او منورين د هرې ټولنې د سترګو حيثيت لري .دوي د ټولنې هادي او لارښود دي .نو ځکه خو تاسو قدرمن دوستان د دغو لاندو ټکو ته د غور او څېړنې لپاره رابولم :
- په دې باب هغه ګوندونه چې په افغانستان کې د رسميت اجازه ترلاسه کړې ،او هغوي هم دغه مسْله يو ملي ضرورت ګڼي ،څه ډول مکلفيتونه لرلای شي ؟
-مطبوعات او رسنۍ څومره په دغه برخه کې اغېزمنې دي ؟
- څومره اړتيا ده چې د افغانستان په چارو کې واکداران ( ملګري ملتونه ،امريکا او د اروپا ټولنه ) وپوهول شي ز او دغه پوهاوی بايد له کومې لارې ترسره شي ؟
- د فشار ځينې لارې چ - چارې ( لکه لاريونونه .......) په دې باب څه اغېزه ښندلی شي ؟
- د عمومي سرشمېرنې په کار کې پښتانه بايد څه وکړي ؟
- د ولسمشرۍ له ټولټاکنو سره بايد څه ډول چلند وشي ؟
دا او دې ته ورته پوښتنې بې له شکه يو پراخ بحث رامنځته کوي ،او لازه ده چې پوره ځيرتيا سره د دغې چارې تياره ګوټونه په همدغه راز بحثونو او ورپسې په عملي ګامونو سره روښانه شي .
زه نه پوهيږم قدرمن هېوادوال په دې باب څه ډول فکر کوي ؟
مننه
هېواددوست


دا وړۍ داسي نه شيړۍ کيږې

لونګين
21.06.2004

زرکې خورې سلام !
پښتو ژبه هلته مخ ته ځي که:
١:پښتانه په افغانستان کې په ډيره کلکه زړه ورتيا او يووالي خپله ژبه وغواړي .
(نور تخنيکي کارونه يي نقاد لېکلې دې.)
خو دا کار امکان نلري څکه چې پښتانه شرمګير تربيه شوي دي او د لنډې منډې
خاوندان دي.
٢. هغه پښتانه چې پيسې لرې او درد لرې سره را غونډ شي په ننګرهار خوست او
او کندهار کې د راديواو تلويزيون څانګې خلاصي کړي او له څنګ سره ئي
هم د پښتو د کتابونو د چاپولو لپاره امکانات برابر کړي ،نو هم به پيسې وګټي
اوهم به خپل پښتون ټبر ته غټ خدمت وکړې.
امکان لري چې زما دغه وړانديز ډير انډيوالان ساده او ملا ئي ډوله وبولي خو زه په
دي باندي ايمان لرم او بلې لارې ته مونږ څوک نه پريږدي.

ستا سو ساده ورو لونگين


salou
22.06.2004

قدرمن لونګين صيب اوټولووروڼواوخويندوته
ګيډۍ ګيډۍ سلامونه اونېکې هيلې.
همدغه وړانديزمابيګاديوې اوږدې ليکنې په ترڅ کې وړانديکړ،خو له بده مرغه
ثبت نه شو اوپه مخکوت کي له منځه ﻻړ.دا پنځم ځل دې چې زما ټوله خواري د
انټرنيټ په درياب کې ورﻻهوکيږي. :( په هرصورت
ترڅوچې ماشوم ونه ژاړي مورشيدې نه ورکوي .
پښتانه بايددغونډو،مټينګونو،ﻻريونونواونوروسوله ايزوﻻروچاروپه ترڅ کې
خپل مشروع حق ؤغواړي اودداسي قانون دپلي کيدولپاره هلې ځلې ؤکړي چې د
هغه په مرسته پښتو دولتي ادارو،پوهنتونونواوعلمي مؤسيسو، همدارنګه
کنفرانسونواوسيمينارونوته ﻻر ؤمومي.
په کابل کې دتوپکيانو په راډيو تلويزيون کې دپښتولپاره ځاي نشته.
په بهر کې مېشت په لکونوپښتانه ددې وس لري چې پخپل مالي لګښت په هېواد
کي يوپښتوازاد ٢٤ ساعته راډيويي چينل د FM په څپو کي اوهمدارنګه يوازاد
پښتو ٢٤ ساعته تلويزيوني چينل مصنوعي سپوږمې ته ؤخيجوي .
دابه دپښتو لپاره يونه هيريدونکۍ اوتاريخي خدمت وي.
کيدلۍ شي چې دې ناورين ته په پام سره يونسکو هم يوڅه مرسته ؤکړي.
که دااينيڅياتيف د قدرمنو ژورنالستانواوليکولانولخوا پيل شي دډيروافغانانو
زړونه اوملاتړبه ترﻻسه کړي. که څنګه؟؟؟؟؟
ښاداوبريالي اوسۍ
سالو


ډيره شه ده

لونګين
22.06.2004

سالو وروره سلام ستا خبره نوره هم شرعي کړه که داسي يوو کار وشي
نو دا به يو تاريخې کار وي. ددي کار دکولو لپاره څرنګه چې ستاسووړانديز
دي يوه دولتي او يا يوه غټ اقتصادي connection ته اړتيا دي چې له چا سره ئي
څوک ولري. زمونږ عاجز ژورنا لستان دد غسې يوي غټې عمليي روح ( initiative) نلري
داددي مانا نلري چې دوي مسلکې ندي ولي دوي له غريبه هيواده ځخه راځي
نو پيژند ګلوي نلري. يواځي ماړه پښتانه او نور خداي او وس هر څومره چې دي چا
له وسه کيږي خپله ونډه وا چوي. خو دا کار ډ ير تحليل او خبري غواړي.

په ډير درنشت لونگين


بصيرشينواری
22.06.2004

[color=darkblue:7b2607dafc]يو ځل بيا خپل سلامونه ټولو وروڼو او خويندو ته چې دې قيمتي بحث ته غزونه ورکوي وړاندې کوم .
زما او زما د ډيرو نورو دوستانو په اند د پښتو ژبې د ودې لپاره انفرادي هڅې ډيره ګټوري دي مګر بسنه نکوي خو که چيرته حکومت چې د ډيرو امکاناتو درلودنکی دی وغواړي ، نو زموږ ژبه به ډيرلږ وخت کې پرمختګ وکړي او وده به ومومي .
که څه هم چې په وروستني اساسي قانون کې د پښتو څخه د ملي ژبې لقب واخستل شو خو هغه بيا هم د هيواد د مهمې ژبې په حيث پاتې شوه ځکه نوددي ژبې چوپړ او وده دافغانستان د هر حکومت حتمي دنده ده . موږ د دي اصل د منلو او مراعت تر څنګ چې دري ژبه زموږ دهيواد يوه رسمي ژبه ده او بايد خپله برخه درناوی او خدمت يي وشي خوددي تر څنګ بايد د حکومت څخه په ډيره زغرده او زړورتيا دا غوښتنه وشي:
- پښتو ژبې ته خپل ځای او مقام ورکړي او د هغي د پرمختګ لپاره ټول مناسب ګامونه واخلي .
-د جزيياتو څخه نيولي بيا تر لويو چاروپورې بايد اوبايد د دواړو ژبو تر منځ بشپړ اعتدال او انصاف وساتل شي او اوسني تعصب ته د تل لپاره د پای ټکی کيښودل شي .
-پښتنوماشومانو او لويانو ته که هغه په کابل ، بلخ ، کندز يا هم تخار يا نورو ځايونو کې وي په خپله مورنۍ ژبه د لومړنيو اولوړو زده کړو د حاصلولو لپاره امکانات برابر شي .

که تاسي ښه فکر وکړي نو په پورتنيو غوښتنو کې يوه هم نه خو د افغانستان د ملي ګټو په ضد شته او نه هم ورڅخه د تعصب بوي راځي هغه د هيڅ بل هيواد ميشته قوم په ضرر نده بلکه يواځی او يواځې دهغو حقونو غوښتل دي چې په اصل کې په اساسي قانون کې تصويب شوي خو په حقيقت کې تري سترګې پټيږي او ددي سترګو پټولو علت هم د پښتنو د سياسي پوهي د سطحې ښکته والی دي . که دغه غوښتني لږ په لوړ او ډله ايز غږ انګازې وکړي نو زه په دي کې هيڅ شک نه وينم چې څوک به ددي قانوني غوښتنوپه وړاندي مقاومت وکړي . ځکه نو زه دهغو ګوندونو څخه چې اوس په افغانستان کې رسمي شوي دي او د فعاليت اجازه يي ترلاسه کړې هيله کوم چې دا مهم ټکي په پام کې ولري او دخپلو نورو مهمو موخو تر څنګ دا هم د يو ضرورت په حيث په نظر کې ونيسي او ددي موضوع اودي ته نورو ورته ملي ضروروتونو د مطرح کولو څخه په يوه بهانه هم ډډه ونکړې او د پښتو ژبې په وړاندي د اوسنې تعصب په وړاندي خپل عکس العمل د دموکراسي د اصولو پر بڼسټ دلاريونونو ، مظاهرو ، اعلاميو او اعتصابونو په کولو راڅرګند کړي . زه ډاډ لرم چې په داسي لارو چارو نه يواځې دا چې دوي او د دوي حيثيت ته څه تاوان نه رسيږي بلکه د اوس او راتلونکې لپاره به دوي ته ډيره سياسي او ټولنيزه ګټه هم ورسوي . هغه داسي چې څنګه چې مخکې وويل شول پورتنې غوښتنې څنګه چې دبل چا په ضد نه دي ، د اساسي قانون د موادو سره ټکر نه لري نو په عين وخت کې به د افغانستان د تر ټولو لوي قوم پام دځان په لور راواړوي او دا قوم به هم پوه شي چې څوک ددي غمخور دي او څوک يي نه دي او دا خو څرګنده خبره ده چې همغه ټول ګوندونه به په راتلونکې کې ددي قوم دافرادو د رايو د ګټلو لپاره ډيرې خولې تويې کړي ځکه نوکه دوي نن ددي قوم د حقوقو دساتنې غږ پورته کړ نو سبا به دا قوم هم دومره بي احساسه نه وي چې ددوي دي خدمتونو څخه سترګې پټې کړي ...
نور بيا
بصير شينواری [/color:7b2607dafc]


Ghairat
23.06.2004

قدرمنو او درنو لوستونکو، له سلام او درناوي نه وروسته ستاسو پام د نقاد صيب ﻻنديني وړانديز ته رابولم، کوم چې محترم حليمي صيب هم د پښتو د ستونزې ښه حل بولي او ليکي:

[color=blue:5ccdf88b87]ډير قدرمن ،دانشمند نقادصاحب چه کوم کنکلوژن ليکلي چه ((که اوس پښتانه هڅه وکړي او په واقعي او حقيقي شمير سره خپل پوره شمير وکيلان شورا ته وليږي، او بيا په پوره اتفاق سره د مامورينو يا بل کوم اړونده قانون پاس کړي او په هغه کې پر پښتو او دري تقريري او تحريري پوره تسلط لرلو ازموينه ورکول جبري شي ، بيشکه چې بری به تر ﻻسه شي . ددې له پاره د ټولو پښتنو راويښول په کار دي))
بله هره لار پر خرابو روانه ده او کومه لاره چه نقاد صاحب ښوولې د کاميابې کوڅې ته رسيږي ٠
چه په دونيا کي ئی ژوندئ مثال کاناډا ده ٠ چه هر د شورا وکيل چه په شوراي کې بيانيه يا سپېچ ورکوي نيم په انګرېزي او دوهم نيم په فرانسوي ورکوي ٠ نو په رشتيا ئی دواړي ژبي رسمي دې [/color:5ccdf88b87]٠
دروند حليمي صاحب وړاندې ليکي:
[color=red:5ccdf88b87]اوله درجه حل ئی نقاد صاحب ښودلی اودوهمه ئی دايران اصول دي چه ټوله ملت ته په يوه ژبه درس په مدرسو
تدريس سي ٠ اما مشکلات ئی ډېر دي ٠ نو که دنقاد صاحب وليکني ته عملي کار وسي ٠ پسله 20 کاله به په ډېره اساني سره قانون پاس سي چه درسونه دې په پښتو سي ٠
حليمي[/color:5ccdf88b87]
نو درنو لوستونکو، تر کومه ځايه چې ښاغلي نقاد ليکنې کړي، نوموړی په ديموکراسۍ کې د ټول ستونزو او ﻻنجو حل ويني ، او محترم حليمي صاحب راته يو داسی ديني عالم ښکاري چې چې ديموکراتيک اصول ارزښتوي . ښايي ﻻمل يې دا هم وي چې له يوې خوا په اسلام کې د بيعت اصل د آزادو، مخفي او عامو رايګيرۍ له ﻻرې د انتخاباتو بنسټ جوړوي، او له بلې خوا د جرګې دود په پښتنو کې هم د ديموکراسۍ يو ښه اساس جوړوي. له دواړو بنسټي اصولو څخه عصري اولسواکي اشتقاق موندلی او زمونږ په را هيواد کې پلې کبدلی شي.
زما پوښتنه داده چې ستاسي نظر د ښاغلي نقاد له خوا دوړاندې شوې ﻻر او طريقې په هکله څه دی ؟
که تاسو يې د ا دړانديز ناسم او يا نيمګړی بولئ، نو بايد چې دﻻيل يې وړاندې کړئ او بحث پرې وکړئ،
او که سم يې بولئ، د تحقق او پلي کيدلو له پاره به يې عملي ګامونه څه او کوم وي؟
سربيره پر دې که تر نوموړي وړانديز بله ښه ﻻر او ﻻښه وړانديز لرئ، نو هغه لطفأ وړاندې کړئ ..زما په خپل
اندکوت ( نظر) څنګه دغه وړانديز د افغاستان د ملي شورا په تاريخ کې يو وياړلی ځای لري، په دې معنی چې په ولسي جرګه کې د ژبو د مسلې حل د مامورينو د قانون د تصويبولو په وخت د کامې د اولسوالۍ د متبارز استازي ارواښاد الحاج عبدالوکيل صداقت په عملي ابتکار سره د ټولو پښتنو وکيلانو له خوا، چې تر ٦٥ ٪ څخه يې زيات اکثريت درلود، په ولسي جرګه کې رامنځته شو او په کلکه ترې دفاع کيدله. د پرچم ګوند، ستميانو، شوروي او نور پښتوـ او پښتون ضد عنا صرو په ولسي جرګه سرختانه مقاومت پيل کړ. شوروي په د پښتو دوښمنان د يوې پټې ميلمستيا لپاره پغمان ته وبلل او هلته يې مقاومت، توطيو، صحنه سازيو او د ځنډوني ټاکټيک ته ولسول، چې ګواکې د دري سره دپښتو د رسميت برابر او مساوي تعميم د ټولو غير پښتنو اقوامو له پاره د خطر زنګ او نه جبرانيدونکی ګواښ دی. په دې توګه د ملي وحدت او ديموکراسۍ دوښمنانو خپلې ماتې په درشل کې شوری منحل کړه او د رسميت په تعيمولو کې يې د پښتو او دري يو شان خورولي او برابري پرې نښودله چې برياليتوب ته ورسيږي.
[color=blue:5ccdf88b87]نو ځکه زه هم په دې باور يم چې زمونږ مجربو پښتنو مشرانو چې د دغې اصولي او ديموکراتيکې مبارزې سمه ﻻر تر کوم ځايه پورې تعقيب اوتر کوم مورچل او قلې رسولې ده، له همغه ځايه يې بايد مونږ وړاندې تعقيب او د مبارزې بيرغ د بري منزل ته و رسوو. ددې له پاره لکه څنګه چې نقاد او حليمي صاحب وايي شورا ته د پوهو،
او نه پلوريدونکو پښتنو وکيلانو ليږل ولسي جرګې ته رښتيا هم يو اړين او ﻻينفک شرط بريښي.، هيلمن يم ، درنو لوستونکو، تسي هم خپل نظر په دې اړه څرګند کړئ [/color:5ccdf88b87].
په درشل ناکامۍ



ع کريم حليمي
01.07.2004

درنو،قدرمنو نقاد صاحب ،غېرت صاحب او لوستونکو سلام او رحمتونه د الله دي وي پر تاسو !
غېرت صاحب ډيري ورځي مي وکتل چه څوک به خپل نظر ښکاره کي ٠ هيڅ چا خپل نظر و نه ليکلۍ
پښتون دځان دوست ، هوښيار دې ٠ هغه څه ئي خوښ دې چه شخصأ دده ګټه ولري او مسؤليت پکښي نه وي
شخصي کټي ئی تر ملي کټه خوښيږي ٠ او فيغان کوي چه پښتانه يا موږ ولي د پښوپاته يو ٠
دپښتنو هرڅه مفت او بې مسؤليته خوښ دې ٠ لکه( ټول افغان) چه بېله مصرفه ليکني پکښي وکړي ٠
زه ښه پوه يم چه ټول افغان مصرف لري ٠ او هرمياشت جنابي کامه وال صاحب ئی بيل ورکوي ٠ او نه پوهيږم
چه تر کومه وخته به کامه وال صاحب دغه بيل ور کړي ٠ که سبا يو څول دغه فلګ وکاږي نوبه ټوله وايي والله
داعجبه پېښه سوه ٠ چه دا ټول افغان ولي له منځه ولاړ ٠ نو بيانه تاکړي نه ما ٠ هر سړي پر خپله لار پسي ځي ٠
نو که ستاسو پښتنو ته جواب وليکي دوی پوهيږي ٠ چه دوهمه پښتنه به مو داسي وي ٠ چه اوس نو څه کولای سۍ ٠ او پښتانه دغه کار نه خوښوي٠ مامونه هغه وخت ګلوي چه ناران اوري ٠ که ټول افغان له منځه ﻻړ سي
هم ئی شپږه نه خوري ٠ ورور ئی ورور مړکۍ هم شپږي نه وخوړۍ ٠ نو ستاسو په پښنه ئي هم ښپږه نخوري ٠
دې ښه پوهيږي چه په پای کي د دې پښتني ترپان دې ٠ (عملي کار )
زما د مور نيکه سقاو په پوپ کي والوزاوه ٠ او دمور پلار مي پاچا بندي کړۍ ٠ (عبدالصمد خان کاکړ )
او زما مېرمني نيکه هم محمد انور خان اڅکږي ٠ نو دوۍ دوه چه په بندي خانه کي سره ناست وه ٠ صمد خان يو ورځ پښتنه وکړه ٠ له اڅکزي نه چه موږ ولي بنديان يو ٠ اڅکزي ورته وويل چه دقوم پر سر بنديان يو ٠ صمد خان ورته وويل کوم قوم ٠ اڅکزي ورته ويل دا پښتون قوم ٠ نو صمد خان کاکړ ورته وويل چه خان اکا کوم قوم داڅلور کاله وسوه چه پاېوازه مي ونليۍ ٠ دا څنګه قوم دې ٠ کله چه خلاص سوه کور ته چه راغله ٠ چه چابه په بازار کي ولده ٠ نو به ئی پښتنه ځيني وکړه چه خان کاکا (محمد انور خان اڅکزي) چه پخوابه دي يو ښوروا ور کول ٠ اوس دي ښور وانسته ٠ نو خان کاکا به وخندل ٠ ښورواسته تاسي نياست ٠ او صمد خان کاکړ چه به ئي وليدۍ ٠ نو ورته و به ئی ويل چه پخوا بدي داسياسي خبري کولې او څه نه وائی ٠ نو صمد خان به ورته وويل چه دېوالوته خبري وکم تاسو اوس نه راځۍ ٠ خبري کوم که تاسو راسۍ ٠
که دپښتنو څه جوړوې خښتي ئی کږې دي٠ نو موږ به هم يوه ورځ وويني چه پخوامو يو څه ليکل اوس ئی نه ليکۍ
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more