د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د زيارتونو په هکله پوښتنه

زرکه
18.06.2004

ډير ګران او عزتمن مشر او د اسلام دمبارک دين چوپړ کونکی طالب جان وروره !
سلا مونه او نيکې هيلې مې ومنۍ . لمړی ترهرڅه ستاسو ددې چوپړ نه د زړه دکومې مننه او خداې (ج)
دې لا برکتونه اوعزت تاسوته درکړي . ترڅو دا سپيڅلې دنده په همداسې ښه شان سرته رسوۍ .
محترم استاد ! ماد زيارتونو په هکله يوه پوښتنه لرله که تاسو يې راته روښانه کړۍ ډيره مهرباني
به مو وي . هغه داسې چې ځينې مسلمانان وايي چې په زيارتونو باور کول داسلام د مقدس دين
خلاف دي او ځينې نور بيا په زيارتونو ډيره کلکه عقيده لري . چې زمونږ خلک يې ښکاره بيلګه ده .
[color=green:217a2af08c]ايا پدې هکله کوم حديث شريف اويا کوم بل معلومات شته ؟
[/color:217a2af08c]تاسو ته دډيرو بريا ليتوبونو په هيله
په درنښت
ستاسو کشره خور زرکه


Azad Nazer
19.06.2004

محترمې خورې

که څه هم ستاسو پوښتنه محترم طالب جان صا حب ته راجع ده اوزه په دې پوهېږم چې کېدای شي چې زما ليکنه هغه څه ته ځواب ونه وايي چې تاسويې توقع لرۍخوماته ستاسوپوښتنه په زړه پورې ښکاره شوه نو ځکه څه ليکل غواړم ٠ ستاسو په اجازه به زه د بحث ارهټ تاو کړم ٠
هيله ده چې دعلم له چينې څخه به د معلوماتورنګارنګ منګوټي يوپه بل پسې ډک اوتش شي ٠

ستاسودپوښتنې لنډ اوسمدستي ځواب په کليمه کی موندل کيږي ٠

پام ورته وکړۍ :

لااله الا الله محمدرسوالله
ژباړه :
نشته بل مګر يو خدای چې محمد (ص) دهغه رسول ( پيغمبر ) دې

همدارنګه دشهادت کلمه دخدای په يووالي (وحدانيت) اودهغه ذات سره هيڅوک اوهيڅ شې نه شريکوولو باندی ګواهي ده (وحدهو لاشريک له ) ٠ د حساب او کتاب دورځې يوه مهمه پوښتنه به هم داوي چې (( رب دې څوک دې ؟))
ددې تر څنګه په اياتونو او احاديثو کې مشرکان نه دي ستايل شوي ٠
حضرت ابراهيم عليه السلام بتان ددې په خاطر مات کړل چې هغوی ساکن او بې قدرته تشبهات وو اودهغه قدرت او طاقت ځای يې نه شو نيولای کوم چې دهرڅه خالق وو ٠ دابه راسره هرڅوک ومني چې کائنات او موجودات ټول په يو منظم او ټاکلي سيستم چليږي چې دپيدا کېدو اوفنا کېدو دقانون تابع دي او دغه طاقت چې دهرڅه سرپرستي کوي ، هغه ته خدای وايو ٠
د ماترياليستي فلسفې پلويان ماده مقدمه ګڼي اوروح دمادې نه زېږنده ګڼي ٠ هغوی په دې باور وو چې ((ماده )) لمنځه نه ځي خو روح لمنځه ځي ٠ دهغوی په فکر ماده يوداسې شې دې چې مسحه کيږي اوحجم او اندازه لري اووجوديې ليدل کيږي ٠ هغوی استدلال کوي چې ((روح )) نه ليدل کيږي ، نه مسحه کيدای شي اونه حجم اواندازه لري ، خو دادنني منطق سره هم نه برابريږي ځکه چې په موجوداتو کی داسې څيزونه شته چې تر پرونه همدغوفلاسفوو هم نه پېژاندل خو نن هغه څيزونه وجود لري ٠ ددغو څيزونو وجود د(( روح )) په څېر نه مسحه کېدای شي او نه په سترګو ليدل کيږي لکه دريموټ کنټرول وړانګې ، مقناطيسي قوه ، دکشش قوه ، اتومي زرې ، مايکرو وړانګې ، د سترګو نظر او داسې نور ٠ که دانسان وجود دمادې په توګه او ساه يې دروح په توګه فرض کړو نو وبه وينو چې دواړه يو دبل لازم او ملزوم دي ، دواړه په يووخت منځ ته راغلي او يوځای يې په حرکت پېل کړې اوکله چې يوله دوی څخه کار پرېږدي هغه بل لورې مجبور وي چې کار پرېږدي ٠ نوددې شيانو په نظر کی نيولو سره داپوښتنه پيدا کيږي چې هغه څه شې وو چې د ((مادې)) دمنځ ته راتلو سبب وګرځېد اوولې ؟ داسې نورې پوښتنې لکه دساه لرونکو مو جوداتو لکه انسانانو ، حيواناتو ، مرغانو او ښوځندو ترمنځ توپير د څه لپاره دې ، لمر ولی وجود لري او سيارې ولی دلمر په شاو خوا څرخي ؟ دا، اوداسې نورې ډېرې پو ښتنې شته چې انسان ورته قانع کوونکې ځواب نه شي ويلای خو هغه قدرت ته چې دغه موجودات يې پيداکوول دخپل کار په مقصد او نتيجه پوهېده ٠ دهغه طاقت د خلاقيت نتيجې مونږ په سترګووينو خو نه شو کولای ددې هر څه د شته کېدو اونابودۍ راز ، مقصد او هدف پيداکړو ٠ همدغه علت دې چې پرته له تسليمه بله لار نه لرو اوتسليمي پخپله دکمزورۍ نښه ده ٠ هغه طاقت او هغه قدرت چې انسان ورسره په هيڅ صورت سيالي نه شي کولای ، هغه ته خدای وايو ٠
نو چې حقيقت داسې وي نو بيا ضرورت څه دې چې سړې له هغه ذات څخه پرته له بل څخه مدد وغواړي ٠ خدای ته تر هر بل انسان ډېر نيږدې دهغه نبيان او پيغمبران وو ، مسلمانان عقيده لري چې د قيامت په ورځ ل څنګه کېدای شي چې کوم وفات شوې شخص دې د چا سره مرسته وکړي او که څوک له خدايه پرته له انسانه خدايي ارزو وکړي نو دغه کار يې بې له شرکه بل څه نه دي ٠ داسې خلک که بيا کوم بوت ته هم ودريږي ، معنا يې يو شې ده٠ مقبرې اومزار ته په تګ کی ګناه نشته چې تر څو يې له شرکه ځان ساتلې وي ٠ هر هغه شخص چې دمدد لپاره دچامزار ته ځي او پر ځای ددې چې دمړي روح ته دعا وکړي ، دهغه له جسد څخه مرسته وغواړي ، يا دمراددحاصلولو لپاره په قبرونو نانځکې ځوړندی کړي ، يا يې د مزار خاورې اوشګې وخوري، لويه ګناه ده ٠
له بده مرغه داسې روايات اورواجونه اصلا" اسلامي نه بلکی هندي دي ٠ په خواشينۍ بايد ووايم چې په افغانستان کی اسلامي ښوونې د داسې ملايانو څخه ترسره شوي چې ٩٨ فيصده بې سواده وو او دښارونو پرته خو په ځينو سيمو کی ماشومانوته ابتدايي اسلامي ښوونې دکورنۍ د مشرانو لخوا کيږي اوڅومره چې ددغو کورنيو د پوهې معيار وي په همغه کچ ماشومان داسلام روايات زده کوي ٠
په افغانستان کی تر دا ننه پورې ښځې اجازه نه لري چې مسجد ته ولاړې شي ٠ څومره سرچپه ټولنه ده !
که چېرې افغاني ښځې کوم مزار ته ځي ياحج ته ځي افغاني سړي پرې اعتراض نه کوي او مسجد چې دعبادت اصلي او لازم ځای دې هلته د ښځو تګ ننګ او عار ګڼي ٠
په افغاني ټولنه کی دمذهب په نوم د مداري ملايانو لخو دجادواوکوډو فتنه هم رواج لري چې دزرګونو کورنيو دبربادۍ اود ښځو په بداخلاقۍ اوبې وجدانۍ کی مهم رول لري ٠ افغانان دداسې فساد مخه نه نيسي مګر که چا شرعا" ښځه طلاقه کړه نوبيا بې غېرتي او بې ننګي ده ٠
په کلي کور ، بازار کی به هلکان ګرځوي ، مسجد ته به دلمانځه لپاره هم ځي اوهيڅ چاته به ننګ او عار هم نه ښکاري ٠ دغه افغاني ټولنه ده ، ښو ته بد وايي او بدو ته ښه ٠

هديرې او مزارته تلل ثواب لري او هدېرې او مزار ته تلل په اخروي ګټو سربېره رواني اوروحاني تسکين هم لري خو زياتره افغانان دثواب پر ځای ځانونه په ګناه کی اچوي ٠ کومه يوه يې راجوړه کړو؟
بس په دې به يې ختمه کړم چې اوښ ته چا ويلي وو چې ورمېږ دې کوږ دې
اوښ ځواب ورکړې وو چې کوم ځای مې سم دې ٠

تعظيم

ازادنظر



طالب جان
19.06.2004

ګرانو محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
ماشاءالله ډيره مهمه پوښتنه مو مطرح کړيده .محترم ازادنظر صاحب پخپل ځاى ډيرپرځاى او مناسب ځواب ليكلى البته دومره وايم چي هغه څوك چي كوډي او نوري شيطاني چاري ترسره كوي هغه ته په هيڅ كتاب ملا،عالم نشي ويل كيداى بلكي هغه دشيطان له ډلي نه دي.
راځۍ چي دا مسأله لږ په تفصيل سره وڅيړو .
ددې مسألې دوه برخي دي يودقبرونو زيارت کول بل له اهل قبورو(مړو) نه مرسته غوښتل .
دقبرونو زيارت دنارينه و لپاره نه يواځي داچي روا دی بلکه په اونۍ کي يووار هديرې ته تلل مستحب ګڼل شويدي.په تيره بيادجمعې په ورځ هديرې ته تلل افضل دي ځکه چي په مصٌَنف ابن ابي شيبه کي روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به داحددغزا دشهيدانو زيارت ته تللو اوويل به يي چي السلام عليکم بما صبرتم فنعم عقبي الدار .
دښځو زيارتونوته دتللو په اړه ځيني علما وايي چي مطلقا ناروا دي . خو احناف وايي چي دځوانو ښځو تلل ناروادي البته دسپين سرو ښځو تلل په دې شرط روا دي چي هلته به ژړا واويلا ګريوان شکول مخ په څپيړووهل نغري ګرمول ککوړي پخول اوداسي نور بدعات ((کومو ته چي ازادنظر ورور اشاره کړيده)) به نه کوي . که يي له دې بدعاتوڅخه کوم يو هم کاوه بيا يي قبرونو ته تلل ناروا دي ځکه چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي (( لعن الله زائرات القبور )) ابن ماجه يعني لعنت دي وي په هغو زيارت کوونکو ښځو چي (( بدعت کوي)) .
له اهل قبورو (مړو)څخه مرسته غوښتل شرک دي ځکه چي دعا قبلوونکې ښه او بد پيښوونکې خداي جل جلا له دى. خداي تعالي په قرانکريم کي فرمايي (( ادعوني استجب لکم )) تاسي له ما څخه دعا وغواړۍ زه يي قبلوم . البته دوسيلې اوتبرک په توګه يي په دعاکي يادول روادي دمثال په توګه داسي ويل چي اي فلانی بابا ته ځما دا حاجت پوره کړه دا شرک دی . البته داسي ويل چي اي خدايه حا جتونه خو ته پوره کوې ددې فلاني بزرګ چي ستا عبادت ګزار بنده او ښه سړې تير شوې په وسيله ځما حاجتونه پوره کړه داسي ويل روا دي . ځکه چي داتوسل اوتبرک دې اوپه شريعت کي داشى ثابت دى.
قوله وبزيارة القبور اي لا بأس بها بل تندب كما في البحر عن المجتبى فكان ينبغي التصريح به للامر بها في الحديث المذكور كما الامداد وتزار في كل اسبوع كما في مختارات النوازل فتحصل ان يوم الجمعة افضل وفيه يستحب ان يزور شهداء جبل اجد لماروي ابن ابي شيبة ان النبي صلى الله عليه وسلم كان يأتي قبورالشهدا‌ پأحد على رأس كل حول فيقول السلام عليكم بماصبرتم فنعم عقبى الدار.....الخ.......
ولو للنساء--- وقيل تحرم عليهن والاصح ان الرخصة ثابتة لهن (بحر)وجزم في شرح المنية بالكراهة لما مر في اتباعهن الجنازة وقال الخير رملي ان كان ذدلك لتجديد الحزن والبكاء والندب على ماجرت به عادتهن فلاتجوز وعليه حمل حديث لعن الله زائرات القبور وان كان للاعتبار والترحم من غيرالبكاء والتبرك بزيارة قبورالصالحين فلابأس اذا كنن عجائز ويكره اذاكن شواب..............شامي.مع درالمختارج1ص665
والله اعلم بالصواب والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.


دزيارتونو په هکله پوښتنه

زرکه
19.06.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
ان الله لا يغفران يشرک به و يغفر مادون ذلک لمن يشاومن يشرک بالله
فقدافتری اثما عظيما

بيشکه چه الله نه بښي دا چه شريک ونيولی شي له (الله سره او بښي هغه
(ګناه ) چه ښکته وي له شرکه (لويه وي که وړه ) هغه چاته چه اراده وفرمايي
(دمغفرت يي ) اوهرهغه څوک چې شريک ونيسي له الله سره نو په تحقيق
ويې تړل په (الله) دروغ لوی (اوويې کړه ) ګناه ډيره لويه .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تفسير: يعنې مشرک ته له سره مغفرت نشته بلکه دوزخ دايمي سزاده هو له شرک ځنې ښکته
چې کوم صغيره ګناهونه دي يا کبيره هغه ګرد د مغفرت وړ دي . الله تعالی دهرچا د مغفرت اراده
چه وفرمايي د هغه صغيره او کبيره ګناهونه سره له څه عذاب ورکولو يا بې له عذاب ورکولو
معافوي او دا ددې په لورې اشاره ده څرنګه چې يهودان په کفر او شرک کې مبتلا دي نو دوۍ دې د مغفرت توقع او هيله نکوي ! د النسإ د صورت اتڅلويښتم ايت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عزمتن ورور ازاد نظر صيب سلامونه او ښې هيلې . محترم وروره ستاسو د پوره معلومات څخه ډيره مننه . خو زما د پوښتنې نه دا منظور نه ؤ چې په زيارتونو دا ډول عقيده چې تاسو
پې خبرې کړيدي . خو دابه زما خپله غلطي وي چې پوښتنه مې دا ډول طرحه کړيده . په هر
صورت ستاسو د ليکنې په اخر کې زما د پوښتنې څه ناڅه ځواب شته .
هغه دا چې زيارتونو ته په تللو کې کومه ګناه نشته . ګناه پدې کې ده چې څوک د
خدای (ج) په ځای د هغه زيارت نه د مرستې تمه وکړي .
محترم وروره ! بيشکه چې خدای ( ج ) يو دی او شريک نلري .زما په اند که يو څوک زيارت
له ځي نو هغه دا فکر کوي چې پدې زيارت باندې د خپل پاک پرور ديګار په لوي دربار کې که سوال وکړم نو هغه به قبول شي . هسې خو زه فکر کوم چې ټول مسلمانان به که لوستي وي که نالوستي پدې به پوهيږي چې دپاک الله (ج) نه غير هيڅوک دچا مدد ته نشي رسيدلې او هماغه يو ددواړ و جهانو پاچادی بيشکه .او که داسې نوي نو هغه ته بيا
مسلمان نه ويل کيږي ځکه داسلام د مقدس دين د پنځه بيناؤ څخه لمړنۍ کليمه ده .
خير زه بيرته خپلې پو ښتنې ته راګرځم زما دپوښتنې منظور دا ؤ چې داسې باورلرل چې
ګوندې په زيارت کې د خدای (ج) په در کې که سوال وکړې او درب پرورديګار نه څه
وغواړي هغه مراد پوره کيږي .نو دا باور ګناه ده اوکه نه ؟
ستاسو په ليکنه کې ماته يو بل ځواب هم پلاس راغی چې مايې غوښتل پوښتنه وکړم هغه دا چې په اسلام کې جومات ته دښځو تګ روا دی خو افغانان بيا دا ناروا ګڼي .
اوپاتې شوه نورې خبرې لکه طلاق او نور چې تاسو يې په باره کې خبرې کړيدي داهغه
څه دي چې اوس پې زمونږ اکثره خويندې پوهيږي مګر د يوې او يابلې ستونزې له کبله په
دې اړه څه نه وايي .د افغانستان د چپه رواجونو په هکله زه ستاسو نظر سل په سلو کې
تايدوم .ټول ريښتيا دي . خو چاره څه ده همغه ستاسو متل ترينه جوړيږي چې
[color=blue:c4a23401c8]اوښه کومه يوه دې سمه ده چې پاتې دې شوه څوکه .
[/color:c4a23401c8]په ډير درنښت
زرکه



طالب جان
19.06.2004

[quote:c178c79618]ستاسو په ليکنه کې ماته يو بل ځواب هم پلاس راغی چې مايې غوښتل پوښتنه وکړم هغه دا چې په اسلام کې جومات ته دښځو تګ روا دی خو افغانان بيا دا ناروا ګڼي [/quote:c178c79618]
محترمې مکرمې اوپتمنې خورې (( زرکې )) : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ښځوته مسجد ته دتللوپه اړه چي تاسي دازاد نظر صيب له ليکني څخه دجواز کومه انګيرنه اخيستي هغه صحيح نه ده ځکه چي دامام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب کي مسجد ته دښځو تلل په اوسنۍ زمانه کي روانه دي ځکه چي فساد ډيرشوی پدې اړه دټول افغان دښځو په څانګه کي ما دميلمه په صفت يوه مقاله ليکلي تفصيل يي هلته ولولۍ په لنډډول يي دغه يوڅو ټکي سره له لينکه تاسي رانقلوم .
((وي په ټولنه کي دښځي دزيات رول درلودلو په بنسټ اسلام دښځي اخلاقو ته زياته پاملرنه کوي . له همدي کبله هغه ډير اسلامي شعاير او احکام چي له کوره دباندي ادا کيږي له ښځي څخه ساقط شويدي
لکه د جمعې لمونځ چي په ايتونو او احاديثو کي يي ډير فضيلت راغلې دی او نارينه و ته پکي دګډون کولو تا ئېد شوېدې مګر له ښځي څخه دجمعې لمونځ ساقط دی رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (( الجمعة حق واجب علي کل مسلم في جما عة اﻻ اربعة عبد مملوک اوامرأة او صبي او مريض )) سنن ابو داود باب الجمعة للمملوک والمرأة حديث لمبر ١٠٦٧ .ژباړه ! د جمعې لمونځ په جمعه ادا کول په هر مسلمان وا جب دې پرته له څلورو کسانو مريي ، ښځه ، هلک او مريض . سره له ډيره فضيلته په ښځه دجمعې لمونځ وا جب ندې بلکه دا لله تعالي له عادﻻنه نظام سره سم ښځه چي په کور کي کوم لمونځ کوي پاک رب دي ته دکور په لمانځه همدو مره ثواب ورکوي لکه نر ته چي د جمعي په لمانځه ورکو ل کيږي .
همداراز نرو ته دجنازې ترشا دتللو امر شوېدې مګر حضرت ام عطيه رضي الله عنها فرما يي چي ! ((نهينا عن اتباع الجنا ئز ))صحيح بخاري ١ ټوک ١٧٠ مخ .ژباړه ! موږ دجنازو تر شا له تللو څخه منع کړل شوي يو .
همداراز اسلامي شريعت ښځي ته دتنها سفر کولو اجازه نه ورکوي اووايي چي کچيري ښځي د (( شرعي سفر )) اراده وکړه نو بايد چي له دې سره يو محرم لکه پلار ،ورور ، ميړه يا هم ځوم موجود وي که محرم نه و نو په سفر تلل ندي ورته روا حتي که په ښځه حج هم فرض شو او محرم يي نه وو نو دحج سفر هم نه ده ورته روا هو په اخير کي به دحج بدل وصيت ضرور کوي .
همدا راز په ښځو باندي په(( جمه ))يا جمعه لمونځ هم واجب نه دی او په کور کي دښځي تنها لمونځ دمسجد تر جماعت يا جمعي ډير ثواب لري . ))
دنورتفصيل لپاره دالاندي لينک کليک کړۍ .

[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=352[/url]


Azad Nazer
19.06.2004

زرکې خورې زما درانه سلامونه به ومنۍ ٠

محترمې !
ستاسو پوښتنه پرځای وه او ما کوښښ کړې چې دخپل توان په کچ ځواب وليکم ٠ زما په ليکنه کی مثالونه بېخي بې طرفه جنبه لري اوبايدداسې ونه انګېرل شي چې خدای مه کړه شخصي ګمانونه ترې جوړ شوي وي ٠

دښاغلي طالب جان صېب څخه هم درنه مننه !

ډېره مننه او احترام



ع کريم حليمي
20.06.2004

جنابي ازاد نظر السلام عليکم ! الله دي د دوو جهانو د سردار سره يو ځای که پر خپل وخت ٠
وروره داسي پوښتنه دي کړې چه[color=red:a95fa9309e] (که څوک وکولای شي ماته ووايي چې دا خدای تعالی په قوم څوک دې ډېر به خوښ شم) [/color:a95fa9309e]داپوښتني ته ضرور جواب وليکه يوازي ستاسو پوښتنه نه ده ٠ زما دي په الله قسم وي ٠ دا خدای ،ګاډ ،بګوان ، خدا،هولي ګوسټ ،زه نه پيژنم
تاسو چه دا ژباړه کړې وه ٠ ((لااله الا الله محمدرسوالله
ژباړه :
نشته بل مګر يو خدای چې محمد (ص) دهغه رسول ( پيغمبر ) دې

زه چه ئی ژباړه داسي کومه ٠ [color=blue:a95fa9309e]نشته هيڅ خدای بيله يوه الله محمد د الله رسول دې[/color:a95fa9309e]
ورور ژير راته وايه چه څوک دې ٠ لار مي درته خلاصه کړه ٠ مناکه ئی لوی لوی ملايان درته خلاصه کړي ٠ (دپښتني ﻻر)
مناکه ٠ پخواني قندهاريانو چه به تقوا کول ٠ د والله پر ځای به ئی مناکه ويل (چي په فلاني شي مناکه خبريم )
حليمي


Azad Nazer
20.06.2004

حليمي صاحب له سلامه مو مننه اوپه بدل کی يې زما بې پايه تعظيمات قبول کړۍ ٠
وروسته له تعظيمه به غرض دا وکړم چې زما په ترجمه اوستاسوپه (( ژ ناړنه )) کې څه فرق دې ؟ زه خو يې په محتوی کی هيڅ توپير نه وينم ٠ کېدای شي لکه دښاغلي يوسفي صاحب سره مو په افهام اوتفهيم کی نه بدلېدونکې دريځ ددې سبب شوې وي چې هدف ته درسېدوپه هغه لاره تلل غواړۍ چې يواځې ستاسو خوښه وي ٠

<<نشته بل مګر يو خدای چې محمد (ص) دهغه رسول ( پيغمبر ) دې >>

(( زه چه ئی ژناړنه کوم داسي ليکم ٠ نشته هيڅ خدای بيله يوه الله محمد د الله رسول دې ))

ددې لپاره چې تاسو خوښ شۍ ، ستاسو ((ژناړنه )) به تر خپلې ترجمې غوره وګڼم که نه نوکه زه يې په لاندې جملو کې پرته له تحت الفظي دوده وليکم ، محتوی به يې راته يورنګ ښکاري لکه :

يو الله تعالی دې ، شريک نه لري او محمد ( ص ) يې نبي دې
پرته له هغه خدايه چې محمد يې پيغمبر دې بل خدای وجود نه لري
نشته بل خدای پرته له الله تعالی چې محمد دهغه رسول دې
په پای کی زه دخپلې پوښتنې ځواب ته انتظار کووم ٠ که ماسره يې ځواب وای ستاسو څخه مې پوښتنه نه کوله ٠ چې پښتون هزاره په مسجد کی نه پرېږدي ،فارسيوان ازبک په مسجد کی نه پرېږدي ، ږيره ور بې ږيرې په مسجد کی نه پرېږدي ، سوني شيع په مسجد کی وژني ، شيع سوني په مسجد کی وژني او بيا لا دا هم وايي چې مسجد دخدای کور دې نو خدای چې دغه ځانګړي څوکيداران په خپل کور کی مقرر کړي ، هغوی ته به ضرور معلوم وي چې خدای په کوم قوم پورې تعلق لري ٠

درنښت

ازادنظر


دزيارتونو په هکله پوښتنه

زرکه
20.06.2004

ډيرو عزتمنو او مهربانه مشرانو سلامونه او ډير درناوی تاسوته .
محترم مولوي صيب طالب جان ! ستاسو د هر اړخيزه ښوونې نه د زړه د کومې مننه
ماته د خپلو پوښتنو پوره پوره ځواب ستاسو او دمحترم ازاد نظر صيب په ليکنو کې
پيدا شو . قدرمنو زه به په راتلونکې کې نورې دا رنګه پوښتنې هم ولرم چې هيله ده
چې تاسو ته به ستړې کونکې نوي . او که کومه خطا پکې وي نو هيله ده چې د مشر
کشر په پام کې نيولو سره به يې راته بښۍ ستاسو دلارښونو په هيله .

په ډير درنښت زرکه


حذيفه
07.02.2013

د حليمي صيب! خبره حق ده چي وايي خدای نه بلکي الله به ورته استعمالوو.
ځکه الله تعالی وايي:
وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (الاعراف :۱۸۰)
له دې ايت څخه معلومېږي چي الله ته هغه نومونه استعمالېږي چي الله خوښ کړي وي او له ځانه به خلک نومونه ورته انتخابوي.
ځکه نو خدای نه د مفهوم له مخې سم دئ او نه هم الله په قران کي یا رسول الله په حدیثو کي استعمال کړی دئ.
د ښځو مسجد ته د تللو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وينا کافي بولم چي وايي:
عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي سَالِمُ بْنُ عَبْدِ اللهِ، أَنَّ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لَا تَمْنَعُوا نِسَاءَكُمُ الْمَسَاجِدَ إِذَا اسْتَأْذَنَّكُمْ إِلَيْهَا» قَالَ: فَقَالَ بِلَالُ بْنُ عَبْدِ اللهِ: وَاللهِ لَنَمْنَعُهُنَّ، قَالَ: فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ عَبْدُ اللهِ: فَسَبَّهُ سَبًّا سَيِّئًا مَا سَمِعْتُهُ سَبَّهُ مِثْلَهُ قَطُّ وَقَالَ: " أُخْبِرُكَ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَتَقُولُ: وَاللهِ لَنَمْنَعُهُنَّ "(مسلم حدیث نمبر:۴۴۲)
په دې حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي چي که مو ښځې مسجد ته د تلو اجازه وغواړي نو مه يې منعه کوئ.
عبد الله خپل زوی له همدې امله سخت ټلی چي د رسول الله د حدیث په مقابل کي يې خبرې کولې نو که يې اوس هم څوک وکړي د همدې سزا وړ دئ.
بل ځای وايي:
عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تَمْنَعُوا إِمَاءَ اللهِ مَسَاجِدَ اللهِ»(مسلم)
د الله مينځې له مساجد الله مه منعه کوئ.
بیا وايي:
عَنْ بِلَالِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَمْنَعُوا النِّسَاءَ حُظُوظَهُنَّ مِنَ الْمَسَاجِدِ، إِذَا اسْتَأْذَنُوكُمْ» فَقَالَ بِلَالٌ: وَاللهِ، لَنَمْنَعُهُنَّ. فَقَالَ لَهُ عَبْدُ اللهِ: " أَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَتَقُولُ أَنْتَ: لَنَمْنَعُهُنَّ "(مسلم )
په دې ټولو صحيحو رواياتو کي راغلي چي ښځې دي مسجد ته له تلو نه منعه کېږي خو یو څوک نن ځان تر رسول الله هوښیار ګڼي نو هغه دي منعه کړي ، رسول الله د الله استازی وو او هر حکم يې د الله تعالی په اجازه ور کاوی له دې امله هغه ویلای سو چي د هغه حکم د ده تر زمانې پوري خاص نه وو بلکي عام حکم دئ او نن هم دئ.
که يې څوک نن نه مني نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دي داسي صريح حکم راوړي که نه نو حکم او خبره يې د منلو وړ نه ده که څوک د رسول الله پیروي غواړي هغه دي پر دې حدیثو عمل وکړي او که څوک شحصيت پالنه کوي نو د رسول الله دا حدیث دي ایله کړي او له ځانه په جوړه شوې فتوا دي عمل وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more