د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

په راتلونکو ټول ټاکنو کي د ښځو رول ته څمره اړتيا ده؟


ليلماـ الفت
12.06.2004

که په سياسي نظر ورته وکتل شي نو څرګنده خبره ده چي هيواد يو ځل بيا د ټوپک او جنګسالارۍ په منګلو کي ښکيل دئ ، او امريکا لا نور هم د جنګسالارانو پر شا لاسونه تېروي ، د خپلو ګټو لپاره ، اونه غواړي چي دا فساد له منځه يوسي .تر څو ددوی ګټي خوندي پاته سي . دا چه زما د مظلوم او کړيدلي ملت په غم کي نه ټوپک سالاران دي او نه هم دنيا او امريکا ، نو په داسي حال کي په يو خپلواکه ټؤل ټاکنو کي د ټولو وګوړو تر څنګ د ښځو رول ته څمره اړتيا ده ؟
ستاسي د نظر څرګندولو په هيله
په کليواله پښتنه مينه
ليلو


ډيوه
13.06.2004

سلامونه !
که په غصه نه شې نوبه درته ووايم،چې په اوسنيوشرايطوکې سړي پرې نه جوړيږي نوښځې خو لا .......واه واه


Ghairat
13.06.2004

که پوښتنه د ښځو ګډون ته د اړتيا او ضرورت وي، نو ويلی شم چې ٢٠٠ فيصده، ځکه که کورنۍ د ټولنې هسته او ښځه د کورنۍ هسته وي، نو په ټولټاکنو کې بايد د هغوي ګډون هم مرکزي رول او ارزښت ولري. په تيره بيا دپښتنو له پاره د ښځو بيدريغه او پراخه ګډون يوه حياتي مسئله ده، که نه اکثريت يې دوښمنانوته په مطلوب اقليت بدليږي او د هغوی چې بيا کومې نادودې خوښې وي، هغه نادودې پرې ټولې کوي. ښځه اوس د پښتون په سياسي موجوديت او هستۍ کې ټاکونکی رول لري، له ټاکنو څخه د هغوی ګوښه پاتې کيدل د پښتنو سياسي نابودي ده. والسلام
ګ


په راتلونکو ټولټاکنو کې ښځو ته څومره اړتياده

زرکه
15.06.2004

ګرانو خويندو او وروونو سلامونه مې ومنۍ
ګرانې خور ليلما جانې ! تاسو پو ښتلي دي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې ښځو ته
څومره اړتيا ده ؟
زمونږ په جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې خو دا څو کلونه وشول چې بيخې قانون
نشته دی او بيا دا کوم په نامه اساسي قانون چې امريکا يې مونږ ته ټاکي پدې خو
نو ټول افغانان پوهيږي چې دا نه د افغانستان د جوړولو دپاره دی او نه خو هم پدغه غم ځپلي هيواد کې د سولې راوستلو لپاره . ګرانې خورې تا کله ليدلي دي چې
د باندې نه راغلی يو پردی سړی دې د يوې کورنۍ دننه ستونزې حل او اړتياوې دې
داسې پوره کړي لکه څوره چې ورته اړتيا وي ؟ نن خو په نړۍ کې بې دشخصې ګټې
نه څوک هسې خبرې چاسره نکوي نو په يوه هيواد کې د جګړې ختمول او سوله او
ارامي راوستل خو بيخې لرې خبره ده . هغه هم پداسې هيواد لکه افغانستان کې چې
ګاونډيو هيوادونو او امريکا ته يې يوازې د جنګ نه ګټه رسيږي .
تاسو به فکر کوۍ چې پوښتنه دڅه وه او زه چيرته لاړم . خو خورجانې دا ټول يو دبل
سره اړه لري . ډيوې خور ليکلي چې په او سنيو شرايطو کې سړي پې نه جوړيږي نو
پاتې خو لا ښځې .
په ځای خبره ده خو زه به خپلې خبرې ته راشم مونږ اول خو د ټولټاکنو نه مخکې يو
قانون ته اړتيا لرو او هر کله چې مو قانون وټاکل شو بيا به د ښځو د ونډې اخيستلو
په هکله غږيږو او داوس دپاره که زمونږ پښتنې خويندې په خپله ژبه دليک لوست
د زده کړې د پاره هر ډول هلې ځلې وکړي نو زما په اند دا به تر ټولو ښه وي ځکه په
هغه صورت کې بيا کولې شي چې دخپل حق غوښتنه نه يوازې په ټولټإکنو کې وکړي بلکه د هيواد په بيا رغونه کې هم پوره ونډۀ واخلي . تر کومه ځايه چې د اړتيا خبره ده نو هو دښځو اړتيا په هره برخه کې ليدل کيږي . خو بيا هم مونږ په هيڅ
شي کې ونډه نشو اخيستلې تر څو چې مو بيسوادي له منځه نوي وړي .

ګرانې خورې دا زما نظر ؤ که څه تيری مې کړی وي بښنه غواړم .
په درناوي ستاسو خور زرکه


انځورګر
26.06.2004

سلامونه ښاغلو اغلو
ډيره ښه موضوع ليلو خور پرانيستلې ده که څه هم ډيوه خور پکښي بده موښتې ده خو د زرکي خور نظر ډير پر ځای دئ خو زما په اند او پوهه او هغه معلومات چه پکښي لرمه
اوسنۍ ټولټاکني په افغانستان کي د امريکاء د اولس مشرۍ په ټاکنو کي عمده رول لري او امريکا غواړي چه دا کار په هر رنګه چي وي تر سره کړي :
د يونما له دفتر څخه باوري سرچنو ماته ويلي دي چه ټول ټاکني به د اکتوبر پر شپږمه تر سره کيږي
هغه دا هم زياته کړله چه ښائې دا ټول ټاکني سمبوليک ډول ولري او قانوني ټول ټاکني به نه وي ځکه تر اوسه د افغانستان ډيري برخي د نوم ثبتولو له بهيره خبري هم نه دي : او مازي به د نړوالو او افغانانو په سترګو کي خاوري وشندي او بس
په ډيره خواشنۍ سره ويلای شمه چه زموږ پر ذوکليدلي اولس نن هم د نړيوالو لوبي ندي ختمي شوي : نو په داسي يو سمبوليکو ټولټاکنو کي برخه اخستل د ټولو پښتنو لپاره زيان دئ
په پوره پښتنولي ______ ستاسي کمکۍ ورور


نه خر وهلی او نه لښته ماته !

نقاد
27.06.2004

هادي جانه ښې چارې، خدای ې راوله، او سلامونه مې ومنه ! څه مهم خبر دې تير کړ، خدای دې راته نيکمرغه او سر لوړی لره!
که دجمهوري رياست له ټاکنو څخه ، چې بي له هغې هم يواځې سمبوليکه بڼه لري او وړونکی يې په سازشونو کې وار دمخه مالوم شوی چې کرزی صيب دی، د ملي شوری ټولټاکنې بيلې او له بشپړې امادګۍ وروسته په واقعي معنی سمې تر سره شي نو په دې توګه به هم د جمهوري رياست ټول ټاکنې د امريکا له پاره سمبوليکه تبليغي مسله حل کړي او هم به د جنګسالارو نه د وسلې ټولونې او له سل فيصده سولې نه وروسته د ملي شورا له پاره ټولټاکنې د ټول ملت له پاره واقعي ټاکني وي او يو واقعأ استازې شوری به رامنځ ته کړل شي.
د ستميانو، جمعيت او نورو شمالي اتلافيانو په اند بايد دواړه ټاکنې سمبوليک ، نيمګړي او سره يوځای تر سره شي، څو دوی په خړو اوبو کې ډير کبونه ونيولی شي او کرزي پر سازشونو سربيره د يوې ستمي شورا له خوا نور هم محدود او د فشر ﻻندې ونيولی شي. د جمعيت نماينده بي بي سي ه وويل چې د لس نيم ميليونو په شاو خوا کې د رايو ورکولو د مستحقينو له جملې څخه د پنڅه نيم ميليونو وګړو په راجستر او رايګيريو کې ډون کولو باندې بسنه کول هم د مشروعيت له پاره بسيا کوي ،خو مونږ غواړو ې پارلماني ټاکنې دې هم ورسره يوځای يعنې په همدغه فيصدۍ کې تر سره شي. مالومه ده چې په دغو پنځه نيم ميليونو رايه وروونکو کې به د پښتنو فيصدي له په سلو کې شلو ته هم ونه رسيږي، خو ددوی وکيلان به له ٨٠ فيصدو څخه بيا کم نه وي، نو څه چې بيا د پښتنو پر ضد کول غواړي غه به بې کرکې د کرزي پر مهر او امضا سره تر سره کوي. د پښتنو خوبونه او غفلت تل د پښتنو غميزې کري او ريبي او پښانه پکې خپله هستي ، موجوديت او هويت له ﻻسه ورکوي، او بيا ګيلې له دوښمن څخه کوي.


انځورګر
05.07.2004

سلامونه ښاغلو اغلو
نقاد وروره نظر مو ډير په زړه پوري و خو دا به هسي د ځان غولول وي چي کرزئ دي د جنګ سالارانو څخه پايڅې را ټولي کړي او دا مظلوم او ذوکليدلئ اولس دي ددې فساد خورونکو ادم خورو څخه خلاص کړي ، او دا يو منلی حقيقت دئ چه کرزئ نن د جنګ سالارانو تر ټولو غټ سالار دئ

په ډيره پښتنه مينه _____ ستاسي مسافر ورور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more