ټولنه او ټولنپوهنه
اعنی؟
هیښ
22.02.2011
سلامونه
درنو وروڼو له څو ورځو راهیسې په لیکنو کې د([color=blue:33102cb9ed]اعنی[/color:33102cb9ed])لفظ ډیر وینم ،چې زما دپاره نوی ښکاریږي .که څوک ئې راته معنی او مفهوم ولیکي منندوئ به ئې یم .
مننه
رښتینی
22.02.2011
هيښ صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه !
وروره داکلمه ځینی طالبان وروڼه لیکی او داد واحد متکلم له پاره
کارول کیږی لکه د یعنی جمله چی د یوه غائب له پاره کارول کیږی
مطلب داشو چی داد یعنی په معنی ده خو دا عام لیکوالان نه کاروی
په مینه
عنوان
chaparharay
22.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هیښ صاحب الله ج دی وکړی چی روغ وجوړ یی .
(اعنی) ما په لمړی ځل ویلی وو چی بیا قریش صاحب دنورو ملګرو هم ورپام کړ او اوس ورنه د ددی ټول افغان خاص حرف جوړ شوی او د چاپ ټول حقوق یی دهمدی فورم ته محفوظ دی .
ښه هیښ صاحب چی له ټوکی بهر وی نو اعنی دیعنی مفرد متکلم دی او یعنی د غایب لپاره راځی خو دا چی په پښتو کی د هری زمانی لپاره یعنی راځی نو ځکه به تاسی ورسره بلد نه یی، او معنی یی هم دا ده چی -ځما مقصد دی - نو دومره ماته معلومه وه او که وهاج ساپی صاحب مومن مهاجر صاحب الوزیریة صاحب او دروند استاذ حلیمی صاحب ته ښه معلومه وی نو هغوی به هم ځواب درکړی که ځما دا ځواب ناکافی وو، او جلدی می ځکه وکړه چی دی قریش صاحب نه می خطر وو چی که دا رانه رامخکی نشی چی ټوکه به ورنه جوړه کړی .
په درناوی
عادل عادل
07.03.2011
السلام علیکم
چپرهاري صاحب نه تنها چې مفرد متکلم لپاره د "اعنی" کلمه د لومړي ځل لپاره دلته رواج کړی، بلکه پښتو وطني پروت "مد" چې د هر چا د خوښې مطابق غزېدای شي هم د دوی ابتکار دی، لکه: ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېر، ټيييييييييييييينګ او داسې نور :wink:
مومن مهاجر
07.03.2011
بیاهم ټولووروڼوته سلامونه اواحترامات . الله دي وکړي چي جوړاوروغ به یاست . چپرهاري صاحب رښتیاویلي چي اعني دیعنی متکلم واحدصیغه ده معنی دهغه چالپاره کاریږي چي یووي اوخبرې کوي دمخاطب صیغه یې تعنی راځي اوهرلفظ بایدپه خپل ځای کي وکارول شي . که یوڅوک خپل مرادیامقصدتشریح کوي نوهغه بایداعنی ووايي .که څوک دغائب مقصدتشریع کوي هغه بایدیعني ووايي معنی دده مقصددادی اوکه څوک دمخاطب مقصدتشریح کوي نوهغه بایدتعني ووايي معنی ستامقصددادی اوهمدارنګه که څوک دغائبې یوې ښځې مقصدتشریح کوي هغه هم بایدتعنی ووايي معنی ددې مقصددادی دمخاطب اومونثې غائبې فرق په مقام سره کیدای شي کومه ځانګړي خارچي علامه یانښه نه لري . هیله ده مشکل موحل شوی وي.
larghonay laraway
10.03.2011
السلام عليکم!
يعنی، اعنی، تعنی،
ماته خو يوه بې ځايه هڅه ښکاري خو بيا هم کوم ښاغلی چې غواړي ويې ليکي نو هر يو بايد په يو مثال کې روښانه کړي او وروسته به بيا پرې وغږېږو!
په همدې هيله
ستاسو لاروی
نوروز خان
11.03.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له څه مودې وروسته چې دتیلفون له ساحې وتلی وم ، خوښ یم چې بیا دملګرو په لیکنو تنده ماتوم .
زما په نظر خوښه به داوي چې امکان ترحده خبره داسي وشي یالیکنه داسي ولیکل شي چې یعني ، اعني او تعني ته ضرورت پاته نه شي ، ځکه ملایان وایي ( هرکلامی که محتاج یعني باشد لایعني است )
مومن مهاجر
12.03.2011
ښاغلی نوروزخان !ستانظرپرځای دی چي خبره بایدروانه،دلوستونکوله سویی سره سمه اواعنی وتعنی ته پکي اړتیانه وي مګرکه کله څوک اړشي نوبایدداالفاظ دعربي له ګرامري اصولوسره سم استعمال کړي .
عادل عادل
12.03.2011
السلام علیکم
زما په نظر که چېرته د نورو ژبو لغات په پښتو کې کاروو نو بایده چې د پښتو ژبې د ګرامر تر قید لاندې راشي نه دا چې د همغې ژبې د مربوطه قواعدو متابعت به کوي له بلې خوا په پښتو ژبه کې ټول عربي لغاتو صرف یوه بڼه/صیغه کاریژي نه ټولې.
اعنی کارول که سم وي نو بیا دې الف ته خامخا همزه هم ورکړل سي .....
larghonay laraway
14.03.2011
السلام عليکم!
وروڼو خپله ژبه بايد په لوی لاس پردۍ نه کړو او دا هم ثابته نه کړو چې پښتانه رښتيا هم افراطيان دي!
تاسو پاړسي او اردو ژبې وګورئ چې تر خپلو لغتونو يې ډېر عربي دي او د اردو او پاړسي په فصاحت او بلاغت کې هم شک نشته نو هغوی ولې داسې بې ځايه او افراطي تقليد نه کوي؟
په پښتو کې خو انګريزي، پاړسي، عربي، هندي، حتی فرانسوي لغتونه دي نو يو پښتون بايد د ټولو ژبو ګرامر زده کړي څو پښتو وليکي؟
بله دا چې ما مخکې هم ليکلي وو چې که کوم ښاغلی غواړي چې اعني وليکي نو مهرباني دې وکړي او د دې ټول ګردان لپاره دې يوه يوه پښتو جمله وليکي چې بحث پرې وشي!
(اغني، تعني، یعني، نعني، ستعنی) بس همغه د ايچ ۲ او ټوکه ده نو پښتانه خو ټول په کيمياوي معادلو نه پوهېږي!
پتوال
14.03.2011
[quote:3fa4257de2="مومن مهاجر"]بیاهم ټولووروڼوته سلامونه اواحترامات . الله دي وکړي چي جوړاوروغ به یاست . چپرهاري صاحب رښتیاویلي چي اعني دیعنی متکلم واحدصیغه ده معنی دهغه چالپاره کاریږي چي یووي اوخبرې کوي دمخاطب صیغه یې تعنی راځي اوهرلفظ بایدپه خپل ځای کي وکارول شي . که یوڅوک خپل مرادیامقصدتشریح کوي نوهغه بایداعنی ووايي .که څوک دغائب مقصدتشریع کوي هغه بایدیعني ووايي معنی دده مقصددادی اوکه څوک دمخاطب مقصدتشریح کوي نوهغه بایدتعني ووايي معنی ستامقصددادی اوهمدارنګه که څوک دغائبې یوې ښځې مقصدتشریح کوي هغه هم بایدتعنی ووايي معنی ددې مقصددادی دمخاطب اومونثې غائبې فرق په مقام سره کیدای شي کومه ځانګړي خارچي علامه یانښه نه لري . هیله ده مشکل موحل شوی وي.[/quote:3fa4257de2]
ورونو !
افغانان چې [color=red:3fa4257de2]يعنې[/color:3fa4257de2] کاروي علت يې دادی چې خپله پښتو يا دري کلمه ورته نه لري !
د (ع) لرونکو کلمو کارول په پښتو کې لومړی پښتنو ته ډېر ستونزمن کار دی او دوهم ډير بدرنګ آهنګ هم لري، دري ژبي يې د همدې دوهم آرتاړي (علت)
له امله نه کاروي او په الف يې تلفظ کوي .
نو يعنې له ډيره مجبوريته اخيستل شوی او تر څو چې ورته ټيک پښتو ويونی موندو تر هغې به مو د ژبې په اوږو رابآر وي . نو لطفا ً
دوبۍ او نورو خليجي هيوادونو ته د رزق او مزدورۍ پسې تللي ځوانان دې دغه له شخصي مجبوريته زده کړي عربي صرف و نحوه
په نورو هيوادوالو نه تحميلوي او له اعنی تعنی او يعنا څخه دې تير شي . سر بېره په دې که پرتله يې کړو نو :
زما مقصد ،
ستا مقصد،
د هغه مقصد
په ټولو حالاتو کې مقصد غايب دی، صرف خاوند يا د مقصد لرونکی متکلم، مخاطب يا غايب ګرځي،
نو ځکه ټول افغانان دلته صرف مقصد په ګوته کول غواړي او هغه غايب (يعنې) دی!
د متکلم ، مخاطب او غايب فاعل په ګوته کولو ته افغانان
څه اړتيا نه لري، که يې ولري په خپله افغاني ژبه کې يې ويلی شي نو د عربي اړونې (صرف) څه کوي (؟) دوی د ([color=red:3fa4257de2] مقصد دادی، مقصد داچې[/color:3fa4257de2]) د ويلو له پاره
په ښه سم ، صحيح ، رسا او بسانده ډول (يعنې ) کاروي !
هيله ده خپله ژبه له ډير
اع بع،
تع مع او
[color=blue:3fa4257de2]حع خع [/color:3fa4257de2]
له [color=blue:3fa4257de2]تع[/color:3fa4257de2]ميمولو څخه وساتئ او په نورو ژبو يې ونه ځپئ!.
پښتو ،پاکول....
chaparharay
14.03.2011
السلام علیکم
پتوال صیب ښه چاری!
وروره تاسی لیکلی چی اعنی هغه څوک کاروی چی دوبۍ ته مزدورۍ ته تللی وی او هلته یی اعنی یاده کړی ده !
نو وروره که په ماشی نو زه خو له افغانستان ،پاکستان او مالیزیا نه بغیر بل ځای ته نه یم تلی او نه می بل ځای کی مزدوری کړی خو دا ستاسی خبره کی لږ تکبر وینم او هغه داسی چی که کوم افغان وروردی کوم ځای ته مزدوۍ ته ځی نو بیا ستاسی د خندا وګرځی ولی دا مزدوی به دومره بد کار وی چی اوس ورپسی په فورم کی هم خاندی او ریشخند پری وهی ؟
او چی بیچارګان مزدوری ونکړی نو بیا سوال وکړی که کوم بل داسی عمل وکړی چی د شرم کار وی ؟
اوپاتی شوه د اعنی خبره نو دومره لویه خبره نده چی دومره اوږد بحث پری وکړۍ!
او بیا که ارو مرو د عربی ژبی سره مو ډزی وی نو خپل ویونه او ګړونه ورته په پښتو کی پیدا کړی او خپله ژبه د عربی د کلیماتو نه پاکه کړی مونږټول پدی درسره خوښ یو سر د سبا نه تاسی دا ټول کلیمات چی د عربی دی له پښتو څخه وباسی او مونږ ته سوچه پښتو وړاندی کړی اول زه در سره موافق یم او نوره به هغه ستاسی جوړه کړی پاکه او سوچه پښتو وایم او که نشی کولای نو بیا دی ته هم دومره بد مه ګوره !
که پښتو کی کوم بدیل یی وی نو هغه ویل به ښه وی او شته هم دی که تاسی ته نه وی یاد نو بیا چپرهاری حاضر دی چی ددی پر ځای درته پښتو کلیمات را پیدا کړی ،جوړ نه زاړه کلمات چی تاسی پری نه پوهیږی او یا نه ګړیږی خو پښتو وی لکه د یعنی پر ځای [زه وایم ،ته وای ،هغه وای ]چی پښتو ده خو تاسی یی نه کاروی اوبیا چی تاسی وای چی عربی ع څوک نشی ادا کولی نو بیا ولی په هره جمله کی تعمیمول کاروی دا اوس په ادا کی سخت دی که اعنی ؟خو بس هسی دا انتقاد او بل ته ګوته نیول در ته خوند درکوی تاسی کولی شی چی نور د اعنی او یعنی پر ځای زه وایم ته وای ولیکی او د تعمیمولو په ځای کوم بله کلمه راپیدا کړی دا تعمیمول یواځی دا نه چی پښتو نده په ژبه هم درنه ادا کیږی دی نه هم تیر شی!
ستاسی د پښتو څپ وهلو او پاکولو په هیله!
و.افغان
14.03.2011
محترمو وروڼو
السلام عليکم.
د پتوال صاحب خبرې پر خپل ځای.
مګر دا ځينې وروڼه ځينې عربي کلمات د تنوع په خاطر، يا د عربو خبره د تلطيف الجو
لپاره، يا کله هم د خپلې اوسېدنې د چاپېريال څخه د تأثير په وجه کاروي، لکه څنګه
چې ځينې نور بيا د همدغو اړستونو له وجهې انګريزي، فرنسي، او الماني کلمې کاروي.
اوس به پتوال صاحب وايي چې دا تنوع يې څه معنا؟
او دا تلطيف الجو يې څه ته وايي؟؟
په درنښت
larghonay laraway
15.03.2011
السلام عليکم!
ما مخکې هم ليکلي وو چې څوک (اعني) ليکي او غواړي چې په پښتو ژبه کې د عربۍ هر لغت د عربي په ګرامر کې وليکي نو مهرباني دې وکړي او د (اعني) د بشپړ ګردان لپاره دې د بېلګې په توګه يوه يوه پښتو جمله وليکي.
زه پوهېږم چې په دې کار سره به له پښتو ژبې څخه هغه د چا خبره د خان ګل خولۍ جوړه شي او دا کار ناشونی دی.
ولې ښاغلي پتوال زما هدف روښانه کړی او دايې په ډاګه کړې چې په پښتو کې د (يعنې) کارول په ټولو حالتونو کې غايب ده نو ځکه يې د نور ګردان بېلګې سمې نه راځي او د ټولو پر ځای (يعنې) کفايت کوي.
ما بله خبره دا کړې وه چې که څوک غواړي په پښتو کې د نورو ژبو لغتونه د اړوندو ژبو له ګرامر سره سم وليکي نو يو پښتو پوه ته اړينه ده چې د ټولو هغو ژبو ګرامر زده کړي چې لغتونه يې په پښتو ژبه کې کارېږي چې دا يوه ناشونې مفکوره ده.
د بېلګې په توګه: مونږ په پښتو کې يو شمېر عربي او انګريزي لغتونه کاروو نو جمع يې هم بايد په پښتو وليکو او حتی په عربي کې تثنيه هم شته چې مونږ يې بايد په پښتو کې ورته پيدا کړو. په داسې حال کې چې دا له امکانه ډېره ليرې خبره ده لکه:
قلم: اقلام
کتاب: کتب
موټر : موټرز
کمپيوټر : کمپيوټرز
او ...
نو راځئ چې په اعني او تعني سره له پښتو ژبې نه د خان ګل خولۍ جوړه نه کړو. که دا نوښت يا د شيخ الحديث وهاج افغان صيب خبره تنوع وي او که تلفيف وي نو چې ترې تېر شو ښه خبره ده. که څه هم دژبو تر منځ ډېر ګرامري مشترکات شته خو په بشپړه توګه يوه ژبه د بلې په قالب کې هيڅکله هم نه شو اچولی.
په همدې ترتيب زمونږ هغه وروڼه چې په عربي، ارپايي، امريکايي او يا نورو هيوادونو کې مزدوري يا زده کړه کړې او د هغوی ژبه يې زده کړې، بايد د هغوی د ژبې ټيکه داران نشي چې يا به د هغوی له ګرامر سره سم لغتونه کاروو او يا به خامخا د هغوی د ژبې لغتونه له ژبې ليرې کوو!
اوس درته په همدې اړوند د داسې بې ځايه هڅو يوه ټوکه کوم:
وايي د يو قاري لنګوټي اور اخيستی ؤ نو شاګرد يې چې د تجويد زده کړه يې کوله غوښتل يې چې په لنګوټي کې (غنه) ادا کړي نو قاري ته يې ويلي وو: قاري صيب لنننننننننننګوټی وسوزيد. ده چې تر څو د لنګوټي په (ن) کې غنه کوله نو هغه لولپه شوی ؤ
پتوال
15.03.2011
وهاج افغان صيب نور څه وايم خو دا [color=white:b548e9ddf5]اړستون [/color:b548e9ddf5]دې زبردست ويونی موندلی، خو بيا هم بې [color=yellow:b548e9ddf5]خو[/color:b548e9ddf5] او بې ستونزو نه دی :
ريښه، آهنګ، لنډوالی او ښکلا يې ټول ښه او په تول پوره دي او له دې پلوه هېڅ سونزه نه لري، خو ستونزه يې په ګرامري اشتقاق يا هم په نحوه کې ده :
تون د پښتو د اسم ظرف وروستاړی دی ، اړستون د اسم ظرف په وزن هم دی، خو هغه معنی چې تاسو يې پرې څرګندول غواړئ هغه د اسم ظرف نه ده،
زما په ګمان تاسو د مجبوريتونو له پاره د اړستونو ويونی کارولی ، حال داچې که ډېره توره وکړي نو اړستون به د[color=red:b548e9ddf5] مجبوريت ځای [/color:b548e9ddf5] ته وکارولی شو، نه مجبوريت ته .
ډېره توره ورته ځکه وايم چې د[color=white:b548e9ddf5] اړ[/color:b548e9ddf5] او تون سره يو ځای کول صرف اړتون رامنځته کوي نه اړستون، نو (س) پکې زيات ښکاري، زيات هو ، خو پردی نه ښکاري ، ځکه تاسو به هم واياست
چې په مړستون کې هم (س) همدغسې زيات دی ولې ولسي مروج پښتو لغت دی . دا منم، خو هغه هم راته استثنا يا بې قاعده کلمه ښکاري ، په هر صورت رواج شوې ولسي اصطلاح ده، ښايي
په نيولوژي کې د بې قاعده نومونو جوړول ډير موجه نه وي او که وي ستاسو دغه
ښکلی نوښت به يې لومړنۍ بېلګه وي ، که څنګه ؟
او د چپرهاري صيب نظر ته درناوی کوم او تر بلې ليکنې ټول په لوی الله سپارم !
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته!
و.افغان
15.03.2011
محترم پتوال صاحب:
اړستونو څخه مې مقصد مجبوريتونه نه دی.
بلکه د اړست جمعه مې موخه وه، يعنې: علت. علتونه.
اوس په کې څه وايې؟
په درنښت
[quote:42f8813b71="پتوال"]وهاج افغان صيب نور څه وايم خو دا [color=white:42f8813b71]اړستون [/color:42f8813b71]دې زبردست ويونی موندلی، خو بيا هم بې [color=yellow:42f8813b71]خو[/color:42f8813b71] او بې ستونزو نه دی :
ريښه، آهنګ، لنډوالی او ښکلا يې ټول ښه او په تول پوره دي او له دې پلوه هېڅ سونزه نه لري، خو ستونزه يې په ګرامري اشتقاق يا هم په نحوه کې ده :
تون د پښتو د اسم ظرف وروستاړی دی ، اړستون د اسم ظرف په وزن هم دی، خو هغه معنی چې تاسو يې پرې څرګندول غواړئ هغه د اسم ظرف نه ده،
زما په ګمان تاسو د مجبوريتونو له پاره د اړستونو ويونی کارولی ، حال داچې که ډېره توره وکړي نو اړستون به د[color=red:42f8813b71] مجبوريت ځای [/color:42f8813b71] ته وکارولی شو، نه مجبوريت ته .
ډېره توره ورته ځکه وايم چې د[color=white:42f8813b71] اړ[/color:42f8813b71] او تون سره يو ځای کول صرف اړتون رامنځته کوي نه اړستون، نو (س) پکې زيات ښکاري، زيات هو ، خو پردی نه ښکاري ، ځکه تاسو به هم واياست
چې په مړستون کې هم (س) همدغسې زيات دی ولې ولسي مروج پښتو لغت دی . دا منم، خو هغه هم راته استثنا يا بې قاعده کلمه ښکاري ، په هر صورت رواج شوې ولسي اصطلاح ده، ښايي
په نيولوژي کې د بې قاعده نومونو جوړول ډير موجه نه وي او که وي ستاسو دغه
ښکلی نوښت به يې لومړنۍ بېلګه وي ، که څنګه ؟
او د چپرهاري صيب نظر ته درناوی کوم او تر بلې ليکنې ټول په لوی الله سپارم !
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته![/quote:42f8813b71]
پتوال
15.03.2011
[quote:69c298fbce]وهاج افغان"]محترم پتوال صاحب:
اړستونو څخه مې مقصد مجبوريتونه نه دی.
بلکه د اړست جمعه مې موخه وه، يعنې: علت. علتونه.
اوس په کې څه وايې؟
په درنښت[/quote:69c298fbce]
دروند او منلی وهاج افغان صاحب ، په دې کې هېڅ نشم ويلی، همدومره چې آيا ستاسې کيبورد د (ټ) توری نه لري که څنګه مو دلته هم د اړسټ پر ځای اړست او
اړسټونو پر ځای اړستونه ليکلی ، که نه په پوهاوي کې به زما ددومره لويې نيمګړتيا اړسټ نه وای ګرځېدلای ، او که بياهم ستاسې مطلب اړست وي
نه اړسټ ؟ نو رښتيا رښتيا او دروغ دروغ زه د (ست ) په نامه کوم بل ويونی نه پيژنم او يواځې د ت په فتحه چاته د ميلمستيا سَت کول پېژنم . والسلام
و.افغان
16.03.2011
محترم پتوال صاحب:
رښتيا رښتيا او دروغ دروغ، دغه د اړست کلمه مې له تاسو ياده کړې، دا چې ټ ته مې
کړۍ نه ده اچولې؛ نو په خطا يې وشمېرئ.
نور به داسې ليکم:
اړسټ په معنا د علت.
اړسټونه = علتونه.
داسې خو به صحي وي کنه؟
په درنښت
[quote:1a6ee66547="پتوال"][quote:1a6ee66547]وهاج افغان"]محترم پتوال صاحب:
اړستونو څخه مې مقصد مجبوريتونه نه دی.
بلکه د اړست جمعه مې موخه وه، يعنې: علت. علتونه.
اوس په کې څه وايې؟
په درنښت[/quote:1a6ee66547]
دروند او منلی وهاج افغان صاحب ، په دې کې هېڅ نشم ويلی، همدومره چې آيا ستاسې کيبورد د (ټ) توری نه لري که څنګه مو دلته هم د اړسټ پر ځای اړست او
اړسټونو پر ځای اړستونه ليکلی ، که نه په پوهاوي کې به زما ددومره لويې نيمګړتيا اړسټ نه وای ګرځېدلای ، او که بياهم ستاسې مطلب اړست وي
نه اړسټ ؟ نو رښتيا رښتيا او دروغ دروغ زه د (ست ) په نامه کوم بل ويونی نه پيژنم او يواځې د ت په فتحه چاته د ميلمستيا سَت کول پېژنم . والسلام[/quote:1a6ee66547]
larghonay laraway
16.03.2011
سلامونه!
پتوال صيب مړستون هم ليکوالانو په ناسمه توګه اخيستی او نه يې پېژني ځکه چې مړستون د پکتيا د ځاځيو خلک د مړي هغو جامو ته وايي چې په تمبه ترې کښل شوې وي خو ليکوالو داسې فکر کړی چې دوی ګنې مړستون هديرې (حضيرې) ته وايي. په هر حال د محترم وهاج افغان صيب اړستون د (اړ) څخه اخيستی او يو نوی ترکيب دی خو نه پوهېږم چې څوک به يې ورسره ومني او کنه؟
ځکه مونږ د (اړ) ويی لرو چې د مجبور پر ځای يې کاروو او (اړتيا) د مجبوريت ته وايي.
مننه
پتوال
22.03.2011
بالکل قدرمنه وهاج صيب ، اړسټ ما کارولی ، خو لاروی صيب لا خبر نه دی چې دلته اړستون تاسې نه دی کارولی او صرف زما ناسم پوهاوی و.
د اړسټ د معنی له مخې بد نه نه بولم خو تلفظ او آهنګ يې د ( ړ) او (ټ) د٥٠٪ ګڼوالي له کبله
صاف روان نه او يوڅه ستونزمن بريښي، په الماني ژبه کې Sache شي او ur = آر، اصل يا لومړي ته وايي ، ددواړو له يو ځای کولو
څخه يې Ursache يعنې اصل شی يا لومړنی شی د علت په معنی کاروي . نو که مونږ د اور( Ur) په کټ مټ معنی آر، چې په تلفظ کې هم
ډير ورته دی د شي په ځای له تل سره يوځای کړو او د آرتل په بڼه يې د علت له پاره وکاروو دالماني ژبې به مو هم يو ښه او سوچه ،
آسانه پښتو ويونی د علت له پاره موندلی وي . آرتل او آرتلونه به = علت او علتونه شي . ولې منل او ردول يې بيا په تاسو او نورو
ليکوالانو پورې اړه لري . نور نو نېکې هيلې او سلامونه !
عنوان
tandar
23.03.2011
پتوال صاحب سلامونه .
ددې لاندې پوښتنې مو هيچا ځواب نه دې در کړې زه ې له خپل نظره ځوابوم چه هو هم داسې ده٠
[color=darkblue:8da1c9567b]ايران او پاکستان د usa او انګليس نږدې ، پټ او ښکاره دوستان دي . دوی ټول
دخپلو لاسپوڅو په شمول د افغانستان دوښمنان دي . آيا همداسې نده ؟؟؟؟؟[/color:8da1c9567b]
د اړخونو، علتونو ، داصلې منبع ، سر چشمې ،تهداب ديوې موضوع او عامل يعنې Ursache نه چه د ستاسو په پورتنې پوښتنه که چيرې تبصيرې شوې وې نو زما غوندې خلکو دذهنونو روښانولو ته شايد ډير ګټور تمام شوې وې چه زمونږ دوست او دشمن څوک دې ؟
مننه
larghonay laraway
26.03.2011
سلامونه!
پتوال صيب د علت پر ځای آرتل ښه وړانديز دی ځکه چې الماني دی او له پښتو سره زړې ريښې هم لري. خو دا چې علت اوس په پښتو کې دومره مشهور شوی چې خلکو ښه پېژندلی دی نو که علت همداسې علت پرېږدو او هيڅ درمل يې ونه کړو څه کېږي؟
بله دا چې په پښتو کې (مد) هم نشته او په ادا کولو يې هم نه پوهېږو چې څومره يې وغرځوو!
مننه