د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
دوطن مينه
Farhad zaheer
08.06.2004
دوطن مينه
ښکلايې ټوله د چمــن وړې ده
چاچې په بادپسې لمن وړې ده
چې دتوپان په هر کلــــــــي وتلي
له بوســــو ډکه يې څرمن وړې ده
اوس يې زرې را ټــــــولولی نه شم
غم چې زمـــا به سر ميچن وړې ده
دادعـــــــــــــــــــــــمرونو خزانه وه زما
چې په تــــــــاړاک رانه چا نن وړې ده
ما رابـــــــــــــــــــــــــللی وکه خپله راغی
ټوله هـــستۍ مې چې دښمن وړې ده
د ســـــــــــــرتير مړی به هم دا وايي چې
ګور ته مې ميـــــــــــــــــنه د وطن وړې ده.
عبدالوهاب سرتير