د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتني ټولنه او د نجونو تعلیم

طالب ISI
12.02.2011

د لوی څښتن تعالی په نامه

د فارم دغه برخه کې غواړم چې یوه ټولنیزه موضوع د بحث موضوع وګرځوم، هغه د نجونو د تعلیم ده، په زیاتر پښتنو سیمو کې والدین خپلې لورانې ښونځې ته نه پریږدي، ولې ؟ دوی له څه ویره لري؟

دا ښکاره خبره ده چې هره مور او هر پلار غواړي ، ماشومان یې له دینې او دنیوي علومو خبر وي، خو بیا کوم عوامل دي، چې دوی نه غواړي، خپل ماشومان ښونځیو ته واستوي.

البته د هجرت شرایطو کې حتی په کمپونو کې هم د نجونو ښونځې او پوهنتونونه وو، خلکو هم څه مشکل نه ورسره درلود، خپله علماو هم تدریس پکې کاوه.

خو بیا د افغانستان له ښارونو وتلې ځایونو کې والدین خپل ماشومان ښونځیو ته نه پریږدي، یو علت یې کیدای شي، د کلې له لوچکانو ویره وي، تر څو ددوی لورانو ته کوم ضرر ونه رسوي،خو که کلئ فیصله وکړي، بیا خو د یو څو لوچکانو چاره ښه کولای شي.
طالبانو خپل وقت کې د نجونو تعلیم بند کړی وو، خو اوس په ښارونو کې چندان کار نه پري لري، خو داسې ښکاري چې کلیو کې اجازه نه ورکوي.
دوی کافې اسلامې اسناد هم پدې هکله نه لري.
د نجونو په هکله د طالبانو د یوه نماینده وینا، په امریکا کې:
http://www.youtube.com/watch?v=FVFQu4_sJxI
دی وایې مونږ یې په ضد نه یو خو په عمل کې ددوی وقت کې د نجونو یو ښونځئ هم نه وو.

د صوات طالبانو خو نه پوهیږ چې په قرآن او بخاري عمل کوي، او که د کوم پیر په وینانو، ځکه ددوی پالیسي خو بیخي د اسلام شرمول دي
ویډیو وګورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=-ZGXzr6psB4

البته ځیې وروڼه شاید ووایې چې بې له ضرورته وتل جایز نه، دي، زما په اند نارینه هم چې بې له ضرورته بیرون ته وځې ښه نه کوي، هغه وقت د له خپلو بچو او ماشومانو سره تیر کړي، خو تعلیم بیا تر ټولو لوی حاجت او ضرورت دی.

یوه پيغله نه شي کولای چې په هر ورځ جومات ته لاړه شي،او له ملا درس زده کړي، خو ښونځي ته په شوق سره ځې، او له اسلامي علومو سره ، عصري علوم چې هغه هم ټول د الله پاک د نظام او مخلوقاتو د څرنګوالي په هکله دي، زده کوي.نو ځکه زه نه پوهیږم چې د دنیوي کلمه استعمالول به ورته ښه کار وي، که نه.
په هر صورت دا چې یوه نجلئ د دین او دنیا څخه خبره نه وي، او له خپلې انا څخه یې سم او ناسم مونځ زده کړی وي، دا ښه کار دی،او که له هر څه څخه خبره نجلئ.

البته په عربې نړی، مصر، فلسطین کې دغه موضوع حل ده، خو یواځې د پښتنو او پاکستانیانو ځینو سیمو کې تر اوسه ده مشکل شته.

په غیر پښتني سیمو کې یې اوس د لوړ سن ، بې سواده سړو او ښځو تعلیم ته هم پيل کړی.
http://www.youtube.com/watch?v=NnWo63RLmLA

پدغه ویډیو کې بیا یو څو پښتنې خورکۍ ګورو چې یوه تعلیمي پروګرام کې برخه لري.
http://www.youtube.com/watch?v=mpu58EOyuAo

هیله ده وروڼه په دغه هغه لارو او چارو لیکنې وکړي،تر څو د نجونو د ښونځیو د نه تګ علتونه ښکاره او د حل لار ورته ولټول شي.


عنوان

chaparharay
12.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
شهیر صاحب ستاسی په طالبانو اعتراض دی یا مو دطالبانو ډانډس کول
مقصد دی چی خبره دافغانستان کوی او سوات ته پکی په چکر لاړی
او که رښتیا هم دنجونو دتعلیم خبره ده ؟که دطالبانو سره مو ناندری وی
او ټکوی یی نو کوم بل څوک چی رښتونی طالب وی ځواب درکړی مونږ
خو ورسره همغږی یو همدرد یو خو نمایندګی یی نشو کولی کوم بل
ملګری به یی ځواب درکړی او که د نجونو دتعلیم موضوع وی نو دا
دطالبانو خبره دی بی ځایه ده دا ستاحق نه وو البتة روسته په تبصیره
کی تاسی یا بل چا یادونه کولای شوه تاسی خو موضوع دپیل سره
په طالب شروع کړی چی مقصد مو دنجونو تعلیم نه بلکی طالبان
داړل ښکاری که داسی وی نو همدا لیکنه دموضوع پای وګڼه او که نه
په رښتیا سره هم دنجونو تعلیم موضوع وی نو ډیره ښه موضوع ده
اوباید په تاید کی یی ځښتی ډیری لیکنی وشی خاصکر ترغیبی
او اصلاحی لیکنی .
مننه


bette
15.02.2011

ګډونوال دی نه خپه کیږی زموږ پوهان اولیکوالان وروڼه هم له رغنده
او سم بحث نه د داړلو او شکنځلو ټکو ته ډیر متوجه وی دشهیر صیب
په بحث کی ډیره مهمه موضوع تربحث لاندی نیول شوی ده راځئ ددی
موضوع اهمیت ته په نطر سره په پشتنوکی دنخونو دزده کړی پرموضوع
رغنده بحث پرمخ بوځو او دطالبانو خبره دلته مطرح نکړو

ستاسو بیټ


عنوان

chaparharay
16.02.2011

دعلم حاصلول هرانسان ته اوبیا خاصکر مسلمان ته ډیر ضروی دی او په مونږه
اوتاسی لازم دی خپل اولاد ته دعلم په کالیو خایسته کړو اودعلم په خوږو یی ونازو
صحابه کرامو رضی الله عنهم به هم خپلو اولادونوته علم ورښوده رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تردی اندازی دعلم په خپرولو کی وو چی کفار یی په جنګ
کی بندیان ونیول نو دهرکس په سریی ۱۰لس لس زده کونکی ورکړل چی دوی ته
خط (کتابت)وروښای نوتاسی به ازاد شی اوبیا همداسی وشول .
یو څه احدیث هم شته خوهغه ضعیف دی او دلته یی نشو راوړای لکه د(العلم فریضة علی کل مسلم ) ضعیف دی اوپه سند کی یی عثمان نومی راوی مجهول
دی اویو بل راوی هم پکی ضعیف دی چی په روایت یی حجت نشی نیول کیدی.
خو المهم علم یوډیر ضروری کاردی اوبیا په نننۍ نړی کی خوډیر ضروری دی خو مشکل په نجونوکی دی نو څنګه چی هلکان دی دارنګ په نجونوهم تعلیم اوبیا خاصکر دینی تعلم ډیر ضرور دی چی ترڅو دخپلو حقوقو برسیره دنورو حقوق هم وپیژنی او خپلو اولادونو ته ښه تربیه ورکړی اکثر سړی په کور کی نه وی او دخپل کارونو پسی ورک وی نو چی ښځی تعلیم یاد وی نو خپلو بچوته ښه تربیه ورکولی شی ترڅو ټولنی ته یو ښه انسان وړاندی کړی .
نوربیا


عنوان

chaparharay
16.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
بیټ صاحب هڅ څوک ستاسی په ښو خبرو نه خفه کیږی ښه غوښتنه مو کړی
مونږ هم دا وایو چی دا یوه مهمه موضوع ده اوباید ښی ډیری لیکنی پری وشی
او بیا لږترلږه داګډون والو په کورکی که دا ستونځه وی باید ورحل یی کړی
او خپلی لوڼی پدی ننی دور کی بی تعلیمه پری نږدی که دچا هرقسم تعلیم خوښ
وی خو چی تعلیم وی که دچا دمکتب دتعلیم سره دشرایطوپه نظرکی نیولو سره
جوړه نه وی نودینی تعلیم دی پری وکړی خو بی تعلیمه دی یی نه پریږدی.
او مونږ هم دا وایو چی دی موضوع کی باید له سیاسی خبرو پرهیز وشی او یوا
ځی په اړوند موضوع وغږیږو که پدی کی چیری کرزیان وستایو اوطالبان وغندو
نو بیا به دا اصل موضوع پاتی شی او ایله به دیو سپکه اودبل درنه وایو نو ښه
به داوی چی هره موضوع په خپل ځای کی وڅیړل شی .
په درناوی


پتوال
16.02.2011

ورونو ستاسې ليکنې چاته مخاطب دي، پي سواده که با سواده پښتنو ته ؟
که بې سوادو ته متوجه وي نو هغوی ستاسو له ليکنو څه خبريږي ؟
که باسوادو ته او نيم سوادو ته نو ، نو پوښتنه داده چې نيم سوادو (طالبانو) ته ؟ که باسوادو ته ، که باسوادو ته متوجه وي ګوډاګي
حکومت ته که نورو باسواده افغانانو ته ؟ که نورو افغانانو ته متوجه وي ددې ثبوت لرئ چې دوی خپلې لوڼې ښونځيو ته پخپله نه پريږدي ؟؟؟؟؟؟
داسې ښکاري چې ښونځيو ته د نجونو د ليږلو او نه ليږلو پړه او مسوليت دواړه يواځې د حکومتي بآسوادو او طالبي نيمسوادو په غاړه دی ! نو دا خبره کورټ غلطه ده چې دغه دوه مقابلې ډلې له منځه وباسو او بيا هم ښونځيو ته د نجونو په نه ليږلو او ليږلو وغږيږو !
که چيرې حکومت نجونو ته د شونځيو په جوړولو کې پاتې راغلی وي نو بايد لومړی تنقيد پر حکومت وشي او که حکومت ښونځي جوړوي او نور يې سوځوي يا نجونې ښونځيو ته نه پريږدي که هغه طالب وي او که هر څوک بآيد وغندل شي ، خو دا هم ثابته ده چې د طالبانو د تسلط په سيمو کې له ښونځيو څخه د نجونو محرومېدل د حکومت يا کومې دريمې ډلې کار نه دی او مسوليت يې له پړې سره په بشپړ ډول د طالبانو په غاړه دی !
طالبان ولې خپلې لوڼې او خويندې ښونځيو ته نه استوي (؟) ، که يې نه استوي او دا خو معلومه ده چې نه يې استوي ، نو څنګه به
د نورو خويندې او لوڼي شونځيو ته پرېږدي ، که يې استوي په نورو يې ولې نه لوروي او ښونځيو ته يې نه ليږي ؟؟؟؟؟
په وروستيو وختو کې دا هم اورېدل کيږي چې اوس طالبان هم نجونې له ښونځيو څخه نه منع کوي ، دا خو دا هم رسوي چې تر اوسه يې
ښه په کلکه منع کولې ، او که نه ؟
داچې اوس يې هم پريږدي بيا يې هم کور ودان ، تېروتنه چې هر وخت اصلاح شي يو ارزښت لري ! تعليم او تحصيل بايد د هلکانو سره په مساوي توګه
د نجونو مساوي حق وبولي او دغه تګ لاره په نورو برخو کې هم يو پُل کړي ، ښځې او نارينه د قانون په وړاندې د مساوي حقونو خاوندان وبولي
او طالبان پخپله هم د افغانستان په سياسي مسوليتونو او صلاحيتونو کې دملت په ګټه برخه واخلي :
١ - په دې شرط چې د بهرنيان د بشپړ وتلو نېټه اعلام کړي
٢- په دې شرط چې دولت ملي آزادي او خپلواکي ولري
٣- په دې شرط چې آزاد اسلامي دولت اعلام کړي
٤- په دې شرط د آزاد ولسواک دولت اعلام او ومنل شي
په کوم کې چې ولسواکي صرف د آزادو سياسي ګوندونو ، آزادو مطبوعاتو ، د فکر او بيان د آزادۍ او آزادو انتخاباتود لرلو څخه عبارت وي
او بس ، او نور نو ليبراليزم او غربي آزادۍ په کې نه وي !

[color=blue:be68d192bb]دغسې يو دولت ته د افغانانو آزاد ملي اسلامي ولسواک دولت وايي چې کولی شي دايمي سوله، پرمختګ او سوکالي تضمين کړي ! [/color:be68d192bb]

ددغسې يو دولت منلو ته هېڅ يوه ډله چې د بهر سره پټ يا ښکاره تړاو لري نشي چمتو کيدای ، نه د طالبانو رهبري، نه جهادي تنظيمونه،
نه کمونستان ، نه غربزده دموکراتان،خو ددوی هغه صفوف چې د چا په وينو يې لاسونه نه دي سرۀ، ټول يې منلی او په جوړولو کې يې
فعالانه ونډه اخيستلای شي ، په دې شرط چې خپل يو اړخيزتوب له لاسه ورکړي او ټول يو بل ته سره د افغاني او اسلامي ورورۍ لاسونه ورکړي !
او دا کار ډير سخت او ناممکن کار نه دی ، صرف خود ګذري او د وطن له پاره خدمت او اخلاصمنه مبارزه غواړي . په دغسې يو بهير کې
د نجونو ، ښځو ، ځوانانو، بې وزلو او مظلومانو ټولو حقوق خوندي کېدای
او تضمين کېدای شي ، پې له دې چې په ټوله کې
د اسلام له احکامو او موازينوڅخه جزي ترين انحراف رامنځته شي [color=blue:be68d192bb] انشا الله ، ومن الله التوفيق ![/color:be68d192bb]


bette
17.02.2011

دنجونو تالیم ډیر ضروری دی
خوپه ځینی سرټمبه پښتنویی ولاکه ومنئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more