ټولنه او ټولنپوهنه
علامه ابن خلدون دټولنیزوعلومونوښتګر(درېيمه برخه)
مومن مهاجر
17.01.2011
علامه ابن خلدون داجتماعي علومونوښتګر
په بشري اوفکري علوموکي مسلمانانوڅرګنداووتلی رودل درلود،دوئ دشرعي اوادبي علوموترڅنګ داسي علوم هم پنځولي چي له انساني ټولنې سره تړاولري .
دټولنیزعلم تعریف :
داجتماعي علوموډېری قاموسونه ټولنیزعلم داسي تعریفوي :
دوخت اوځای له غوښتنوسره سم هغه تشریحي ښوونه ده چي په وسیله یې داسي ضوابط رامنځ ته شي چي انساني ټولنې یې په خپل پرمختګ اوبدلون کي مني .
دټولنیزعلم دبحث موضوع :
ټولنپوهان ددې علم له موضوع څخه په هغوټولنیزومظاهروتعبیرکوي چي په یوځای کي دخلکودغونډېدو،له یوبل سره دتعامل،دخپل منځي اړیکواوګډکولتورپه پایله کي رامنځ ته شوي وي،په داسي ډول چي خلک دخپلواندونوپه تعبیرکي پرمعلومواسلوبو اتفاق وکړي،لکه په معلوموارزښتونو،معلومواقتصادي اسلوبو،حکم،اخلاقواونوروکي چي سره یوشي .
اجتماعي مظاهرددوویاډېروکسانوپه تعامل اواجتماعي روابطوپه ټینګولوپیداکېږي، ترڅه وخته چي دااړیکې دوام لري نوټولنیزې ډلې جوړېږي اوهمداډلې هغه اساسي موارددي چي ټولنیزعلم یې تربحث لاندي نیسي .
دلته یوه بله اساسي موضوع هم شته چي ټولنیزعلم له هغه هم بحث کوي اوپه ټولنیزوچارو کي څرګندېږي هغه خپل منځي مرسته،سیالي،ګډکار،طبقاتي ترتبیب اوټولنیزغورځنګونه دي .همدارازټولنیزعلوم پرکولتوري جوړښت اوټولنیزترکیب هم ږغېږي ددې ترڅنګ کله دټولنیزنظم یعني داجتماعي سلوک مقرراصول اوقوانین هم دبحث موضوع ګرزي خوپه دې منځ کي شخصي چال چلندچي دکولتورجوړولولامل دی هم له پامه نه دی غورځول شوی .
ابن خلدون دټولنیزوعلوموبنسټګر:
سره له دې چي ټولنیزه مفکوره دانسان په شان لرغونې ده،مګرانساني ټولنه ترډېره وخته دعلمي تحقیق موضوع نه وه . په لومړي ځل چي چادافن رامنځ ته کړ،دهغه دبحث موضوع يې له نوروبېله کړه،بنسټ يې کېښوداوپه دې لاره کي یې نوښت وکړهغه مسلمان پوهاند علامه ابن خلدون دی .
ده په څرګندوټکوویلي چي داسي علم یې کشف کړی چي اولنیوپري خبرې نه دي کړې دی وايي : داځانته بېل فن دی،ځکه چي ځانګړې موضوع لري چي بشري وداني اوانساني ټولنه ده . اومسائل هم لري چي هغه یوپه بل پسي دذتي احوالو اوعوارضوراتلل دي همدادهرهغه فن عقلي وي که وضعي امتیازات دي چي له امله یې هغه دبېل فن حیثیت خپل کړي .
دی همدارازوايي : بایدپوه شئ چي په دې اړه خبري کول نوي پنځونه ده،نوی انکشاف دی زه پري بحث کوم اوورداخلېږم ګواکي داپه لومړي ځل راپیداشوی فن دی . قسم په هغه الله چي ماته یې عمرراکړی!ماپه دې اړه دهیچاکلام اوبحث نه دی موندلی!نه پوهېږم چي دوئ پرې خبرنه وو؟ مګرپردوئ داسي ګومانه کوو؟اویاکېدای شي دوئ په دې اړه خبرې کړي وي اوموضوع یې ښه څېړلي وي خوموږته نه وي رارسېدلي .
ده یوازي ددې علم پرکشف بسنه نه ده کړې بلکي لوستونکي یې دهغه څه بشپړولوته رابللي چي له ده نیمګړي پاتي شوي . دی وايي : کېدای شي هغه څوک چي ترموږوروسته راځي الله جل جلاله به لانوردقیق فکراوښه پوهه ورکړي چي په مټ به یې زموږترلیکنې ښه تحقیق کولای شي،ځکه پرمؤسس یابنسټګردفن دټولومسائلوبیان لازم نه دی بلکي دهغه مسؤلیت یوازي دفن دموضوع تعین،دڅپرکوبېلول اودهغه څه تعین دی چي بحث پرې کېږي،خومتأخرین وروسته وروورومسائل ورسره پیوستوي تردې چي دتکمیل پړاوته يې ورسوي .
پردې سربیره ده په خپله مقدمه کي دمعاصروټولنیزوعلومودفروعواوومه برخه په پوره وضاحت بیان کړې ده .
سره له دې چي ابن خلدون په حقیقي ډول دارزښتمن فن کشف کړی اووتلي ټولنپوه جمبلوفتش ويلي : موږبایدووایوچي دی تراوجست کونت بلکي ترهغه فیکون هم مخ ته دی چي ایټالیویان هڅه کوي دټولنیزعلم بنسټګريې کړي خوحقیقت دادی چي تردوئ وړاندي یومسلمان راغی ټولنیزمظاهریې په متوازن عقل تدریس کړل،په دې اړه ژورفکرونه رامنځ ته کړل اوده چي څه لیکلي هغه نن موږدټولنیزعلم په نوم یاددوو.
خوددې ټولوبرخلاف دټولنیزعلم تاریخ دبنسټګرپه توګه پرفرانسوټولنپوه کونت درېږي او په دې سره ددې فن حقیقي بنسټګرپټوي هغه څوک چي په خپل فکریې په ډېرصراحت دې علم ته لاره پیداکړه اوهغه یې کشف کړ
Re: علامه ابن خلدون دټولنیزوعلومونوښتګر(درېیمه برخه)
حذيفه
21.01.2011
[quote:72cd1d2fce="مومن مهاجر"]علامه ابن خلدون داجتماعي علومونوښتګر
په بشري اوفکري علوموکي مسلمانانوڅرګنداووتلی رودل درلود،دوئ دشرعي اوادبي علوموترڅنګ داسي علوم هم پنځولي چي له انساني ټولنې سره تړاولري .
دټولنیزعلم تعریف :
داجتماعي علوموډېری قاموسونه ټولنیزعلم داسي تعریفوي :
دوخت اوځای له غوښتنوسره سم هغه تشریحي ښوونه ده چي په وسیله یې داسي ضوابط رامنځ ته شي چي انساني ټولنې یې په خپل پرمختګ اوبدلون کي مني .
دټولنیزعلم دبحث موضوع :
ټولنپوهان ددې علم له موضوع څخه په هغوټولنیزومظاهروتعبیرکوي چي په یوځای کي دخلکودغونډېدو،له یوبل سره دتعامل،دخپل منځي اړیکواوګډکولتورپه پایله کي رامنځ ته شوي وي،په داسي ډول چي خلک دخپلواندونوپه تعبیرکي پرمعلومواسلوبو اتفاق وکړي،لکه په معلوموارزښتونو،معلومواقتصادي اسلوبو،حکم،اخلاقواونوروکي چي سره یوشي .
اجتماعي مظاهرددوویاډېروکسانوپه تعامل اواجتماعي روابطوپه ټینګولوپیداکېږي، ترڅه وخته چي دااړیکې دوام لري نوټولنیزې ډلې جوړېږي اوهمداډلې هغه اساسي موارددي چي ټولنیزعلم یې تربحث لاندي نیسي .
دلته یوه بله اساسي موضوع هم شته چي ټولنیزعلم له هغه هم بحث کوي اوپه ټولنیزوچارو کي څرګندېږي هغه خپل منځي مرسته،سیالي،ګډکار،طبقاتي ترتبیب اوټولنیزغورځنګونه دي .همدارازټولنیزعلوم پرکولتوري جوړښت اوټولنیزترکیب هم ږغېږي ددې ترڅنګ کله دټولنیزنظم یعني داجتماعي سلوک مقرراصول اوقوانین هم دبحث موضوع ګرزي خوپه دې منځ کي شخصي چال چلندچي دکولتورجوړولولامل دی هم له پامه نه دی غورځول شوی .
ابن خلدون دټولنیزوعلوموبنسټګر:
سره له دې چي ټولنیزه مفکوره دانسان په شان لرغونې ده،مګرانساني ټولنه ترډېره وخته دعلمي تحقیق موضوع نه وه . په لومړي ځل چي چادافن رامنځ ته کړ،دهغه دبحث موضوع يې له نوروبېله کړه،بنسټ يې کېښوداوپه دې لاره کي یې نوښت وکړهغه مسلمان پوهاند علامه ابن خلدون دی .
ده په څرګندوټکوویلي چي داسي علم یې کشف کړی چي اولنیوپري خبرې نه دي کړې دی وايي : داځانته بېل فن دی،ځکه چي ځانګړې موضوع لري چي بشري وداني اوانساني ټولنه ده . اومسائل هم لري چي هغه یوپه بل پسي دذتي احوالو اوعوارضوراتلل دي همدادهرهغه فن عقلي وي که وضعي امتیازات دي چي له امله یې هغه دبېل فن حیثیت خپل کړي .
دی همدارازوايي : بایدپوه شئ چي په دې اړه خبري کول نوي پنځونه ده،نوی انکشاف دی زه پري بحث کوم اوورداخلېږم ګواکي داپه لومړي ځل راپیداشوی فن دی . قسم په هغه الله چي ماته یې عمرراکړی!ماپه دې اړه دهیچاکلام اوبحث نه دی موندلی!نه پوهېږم چي دوئ پرې خبرنه وو؟ مګرپردوئ داسي ګومانه کوو؟اویاکېدای شي دوئ په دې اړه خبرې کړي وي اوموضوع یې ښه څېړلي وي خوموږته نه وي رارسېدلي .
ده یوازي ددې علم پرکشف بسنه نه ده کړې بلکي لوستونکي یې دهغه څه بشپړولوته رابللي چي له ده نیمګړي پاتي شوي . دی وايي : کېدای شي هغه څوک چي ترموږوروسته راځي الله جل جلاله به لانوردقیق فکراوښه پوهه ورکړي چي په مټ به یې زموږترلیکنې ښه تحقیق کولای شي،ځکه پرمؤسس یابنسټګردفن دټولومسائلوبیان لازم نه دی بلکي دهغه مسؤلیت یوازي دفن دموضوع تعین،دڅپرکوبېلول اودهغه څه تعین دی چي بحث پرې کېږي،خومتأخرین وروسته وروورومسائل ورسره پیوستوي تردې چي دتکمیل پړاوته يې ورسوي .
پردې سربیره ده په خپله مقدمه کي دمعاصروټولنیزوعلومودفروعواوومه برخه په پوره وضاحت بیان کړې ده .
سره له دې چي ابن خلدون په حقیقي ډول دارزښتمن فن کشف کړی اووتلي ټولنپوه جمبلوفتش ويلي : موږبایدووایوچي دی تراوجست کونت بلکي ترهغه فیکون هم مخ ته دی چي ایټالیویان هڅه کوي دټولنیزعلم بنسټګريې کړي خوحقیقت دادی چي تردوئ وړاندي یومسلمان راغی ټولنیزمظاهریې په متوازن عقل تدریس کړل،په دې اړه ژورفکرونه رامنځ ته کړل اوده چي څه لیکلي هغه نن موږدټولنیزعلم په نوم یاددوو.
خوددې ټولوبرخلاف دټولنیزعلم تاریخ دبنسټګرپه توګه پرفرانسوټولنپوه کونت درېږي او په دې سره ددې فن حقیقي بنسټګرپټوي هغه څوک چي په خپل فکریې په ډېرصراحت دې علم ته لاره پیداکړه اوهغه یې کشف کړ[/quote:72cd1d2fce]
Re: علامه ابن خلدون دټولنیزوعلومونوښتګر(درېیمه برخه)
حذيفه
21.01.2011
مایونظرورکړی ووبیرته مي حذف کړ]
Re: علامه ابن خلدون دټولنیزوعلومونوښتګر(درېیمه برخه)
مومن مهاجر
22.01.2011
انصاف داروکسانوشاهدي ورکړې چي اوګست کونت په خپلوډېرومفکورواونظریاتوکي دابن خلدون له مقدمې ګټه اخیستي ده .
علامه ابن خلدون دانساني تاریخ په لیکلوکي یوه انقلابي کرښه انځورکړې اودټولنیزعلم په بنسټ اېښودویې نړۍ وال دې لورته هڅولي دي،ځکه چي ده نوي اندونه رامنځ ته کړل بلکي داسي نوي اصول يې وضع کړل چي پرټولوبشري ټولنودپلي کېدووړدي،هغه داسي چي انسان حتماټولنیزژوندکوي،کله چي په ټولنه کي اوسي نوهرومروبه له پرګنوسره هستوګن وي اوکله چي له پرګنوسره هستوګن شوحتمابه پرځمکه اوسي نوددې لپاره چي ددې وګړویاقبائلو،یاپرګنواویادانساني ټولنې ترمنځ اړیکي دوام ومومي اوتوازن ولري، ځکه یې نوبایدیوواکمن اداره کړي،واکمن دقبېلي له مشره نیولي ترپاچاپورې هریوخپل ډولونه اواقسام لري،په دوئ کي هریوکولای شي هغه امکانات وکاروي چي همدې بشري ټولنې ورته چمتوکړي دي،داسي هم کېدای شي چي دټیټي کچي واکمن دموجودو امکاناتوپه سمه کارونه مطلق واکمن اویاپاچاشي کله چي پاچاشوکولای شي یودولت تشکیل کړي اوڅه وخت چي دابن خلدون له مرتبونظریوسره سم یودولت رامنځ ته شي نو پرهغه بیابېلابېل پړاونه راځي اوداهغه پړاونه دي چي په انساني ژوندکي یې عملي کېدل حقیقي وجودلري اوهردولت په یونه یوډول له همدغوپړاونوسره مخ کېږي . تردې ځایه مودټولنیزوعلوموپه اړه دعلامه ابن خلدون دافکارواونوښتونوڅوبېلګي نقل کړي ان شاء په راتلونکي کي به دده دژوندلیک په اړه هم لږسره وږغېږو.
پتوال
22.01.2011
تاسو يې د خلدون له خولې را انتقال کړئ ښه خبره ده، خو دا هر څه د افلاطون او ارستو له اثارو څخه اخيستل شوي، کوم چې له هسپانيې نيولو وروسته مسلمانانو وژباړل او اصلي ټاټوبو يونان او ايټا ليې ته يې هم انتقال کړل او دعيسوي کليسا او د مذهبي قدرت پر ضد د رنسانس درامنځته کېدلو سبب شول !
داچې ابن خلدون پرې ځان ناګاره ښودلی همدغه يې عربي (( کمال)) دی .
مومن مهاجر
22.01.2011
ښاغلی پتوال صاحب احترامات اونیک احساسات!
تاسولیکلي چي ابن خلدون دافلاطون له اثاروګټه اخیستي اوبیايې هغه ځان ته منسوب کړي،ددې ادعالپاره څه اسناداومدارک لرئ؟ ماچي څه لیکلي اونقل کړي هغه علامه ابن خلدون په خپله بې سارې مقدمه کي ذکرکړي اوهلته یې په لوړه ویلي چي په دې اړه مي دهیچاڅرګندوني اواثارنه دي لوستي کله چي یومسلمان په قسم سره یوه خبره وکړي نوبل مسلمان حق نه لري چي له کره شواهدواومدارکوپرته دهغه خبره دروغ اوبابیزه وګڼي . اوس داپرتالازمه ده چي ثابته کړې ایارښتیاابن خلدون په ټولنپوهنه کي دافلاطون اونورویوناني علومواثارلوستي وو،له هغويې ګټه اخیستي وه اوبیایې ځان دهغودبنسټګرپه توګه معرفي کړی وواوکه ته هسي له کوم مدرک اوسندپرته ږغېږې؟ مهرباني وکړه په دې اړه خپل ټول اسناداوشواهدوړاندي کړه!
پتوال
22.01.2011
مهاجر صيب عليکم [color=blue:06aa2456db]احترام [/color:06aa2456db] او نېک احساسات !
زما مطلب داو چې ابن خلدون اړونده معلومات د يوناني فيلسوفانو د آثارو له مطالعې څخه تر لاسه کړي، نۀ داچې هغه يې راکاپي کړي دي !
هر مؤلف نور اثار مطالعه کوي او ترې خپل کتاب تاليفوي . نو هغه څه چې د مطالعې په منابعو کې يې لوستلې وي د هغې علومو
بنسټګر نشي بلل کېدای، خو تاسو ليکلي چې ابن خلدون د ټولنيزو علومو بنسټګر، ځال داچې دا ټول موضوعات د لرغوني
يونان فيلسوفانوشنلي وو ، په هسپانيه کې دهغوی اثار موجود وو، خو دکليسا د يکتاتورۍ اجازه نه ورکوله چې څوک يې ولولي،
نو دهسپانيې له نيولو وروسته
په تيره په اندلس کې ديونان علوم مسلمانانو مطالعه او نشر ته وسپارل او عربي نړۍ ته يې هم راولېږدول ، نو يوه روښانه دوره يې
رامنځته کړه . دغه ژباړې يې بيرته مورنيو يا پلرنيو هيوادونو يونان او ايټاليا ته واستول او په ټوله اروپا کې يې رېفورماسيون،
رينسانس او هيومانيزم رامنځته کړ !
د آبن خلدون نيکونه د هغو لومړيو کسانو څخه وو چې د هسپانيې له نيولو وروسته په هسپانيه کې اوسيدل او د ټول
اسلامي نهضت څخه چې يوناني علوم يې خپلول برخمن شوي وو .
سر بيره په دې ابن خلدون پخپله هم په سهيلي هسپانيه ګرانادا کې ژوند کړی دی
او علاوه له دې نه د ابوعلي ابن سينا او نورو همعصرو عربي اندوالو
په مکتبونو کې يې له استادانو څخه درس لوستلی دی، چې ابوعلي سينا د ارستو فلسفه تر زياته حده خپله کړې او ژباړلې وه ! تونس يا المغرب
هم د اندلس ګاونډی هيواد و ، چيرې چې ابن خلدون ډير وخت تير کړی دی ، نو دده مطالعاتو له هره اړخه يوه سرچينه لرله او هغه له قران کريم
وروسته لرغونې يونانۍ فلسفه وه او بس ! فکر کوم د ابن خلدون د معلوماتو د منابعو په اړه همدومره اشارې تاسوته بسنه کوي .[color=blue:06aa2456db]والسلام ![/color:06aa2456db]
مومن مهاجر
23.01.2011
پتوال صاحب!بیاهم سلام اواحترام
موږچي علامه ابن خلدون دټولنیزوعلومونوښتګربللی مطلب مودانه دی چي ده ګرسره دبل چااثارنه دي مطالعه کړي اویوناڅاپه دټولنیزفن دبنسټ اېښودوفکرورسره پیداشوی دی،هدف مودادی چي علامه ابن خلدون لومړی هغه څوک ووچي دې فن ته یې بېله موضوع وټاکله،دبحث حدودیې متعین کړل،دیوفن په توګه یې ټولنیزعلم تعریف کړاودخپلې شننې په جریان کي یې پرداسي مسائلوبحث وکړچي نن هم دټولنیزوعلوموپه نصابي کتابونوکي دبحث،تطبیق اومناقشې وړدي . یعني ابن خلدون لومړنی کس ووچي ټولنیزیااجتماعي علوم یې دبېل اومستقل فن په توګه معرفي کړل اوراتلونکوڅېړونکوته یې دپرمختګ اودقت یوه سیده لاره پرانیسته ترده وړندي که په دې اړه بحث شوی ووخوهغه په ضمني ډول وونه دیومستقل فن یابېل اوځانګړي صناعت په توګه . هیله ده په دې توضیحاتوزمااوستاسوترمنځ رامنځ ته شوی سوء تفاهم له منځه تللی وي .
پتوال
23.01.2011
دروند ورور مؤمن مهاجر صاحب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
تاسو ليکلي :
[quote:5cd14a72de]علامه ابن خلدون لومړی هغه څوک ووچي دې فن ته یې بېله موضوع وټاکله،دبحث حدودیې متعین کړل،دیوفن په توګه یې ټولنیزعلم تعریف کړاو
دخپلې شننې په جریان کي یې پرداسي مسائلوبحث وکړچي نن هم دټولنیزوعلوموپه نصابي کتابونوکي دبحث،تطبیق اومناقشې وړدي [/quote:5cd14a72de]
ستاسو له پورتنۍ جملې سره موافق يم که چيرې يې ديوې کلمې په زياتونه کره کړئ چې هغه د شرق کلمه ده :
علامه ابن خلدون لومړی هغه څوک ووچي [color=blue:5cd14a72de]په شرق کې [/color:5cd14a72de]يې دې فن ته بېله موضوع وټاکله،دبحث حدودیې متعین کړل،دیوفن په توګه یې ټولنیزعلم تعریف کړاو
دخپلې شننې په جریان کي یې پرداسي مسائلوبحث وکړچي [color=red:5cd14a72de]په شرق کې [/color:5cd14a72de]نن هم دټولنیزوعلوموپه نصابي کتابونوکي دبحث،تطبیق اومناقشې وړدي .
مومن مهاجر
24.01.2011
پتوال صاحب بیاهم احترامات درته وړاندي کوم!هیله ده چي سوکاله به یاست .
مننه کوم چي دلیکنې په ترڅ کي موځينونیمګړتیاووته متوجې کړم هیله ده چي بیا موهم له یاده ونه باسئ!اوس به همداسي لیکوعلامه ابن خلدون په ختیځ کي دټولنیزوعلوموبنسټګر. بیاهم کورودانی درته وایم . الله جل جلاله موروغ اوبریالي لره!
مومن مهاجر
24.01.2011
دعلامه ابن خلدون لنډژوندلیک :
ښه به وي چي دلته په شرق کي دټولنیزوعلومودپنځونکي علامه ابن خلدون پرژوندپه لنډو ټکوخبري وکړو.
دده نوم عبدالرحمن،دپلارنوم یې خالد(خلدون) کنیه یې ابوزیداوپه قوم حضرمي دی په تونس کي د۷۳۲هجري په روژه کي وزېږېد،فاس،غرناطې،تلمسان،اندلس اومصرته یې سفرونه وکړل . دمصرواکمن سلطان الظاهرونازاوی اودمالکي مذهب قضايي چارې یې ورته وسپارلې همالته دشپږاویاکالوپه عمروفات اوخاوروته وسپارل شو.
ابن خلدون په درنه اوعلمي کورنۍ کی لوی شوی وو،قرآن کریم یې په ماشومتوب کي یادووپلاریې لومړنی ښوونکی وو،همدارنګه دخپل وخت پروتلواستادانوزده کړې وکړې اوکله چي ددوئ په سیمه کي عامې اوبادده ډېراستادان له منځه یووړل نوکاروبارته یې مخه کړه په بني مرین کي یې منشيتوب کاوی خوپه دې کارکي خوښ نه وودلري لوېدیځ واکمن سلطان ابوعنان په فاس کي دخپل علمي مجلس غړی کړپه دې سره دی وتوانېدی چي پرهغووتلواستادانواونوموتوادیبانویوځل بیازده کړې وکړي چي هلته له تونس، اندلس او المغرب له ښارونوورغلي ول .
ابن خلدون خپله کورنۍ په فاس کي پرېښوده اوپه خپله غرناطې ته ولاړ،بیاپه جزائرکي وهران ته ورسېداوهلته ده اوکورنۍ په ابن سلامه کلاکي څلورکاله تېرکړل . همدلته یې دخپل مشهورکتاب (العبر في ديوان المبتدأوالخبرفي أيام العرب والعجم والبربرومن عاصرهم من ذوي السلطان الأكبر)په لیکلوپیل وکړ. ددې کتاب مقدمه لومړۍ هغه مقدمه ده چي په ټولنیزعلم،دانساني ټولنې په چارواوقوانینوکي لیکل شوې ده،ده هغه څه پکي څېړلي چي نن داجتماعي مظاهروپه نوم یادېږي،ده پرې دبشري ابادۍ واقعاتواویاانساني ټولنې داحوالونوم ايښي دی .
دابن خلدون مقدمه :
علامه ابن خلدون په خپل مقدمه کي ټول هغه څه بیان کړي چي دعلم اوعرفان په برخه کي یې درلودل اوپه دې سره یې یوارزښتمن اثرترشاپرېښی بلکي په خپل وخت کي بې سارې پیلامه وه،دده مقدمه پرلاندنیوشپږوڅپرکومشتمله ده :
لومړی : انساني وداني . دادعامه ټولنې پرتلیزجاج دی،علامه ابن خلدون دبشري ټولنې ظواهراوهغه اصول څېړلي چي ټولنې یې علمي کوي .
دویم : بیدیايي ابادي،ده بیدیايي ټولنه څېړلې،ځانګړتیاوې یې بیان کړې اوویلي چي همدادمتمدنې ټولنې اصل اومقدمه ده .
درېیم : خلافت،دولت اوپاچهي،دادسیاسي ټولنې ارزونه ده،په دې کي ده دحکومت دارۍ اصول څېړلي،دیني اداره اونوریې ارزولي دي .
څلورم : متمدنه ټولنه : دې ته په اوسني وخت کي تمدن پوهنه ویل کېږي،په ې څپرکي کي علامه ابن خلدون له کورنۍ سره تړلي ټول ظواهراومدني اصول څېړلي اودایې ثابته کړې چي کورجوړونه دتمدن غایه ده .
پنځم : صنائع،اقتصاداوکسب : دې ته نن اقتصادپوهنه ویل کېږي . ده په دې څپرکي کي پر ټولنیزوحالاتوداقتصادي ظروفواغېزڅېړلی دی .
شپږم : فنون اوزده کړه یې : دې ته نن روزن پوهنه ویل کېږي،ده په دې فصل کي تربیوي لارې چارې،دزده کړې طریقې اودفنونودتصنیف مباحث څېړلي .
همدارازیې دیني اوقانوني ټولنه څېړلې اودسیاست اواخلاقوترمنځ یې ژورتړاوثابت کړی .
حقیقت دادی چي ترابن خلدون وړاندي هیچااجتماعي علوم په هغه ډول چي څرګندنتائج ورکړي اوټاکلي قوانین ورته وضع شي نه ووڅېړلي لکه ابن خلدون چي وڅېړل،خودې مسلمان څېړونکي اومفکراجتماعي ظواهرهغه ډول له سالموتاریخ تحقیقاتوسره وڅېړل لکه پوهان چي نن فزیک،کیمیا،ریاضي اوفلکیات څېړي په دې سره دی لومړنی هغه څوک دی چي اجتماعي علوم یې دټاکلودرسي اصولوپه رڼاکي وڅېړل په دې سره یې ډېر داسي کلي ضوابط کشف کړل چي ثابتوقوانینوته ورته دي پرهمدې بناویلای شوچي ابن خلدون په دې اړه کوم نظریات کشف کړي هغه به تل داجتماعي علومواوانساني فکرپه مسیرکي ځای ولري اوګټه به ترې اخیستل کېږي . پای .
پتوال
30.01.2011
که د ابن خلدون د اثارو يوه موضوع هم د لويديځ له پاره نوې نه وي او هرڅه چې ده ليکلي د لويديزو اثارو له مطالعې څخه يې ليکلي وي
نو دده خپله پنځونه او نوښتګري په څه کې شوه او څشي يې نوی رامنځته کړ ؟
نوې به دا وي چې د مطالعې رېفرنس يې ورنکړ او ځان يې پرې ناګاره واچاوه .
په دې صورت کې دده ليکنې په شرق کې نوې او په غرب کې زړې دي،
نو هغه قسم يې چې ګواکې هرڅه يې له خپله فکره ليکلي اوله ده مخکې که چيرې موجود هم وو دئ ترې ګړاکې خبر نه و يو احتياطانه قسم دی
چې که بله ورځ يې هرڅه رسوا شي نو دۀ به پرې د شوده ګانو غوندې ځان بې خبره ښودلی وي ! بيا هم علم علم دی که غربي علوم يې د ټولنې په اړه
شرق ته انتقال کړي وي ، يو څه به يې د اسلام له روحيې سره سازش او مطابقت
هم وربخښلی وي ، نو يو خدمت يې کړی او الله
سبحانه وتعالی دې د خوړلي قسم دپاسه هم وبخښي .
م . ق
02.03.2011
..........ړنګه شوه
و.افغان
02.03.2011
ننګرهاريه وروره: خبرې د ابن خلدون په اړه روانې دي.
له دې نورو سره څه کار؟
څوک يې رحالين دي، او څوک يې فاتحين.
او ان شاء الله چې اندلس بيا يو ځل بيا فتحه کيږي.
په درنښت
[quote:f505686593="Nangrahari"]ولا ابن خلدون خو ډیرښه سړی وو چی خپلی زده کړی ئی نورو ته وښودی خو د ا ابن سینا البیرونی فارابی ابن هیشم ابن موسی بن نضیراو ابن بطوطه به هم اندلس ته تللی وو نو چی دومره څه یی لیکلی دی نو[/quote:f505686593]
م . ق
02.03.2011
بخښنه وهاج صیب
پتوال
05.03.2011
[quote:6f094e110e]ولا ابن خلدون خو ډیرښه سړی وو چی خپلی زده کړی ئی نورو ته وښودی خو د ا ابن سینا البیرونی فارابی ابن هیشم ابن موسی بن نضیراو ابن بطوطه به هم اندلس ته تللی وو نو چی دومره څه یی لیکلی دی نو[/quote:6f094e110e]
که تللي وو او که نه، د اندلس له تمدن څخه يې هم ګټه پورته کړې او هم يې دهغه تمدن په وده او پراختيا کې کوانده ونډه اخيستې ده، ځکه چې د اندلس په تمدن کې د لرغوني يونان له تمدن څخه ګټه پورته شوزې ده، نو د اندلس له لارې دغه پورته يادو پوهانو او نوابغو لکه ابن سينا ډيره استفاده کړې ده .
د ارسطو آثار ابن سينا عربي ته را وژباړل او اسلامي تمدن بيرته روم ته ورسول . نو سړی ويلی شي چې د ابن سينا مهم فلسفي ليکنو د اندلس له لارې د همغو ارستوله آثارو څخه سرچينه اخيستې ده اوبس .
يادونه :
دا يوه ميتوديکه پوښتنه ده چې عرب د اندلس د اسلامي تمدن ستاينه کوي ، خو دا پوښتنه نه کوي چې اسلامي تمدن ولې او څنګه د اسلام د مرکز (جزيرة العرب)
په نسبت په اندلس کې زيات پرمختګ کړی و ؟
دا پوښتنه دوی ځکه نه کوي چې ځواب يې په اندلس کې د مسلمانانو له خوا د لرغوني يونان د تمدن څخه ګټې اخيستلو سره تړاو لري ،
کوم چې اسلامي تمدن نه و ، خو خپلول يې په اسلام کې منع هم نه و . وروسته نورو اسلامي پوهانو د اندلس د تمدن له يوناني محتوا څخه ډډه اختيار کړه
له هغه راهيسې داسلامي نهضتونو ، پرمختګ او اسلامي تمدن مخه هم وتړل شوه او حرکت مخ په زوړي او نزولي قوس پيل شو چې تر نن ورځې پورې لا دوام لري . نو د اندلس نيولو ته نه اړتيا شته او نه يې امکانات، داندلس د تمدن قطع شوې لړئ په هرځای کې بيرته غځېدلای او بشپړېدلای شي ، بې له دې چې اندلس
پيا ونيول شي . او که ونيول شي نو باور لرم چې دا اوسني مسلمانان به يې هغه تاريخي اثار چې د اسلامي تمدن له نوموړې دورې څخه پاتې دي
د باميانو د بت په څېر به يې ټوټه ټوټه کړي او خپل جهاد به پرې وکړي !
عادل عادل
06.03.2011
السلام علیکم
[quote:07c0cd0e99]نو باور لرم چې دا اوسني مسلمانان به يې هغه تاريخي اثار چې د اسلامي تمدن له نوموړې دورې څخه پاتې دي د باميانو د بت په څېر به يې ټوټه ټوټه کړي او خپل جهاد به پرې وکړي ![/quote:07c0cd0e99]
دروند ښاغلی پتوال صاحب
تاسو په خپله پورتنی جمله کې د بامیانو د بت مثال بې ځایه، بې ربطه او غلط ټومبلی دی، ځکه د جملې په لومړي سر کې د اسلامي تمدن څخه د پاته شوو تاریخي اثارو یادونه کوی او بیا یې د بامیانو د بت سره تشبه کوی چې اصلا د اسلامی تمدن میراث نه بلکه د بودیزم نه پاته شوی تاریخي اثر دی.
د بامیانو بت دې خدای نه بښي، او د نړېدلي بت په غم کې دې خدای د هغو زړونه هم نه صبروي چې تر اوسه پرې اوښکې تویوي، د محشر په ورځ به زما په ګډون ډېر افغانان د اسلامي نړی د ټولو هغو علماوو ګریوان ته لاس اچوي چې د نړیدلي بت په شفاعت کې قندهار ته راغلي وو، دا ځکه چې نن زمونږ ژوندي مسلمانان او بې ګناه انسانان د ورځې د معمول په توګه د یرغلګرو د وحشي او انسان دښمنه اعمالو په وجه د تورو خاورو خوراک ګرزي خو ددې فضیلت مآبانو هیڅ درک نه لګي، او نه یې هم نړی خور استعمار ته زمونږ د نجات په خاطر محض یو احتجاج یا د شکایت غږ پورته کړی دی.
م . ق
06.03.2011
بخښنه غواړم
پتوال
09.03.2011
درنو ورونو عادل صيب او ننګرهاري صيب ته سلامونه !
ننګرهايه وروره د عادل صيب نپوکه هېڅکله پر ما بده نه لګي ، ځکه چې هغه هم شخصي رنګ نه لري او هم په يوه بڼه نه يوه بڼه رغنده نيوکه وي . زه يې په درناوي او دپيوستون په احساس دغه لاندې ځواب ليکم :
د باميانو د بت مخ عربي مجاهدينو او اصحابو نيم توږلی او له منځه وړی و او نور يې په داسې حالت پريښی و چې کوم ديني فنکشن يې نه درلود،
بودايان هم په افغانستان کې نه وو او کوم ديني مراسم هلته نه پرځای کېدل، صرف د توريستانو له پاره د هيواد تاريخي هنري عابداتو په ګټور شکل پاتې و .
طالبانو هغه د چا خبره د مړ مار په وژلو ځانونه مجاهدين ښودل ،
وګورئ اصحابو کرامو د عربي او نورو اسلامي مجاهدينو د مشرانو په توګه ټول هندوستان تسخير کړ، گڼ شمير هندوان يې مسلمانان
هم کړل خو بتان يې مات نکړل،تر نن ورځې پورې په هند کې بتان شته ، که يوه ورځ ټول هندوان مسلمانان هم شي ښايي بتان د هنري او تاريخي
عابداتو په توګه روغ وساتل شي او يا همدغسې د بتانو د سترګو او پوزې په توږلو بسنه وکړي . د باميانو بت ښودله چې تر اسلام دمخه
دلته خلک پتپرستان وو او دا عربي مسلمان وو چې دا سيمه يې له بتپرستۍ وژغورله ، سل او زر کتابونه او تاريخي ليکنې
دثبوت دومره ځواک نه لري لکه دغه مسخ شوي بت چې د اسلامي فتوحاتو له پاره درلود ! دعربو عقل هم په کې څرګند و چې نور بت ته يې
زيان نه و رسولی، هغه وخت خو چا ددغه بت شفاعت هم نه و کړی، خو نه :
طالبانو صرف خپل سطحي توب، د اسلام او بشر او خپل افغاني تاريخه بې خبري، جهالت ، جذ باتيتوب ، او د پنجابي ً مشاورينوً
په لمسه جنايت ته لبيک ويل وښودل .
پاتې شوه داچې د اندلس د تمدن يوناني محتوا هم يوناني وه او دغه بت هم بودايي و، ولې هلته يوناني محتوا په اسلام کې روا او آن د اسلامي تمدن
او پرمختګ له پاره اړينه وه ، دلته د بدايي بت له مسخه کيدو او توږلو وروسته د تاريخي او هنري اثر په توګه ددغه بت ساتل هم
په اسلام کې روا ګڼل شوي او آن فاتحو اصحابانو د حضرت عثمان (رض) په زمانه کې دغه بت له ړنګولو څخه ژغورلی او ساتلی و.
دغه بت په لرغونپيژندنې په علمو کې د يو سند په توګه مرسته کوله، خو دلرغوني يونان علومو د اندلس په ټول اسلامي تمدن کې مرسته کړې وه
او تر نن ورځې پورې د اروپا او امريکا د علومو د تاريخي بنسټونو په توګه د بشريت له پاره خدمت کوي او کړی يې دی . ددړوی د ګټو
اندازه يو له بل سره د مقايسې وړ نه دي ، خو ګټې دواړه دي او له دې پلوه سره پرتله کيدای شي !
هو وروسته د اسلامي حکامو له خوا د اندلس د اسلامي -يوناني تمدن د تعميم مخه نيول د باميانو پر بت باندې د طالبانو له بريد څخه
ډير ناوړه ګوزار تمام شو او اسلامي نړۍ يې له پرمختګ څخه وغورځوله او د لويدځ غلامۍ ته برابره کړه چې تر نن ورځې پورې په کې ښکېل پاتې شوه !
او ننګرهاری صيب تاسو نه هم يوه پوښتنه لرم خو بالکل په بله برخه کې :
ستاسې مستعار تخلص Nangrahari يعنې ننګرهاري دی نۀ ننګرهاری چې مساوي په Nanrahay يا Nangraraiکيږي . نو اوس مې په دې تاسو پوه کړئ چې دا نوم مو فارسي دی که پښتو ؟؟؟؟
که فارسي وي نو په صحت يې نيوکه نه لرم او که ادعا لرئ چې پښتو دی نو بيا درڅخه له وروستي( i ) څخه مخکې يو( a ) ورکول بالکل
هير شوي او که څنګه ديو ننګرهاري په توګه هم د پښتو د (ی) پنځه ډوله سره نشې بيلولی ؟؟؟؟.
و.افغان
14.03.2011
السلام عليکم.
يوه ملګري راته کيسه کوله، چې کله د افغانستان له بهر څخه له جيدو علماوو جوړ يو
لوړپوړی هيئت طالبان ته لاړ، تر څو يې د بودا د بوت د ماتولو له هوډ څخه واړوي، او
ورته واضح کړي؛ چې دغه کار يو شرعي مطلوب نه دی، بلکه بر عکس پرې ډېر شرعي
محاذير رامنځته کېدلی شي؛ او د دغه مفسده له مصلحت څخه زياته ده.
په دې کې يوه شين رامنځته شو، او اجازه يې وغوښته، چې آيا دغه علماء راټينګ نه کړم،
يعنې په زوره ترې د دغه کار د جواز امضاء ګانې وانخلم.
په دې کې په مجلس کې يو هوښيار ناست ورته غبرګه کړه، چې دلته خو به يې راټينګ
کړې، خو کله چې له افغانستان څخه بېرته بهر شي؛ نو بيا به يې څنګه راټېنګ کړې؟؟؟
په درنښت
ابن خلدون او علمی غلا؟
طاهر مسافر
05.07.2011
(تاسو يې د خلدون له خولې را انتقال کړئ ښه خبره ده، خو دا هر څه د افلاطون او ارستو له اثارو څخه اخيستل شوي، کوم چې له هسپانيې نيولو وروسته مسلمانانو وژباړل او اصلي ټاټوبو يونان او ايټا ليې ته يې هم انتقال کړل او دعيسوي کليسا او د مذهبي قدرت پر ضد د رنسانس درامنځته کېدلو سبب شول !
داچې ابن خلدون پرې ځان ناګاره ښودلی همدغه يې عربي (( کمال)) دی .)
دا پورته د پتوال صاحب لیکنه ده.
پتوال صیب!
لیږ خو د افلاطون او ارستو له کتابونو را واخله چه د خوار ابن خلدون علمی غلا باندی ثابته سی. تر کومه چه ما د هغه مقدمه ویلی هغه یو امین ناقل دی. هغه په اروپا کی هم د ډیرو علومو بانی بلل کیږی. یو مثال یی د تاریخ فلسفه ده. پتوال صیب که لیږ انګلیسی مضامین د ابن خلدون په هګله ووایی نو ښه به وی ځکه هفه به ستا ښه ځواب ووایی.
پاته سو تاریخ.
یونانی فلسفه له شرقی اثارو څخه د الکندی او الفارابی له وخته شروع شوی وه. ابن سینا، الغزالی، او ابن الرشد ټول له ابن خلدون نه مخته تیر شوی. په ټولو کی ابن الرشد زیات یونانی کتابونه عربی ته ترجمه کړی او په ارستو متاثر و. د اروپا غلو هغه ته شارح نوم ورکړی او هغه هیومنستان چه د رشدی مدرسه یی بنا کړی وه وټکول شول مګر ورک یی نکړای شول. اوسنی سیکنولرزم هغه ته رسیږی.ابن سینا او هم الغزالی د افلاطون د مدرسی پیروان بلل کیږی او کلیسا دهغوی فکر د ابن رشد په خلاف استعمال کړی.
مګر پتوال سیب دا باید هیر نکړو چه زیات اروپایی فلسفی ددوی په نوی فکرونو متکی دی. اوس سوکه سوکه هم مسلمانان او هم اروپایی پلټونکی داسی تحقیق ته متوجه سوی. څه وخت مخته Google د ابن خلدون لمانځنه وګړه
http://www.arabianbusiness.com/images/magazines//web/google270511_thumb.jpg
پتوال صیب!
له نهمی پیړی تر پنځلمی پوری ډیر وخت دی. نو څنګه در څخه ګډ سوی.
په درناوی