د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

١٤٠ کاله عمر به ډیر نه وی؟

tandar
15.01.2011

١٤٠ کاله عمر به ډیر نه وی؟
په دا ٢١ پیړی کی هم اکثره خلک زمونږ په اطرافو کی له خپل تاریخ تولد څخه بی خبره دی،ماخپله ١٢٠ کاله اوریدلی دی،هغه هم په فرانسه کی یوه ښځه وه،چه سګرت ې هم څکول او هر ماښام به ې یو ګیلاس سره واین څښکل ،البته دمیډیا له معلوماتو څخه٠
مګر ١٤٠ کاله راته په اوسط کی د دو انسانانو عمر ښکاری٠
نور خدای پاک عالم دی ٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پنجشير: ١٤٠ کلنه مېرمن مړه سوه

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سليمان يوسيفي
نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15

د افغانستان او نړۍ تر ټولو مشره (ډېر عمره) مېرمن ليلا پنجشيرۍ پرون مړه سوې ده.
د آزادۍ راډيو په يوه خبر کي د مېرمن ليلا د زوى له خولې وويل چي مور يې پرون په پنجشير کي د ١٤٠ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د مېرمن ليلا زوى ويلي چي د لبنياتو (شيدو او مستو) له چښلو سره مينه درلوده، پلى تګ يې کاوه، روغتيا يې ښه وه او همدا علت وو چي ډېر عمر ژوندۍ وه.


١٤٠ کاله عمر به ډیر نه وی؟

chaparharay
19.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ګران مشرورور تندرصاحب ډیره عجیبه او ښه پوښتنه مو کړی ده
دزیږیدنی نیټه لیکل ډیر ضروری کاردی خو متاسفانه چی داپخوا هڅ دود نه وو نو له همدی لامله ډیر خلکو خاصکر مشرانوکی ډیر لږ خلک دی چی هغوی ته دی خپل دزیږیدنی نیټه معلومه وی ځمونږ کلی کی یو ملاصاحب وو هغه دخپلی لمسۍ دزیږدنی نیټه لیکلی وه چی ما څخه ۲۵ورځی کشره وه نوما هم دهغه نه دنقل په استفادی سره خپل دزیږدنی نیټه ولیکله اونور ځما په څیر ډیر خلک داسی دی چی د زیږدنی نیټه یی نه وی ور معلومه
نوبیا داخلک چی کله ځوانان وی او دم طاقت پکی وی ځانونه کشران ګڼی د۴۰ کالوبه وی خو ځان به د۳۰کلن نه کم ګڼی خو همدا سړی یا ښځه چی کله د ۷۰ کالو شی او نور نوبیخی پکی انرژی ختمه وی بیا د ۱۴۰ یا ۱۲۰ دعوه کوی چی داسی نه وی
هو داکیدی شی اودامکان نه لیری هم نده خو ډیر خلک پدی برخه کی دروغ وای ما هم ۳ کسان لیدلی چی د خپل نیکه یا نیا عمر ۱۱۵ کاله ښایی خو ورسره می نده منلي دا اکثر دروغو دعوی وی چی ځان ورته پری ښه ښکاری چی زه خو والله یو عجوبه یم
الله تعالی دی مونږ ټول په سمه لیار روان کړ ی آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more