د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

تاريخ او تاريخ - پوهنه


08.01.2011

څنګه چې دا دبحث فوروم نه، بلکې د تاريخ اوتريخپوهنې فوروم دی، نو هر څوک چې په کوم سرليک يوه سکالو پرانيزي ښايي پخپله
يې وخت په وخت بشپړه کړي نه داچې دچا تبصروته لاس تر ځنې په تمه کښيني !
بلکې لا داچې څوک يې بايد په تبصرو سره
تر بشپړيدو د مخه اخلال هم نکړي !

د تاريخ اهميت يو ښه سرليک دی چې دروند حامد صاحب خپلې ليکنې ته ورکړی ، تر څو يې چې نه وي بشبړ کړی بايد څوک يې
په مداخله اخلال نکړي . که نه ما هم غوښتل د تاريخ د اهميت په اړه يا څۀ وليکم او يا لږ ترلږه يې وپوښتم چې تاريخ څه اهميت لري،
خو ځان ته مې حق ورنکړ چې د حام د صاځب راپيل کړې موضوع اخلال کړم !
نو هغه او هر بل ليکونکی بايد پرېږدو چې خپل
فکر او يوه راپيل کړې موضوع تر پايه بيان کړي !له دې کبله اړيم چې د بيل سرليک لاندې څه وليکم . ما ددې فوروم نوم د څيړلړ له
پاره غوره وباله ، څو لومړی روښانه شي چې

١ - تاريخ څشی دی او تاريخ څه ته وايي ؟

٢- مونږ د څشي تاريخ بيانول غواړو؟

٣- ايا نوموړی بيان مو علمي دی او پوهنه ورته ويلی شو ؟؟؟ يعنې تاريخپوهنه ورته ويل سم دي ؟؟؟

دا هم بايد ومنو چې تاريخ هغه څه او هغه شی لري چې بدلون ، تغير ، وده، بشپړتيا او تکامل لري . که يو شی هېڅ تغير او تبديل نه لري
لکه يو غر په خپل حال ثٍابت پاتې وي نو تاريخ به هم ونه لري .که څوک د يو هيواد(لکه افغانستان) تاريخ څېړي ، نو هغه پيښې به
په پام کې نيسي چې د هغه هيواد پر اړوندې ټولنې يې مثبت يا منفي اغيز
شيندلی وي ، يعنې د نوموړې ټولنې په تغير
تبديل او تکامل کې اغيزمنې تمامې شوي اوسي ، نه بې اغيزه پېښې ! له دې کبله به ښه داوي چې مونږ د ټولنې
په تاريخ په هامه توګه وغږېږو چې ټولنه څشی ده، تغير ، تبديل ، بدلون او تکامل لري که نه او که لري يې څنګه رامنځته کيږي ،
عوامل، بهير او نتېجې يې څه ډول وي او د تکامل پړاوونه يې کوم دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

نور بيا


larghonay laraway
09.01.2011

سلام!
پتوال صاحب لومړی خو بښنه غواړم چې (د تاريخ اهميت) په موضوع مې خپل نظر ليکلی دی. خو ستاسو وړانديز مې وروسته ولوست چې د تاريخ په برخه کې دې دويم کس خپل نظر نه ليکي.
ولې يو نظر لرم هغه دا دی چې کومه موضوع چې د بحث لپاره نه وړاندې کېږي نو د بحث فورم په برخه کې ولې ليکل کېږي؟ خو د ټول افغان پاڼې په لومړي مخ کې دې وليکل شي کنه؟


عنوان

tandar
11.01.2011

وروڼو دپتوال صاحب په لاندینی سوال که چیری پوره رڼا واچول شی، ټول مشکل حل کیږی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
١ - تاريخ څشی دی او تاريخ څه ته وايي ؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تاریخ څه شی دی ،ډیر پوښ سوال دی اول مونږ باید دتاریخ دکلمی په معنی پوه شو اوبیا پری تبصیره وکړو٠
تاریخ وخت او زمان دی ،مګر په ښونځیو او کتاب خاخو کی دکتابو په مخ هم تاریخ لیکل شوی او دکتاب په محتویاتو کی دانسانانو ،پادشاهانو او دهغوی دښو او بدو اعمالو قیصی لیکل شویدی٠
ددوی اعمالو ته ښه یا بد د تاریخ کتاب واې ،داچه دکومی میاشتی او کوم کال دی؟
زمان یو طبعی حالت دی ،مګر ولی ې دتاریخ په نوم دغه اعمال منسوب کړی٠
دټولو انسانانو اعمال دهغوی بیوګرافی ده ،که ضرورت وی نو سړی به ددوی داعمالو دوقوع په هکله سوال وکړی ،مثال، ظاهر شاه دکوم کال څخه تر کوم کال پری سلطنت وکړو٠
مګر ولی وایوچه ظاهرشاه په خپل دوران کی ښه یابد تاریخ ملت ته پری ایښی دی؟
پس تاریخ به داعمالو او د زمان نماینده ګی کوی؟
زما په نظر دا دوه بیل بحثه دی٠
تاریخ خپله زمان دی که څوک مړ وی او که ژوندی وی ،څوک ګدا وی او که شاه وی څوک ښه کوی او که بد کوی،مګر وخت ثابت تیریږی٠
یعنی وخت او زمان داعمالو تابع نه دی،ورځ ،شپه ،میاشت،کال ،یعنی ٤ فصله خپل دوران طی کوی٠
داچه په کومه ورځ اویاشپه دکومی میاشتی او کال څه پیښیږی ،دانسانانو په ښو اوبدو اعمالو کوم تاثیر نه لری،مګر وخت به ې معلوم وی نورڅه نه٠
دهر انسال عمل دهمغه وخت بیوګرافی ده،او مونږ ورته دتاریخ نوم ورکوو،ولی ؟
باید دپتوال صاحب دسوال په ځواب پوه شو ،یعنی اول اصلا دتاریخ په معنی پوه شو٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more