د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ډیپریشن علاج: د قرآن له مخې

زيارمل
03.01.2011

ښاغلو لوستونکو:
یو د هغو اروايي بیماریو څخه د خلکو په مینځ کې ډیر عام شوی ډیپریشن (Depression) دی چې په عربي کې یې د اکتئاب په نامه نوموي، او کولای شو په پښتو کې ترې په (خپګان یا تشویش) سره تعبیر وکړو.
د ډیپریشن د مرض سلنه په ښځینه وو کې د نارینه وو په پرتله په دوه چنده ده.
غالبا ډیپریشن د وخت په مرور سره د څو اونیو په موده کې پخپله له مینځه ځي، خو ځینې اوقات لازمه ده چې ناروغ په روغتون کې بستر کړای شي او د متخصصې درملنې لاندې ونیول شي.
هیڅ انسان د خپګان څخه خلاص ندی، خامخا به په ژوند کې د یو لړ داسې مراحلو څخه تیریږي چې دی پکې د خپګان احساس کوي. خو کله چې همدا خپګان دایمي بڼه غوره کړي د ډیپریشن په نامه یادیږي.
د ډیپریشن د ناروغ څو نښې نښانې په لاندې ډول دي:
۱- بې پروايي
۲- په ژوند کې د نشاط د کچې ټیټوالی
۳- د ملا درد
۴- د حافظې کمزوري
۵- د سر درد
۶- د ستونزو سره د مقابلې ناتواني
۷- بې خوبي
۸- د جنسي اشباع سره عدم رغبت
۹- بې اشتهایي
۱۰- په ځان باندې عدم اعتماد
۱۱- همیشه د جرم او ګناه احساس کول
۱۲- تشویش

د ډیپریشن علاج د متخصصو ارواپوهانو د ځانګړو مشورو او لارښونو په پایله کې شونی دی، او همدارنګه ځینې ډاکټران د ټابلیټونو او ګولیو په واسطه هم د ډیپریشن مریض علاج کولای شي. خو د پورتنیو طریقو څخه یوه هم سل په سلو کې ګټوره نه ده، لومړۍ طریقه کولای شي د ډیپریشن په سلنه کې تخفیف راولي خو له منځه وړای یې نشي، او دوهمه طریقه یو لړ جانبي (Side effects) منفي اغیزې هم درلودلای شي.

لکه څرنګه چې د موضوع د سرلیک څخه څرګندیږي غواړو د قرآن له مخې د ډیپریشن علاج په ګوته کړو. د الله پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: علیکم بالشفائین: العسل والقرآن: دوه څیزونه ستاسې لپاره د علاج په توګه کافي دي: عسل (شات)، او قرآن.
خو راځئ وګورو چې آیا په قرآن کې د ډیپریشن د علاج لپاره کومه لاره چاره شته او که نه؟:

خو ترهرڅه مخکې باید په دې باندې پوه شو چې د ډیپریش درجه او تناسب په ټولنو کې تصادفي ندی، بلکې لکه څرنګه چې مشهور لیکوال ډاکټر انور طاهر رضا، او ډاکټره امل المخزومي وايي: په ټولنو کې د ډیپریشن د درجې لوړوالی او ټیټوالی نیغ په نیغه په الله (جل جلاله) او قضا او قدر باندې د هغو ټولنو د ایمان په کچې او عقیدې پورې تړاو لري، د همدې کبله تاسې وینئ چې د ډیپریشن کچه په اروپا کې د اسلامي هیوادونو په پرتله ډیره لوړه ده. دا دوه ارواپوهان زیاتوي: د ډیپریشن علاج په الله باندې د انسان په ایمان پورې تړاو لري هرڅومره چې د یو انسان ایمان په الله (جل جلاله) باندې قوي شي په هماغې اندازه د ډیپریشن کچه هم راټیټیدای شي او آن تر صفر پورې هم راښکته کیدای شي، او دا په مسلمانې ټولنې باندې د الله (جل جلاله) لویه فضل او ستره لوریینه ده.

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more