ټولنه او ټولنپوهنه
د افغانستان دتاریخ په لټه
وزیري
02.01.2011
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّـهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ . (توبه ،70)
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لکه څنګه چی د تاریخ او تاریخپوهنی په بخش کی دا اولنۍ لیکنه ده نو بهتره می دا وبلله چی دا لیکنه په داسی یو مبارک آیت سره شروع کړمه چی له تاریخ نه بیان کوی:
رابه شمه خپلی اصلی خبری ته چی هغه یوه پوښتنه ده چی آیا داسی یو د تاریخ کتاب په افغانستان چی شته چی ۱۰۰ فیصده بی طرفه وی او د افغانستان تاریخ یی په یو بی تبعیضه او بی حزب پرستی سره لیکلی وی؟
که وی نو مهربانی وکړی نوم یی راته ولیکی.
ډیره مننه
قريش
03.01.2011
۱۰۰ فیصده هیڅ امکان نلری البته زماپه نظر.کیدای شی داسی کتاب ومومی چی دحقیقت فیصدی یی ۱۰۰ته ورلنډه وی خو۱۰۰ په ۱۰۰حقیقت په تاریخ کی مشکل دی.
03.01.2011
هو شته ، خو د کتاب په بڼه نه :
هغه د هغه بيطرفه تنقيدي لوستونکي په شعور کې تاريخي پوهه ده چې د ټولو تاريخي اثارو څخه يوې نتيجې ته په کې رسيدلی وي !
نو په يو کتاب کې نه ، بلکې د کتابونو د مجموع له شننې څخه لاسته راتلای شي !
نور نو تاريخپوهان لکه د ښي اوږې په سر ناستې
ملايک دخپل قام او ملت تاريخ مثبت ټکي ليکي او منفي يې له پامه غورځوي .
مونږ نه ليکو چې احمد شاه با با د آزادۍ مفکوره لرله خو
ملي مفکوره نه ، صرف په خراسان کې د تسسن اسلامي اولسونه ورته مطرح وو . او نه ليکو چې
احمد شاه د پښتو ژبې درسميت په معنی هم خبر نه و او په دربار کې يې ايرانيان د اداري چارو د کتابت له پاره استخدام کړي و او ددربار رسمي ژبه يې
فارسي ساتلې وه او د فارسي رسمسيت يې ه هند کې هم جاري ساتۀ .
مونږ نه ليکو چې ميرويس نيکه سره د يو بيل افغاني دولت مفکوره نه وه پيدا شوې صرف داخلي خودمختاري يې د ايراني دولت په چوکاټ کې غوښتله ،
او د خپل وطن د آزادۍ پر ځای دده د کورنۍ دغړو حکومت پر ايران څومره بيځايه او له تيروتنې ډک بديل و .
همدا رنګه نه ليکو چې د احمد شاه زامن او لمسو او محمد ځيو تر نادر خانه پورې د قدرت په سرپه خپلمنځي جنګونو دهيواد تاريخ څومره شرمولی دی .
حتی اوس هم نه ليکو چې داود خان په غير شعوري توګه څومره د روسانو ګوډاګی پاتې شوی دی او کله يې چې ډير ناوخته د شوروي
له ګوډاګيتوب څخه د وتلو لار موندنه پيل کړه تر وتلو مخکې يې لا د ګوډاګيت په وخت کې په لا زياتو ګوډاګيانو
(خلق ګوند) وواژۀ ! دا ټول د څه له پاره ؟؟؟؟؟
ځوابونه دوه دي :
يا ددې له پاره چې د ځناورو په حکومت پرده واچوو ، چې دا عذر تر ګناه بدتر دی اويا نهايت ددې له پاره چې ګواکې
حقيقت ليکل به موملي شعور زيانمن کړي (! :lol: ! :lol: ! :lol: ! :lol: !)
همدا اوس د اشغالګرو حاکميت او د کرزي او شمالي ټلوالې ګوډاګيت ثابت حقيقت بولو خو که خدای مکړه طالبان له پښو ولوېدل او مقاومت ختم شو، نو
له همدغه ګوډاګي کرزي څخه به په تاريخ کې د ترکانو اتاترک جوړ شي .
هو! که ملاعمر قدرت ته ورسي نو بيا خو يې مه کوه پوښتنه :
که هيواد هر څومره د منځنيو پيړيو تورتم ته پشا و تنبوي ، هر څومره جهل او تحجر حاکم کړي، هر څومره په افغان ملت د القاعدې غوبل او د ISI مېچنې
وکړي زمونږ تاريخ ليکونکي به يې بيا ونه ليکي !