نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک شته چې ځواب راکړي؟
و.افغان
24.12.2010
tolafghan.com
امرالله صالح ته فرانسې دولت د ښې کارکردګۍ ډير غوره مډال ورکړ
حاذق نرنګی 24.12.2010 19:37
نن (۲۴دسمبر ۲۰۱۰) د طلوع ټلويزيون په خبرونو کې په ډير وياړ وويل شو چې: امرالله صالح د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس ته د فرانسې سفير د فرانسې دولت د ښې کارکردګۍ ډير غوره مډال ورکړ. د مډال ورکولو په وخت کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د امرالله صالح تر څنګ لپدل کېده.
خورا د تعجب خبره ده چې د يو هيواد د ملي امنيت پخوانی رييس ته يو بل هيواد د ښې کړنې مډال ورکوي. د ملي امنيت کارکوونکو ته بايد يوازې د افغانستان ملي امنيت له هر څه لوړ، مخکې او یوازنی هدف وي، هغه بايد پرته د خپلو ملي ګټو بل څه و نه پيژني، ټول احساس، پوهه، کار او ژوند يې همدې سپيڅلې موخې ته وقف کړی وي، ان هغوی بايد هيڅوخت د کورنۍ د کورنۍ غړو، خپلو خپلوانو، دوستي، اشنايي، ژبې، سيمې، مذهب له اغيزې لاندې را نه شي، او هيڅوخت بايد دغه اړيکې په وظيفوي کړنو کې ګډ نه کړي. د ملي امنيت د کار په اړه بايد نور هيوادونه ډير لږ معلومات ولري او زما په نظر بايد هيڅوخت د ملي امنيت د کارکوونکي کار په دې ډول له بل هيواد له خوا تقدیر نه شي، که شي نو بيا خو د هغه په کار بايد شک وشي چې هغه حتماً څه د نورو لپاره کړي دي. اوس ټول افغان ولس ته سوال پيدا کيږي چې نومړي چارواکي چې وظيفې يې د هر افغان له ژوند سره مستقيم اړيکي درلودل، د فرانسې لپاره څه کړي وو چې د دې ډول تقدير مستحق شو؟ دا جدي مساله ده او بايد افغان ولس ته په ډاګه شي چې د دغه مډال د ورکړې علت څه وو. امرالله صالح د باسکټبال کوم ورزشکار نه وو، او نه د فوټبال د ملي ټیم غړی او نه د کابل ښاروال. نومړی کلونه د افغانستان د ملي امنيت ريس وو، چې هره شيبه يې بايد افغانانو د رفاه لپاره تيره شوي وای، د افغانانو د اوسنې ناورين ستر عامل د افغان ولس او دولت تر منځ ډير واټن دی، چې د ملي امنيت رول په کې له هر څه ستر دی. زما سوال دا دی چې نوموړي ته ولې فرانسويانو مډال ورکړ؟ څوک شته چې ځواب راکړي؟
ـــــــــــــــــــــــــ
حاذق نرنګی صاحب:
زه به ځواب درکړم.
دغه هرزه کرغېړن وحشي د خپل هلاک شوي پېشوا په نقش قدم باندې تګ کاوه،
دغه کرغېړن نه تنها د فرنسا لپاره کار کاوه، بلکه د بازارۍ رنډۍ غوندې يې هيچا
ته هم نه نه کول.
دغه خرڅ شوی بې مسلکه يواځې په انګليسي ژبه پوهېده، او د همدغې ژبې او
ښکېلاګرو ته د بې خرته غلامۍ لامله يې دغه چوکۍ ګټلې وه.
هره شپه به يو شمير مظلوم پښتانه ځوانان د ده ټارګیټ ول، پرته له محاکمې به يې
لکه د کمونستانو د عمل کرد په څېر له تېغه تېرول.
لعنت په لاسپوڅو
په درنښت
عنوان
tandar
25.12.2010
ساپی صیب سلامونه٠
ددی سوال ځواب باید غرزی ورکړی٠
یوه لنډه تبصره به دواقیعت له لوری په کی زه هم وکړم ،په ملیاردو ډالری او مډالونه ورکول او اخستل دا کومه نوی او پټه خبره نه ده٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
امرالله صالح ته فرانسې دولت د ښې کارکردګۍ ډير غوره مډال ورکړ
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دپورتنی کرښی تحلیل څو اړخه ځانته پیدا کولای شی٠
١،دعبدالله دو سره ګډون په دغه غونډه کی یوه نوی خبره نه ده،ددوی په هکله مستند اسنادونه پراته او دtv څخه خپور شوی، چه دا دستوانخور مسعود ډله دkgb او فرانسی له خوا حمایه او رهبری کیدل او کیږی٠
٢،هر مرتجع او جاسوس ملی پس له یوه وخته دهمهغی مرجع څخه په یو رقم له مینځه وړل کیږی٠
فرانسی په دی مډال سره افغانانو ته ثابته کړه،چه امرالله په واقیعت کی دفرانسی یو اګینټ و او دی٠
٣،غرزی باید خپل ملت ته ددی سوال ځواب وواې چه دمملکت دملی نوامسو دساتلو رئیس ې چه د مملکت دداخلی او خارجی رازونو ساتندوی یعنی امرالله ته ولی فرانسه مډال ورکوی ؟،دغه کار باید غرزی کړی وی ،که دی ې وړ وی؟
داټول ملی خائنین دی ددوی دحساب ورځ راتلونکی ده،انشاالله ډیر ژر٠
مننه٠