د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د موبایل یې د کمپیوټر سره څه؟؟؟؟؟

شيرين جان
22.12.2010

محترمودکمپیوټر او موبایل ټلیفون پوهانو، متخصصینو او په ریپیرنګ کې تجربه لرونکو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
تاسې به هم خامخا دداسې حالت سره مخامخ شوي یۍ، که مو فکر کړی وي کله چې موبایل د کمپیوټر مونیټور ته نږدې پروت وي او موبایل ته زنګ راروان وي نو د زنګ نه څو ثانیې مخکې د مونیټور ډیسپلی په لړزه راشي، او د کمپیوټر لودسپیکرونه داسې یو قسم اوازونه باسي لکه چرګه چې د دانې ټولولو په وخت کې د خولې اواز باسي. نو زما پوښتنه دا ده چې د موبایل زنګ یې په کمپیوټر څه؟ چې هم یې دیسپلی ناکراره کړي او هم لوډسپیکرونه؟
که چا سره یې ځواب وي موږ سره دې یې شریک کړي منندوی به یې شو.


شرف ستانکزی
25.02.2011

محترم ورور شیرین جانه السلام علیکم ورحمة الله،
تاسي ډیره ښه او علمي پوښتنه مطرح کړیده او پدي باندي باید مونږ ټول پوه شو چي داسي ولي کیږی ځکه دا یواځي د کمپیوټر پوهانو او فون پوهانو پوري اړه نه لري بلکه د ساینسی معلوماتو یوه مهمه برخه ده.
اګرچی زه دومره ساینسي پوهه نه لرم خو دومره به درته ووایم چی د کمپوټر لاوډ سپیکر او مانیټور دواړه برقي مقناطیسی سیګنلي استعمالوي او موبایل فون هم دغه سیګنلي استعمالوي کوم ته چی الیکټرومیګنیټک سینګنلز یا مایکرو ویوز ویلې شي، نو کله چی موبایل د سیګنلو د راکش کولو یا منلو په حال کي وي او د رارسیدلو عکس العمل ښکاره کوي نو د کمپوټر مانیټور یا لاوډ سپیکر یی مخکي له دي چی موبايل جواب ورکړي کشف کوي او پدي حالت کي د کمپیوټر خپلي سیګنلي او د موبایل سیګنلي سره ټکر کیږي او د کمپوټر سیګنلو ته مزاحم کیږي چی پدی صورت کی هم ډسپلې او هم ساونډ خپل اصلي فنکشن په صحیح توګه نه شي ادا کولای.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more