نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتون د نامردانو قرباني
م ن غروال
23.05.2004
په هېواد مينو مسلمان افغان خويندو او وروڼو !
که د پښتنو د تباهۍ لومړۍ شپه پيدا کړو نو راته څرګنده به شي چه دا قوم تل د خپله ﻻسه خپلو پښو ته لګېدلۍ دی٠ دغه دپښو لګيدل له هغه وخته پيل شول چه افغان ملت د غازي امان الله خان غوندي ملي وطنپال شخصيت له لاسه ورکړ٠ د نادرشاه کورنۍ پخپله اوږده پاچاهۍ کي هغه بدبختي چه د پښتنو لمنو ته يي ورتحفه کړل دپښتنو بېسواده ساتل وو چه د فقر او بدبختۍ اصلي لامل کيداي شي٠ لدي چه تير شو د شهيدسردار محمدداودخان وخت ، پښتانه وو چه په شهادت يي ورساوه که نه يوازي د پرچميانو به څه د لاسه نه واي شوي٠ هذالقياس
تره کي، امين او نجيب٠
د پاکستان د نارواه او ناوړه سياست له امله چه له بدمرغه د طالبانو چارواکو غاړه ورته ايښي وه، د زرګنو تنکيو په اسلام مينو پښتنو ځلميانو په قربانۍ خاورې وپاشل شوې او د B52 بمو ته ورپاتې شول٠ ګلم جمع ( چنرال ډوستم ) هم دترخو مُليو پشان په زرګونو تنکي بې ګناه مسلمين پښتانه په شهادت ورسول٠
اوس ښاغلۍ کرزۍ صاحب دي چه پښتون دي او يو څو د ګوتو په شمار نور لوړ چارواکي دي چه لااقل د خلکو په وينو يي لاسونه ندي سره٠ اوس بيا هماغه پښتانه دي چه پښتون رانسکور کړي او خپله به بيا تل لکه د پخوا پشان بې زعيمه سياسي تګلاره مخ ته بيايي چه بيا به په زرګونو پښتنو قربانيو ته اړتيا وي٠ او بيا به پښتانه وي چه پښتون به رانسکوروي او ٠٠٠٠٠٠
د څارندوي او اردو پښتنو افسرانو په کال 92 کي له حقاني سره دکابل په بابر بڼ کي ليدنه او کتنه کوله چه ګواکي له ځانه سره مو ونيسي ځکه اوس مهال هسي په ډګر د کې جې بې غړۍ لوی ملي خاين مسعوډ، سره د ټولو پرچميانو او ګلم جمانو علنا د پښتنو پر ضد وسله وال عمليات پيل کړي دي٠ اما حقاني صاحب ورته وايي چه زه تاسو مړتتو باندي ځان نه ساتم٠ هغوئ ټول تېښتې ته مجبوره شول٠ په شمال کي او په ټول هېواد کي هغه پرچميان او تاجک افسران د مسعوډ لخوا حمايه او ترې اساسي ګټه پورته کړای شوه٠
اوس که همداسي د پرون پشان ويده پاتې شوو او ونپوهيږو څه وکړو تل به ځانونه خپلو پښو ته وهو او خپل افغان ملت به د تباهۍ کندو ته سپارو٠ که پښتانه په خپلو سيمو کي د امنيت په راوستلو بريالي شول او په ننيو سياسي کړکېچيو کي يي د نورو پشان اګاهانه ونډه واخيسته، که نور هيڅ هم ونشول لااقل دا مو کړي دي چه راتلونکۍ پښتون نسل به باسواده او په ګېډه موړ او د هرې کرسۍ لايق به وي او تاريخ به دوئ ته د تسليمۍ سر په تعظيم سره کښيږدي٠ د راتلونکي لار به يي دا نه وي چه خپله خپل رانسکور کړي، بلکه تل به خپل حمايۀ کوي٠
دغه کسان چه د کابل او په ټول شمالي سيمو کي د افغان مسلمان په پت او ناموس تيري کوونکي وو او کابل يي ٩٠ په سلو کي له خاورو سره خاورې کړ او په زرګونو بې ګناه کورنۍ يي په شهادت ورسول او په زرګنو باعفته مسلمانو خويندو يي تيري وکړل اوس غواړي د پښتنو پر سر د تل لپاره خپله سياسي واکمي ټينګه کړي٠
همدا اوس ډيره سخته مبارزه روانه ده چه کرزۍ ليري کړل شي، نه پدې خاطر چه دوئ به له ښاغلي کرزي څخه کوم بل ښه شخص ولري بلکه يوازی ددې په خاطر چه هغه پښتون دي او بس!
دا هغه نامرده او بې وجدانه ذليل او پست خلک وؤ چه د جهاد په وختو کي يي له روسانو سره د صلحې تړونونه لاس ليک کړل او شب نيشينې به يي په شرابو کبابو او افغاني رقاصيو سره کولې٠ او ګلم جمع خو چه څه کول د هغه خو اوس هم د ويديو کسټونه شته او د هغه ضمير او نامردي ( بې له شکه ) ټولو دنيا ته معلومه ده٠ د همدغو نامردانو د توپک خولو ته په زرګونو مسلمان بې ګناه پښتانه کوچنيان ښځې او سپين سرې او سپين ګيري ورپاتی شول٠ د همدغو نامردو د توپک خولو ته په زرګونو تنکي د اسلام پتنګان ورپاتی شول٠ او اوس هم مونږه پښتانه يو چه ځانونه د دغه نامردو تدپک خولو ته ورسم کوو دا يو څو تنه چه دي ددوي به هم د نورو پشان ټغر ورټول شي٠ اما ! ددغو ټولونيمګړتياو او قربانيو او بې اتفاقيو سره سره، ددي چانس لرو چه وکولای شو سياسي واکي تر لاسه او له دغه جانيانو او نامردانو نه يوازې پښتانه وژغورو، چه ورسره حقوقي محاسبه هم وکړو٠ که پښتانه کرزي ته د ګلم جمع او د مسعوډ د توپکوالو تشه ورډکه کړه او بالخصوص له هغو پښتنو وروڼو سره چه د چا په وينو يي لاسونه ندي سره، نږدي هراړخيزه مرستي وکړل شي، زه ايمان لرم چه دا پلاس کي لرلۍ جام به يي ( چه د تل سياسي زعامت واکې د خوب تعبير پکي ويني )، ډير سخت په ځمکه رانسکور شي٠ انشأالله تعالی
اللهم النصر الاسلام و المسليمين علی کل قوم المفسدين والظالمين والغاصبين والکافرين÷ آمين
په درناوې ـــ غـــــروال
Re: پښتون د نامردانو قرباني
لونګين
11.06.2004
قدرمنه غرواله ډير زما په زړه پوري مضمون دي ليکلي دي اما قضيه څرنګه حل کړو کومه لاره د حل لرې ؟؟
څه بايد وشي ؟؟ ټول ځوانان تاريخ ليکي اما زه عملې دحل لاره غواړم ؟؟
په ډير درنښت ستا سو لونګين
[quote:d0fb87907a="غروال"]په هېواد مينو مسلمان افغان خويندو او وروڼو !

په درناوې ـــ غـــــروال[/quote:d0fb87907a]
م ن غروال
11.06.2004
ښاغلئ لونګين ورور سلامونه ومنئ
که څه هم پدي هکله ډير ويل شويدي چه کومه غوره لار به وي چه دګران هېواد افغانستان د سولې او بيا رغونې او دافغان ملت د يووالي او ملي يووالي لپاره صيح وي٠ ما يوه ليکنه چه له ستونزو يره څه بايد وکړو ستاسو د لوست مخې ته ايږدم اميد دي چه خوښ مو شي :
[color=cyan:657c8b031d] ٠٠٠٠٠٠له ټولو مهم اصل د دا ډول ستونزو د حل لاره علمي تګلاره ده چه بايد ووهل شي٠ که څلورو خواته کتل او دهغه پيژندل نه وي لاره به ګرانه وي چه پيدا شي٠ او په لارې د تګ مثبت او منفي يا ګټې او تاوانونه که د سنجش غور پاملرنې مصلحت او د فکر له ژرندې ونوځي نو تګ په دغه لار به هرومرو هم ستونزي لري او هم به تګ ګران وي او دا به هم حتمي وي چه خپل هدف او بري ته به نه رسيږي٠ او له بد څخه بدتر چه په بلاګانو او خامارانو به سړۍ اوړي لکه چه واوړيدو٠ زما په اند د اوسنيو ستونزو د حل چارې د تېرو درو ترخو لسيزو ته د پام او په هغه د فکر اړتيا حتمي ليدل کيږي، ځکه دا هغه اصل دي چه د ستونزو او په خامار د اوړېدو بنسټ پلاس راکوي٠ يعني دا له اصلي او بنسټيزو چارو څخه دي چه پيدا کړو چه څرنګه او ولې په دغه لوی غم يا پدغه لوی خامار واوښتو٠ نو هله به وي چه مونږ به لا اقل دا لاس ته راوړي وي چه اوس څه وکړو چه که نن وي که سبا چه له دغه غميزي او مصيبت او خامار څخه خلاص شو، او که نه نن وشول نه سبا، نو لا اقل دا خو به مو کړي وي چه د راتلونکي افغان ملت نسل ته مو اغزي په لاره نه وي کرلي چه د مونږ غوندي دوي هم په بلاګانو او خامارانو واوړي٠ زه داسي عقيده لرم او ايمان لرم چه علمي لاره همدا ده٠ او که داسي وه لکه بعضي وروڼه چه صرف د جهاد نارې وهي نور نو يي الحمدالله نه په فلسفه خبر دي او نه هم په مرام، نه يي شرايط پيژني او نه هم تکتيک، نه د جهاد په لاره په تګ پوهيږي او نه د هغه په لوړ کلتور، نه يې دا مغزو کي ګرزي چه لسګونو زرو شهيدانو سرمايه څه شوه او ددوئ هم هغه لوئ وياړ، نه پدي خبر دي چه ولې وشول چا وکړل او ولې او څرنګه کاميابه شول او زه ولې او څرنګه ناکامه، ملت څه تمه کوله او څه مو ملت ته پلاس ورکړل، او ٠٠٠٠٠٠٠ نو بيا هم زه په دې عقيده يم او ايمان لرم چه مونږ خو به خامار خامخا رالاندی کوي بلکه خامار نه چه خامارونه به په پېړيو د افغان مسلمان وياړلۍ ملت د پښو لاندي کوي او هغه نسل به مونږه هريو په نهايت زشت او منفورو نامو محاکمه کوي٠
لدي امله زما زيار تل دا دي چه نه د چا پلوي وشي او نه هم څوک وغندل شي بلکه تل وکتل شي چه څه شوي دي او ولې، او نتيجه يا زېږنده يي څه وه او اوس څه په وس لرو کوم اقتصادي نظامي او مسلکي پرسونل امکانات لرو ، په کومه لار او څرنګه په کوم تکتيک کوﻻی شو خپل هدف ته ځانونه ورسوو٠ له چا سره څرنګه ريښتيا درواغ ووايو او راز ترې پټ کړو او چاته د زړه حال ووايو او ريښتيني مټې يې وګرځو او هم يي ريښتيني مټې وبولو٠ کوم بهرنۍ سياست ولرو او کوم هم کورنۍ، چه دا ټول هر يو علمي لارو ته اړتيا لري چه ګام په ګام خپل ټول امکانات په هره برخه کي جدي په پام کي ولرو او ګام په ګام خپلي سياسي اقتصادي ګتې مدنظر ونيسو٠ که نه نو تګ بيا د پټو سترګو دي چه زه يي بيا د لارې ملګرۍ نه يم٠٠٠٠٠٠٠ [/color:657c8b031d]
په درناوې
ستاسو ورور غروال
لونګين
14.06.2004
ښاغلي قدرمند ورور غروال ستاسو خبري ډيرې معقولې دي او ډير نور پښتانه هم شته چې
ډيرې ښې ليکنې کوي او ډير ښه شعرونه ليکي خو دا ټول ډيره گټه نرسوي .
خبري به سپينې سره کوو او ډاريګو به هم نه.
د مسال په ډول پښتو رسمي ژبه ده خو په ټولو شوونځيو کې په فاړسې درس ورکول کيږي
نو پښتو به خلک څه وخت زده کوي او له مليتوب څخه چې ووته حتمي هم ندي
چې سړي پښتو زده کړې.څکه فاړسي رسمي ژبه ده او کفايت کوي.
که رښتيا خلکو په افغانستان کې سوله غوښتى او د راتلونکې جنګ پروګرام ئي
لا اوس نه جوړولي نو د اساسي قانون يوه ماده با يد داسي وى.:
؟؟؟؟( په ټول افغانستان کې له واخانه تر واڼه او په هره نقطه د افغانستان کي له لمړي
ټولگي څخه شروع د تحصيل تر اخره پوري جبرا بايد په پپښتو او پاړسي درس
ورکړي شي هيڅوک په دولتي موسساتو کې کار نشي کولي چې دغه دوه ژبي ئئ
زده نوي ..........
طالبيزم، اخوانيزم او تروريزم په درد نخوري او د کمزورو وګړو کار دي.
ستاسو دليکنې په برابر څه عملې اقدام وشي ؟ :
غرواله وروره چې غلط پوه نشي زه دي د محکمي په چوکۍ نه کښينومه بلکې ستاسو
تحليلي نظر يوه ټکي ته را غونډه مه او بيائي له نورو ټکيو سره مقايسه کومه که
خداي پاک څه د حل او کم تر کمه ديوه معقول حرکت لاره پيدا کړه.
غرواله وروره د سموات او د چرسې ددوکان له مجلسو څخه څه شي نه جوړيږي.
ستا سو کشر/ مشر ورور لونګين
[quote:19f5831689="غروال"]ښاغلئ لونګين ورور سلامونه ومنئ
که څه هم پدي هکله ډير ويل شويدي چه کومه غوره لار به وي چه دګران هېواد افغانستان د سولې او بيا رغونې او دافغان ملت د يووالي او ملي يووالي لپاره صيح وي٠ ما يوه ليکنه چه له ستونزو يره څه بايد وکړو ستاسو د لوست مخې ته ايږدم اميد دي چه خوښ مو شي :
[color=cyan:19f5831689] ٠٠٠٠٠٠له ټولو مهم اصل د دا ډول ستونزو د حل لاره علمي تګلاره ده چه بايد ووهل شي٠ که څلورو خواته کتل او دهغه پيژندل نه وي لاره به ګرانه وي چه پيدا شي٠ او په لارې د تګ مثبت او منفي يا ګټې او تاوانونه که د سنجش غور پاملرنې مصلحت او د فکر له ژرندې ونوځي نو تګ په دغه لار به هرومرو هم ستونزي لري او هم به تګ ګران وي او دا به هم حتمي وي چه خپل هدف او بري ته به نه رسيږي٠ او له بد څخه بدتر چه په بلاګانو او خامارانو به سړۍ اوړي لکه چه واوړيدو٠ زما په اند د اوسنيو ستونزو د حل چارې د تېرو درو ترخو لسيزو ته د پام او په هغه د فکر اړتيا حتمي ليدل کيږي، ځکه دا هغه اصل دي چه د ستونزو او په خامار د اوړېدو بنسټ پلاس راکوي٠ يعني دا له اصلي او بنسټيزو چارو څخه دي چه پيدا کړو چه څرنګه او ولې په دغه لوی غم يا پدغه لوی خامار واوښتو٠ نو هله به وي چه مونږ به لا اقل دا لاس ته راوړي وي چه اوس څه وکړو چه که نن وي که سبا چه له دغه غميزي او مصيبت او خامار څخه خلاص شو، او که نه نن وشول نه سبا، نو لا اقل دا خو به مو کړي وي چه د راتلونکي افغان ملت نسل ته مو اغزي په لاره نه وي کرلي چه د مونږ غوندي دوي هم په بلاګانو او خامارانو واوړي٠ زه داسي عقيده لرم او ايمان لرم چه علمي لاره همدا ده٠ او که داسي وه لکه بعضي وروڼه چه صرف د جهاد نارې وهي نور نو يي الحمدالله نه په فلسفه خبر دي او نه هم په مرام، نه يي شرايط پيژني او نه هم تکتيک، نه د جهاد په لاره په تګ پوهيږي او نه د هغه په لوړ کلتور، نه يې دا مغزو کي ګرزي چه لسګونو زرو شهيدانو سرمايه څه شوه او ددوئ هم هغه لوئ وياړ، نه پدي خبر دي چه ولې وشول چا وکړل او ولې او څرنګه کاميابه شول او زه ولې او څرنګه ناکامه، ملت څه تمه کوله او څه مو ملت ته پلاس ورکړل، او ٠٠٠٠٠٠٠ نو بيا هم زه په دې عقيده يم او ايمان لرم چه مونږ خو به خامار خامخا رالاندی کوي بلکه خامار نه چه خامارونه به په پېړيو د افغان مسلمان وياړلۍ ملت د پښو لاندي کوي او هغه نسل به مونږه هريو په نهايت زشت او منفورو نامو محاکمه کوي٠
لدي امله زما زيار تل دا دي چه نه د چا پلوي وشي او نه هم څوک وغندل شي بلکه تل وکتل شي چه څه شوي دي او ولې، او نتيجه يا زېږنده يي څه وه او اوس څه په وس لرو کوم اقتصادي نظامي او مسلکي پرسونل امکانات لرو ، په کومه لار او څرنګه په کوم تکتيک کوﻻی شو خپل هدف ته ځانونه ورسوو٠ له چا سره څرنګه ريښتيا درواغ ووايو او راز ترې پټ کړو او چاته د زړه حال ووايو او ريښتيني مټې يې وګرځو او هم يي ريښتيني مټې وبولو٠ کوم بهرنۍ سياست ولرو او کوم هم کورنۍ، چه دا ټول هر يو علمي لارو ته اړتيا لري چه ګام په ګام خپل ټول امکانات په هره برخه کي جدي په پام کي ولرو او ګام په ګام خپلي سياسي اقتصادي ګتې مدنظر ونيسو٠ که نه نو تګ بيا د پټو سترګو دي چه زه يي بيا د لارې ملګرۍ نه يم٠٠٠٠٠٠٠ [/color:19f5831689]
په درناوې
ستاسو ورور غروال[/quote:19f5831689]
م ن غروال
15.06.2004
ښاغلئ لونګين ورور سلامونه مې ومنئ
زه فکر کوم چه ستاسو جريان بلې خواته مخ کړئ دي چه هغه ژبه ده٠ پدې هکله هم مونږه خپل بحث تېر کړئ دي چه اوس هم يوه مقاله په ټول افغان کي او بله هم چه په خپلواکۍ جريده کي خپره شويده ، شته دي٠
زما هدف له پورتنې مقالې څخه ـ لکه څنګه چه له عنوان څخه يي معلوميږي ـ دادي چه نبايد پښتون ولس نور د تباهيو کندو ته د هغه او دغه نامو په ناوړو ګټو پورته کولو ورنسکور کړو٠ ((څه بايد وکړو؟)) هغه مې هم ليکلي دي چه مونږه پښتانه بايد له ټولو هغو پښتون افغان لوړو چارواکو سره چه د بې ګناه انسان په مرګ يي لاسونه ندي سره، له نږدې هر اړخيزې مرستې وکړو تر څو د قاتلانو او متجاوزينو د فعاليت کوڅه ورتنګه شي او نن چه ګلم جمان او جمعيتان او ستميان او پرچميان کوم فعاليت کوي هغه ټول سياسي فعاليت دي چه ګام په ګام خپلې ګټې او تاوان ته متوجه دي٠او ګام په ګام ځانونه خپل هدف ته رسوي، لکه چه نن يي ګوروچه يوه نمونه يي د ژبې مسئله ده٠ پښتون ټبر هم بايد له تېرو نور عبرت واخلي او نور ځانونه ونه وژني او پيدا کړي چه په څه کي ددوئ ګټه نغښتې دي٠
پاتې شوه ژبه ! پښتون اوس هم د جهاد نارې وهي چه پښتونه بس ته به يي ګټې کنه نو امريکايانو لاندې کړې! دا که وڅيړو چه چا او ولې او څرنګه او په کومو تخنيکو او سازشو او په کوم چل او ول د پښتون دښمن پدې بريالۍ شو چه د پښتو له ژبې يي د ملي کلمه لرې کړه او ازبکي يي رسمي کړه٠ ولې؟ دا ځکه نه چه جمعيتان دومره تکړه دي يا هم پرجميان! يا دا کار له ستميانو پوره دي يا هم د ګلم جمانو! نه ! دا ځکه چه پښتون عجب د يوه بل په سر ټکولو لګيا دي او عجب بد د افغان دښمن ډول ته په نڅا دي٠ دا ځکه چه پښتون ډير بد سخت اورميږ لري چه چاړه لا پرې نه وي ايښي بيا يي پرې وي ، دا ځکه چه پښتون عجب بد د يوه بل وينو څښلو ته ناست دي او لنډه چه پښتون عجب بد د نفاق مرض لري٠ که مونږه پښتانه يوازې همدا زده وي چه قرباني او بس ! نور د خپل چاپيريال ګټې او تاوان ته مو اصلا پروا نه وي نو قدر منه وروره زه خو بيا هيڅکله د پښتون بريالېتوب ته سترګي په لاره نه يم٠ نو دداسي تګلارې پيدا کول د هر وطنپال افغان ايماني او وجداني دنده او مسئوليت دي چه تل له علمي ميتودو څخه کار واخلي تر څو د خپل اصيل افغان ټبر د خدمت مؤجب او وسيله وګرځي٠ ( انشأالله ) ٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال