د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اشغالګرو دروغ او دمظلوم افغان ملت وژنه .

pattang
12.12.2010

د اشغالګرو دروغ او دمظلوم افغان ملت وژنه.

ګردېز: د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ جنګ روان دئ

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٢٠ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-11

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کي د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده، چي مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د ګردېز له ښار څخه د ازادۍ راډيو خبريال لمر نيازي راپور ورکړ، چي مظاهره چيانو د دکانونو ښيښې ماتي کړي دي، بازارونو بند او د ښار په مختلفو سيمو کي د اور لوګي پورته کېږي او ډزي هم رواني دي.
د مظاهرې علت په پکتيا ولايت کي تيره شپه د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کي د ١١ تنو مړينه بلل سوې، چي بهرنيان يې د حقاني شبکې طالب وسله وال بولي، خو مظاهره چيان وايي هغوى د سړک جوړوني د يوې شخصي کمپنۍ ساتونکي وو.
د آزادۍ راډيو د راپور له مخي مظاهره چيان په سپکو وسلو سمبال دي او له پوليسو سره متقابلي ډزي کوي، چي تر اوسه يو تن پکښي ټپي سوئ دئ.
راپور وايي د ګردېز ښار ټول تړلى دئ، د خوست او پکتيا لاره بنده ده، او مظاهره چيان د ښار له لوېديځي برخي څخه نورو ته د خپرېدو په حال کي دي.
د ګردېز د نننۍ پېښي په هکله لا د دې ولايت چارواکو او د کورنيو چارو وزارت مقاماتو تر اوسه څه نه دي ويليي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more