د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

آيا مونږ پښتو (خ) ته اړتيا لرو که پښتو (ش) ته ؟


03.12.2010

د (ش) توری په عربي، فارسي او پښتو ليک کې کاريږي او کوم تغير ته يې اړتيا نه ليدل کيږي، که فارسي شوربا مفغن کوو نو بس دی چې (ب) يې په و بدلوو او شوروا ورته وايو . تر دې سربېره د (ش) په تلفظ کې بدلون ته تيا نه ليدل کيږي او که څه فرق او بدلون يې په تلفظ کې وي ، نو هم انځورولو ته څه اړتياده، مونږ د کوم ضرورت له مخې د ش يو څه ډک تلفظ د هغه له تش تلفظ څخه په ليکلو کې هم بېل کړو ؟
که څوک شکلی ، شورا او پشتو په (ش) سره ليکي نو څه پروا لري ؟؟؟؟؟ که دغه (ش) څوک تش تلفظ کوي او که ډک يې وايي، په دواړو صورتو کې همغه يو (ش) دی ، نو دشکل بيلولوته يې په (ش) او (ښ) څه اړتيا ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

همدارنګه هغه پښتانه چې شکلي، شوروا او پشتو په خکلي، خوروا او پختو تلفظ کوي او همدغسې يې په (خ) هم وليکي ، نوڅه پروا لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ولې خبره په دې نه حل کيږي، ځکه ډيری پښتانه نوموړي کلمات په يو توري تلفظ کوي چې هغه نه ډک او تش (ش) دی او نه هغه ډکه (خ) ده !
پو ښتنه داده چې ډک او سپک (ش) نه دی او ډکه ٠خ) هم نه ده نو بيا څشی دی ؟؟؟؟
ځواب : هغه توری سپکه يا تشه (خ) ده !
يعنې ډک (ش) او ډکه (خ) يو هم مذرح نه ديؤ بلکې تشه (خ) مطرح ده ، خو تيروتنه داده چې د هغې تشې يا سپکې (خ) پر ځای مو ډک (ش) انځور کړی
چې هېڅدول اړتيا ورته نه لرو، خو تشې (خ) ته اړتيا لرو، ځکه هم يې ډيې پښتانه
وايي او هم پرې ليدود توحيد رامنځته کېدای شي او که د ډک (ش) او ډکې ( خ) والا پښتانه همغسې تلفظ کړي نو بد کار خو نه دی د ليکدو د توحيد سره به يې لفظي توحيد هم پاللی وي .
نتيجه :
که څوک ډک (ش) ته د پښتو (ش) وايي او هغه په (ښ) ليکي بېځايه ده او او که تشې (خ) ته پښتو (خ) وايي خو په بڼه کې يې همغسې په (خ) وليکي بېځايه ده ،
لهذآ د تشې (خ) دويونکو ډيری پښتنو له پاره بايد ٠خ) ته ورته توری وټاکل شي
نه د ډک (ش) له پاره ټاکل شوی بې ضرورته ټاکل شوی (ښ) !

ګټه يې : بيا به څوک د تشې (خ) ليکنه او تلفظ نه په ډکه (خ) لکه په لره پښتونخوا کې او نه پۀ ډک (ش) لکه په جنوب غرب کې کوي . که تلفظ سم نکړي نو ليکنه خو به يې حتما سمه کوي ! آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟
تاسو د کابل شاوخوا پښتنې سيمو او پښتنو کوچيانو کې د (هو) په ځای د (ښه) تلفظ ته ځير شئ او هغوی وايي ( ښيه!) اوچته څرګنديږي چې نه ډک (ش) او نه ډکه (خ) کاروي، بلکې سپکه او تشه (خ) په ښکلي، پښتو، ښوروا او نورو ورته تورو کې کاروي ، نو بيا ولې (ش) ته په مشابه شکل (ښ) وليکل شي ، دا خو د (خ) بدل توری دی، نۀ د (ش) بدل شکل !


larghonay laraway
05.12.2010

پتوال صيب سلام!
زه ستا په ليکنه ډېر پوه نه شوم ځکه چې په پښتو کې خو د (ښ) توری شته او په ليکنه کې دود دی خو تلفظ د هرچا خپل دی چې څوک يې (ش ) تلفظ کوي او څوک يې (خ) خو يو شمېر يې په خپل حالت (ښ) تلفظ کوي نو تلفظ د هرچا خپل کار دی خو ليکدود بايد يو وي او همغه همدا(ښ) ده.

په دې کې تر اوسه کوم اختلاف هم نشته ځکه هغه چې پختو وايي هغوی هم (پښتو) ليکي او هغه چې پشتو وايي هم.
فکر کوم تاسو د اختلاف کومه نوې خبره راويستلې ده کاشکې يې لږ نوره هم روښانه کړئ
مننه
ستاسو لاروی



06.12.2010

عليکم ستا دا غوړ سلام !
په ساده توګه ، لارغونی صيب ، (ښ) ته پښتو(خ) ووايو او که پښتو (ش) ؟؟؟؟؟

ستونزه داده چې په پښتو کې پښتو (ش) نشته، ولې پښتو (خ) لري نو ولې د عربي (خ) سره يو نږدې شکل ورته نه دی ټاکل شوی چې
د عربي( ش) سره يو نږدې شکل لکه (ښ) ټاکل شوی ؟؟؟؟
داچې پښتو(ش) وجود نه لري يوه پېلګه يې داده چې ډير کسان (خشم) په (خښم) ليکي ؟ داسې تيروتنې به هم بيا نه کيږي، که څنګه ؟؟؟؟
که اوس مې په مقصد پوه شوی يې، نو لطفآ هغه پاس ليکنه مې په دې اړه اوس بيا ولوله ، په هغې کې نورې خواوې هم ځای شوي .
داچې نه د(ش) والا پښتانه او نه د (خ) والا پښتانه د (ښ) له خپل تلفظ څخه کار اخلي نو ليکل يې د چا له خاطره کوو، او که د چا له خاطره يې ليکل سم کوي نړ لوستل يې ولې سم نه کوي چې خپل اصلي تلفظ يې تعميم شي ؟؟؟؟؟؟؟
پشتو خو فارسيوانان وايي نۀ پښتانه، نو د فارسيوانانو له خولې څڅه خو به دخپلې ژبې نوم نۀ رااخلو، بلکې خپله بايد خپلې ژبې
ته پښتو نوم ولرو نه داچې له فارسي نه يې پشتو رانقل او بيا يې (ش) په (ښ) واړوو ؟؟؟؟ نو پښتانه له کومه ځايه (پښتو) ته (پشتو) وايي يا پشتو په (پښتو) ليکي ؟؟؟ دا يواځې يوه څېړنيزه پوښتنه ده ، نه بل څه .


larghonay laraway
07.12.2010

سلامونه!
ياره پتوال صيب په رښتيا چې په لومړي ځل دې زه په ليکنه سم نه وم پوه شوی او اوس پوه شوم.
اوس ستا فرضيه بېخي روښانه ده چې (ښ) ته بايد د (خ) په ليکه کې ځای ورکړل شوی وای نه د (ش او س) په ليکه کې.
دا ستاسو خبره يو پوخ دليل هم لري چې د (پټان) کتاب دی چې په هغه کې پښتو نه بلکې پختو ته اصلالت ورکوي. خو دا رښتيا هم څېړنيزه موضوع ده چې بايد کار پرې وشي.
مننه
لرغونی لاروی


pattang
07.12.2010

[quote:280c04c320]داچې نه د(ش) والا پښتانه او نه د (خ) والا پښتانه د (ښ) له خپل تلفظ څخه کار اخلي نو ليکل يې د چا له خاطره کوو، او که د چا له خاطره يې ليکل سم کوي نړ لوستل يې ولې سم نه کوي چې خپل اصلي تلفظ يې تعميم شي ؟؟؟؟؟؟؟[/quote:280c04c320]

فر هنګي ، معنوي او مادي غلا وې له تعقيب لاندې دسزا وړ دي٠
که له افغانستان څخه راځې نو ولې سترګې پرې پټوې !!!!!!!


larghonay laraway
08.12.2010

سلامونه!
پتنګ لالا که جمله دې لږ روښانه کړې چې چا فرهنګي غلا کړې او څنګه يې کړې. ځکه چې زه خو پرې نه يم پوه شوی او کيدی شي نور لوستونکي هم پرې نه وي پوه شوي.
مننه


pattang
08.12.2010

[quote:5d5297c875="larghonay laraway"]سلامونه!
پتنګ لالا که جمله دې لږ روښانه کړې چې چا فرهنګي غلا کړې او څنګه يې کړې. ځکه چې زه خو پرې نه يم پوه شوی او کيدی شي نور لوستونکي هم پرې نه وي پوه شوي.
مننه[/quote:5d5297c875]

لرغونيه وروره !
لا لا ګان مې نه خوښېږي زما کشر زوی د ٢ کالو دی٠
په خبره ښه پو هېږې د مچويو په غار کې ګوتې مه وهه !
هم (ښ ) هم (خ ) او هم (ش ) د پښتنو د پښتو لهجې دي ، هر قام يې ځانته غرور٠
اوځانته لهجه لري خو په يوه شي کې ټول بيا سره يو دي چې هغه معنوي پښتو
اوپښتنولي دي٠ زه به په غږ او لهجه پسې نه ځم ، زه دمعنوياتو پلوي کوم
چې هغه په ياد شوي ميراث او سطحه کې ټول يو شی او سره ګډېږي٠


عنوان

tandar
11.12.2010

پتنګ لالا ځوی دی خدای درته ځلمی کړه، مګر ٢ کاله مخکی چه زه اوته دقران خورو سره ناست و، هم د٢ کلنو و،ګوره دوطن فکرونه درباندی زیات شوی ، اوس به د٤ کلو وی ،بله ورځ انشاالله ځلمی دی،سنګر که به ناست وی٠
بچیان ځلمیان کیږی پلارونه زړیږی ،نو له دی خاطره او بل دګرانښت له کبله او یو څه چه مو په تا ناز کړی وی، درته لالا لقب کوو٠
اګر چه مونږه په وطن کی هندوانو ته هم لالا ویلو :oops: :oops: :oops: ،مګر خپل مشر ورور ته هم لالا وایو، او که واقیعت درته ووایم زه خپل پلار ته هم لالا وایم ،په پوښتو کی لالا ډیره خوږه کلیمه ده٠
خدای دی مونږ ټولو ته ژوندی لره٠


larghonay laraway
13.12.2010

سلامونه!
ياري د زور خبره نه ده
که زړه دې نه وي نور دې نه ازاروومه
پتنګ صيب باور وکړه لکه څنګه چې تندر صيب ليکلي چې پلار ته لالا وايي زه هم پلار ته لالا وايم ځکه چې تر پلار مې نور د هغه تره زامن کشران وو نو هغوی به ورته لالا ويل چې مونږ هم د همغوی په پله روان شو او د ابا، دادا او يا د کابلګکانو غوندې د اغا پر ځای رانه لالا شو.
بله دا چې ځينې پښتانه هر مشر ته لالا وايي نو ماته هم مشر ښکارې ځکه خو
که زړه دې نه وي نور دې نه ازاروومه
نور درته لالا نه وايم او رسمي نوم درته اخلم (ښاغلی پتنګ يا پتنګ صيب)
ولې بحث په لالا نه ؤ بلکې ستاسو د لاندې جملې وضاحت مې غوښتل

[quote:8f102517c3]فر هنګي ، معنوي او مادي غلا وې له تعقيب لاندې دسزا وړ دي٠
که له افغانستان څخه راځې نو ولې سترګې پرې پټوې !!!!!!![/quote:8f102517c3]
که پورتنۍ جمله دې لږ روښانه کړې چې چا فرهنګي يا معنوي غلا کړې چې بايد تعقيب شي؟

پاتې شوه د پتوال صيب له خوا بحث ته وړاندې شوې موضوع
نو که څېړنه پرې وشي دې کې خو څه ستونزه نشته!
زما په خپله لهجه کې باور وکړه چې (ښ،ش،خ،ځ، ږ) او نور ټول شته او په تلفظ کې يې باور وکړه چې هيڅ ستونزه نه لرم.
[color=red:8f102517c3]زه د هر چا لهجې ته درناوی لرم خو د دې لپاره مبازه کوم چې لهجې د پښتنو ګڼې او خپلې دي چې هره سيمه لهجه لري او يوه هم بده نه ده خو معيار د ټولو يو دی چې شپږ اووه غونډې پرې شوي او تر دې مهاله يې رارسولی دی که هر څوک يې تخريب غواړي مبارزه او حتی مجادله او مقابله هم ورسره کووم.[/color:8f102517c3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more