د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټول اسلام خاص اوخاص افغانستا ن دی له دی عبرت واخلی٠

tandar
27.10.2010

ټول اسلام دی اوخاص افغانستا ن دی له دی عبرت واخلی٠
ولی واټیکان دصدام داعدام له مخکی دا خبره نه کوله ؟٠
نن دخپل صلیبی اعدام نه غواړی٠
ډیر دافسوس ځای دی نوری تبصیری ته وخت نه لرم او نه ې حوصیله راسره شته یعنی کرست ،،صلبیان،، ددنیا خدایان دی او داسلام نړی باید نابوده شی ،افغانستان ورته ددوی د ټریننګ یو میدان ښکاره او ګرځیدلی دی٠
له عراقه شروع ده او په افغانستان کی روانه ده چه مخه ې ونه نیول شی نو چیرته به ختمیږی؟٠
اول دی او که اخردی مری ،یا به غلامی قبلوی ،نن هغه ورځ ده چه ډالربه منی یعنی غلامی او که د تل لپاره ازادی به منی؟
افغانه ټوله راتلونکی دی په خپل لاس کی ده،په دی باره کی فکر وکړه٠
زما نظر یوالی او ملی قیام ددشمن په مقابل کی دی او بس ،نور دحل لاره نشته٠
دا ډالر دلاس خیره ده ،یو وخت کی به نه ډالر وی او نه ازادی ، نوم به دی غلام بچه وی ،راتلونکی نسل به ښه افتخار درباندی وکړی چه دچا څخه پیدایم؟ او څوک یم؟
میرویس خان او اکبرخان د اوسپنی نه جوړ شوی نه وه ؟ زمونږ غوندی انسانان وه ،درد ،غم، زخم او وژنه ې نه احساسوله ؟
هر افغان چه ځانته افغان واې نن د داسی جهاد ورځ ده چه دا په مذهب پوری هیڅ ارتیاط نه لری دا دملی ناموس ازادول دی ،ځکه هندوان هم دلته ژوند کوی مګر افغان دی ، ددی خاوری بچیان دی او ازادی ورباندی فرض ده اوحق پری لری٠
مثال ې دادی چه مونږ ډیر پیاوړی په هندوانو کی دپښتو ژبی شاعران لرو دوی زمونږ وروڼه تن او وجود او افغان دی٠
امریکایان ډالر په بانک کی حواله کوی ،خمینی په خلتو او بکسو تسلیموی نه پوهیږم چه پنجابی ې د دال نخودوپه بوجیو کی رالیږی او که څنګه؟
یو بی ثباته حوکمت او اداره ده ،چه دی ته نه حوکمت او نه دولت او نه کومه اداره ویل کیدلای شی٠
عفوه غواړم دافغانستان دولتی چارواکی فقط لکه باغ وحش یا دافریقا دحیواناتو طبعی پارک غوندی راته ښکاری٠
دهر حیوان چه به بل حیوان زور ورسیدو دهغه خوراک دی ،ځکه نه قانون شته او نه پوښتنه٠
دی یرغلګرو او وطنفروشانو په سر تندر
دالاندی خبر ولوله که واقعی افغان ې تر ی عبرت واخله٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
larawbar.com

واتيکان: طارق عزيز مه اعداموئ!


د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مرکز واتيکان د عراق پر حکومت ږغ کړى، چي د پخواني مرستيال ولسمشر طارق عزيز د اعدام پر حکم له سره غور وکړي.
طارق عزيز چي د صدام حسين د حکومت پر مهال د عراق مرستيال ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير وو، پرون د عراق د ستري محکمې له خوا له څلورو نورو پخوانيو چارواکو سره په اعدام محکوم سو.
په دې چارواکو کي د صدام حسين ناسکه ورو سبعاوي ابراهيم الحسن هم شامل دئ.
له واتيکان څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي که طارق عزيز اعدام نسي، د نوموړي ژوندى پاتېدل په د عراق له امنيت او عدالت سره مرسته وکړي.
طارق عزيز او نور چارواکي د سياسي مخالفانو په وژلو، تښتولو او بېرولو باندي تورن دي.

سلېمان يوسفي


حذيفه
18.11.2010

تندرصاحب !
داخوترلمرښکاره خبره ده چي اوسنی جنګ دی که مخکيني جنګونه ووټول داسلام پرخلاف اويوازي داسلام له منځه وړل غواړي .صدام مسلمان ووځکه يي شهيدکړطارق عيسوي دی اودوئ ته کوم خطرنسي پېښولای بلکي کومک اومرسته ورسره کولای سي نواعدام يي دصليبيانوپه زيان تماميږي .


abdulhaq-watan
19.11.2010

تندره تڼی مشې یار
صلیبان به ولې دا دله اعداموي هغه خو ددوئ جاسوس ؤ
بل دا چې ګرانه دومره زړه مه ځوروه دا ټول الله ج ګوري هغه
خپله که څه وکړي خو ښه که نه نور زړګیه د مونږ له لاسه به څه
پوره وی؟
په تنظیمو به نه غولیږې چې هغوئ هم لکه ستمیان تالي څټي دی
حیف د هغو ښکلو او په اسلام او په وطن مین ځلمو چې د اسلام
او جهاد په نوم قربانیږي.
ته باور په خدای وکړه چې د دغو ځلمو نه خلک د خپلو تنظیمو ګټه
پورته کوي که نه ولې ګلبدین او ملا عمر په يوه لاره ندي سره روان؟
ته په خدای باور وکړه طالبانو ته اوس هم امریکا پيسې ورکوي چې
جنګ وکړي تر څو دوئ دلته پاتي شي او هېواد وویشل شي
بس خداي ج دې خپله مرسته وکړي هغه نوبیا د مونږ د عقل نه اوچته
خبره ده بس ګرانه تندره د الله مبارک دربار ته دعا کوه
زړه د درد لري خو د چا د تنظیم فریب ونه خورې ځکه چې ته درد لري
لپاره د وطن او افغان او اسلام. خو دا نور فقط خپل تنظیم غواړي
داسی نشی چې خدای نخواسته څوک د تا د پاکو وطنې احساستو نه
استفاده وکړي.
باقي تل د ښمن په سر تندر اووسه او خدای پاک د په امن کي وساته
آمین ثم آمین
د تا زړه سواند ورور
وطن
په مینه او درنښت


عنوان

tandar
20.11.2010

وطن صاحب سلامونه٠
دغه خلک چه نن قربانی کیږی ، پوه شی او سره یو شی،نو زمونږ مشکل حل دی٠
زه خپله ستاسو نظر تائیدومه اوما خپله بل سرخط کی لیکلی چه،، څوک غواړی،،په هغی کی زما نظر هم معلوم دی٠
زه یو تنظیم نه پیژنم ځکه چه همدغو تنظیمونو دا ملت برباداو خاوره له ایرو سره برابره کړه٠
اوس دی خدای ځپلی سره یو کړی چه هر دشمن ته پر مخ څپیړه حواله ،ځان او خاوری ته نجات ورکړی٠
مننه٠


pattang
20.11.2010

[quote:cd0f53df7b]..............ته په خدای باور وکړه طالبانو ته اوس هم امریکا پيسې ورکوي چې
جنګ وکړي تر څو دوئ دلته پاتي شي او هېواد وویشل شي
بس خداي ج دې خپله مرسته وکړي هغه نوبیا د مونږ د عقل نه اوچته
خبره ده بس ګرانه تندره د الله مبارک دربار ته دعا کوه............ [/quote:cd0f53df7b]

دجبهې له منځه خبر نه يې ! طالبا اوس هغه طالبان ندي چې پخوا تا ليدلي وو
اوس نوی نسل دی او خپل جهاد د خپلې ازادۍ لپاره کوي٠
هو امريکايان خپل جاسوسان طالبان لري چې هغوی له دانورو سره ګډ دي او
cia ته يې جاسوسي کوي او اشغالګر بيا خپلې چاپې پرې اچوي ٠
امريکايانو په ازره او ځاځي ميدان کې خپل خلک د طالبانو په نوم پا اسلحو
سمبال کړل او داسې کارونه کوي چې اصلي طالبان بد نام کړي ٠ دې دغو دوو
ځايونو نومونه ځکه اخلم چې د سترګو ليدلی کار او عمل دي٠


abdulhaq-watan
21.11.2010

پتنګه!
ته هم خبر نه یې دومره طالبان چې لره پښونخوا کی
دي بره کی نشته ولې خپلې آزادۍ جهاد نه کوي چې
د افغانستان له غمه مړه دي ځاځي میدان کی خلک
خپله امنیت ساتي نه طالبان شته نه امریکایان
طالبان هسې یوه بانه ده نور ټول د پردې شاته بل
څه دي
امریکایان په وړاندې داسی د ړندو سترګو جهاد
لکه ملا عمر یې چې کوي نو بس یوازې د پښتون
د سر ورکول دي نور هیڅ نشته
هغه کوم اصلي طالبان چې دي هغه هسې خواران
ټوله د ملا عمر له لاسه شهیدان شول او نوره هم
ورپسې شهیدان کیږی ځکه دومره د اخوندصیب
پلوی نده پکار
د انتخاباتو ته یوازې پښتانه ترور کیږی ولې نورو
ته څه نه وایې ددوئ له لاسه پښتانه در په دره دی
د دا ډول جهاد نارې وهل پښتون ته څه ګته لري؟
کنه چې ته څه وایی هغه خو مونږه هم پوهیږو او غواړو
همداسی چې ته یې غواړی


عنوان

tandar
22.11.2010

پتنګ صاحب ښه شو چه راغلی او کوښښ به کوو چه دهری ادعا سره قانع کننده په ثبوت سره دلیل ووایو٠
١،تاسو واې هغه طالبان نه دی ،پس هغه طالبان خراب خلک وه له مینځه وایستل شول او که ټول دلیلی په دښته کی شهیدان شول؟
٢،ورره پخوا ې پوښتون ته خلقی نوم ایښی و،چه حتی ٣٠ کاله مخکی ې ٤٠ نفرو په همدی غرب کی زما دوژلو لپاره په دسته جمعی سره غونډه جوړه کړی وه،دا پوښتون دی او خلقی و،ټول خلک راته معلوم دی،ورځ ې رالونکی ده ددی غونډی مشر هم یو اوزبک چه مشهور په معلم چنګیز او محمد صادق نومیده چه له مزار څخه و٠ او دا خبره ې هم په غونډه کی کوله ،، چنګیز چه خیانت کرده بود که نام اش را امروز کس یاد نمی کند؟ ،،٠
اوبل هر پوښتون نن که طالب نه دی ، هم طالب شویدی،اوباید له ځانه طالب جوړ کړی،او طالبان شویدی ،دا د٩ کالو دحالاتو څخه باید عبرت واخلی ،هره ورځ ې په ښکاره او مرموز ډول دپوښتنو دسر سړی ې وژل کیږی ولی ؟
٣،دیوواقعی افغان لپاره په کار ده چه ټول ملت ته دوطن دشمن ،داخلی وی او که خارجی وی ،ور وپیژنی ، او په یوه اواز د وطن ازادی وغواړی او نور د دشمنانو بازیچه ونه ګرځی٠
٤،که بدخشی دی او که هراتی دی او که هزاره اوکه پوښتون دی یو افغان دی ددوی په مغزو کی باید داسی پیچکاری وشی چه مونږ ټول یو ورور او یو وجود یو،او بی اتفاقی بربادی ده٠
٥،هغه څوک چه دډالرو،کلدارو،تومنو او روبلو لپاره کار کوی رسوا او له مینځه وایستل شی ،ځکه دامکروب دی او مکروب تل دمرض عامل شویدی٠
٦،پخوانیو مشرانو چه له هری ډلی څخه وه نور اعتبار دخپلو اعمالو نه له لاسه ورکړی دی،پلار او مور ې چپلکی نه لرلی نن قصرونه لری ،داله کومه شول؟
ملایانو به هم په کلو کی وظیفه ټولوله نن په پیجاروګانو کی ګرځی٠
داټول په سترګو وینو٠
هر چا چه ٥ نفره لوچک ځانته مصلح کړه بس دخپلی منطقی رئېس جمهور دی٠
په داسی جامعه چه خودسری وی دهغی دخاوری دملی هویت دساتلو امکان نشته بلکه دتجزئی په حال کی وی ،لکه نن چه اوازی دی٠
واقعی افغان یوالی ته ضرورت لری که خپله خاوره ازاده او ملی هویت ساتل غواړی ٠
دیرغلګرو په سر تندر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more