طبیعي علوم او ریاضیات
میډیټیشن
ع کريم حليمي
12.10.2010
د تفکر او تأمل صاحبانو ، السلام علیکم و رحمة الله
انسان د خپل بدن پر بعضو اعضاء او اندامونو پوره حاکمیت او کنترول لري لکه لاس پښه او سترګي ، او پر بعضو اندامنو بیا نیمه کنترول لري لکه ماغزه مثلاً زه غواړم چه ویده سم اما ماغزه وایی نه ، نه ویدېږم
وايي میډیټیشن ّ( مأمل او تفکر ) داسي یوه پوهه او مهارة دی لکه څوک چه
موټر زده کړي ، که څوک د میډیټیشن اساسات او بنسټونه سم او صحیح زدکړي او په پوه سي ، نو بیا دئ کولې سي چه خپل دماغ تر کنترول لاندي راولي او پر خپلو فکرونو باندي حاکم سي
ایا داخبري د باور دي ، ایا دا ممکن ده چه انسان دي پر خپل فکرونو حاکم سي ؟؟
درنښت
pattang
12.10.2010
نه په خپل فکر سړی نشي حاکمېدلی ، که حاکميت پرې پيدا شي نو سلسله به يې
لا يتناهي ته ورسيږي، فکر د مادې د يوه خاص هندسي شکل خواص دي ، ددې
هندسي شکل معلم زمونږ مسلمانانو په عقيده الله (ج) دی ٠
حليمي صيب چې نه کار هلته څه کار !
ع کريم حليمي
13.10.2010
مکرم ، محترم پتنګ صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه او احترامات په عرض رسوم
[quote:c96f13929e]فکر د مادې د يوه خاص هندسي شکل خواص دی[/quote:c96f13929e]
پتنګ صاحب ! تاسو لیکني اکثره وخت قلیل اللفظ اما پرمحتوی وي
که وګرانو لوستوونکو ته دغه پرمحتوی جمله تشریح وکړئ ، موږ به خوښ شو !
[quote:c96f13929e] ددې
هندسي شکل معلم زمونږ مسلمانانو په عقيده الله (ج) دی ٠ [/quote:c96f13929e]
ّهو ! دا واضح او څرګنده خبره ده ، هم ئې خالق او هم معلم
خبره داسی ده چه : چه دا خالق او معلم څومره مداخله کوي ؟؟؟؟
او په دېٖ خاورینه دنیا کي مونږ عَدُوٌّ مُبینٌ هم لرو ، او دئ مو رهنمایي کوي
که زموږ اساسات او بنسټونه زده نه وي ، زده کړه ، زدکړه له هم دېِ مطلب
له پاره ضرور ده چه پر خپل فکر حاکمیت پېدا کړو ، څوک چه پوهه لري
دېٖ سړي ته فیصل ویل کیږي ، څوک چه پر فکر حاکم وي هغه کولای شي
چه حق او باطل جدا کړي
په دېٖ جهان کي چه موږ ږوند کوو ، قوانین مسلط دي ، او طبیعت هم د قوانینو تر حکومت لاندي دئ ، علت او معلول سته او له دغو علم راپیداکیږي
هو ! پر فکر او مغز باندي ّهم قوانین مسلط دي
زه باور لرم ! په هره اندازه چه د شعور فکر پر قوانین پوهه او تسلط پېدا کیږي ، نو پر فکر یوه اندازه حاکمیت پېداکیږي ، که د ډېري پوهي خاوند
پر خپل فکر حاکمیت و نه لري ، نو ویلای سم چه : ددغه شخص مغز
سالم نه دی ، دا د طبیعت په قوانینو کي حسابېږي چه «عقل سالم در بدن سالم است»
02.01.2011
محترم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
د١٨ - مې پيړۍ فيلسوف ايمانوئېل کانټ وايي له حسي اګاهۍ پرته زمونږ عقل تش او خالي دی ، او له عقلي قوې پرته زمونږ حسي اګاهي ړنده ده ٠
نو عقل حسي معلومات د کار لاندې نيسي او خپله محتوا ترې جوړوي ،که نه تش او بې محتوا به پاتې وي ٠ بايد ووايم معلومات که حسي وي او که عقلي په مغزو کې د انځور يا انعکاس په بڼه شتون لري ، شکلي انځورونه له حسي سطحې څخه د مفاهيمو سطحې ته او د مفاهيمو د تړاوونو پروسه د عقل او منطق ژوروته درومي . نو هر څه چې به بهرنۍ نړۍ کې شته له رنګ ، خوند، بوی ، موج او حرارت څخه نيولې تر تړاوونو، قوانينو پورې دانسان د حسي او عقلي شعور پواسطه منعکس کيږي، لهذا د عقل او فکر محتوا د عقل او فکر د عيني( ابجيکتيفو) موضوعګانو پواسطه تعين او determination مومي . د انسان علاقه، احتياج او ابتکار د موضوعاتو په انتخاب او غوراوي کې خپل رول لوبوي . او د عقل موجود محتويات او د محتوياتو معنوي ستروکتور پخپله د فکر يا انديزه پروسه تسلط اوحاکميت رامنحته کوي . لکه څنګه چې زمونږ ادراک د شيونو په درک کې انتخاب کوي دغسې زمونږ عقل موجوده محتويات او ساختار يې د فکر او سوچ د بهير په ټاکلو کې رول لري . آن د انسان تربيه اوروزل شوي احساسات هم د سوچ د موضوع په ټاکلو اغيز پرېباسي !
د ساري په توګه که يو بحث نور زمونږ له پاره جالب نه وي، فکر هغه په خپل سر نشي تعقيبولی، يعنې دغه د انسان (زۀ)يا اراده ده چې د فکر نيلی په کوم لور ځغلولي !
نو ستاسې د ليکنې وروستۍ جمله دنتيجې په توګه زه هم تائيدوم !
به درنښت