د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يابه يو کېږو، که نه ورکيږو


05.10.2010

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/09/100928_l15_hamidgul.shtml

ددې مرکې په اړه په کورنيو او بهرنيو افغاني ميديا و کې تاودۀ بحثونه او غبرګونونه روان دي، ستاسو اندتوګه په دې اړه څه ده ؟؟؟؟؟
ايا په رسمي توګه متقاعد ، خو عملاً دافغانستان له پاره د ISI واکمن مشر جنرال حميدګل دا حق لري چې زمونږ د ملي برخليک په ټاکلو
کې لاسوهنه کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


abdulhaq-watan
05.10.2010

salam
zuma sar na pa khlasigi da sa waie . za kho dasi waiam che monga khpala na yo malamata? pa ihteram


Re: يابه يو کېږو، که نه ورکيږو

pattang
05.10.2010

پتوال صيب !
هرڅوک به هرڅه وايې ، داچې کرزی ګوډاګی پېژنې دا نېغ حقيقت دی ,
[color=darkred:dc5339018a]([/color:dc5339018a] سر بېره پردې، اشغالګرو کرزی د پښتنوپه نوم
خوشې کښېنولی خو دپښتنوغټ دوښمن کرزی دی او ټول د ستميانو کارونه کوي.
[color=brown:dc5339018a]) [/color:dc5339018a]٠ داچې حميد ګل هرڅه وايې هغه يې خپل نظر دی ،
هيڅوک د چا په خوله پاستی نشي اچولی ! زمونږلپاره هغه مهمه ده چې طالب
څه وايې او طالب به دچا په خوله پاستي اچوي !
زه هم وايم چې اشغالګر بايد له طالبانو سره خبرې وکړي ، څکه دا نور خو ټول غله
جنګي جنايتکاران دي ٠ ( هرڅومره چې جنګ اوږديږي په هغه اندازه د جنګي
جنايتکارانو جيبونه ډکيږي او نور ملت معنوي اومادي پکشې سوځي
، له اشغالګروڅخه نورې ډېرې نارې د بين الملي تروريزم پر ضد دغه دکرزي
فاسد دولت وهي ،دا ټول دخپلې کټې او نه داولس دابرو او ازادي لپاره ) .

[quote:dc5339018a="پتوال"]http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/09/100928_l15_hamidgul.shtml

ددې مرکې په اړه په کورنيو او بهرنيو افغاني ميديا و کې تاودۀ بحثونه او غبرګونونه روان دي، ستاسو اندتوګه په دې اړه څه ده ؟؟؟؟؟
ايا په رسمي توګه متقاعد ، خو عملاً دافغانستان له پاره د ISI واکمن مشر جنرال حميدګل دا حق لري چې زمونږ د ملي برخليک په ټاکلو
کې لاسوهنه کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:dc5339018a]


نوروز خان
06.10.2010

حمیدګل که رښیتادطالبانو سکنی وي مهرباني دې وکړې دطالبانو دنفوذ لاندې ساحې ته دې یوځل ورشي او دخپلو معنوي .....دیدن دې وکړي ترڅو پوه شي چې له چارک نه څو پخیږي ها بل خالدخواجه هم دمطبوعاتو په وړاندې همداتوپونه شارتول او دموضوع داهمیت له کبله یي په نړیوالو ځان تاله چې ګنې طالبان مې داسې دي لکه زامن .... خوهغه وخت یي طالبان وپیژندل چې څومیاشتې وړاندې دجمعې په مبارکه ورځ دشمالي وزیرستان دمیرعلي بازار دلوی مسجد مخې ته دجمعې له لمانځه وروسته یې په غاړه دطالب چاړه تېره شوه ... دلته به ډیرووایي چې نه هغه طالب نه وه زه قسم خورم چې هغه طالب وه اوهغه طالب چې دملامحمدعمراخوند هر امر او نهې په سرسترګو قبلوي ... وروڼو داد خبرو او لاپو شاپو ګوډي دي چې ځانونه بې سرحده اخلاصمند بولي یوازې ځانونه مطرح کوي او طالب په والله کې پیژني دوی او په خبرو خطاکیدونکی یي باید دطالب په شعار ځان پوه کړي چې (ان الحکم الا لله ) نور دښار دروازو او خلکو خولو ته هیڅوک هم ګنډې نه شي وراچولی


Re: يابه يو کېږو، که نه ورکيږو

shokoor
06.10.2010

سلام علیکم
[quote:70412af2fe="پتوال"]
يابه يو کېږو، که نه ورکيږو
[/quote:70412af2fe]
پتوال صیب که دا لاندې خبر واقعیت ولري انشا الله چې سره یو کېږو :

طالبانو او کابل حکومت د سولې خبرې پیل کړي

د طالبانو او ولسمشر حامد کرزي د حکومت جګپوړیو چارواکو په پټه د روغې جوړې خبرې پيل کړې دي. دا خبر واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د افغان او عرب سرچینو په استناد خپورکړی دی. ورځپاڼې د منابعو دقیق نومونه نه دې اخیستې خو څرګندوي، چې په دې خبرو کې د طالبانو هغو کسانو ګډون کړی دی، چې د کوټې شورا استازیتوب کوي. د کوټې شورا د افغان طالبانو ده او مشري یې ملامحمد عمر کوي.
واشنګټن پوسټ د ترلاسه کړیو سرچینو له مخې دا خبرې تر اوسه په ابتدایي مرحلې کې ګڼي او زیاتوي، چې دا خبرې د هغو په دوام روانې دي چې کال مخکې یې سعودي عربستان کوربه و.

یوې منبع د طالبانو په وینا ویلې دي، چې دوی په دې خبرو کې ډیر جدي دي څو د حل لاره پیدا شي.

طالبانو پخوا پر دې ټینګار کاوه، چې تر هغو د سولې خبرو ته نه کښیني چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، خو اوس واشنګتن پوسټ وایي، چې د کوټې شورا د داسې یوه توافق د ترلاسه کولو پر سر خبرې کوي، چې له مخې یې د طالبانو استازي په افغان حکومت کې ځای شي او له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

د کوټې په شورا کې د طالبانو د رژیم یو شمیر هغه مشران راغونډ شوي دي، چې په دوه زره لومړي میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له بریدونو وروسته پاکستان ته وتښتیدل.

د واشنګتن پوسټ په وینا په دې خبرو کې د حقاني شبکې استازیو برخه نه ده اخیستې. د حقاني شبکې غړي په شمالي وزیرستان کې دیره دي او د امریکا بې پیلوټه الوتکې وخت په وخت پر دې ډلې توغندي ولي.

د افغان، عرب او اروپایي سرچینو په قول واشنګتن پوسټ ورځپاڼه څرګندوي چې د امریکا حکومت اوس د سولې د دې ډول خبرو ملاتړ کوي او د اوباما ادارې په وروستیو کې پر طالبانو د فشار پر ځای له هغو سره د خبرو پلوي کړې ده.
http://pa.azadiradio.org/content/article/2177754.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more