نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
روا ده ، که ناروا ؟؟؟؟
ع کريم حليمي
30.09.2010
http://www.youtube.com/watch?v=O8I7VxHQ12Q&NR=1&feature=fvwp
http://www.youtube.com/watch?v=4zL0CFb2IXQ&feature=player_embedded
عنوان
tandar
30.09.2010
پخوا چه زه وړوکی وم ښه ې په یاد لرم دپیښور نه به په اوړی کی ډله طالبان زمونږ وطن ته راتلل او مونږ به ورته په تلی کی ځای جوړ کړ پس له ډوډی او لمونځ نه به ې په اتڼ او غومبر شروع وکړه تر سهر لمانځه پوری،سره رنګونه او تور رانجه په سترګو او اوږدی څڼی او همهغسی ځوانی هم لرلی٠
دا عربی ویدوې خواندن چه ما واوریدلو او دخلکو په مابین کی او دده حرکات نو داسی یواحساس ې په ما کی راپیدا کړو چه شکر مسلمان خو یم مګر حتمی حج ته باید لاړشم نور ې دروا و ناروا په مطلب نه پوهیږم٠
مننه
ع کريم حليمي
30.09.2010
http://www.youtube.com/watch?v=nv2g2litVKA
http://www.youtube.com/watch?v=kkQdRT6zU2k
عنوان
tandar
30.09.2010
حلیمی صاحب خدای دی هغه لوړ جنت په برخه کړه ،تار او اواز دسړی وینه بی اوره په جوش راولی٠
کاشکه داسلام لپاره دجهاد په سنګر کی ناست وی،زاړه شوی یو،چه ځوانی وی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی٠
پښتون.
30.09.2010
السلام علیکم !
دا سندره او هغه ټوکه چه یو کس(مسلمان)چی په عربی ژبه نه پوهیده د یو عرب سره په څه خبره شخړه پیدا شوه نوعرب چه به هر څه سپوری ستغی ویلی ،دغه بل کس به فکر کاوه چه دا ماته دعاوی کوی.
نو دا سندره هم همداسی ونیسه.زه خو نه پوهیږم چی څه وایی.او د ډول او نغارو سره خو داکار ماته ناروا ښکاری.
په درنښت
Shir Baz
30.09.2010
ښې چارې!
لازمه خو دا وه چې د اسلامي بحثونو په خونه کې خوندې شوې وه. خو حلیمي صیب چې دلته رانښلولې داسې ښکاري چې پخپله هم ددې ویډیوګانو په اسلامیت کې شکمن دی :)
روا دي خو چې ټنګ ټکور پکې نه وي، او په یو نیم ځای کې سترګې پټوې.
دا دوه شرطه په پام کې نیول پکار دي نور څه اشکال نشته پکې.
او دا سامي یوسف په اصل کې دالجزایري الاصله بریتانوی دی د یوې هنرمندې کورنۍ سره تعلق لري له وړوکوالي یې د ټنګ ټکور له الاتو سره مینه وه.
خو زه نه پوهیږم چې آیا دا غواړي چې موسیقي اسلامایز (Islamize) کړي، او که غواړي چې اسلامي نعتونه ویسټرنایز (Westernize) او سيكولرايز (secularize) کړي؟؟؟؟؟؟؟
ما یې تراوسه ځواب نه دی موندلی.
عبد السلام
01.10.2010
درنو ورنوته سلامونه :
یوه وړه یادونه :
سامی یوسف او یا سیامک یوسف د( رادمنش ) زوی ازری الاصل په تهران کې زیږیدلی دی . په درې کلنۍ کې دخمینی دانقلابه روسته دخپلې کورنۍ سره انګلستان ته مهاجر شوی . کورنۍ یې په اصل کې د ازربیجان ده .
عنوان
tandar
01.10.2010
وروڼو په کفر کی می ونه نیسی هر سړی دلیدو او اوریدو نه خپل نظر واې٠
اول خو دغرب موزیک او یا دشرق موزیک ،موزیک،موزیک دی٠دا چه ددی موزیک نه څه رنګه استفاده کیږی دابله خبره ده٠
هر څه خدای پیدا کړیدی دا چه یو تار په خپله خبری نه شی کولی او بل ته ضرورت لری مګر غواړی په جیګ اواز دخپل خدای زکر او یادونه وکړی لکه انسان دا به ددوی حق نه وی؟
یعنی تنها خو دشرابو اود رقص دمحفلو دپاره به پیدا نه وی٠
بیا دا قوالی بدلی چه نعتونه ورسره ویل کیږی څنګه دی؟
که یو تار دستار او رباب په جګ اواز د خپل خدای نوم یاد کړی او انسان ورسره په ژبه داتکرار کړی دا به ددوی حق خپل پروردګار ته نه وی٠
او تار باب باندی دخپل خدای یادونه دانسان له خوا منعه شوی تنها او تنها همدغه انسان دا حق لری چه دخدای په مخلوقاتو باندی بندیز ولګوی؟
دهر شی لپاره یوبل موجود خدای وسیله کړیدی لکه دموسیقی الاتو لپاره انسان٠
بیا دی مسلمان هم ترنم نکوی په خپل زړه کی دی واې،پس دا نور مخلوقات هم داحق لری دا چه په کومه وسیله دخپل زړه بغ وباسی،هغه خدای ورته برابره کړی٠
ځکه چه خدای دټولو خدای دی نه دانسان٠
حج ته دی زړه غواړی ،مګر لاس او پښی او سترګی ورته خدای وسیله کړیدی چه په دی کار کامیاب شی٠
هر مخلوق دخدای که حجر او شجر ،مایع او که جامد دی دخپل خدای ثنا واې په څه رقم او وسیله په هغی خپله خدای ښه پوهیږی ،بنده عاجز دی٠
نور خدای پاک ډیر عالم دی٠
د زړه وروشاه ځلمو لپاره
پښتون.
03.10.2010
سلامونه ټولو محترمود فورم ګډونکونکو ته !
د دی ویدیو لیدل او اوریدل یی مه هیروی ،او د لیدلو نه یی اوریدل ډیر خوند کا.
http://www.youtube.com/watch?v=rHTuQCcDBV4&feature=player_embedded#!