د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکرزي دسولې دعالي شورا داعلانولوپه اړه داسلامي امارت غبرګون

pattang
29.09.2010

دکرزي دسولې دعالي شورا داعلانولوپه اړه داسلامي امارت غبرګون

--------------------------------------------------------------------------------

29.09.2010 دافغانستان اسلامي امارت

تیره ورځ دکابل دبیواکه ادارې له لوري دسولې دعالې شورا په نوم د۶۸ نفرو یونوم لړ اعلان شو

اسلامي امارت په داسې حال کې چې په هیوادکې داسلامي نظام اود واقعي سولې دټینګښت لپاره يي مبارزه پیل کړې اوهغه ته دبشري ژوند دیوه مهم ضرورت په سترګه ګوري دکرزي ددغې شورا د اعلانولو په اړه خپل موقف په لاندې توګه څرګندوي:

۱ـ داچې نن دسولې اوامنیت ټینګښت په هیوادکې دافغانانو ترټولو اساسي غوښتنه ده په کارده ددغه حیاتي ضرورت دمنځته راتلو لپاره هغه لارې چارې وکارول شي چې عملي جنبه ولري نه داچې یواځې دافغانانودتیرایستلو اوداجنبي منافعودترلاسه كولو لپاره داسې طرحې هسي په نوم اعلان شي چې دهغوئ عملي کول ناشوني اویالاهم دافغانستان دغمیزې داوږدولوعامل ګرځي .

۲ـ په هیوادکې دسولې دټینګښت لپاره بایدپه هغوعواملو غوروشي چې دنا امنۍ اوټولې سیمې دبي ثباتۍ لامل ګرځیدلي دهماغو عواملو له لمنځه وړلو وروسته بیا په هیوادکې دسولې دتأمین په اړه اقدام وکړای شي

۳ـ دسولې اوروغې جوړې داصولو له مخې دسولې په پروسي کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باورلري اوکله يي هم دبیګناه افغانانوپه ځورولوکې سهم نه وي اخیستی ،دافغانانودغمیزې اودافغانستان دتباهۍ څوکلن اوږدتاریخ ونه لري اوهغوئ افغانان دهیواد داشغال په شمول دټولو ستونزودتجربه شويو عاملینوپه توګه نه پیژني اواجنبي یرغلګروته په خدمت کولوکې سابقه ونه لري بلکې په هیوادکې دمخلصو مصلحینوپه نوم شهرت ولري اوهمدغه عناصر دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانوله لوري دیوه فرمایشي دستورپه حیث .

۴ – داچي په هیواد کې تر یونیم لک زیات بهرني مسلح یر غلګر شتون لري ځمکني او هوا یې ځواکونه داشغالګرو تر قوماندي لاندي هره ورځ په خپل سردلسګونو افغانانو نه دژوندحق اخلي اودکرزی بې واکه اداره دیوه ډیر واړه کار دکولواونه کولو اختیار هم نلري نوڅنګه به یې په دا ډول فیصلو او نما یشي شوراګانو باور وشي او څرنګه به وکړای شي چي دبهرنیانو له مشوري او اجازي پرته دي کوم عمل تر سره کړی .

۵ـ دماتې خوړلیو امریکایانو له لوري ددغې تش په نوم دسولې عالي شورااعلانول دشورویانودګوډاګي رژیم هغه اقدام ته ورته عمل دی چې دخپل شکست په مهال يي دافغانانودتیرایستلو اوخپلې ماتې دپټولو لپاره دملې روغې جوړې په نامه اعلان کړ.

۶ـ امریکایان غواړې دداسې نامشروعو پروسو په تشو اعلانولوسره دافغانانو اونړیوالو اذهان اغفال کړی اوهم په داډول کړنوسره یوداسي حرکت ښکاره کړي چي په ائتلاف کې دګډوهیوادونودپوځونو وتل تر یوه وخته وځنډوي اوبیا له همدې لارې د افغانستان اشغال اودافغانانو یر غمال نیوني ته دوام ورکړي.

۷ ـ دامریکایانو دتیرومکررو دسیسو په تعقیب ددغې شورا اعلانول دمجاهدینو دتسلیمي اویرغلګروته دوسلې تسلیمولو یوه بله ناشوني اوناکامه پروسه ده چې ترعملي کیدوله مخه يي دناکامي نښي څرګندې دي .

۸ـ یرغلګرامریکایان غواړي دداشاني غیرعملي پروسو په طرحه کولوسره داسلامي امارت له اساسي غوښتنې څخه چې له افغانستان څخه یې دهغوئ دوتلو په اړه کوي مخ واړوي .

۹ـ کوم وخت چې امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه هغوئ کله هم له افغانانو سره دمذاکرې اوخبرولپاره دشوراپه نوم دداسې اوږده لیست داعلانولوضرورت نه حس کاوه اوس چې هغوئ دخپل ظالمانه عمل له ترخه مجازات سره مخ اوپه افغانستان کې يي په بشپړه توګه ماتې خوړلې مجاهدین هیڅ کله ددې ضرورت نه وینې چې دیرغلګرو له وتلوپه پرته دي دتش په نامه دسولې دشورا داعلانولو په پروسو قناعت وکړي .

۱۰ـ اسلامي امارت دامریکایانوله لوري دسولې دمشورتې جرګې ،دسولې دمذاکراتو اودسولې دعالي شورا په نوم ټولې بي ځایه اومکررې هڅې له دې امله مردودوې بولې چې هغه دسولې په ځای دجګړې داوږدیدو،دافغانستان داشغال ددوام اوپه افغانستان اوسیمه کې دبي ثباتي لامل ګرځي ، اسلامي امارت به دجګړې دعواملو ترختمدوپوري دټولو یرغلګرو اودهغوئ دملاتړوپه خلاف خپلي بر حقې مبارزې ته ادامه ورکوي اوددي قضیې دحل په واقعي لارو به غور او عمل کوي .


عادل عادل
30.09.2010

سلامونه

[quote:b1e7d5f462]
ـ دماتې خوړلیو امریکایانو له لوري ددغې تش په نوم دسولې عالي شورااعلانول دشورویانودګوډاګي رژیم هغه اقدام ته ورته عمل دی چې دخپل شکست په مهال يي دافغانانودتیرایستلو اوخپلې ماتې دپټولو لپاره دملې روغې جوړې په نامه اعلان کړ. [/quote:b1e7d5f462]

په رښتیا چې په لاندې توپیر سره کټ مټ هماغه د کمونست رژیم ډرامه تکراریژي او ځانونو ته وخت اخلي:

نوموړئ لست دداسې کسانو څخه جوړ دی چې حتی په خپل منځ کې هم سره دښمني لري، که د امریکایانو ویره او تر څنګ یې د ډالرو عاطفه نه وي نو د همدې لست اکثره غړي به یو بل سره ژوندي وخوري. دا چې دوی بیا د لاسپوڅي حکومت سره د طالبانو روغه جوړه کوي دا د محالاتو څخه ده.

په افغانستان کې عیني او ځمکنیو واقعیتونو ته په کتو سره د مذاکرې او سولې اطراف یوازې طالبان او امریکایان دي، که امریکا واقعا غواړي سوله راشي نو د وتلو د اعلام سره جوخت دې طالبانو سره په افغانستان کې د ننه د مخامخ مذاکراتو وړاندیز وکړي.


كريم كامران
30.09.2010

السلام علیکم.

هره ماده یې په دې ارزي چې د سروزرو سره وتلل شي.
زه خو شخصا ددې جرګې د نامه (دسولې جرګې) سره هم مخالف یم لکه څنګه چې په اعلامیه کې ورته اشاره شوې باید د اشغال ددوام ددسیسې نوم ورکړل شي.

طالبانو لس کاله د همدې لپاره قربانۍ ورکړې چې له بهرنیو اشغالګرو څخه هیواد ازاد کړي، دې هدف ته درسیدو لپاره له سر، مال، کور،او ځان څخه تیر شول، شهیدان یې ورکړل، کورونه یې کنډواله شول، بچي یې یتمیان شول، زندانونه پرې ډک شول، اوس که چیرته طالبان ددومره قربانیو ورکولو باوجود د بهرنیو په شتون باندې سترګې پټوي، وسلې په ځمکه ږدي، دا به د شهیدانو، یتیمانو، زندانیانو، او درپه در افغانانو د ارمانونو سره ستره جفا او لوی خیانت وي.

نه پوهیږم اشغالګر او افغاني لاسپوڅي مشاورین یې په طالبانو باندې د بې شعوره ګومان کوي او که پخپله شعور نه لري او له عقله خلاص دي؟؟

(طالبان دې وسله کېږدي او اساسي قانون دې ومني) دا خبره دومره ساده اخیستل نه دي پکار، آیا ددې معنی دا نه ده چې طالبان د هیواد په اشغال باندې اعتراف وکړي، له سپیڅلي مقاومت څخه لاس واخلي، د اشغالګرو د مظالمو او نارواووملاتړ وکړي، او په خپلو تیرو قربانیو او سرښندو د بطلان کرښه راکش کړي، او په کړي مقاومت باندې د پښېمانتیا اظهار وکړي؟؟

زه د عادل صاحب دا خبره تاییدوم چې د روانې جګړې اساسي غاړې اشغالګر او طالبان دي، کرزیان او د سولې اوسني جرګګیان د هیڅ صلاحیت نه لري، نو دکرزیخیلو سره مذاکرات هیڅ معنی نه لري پرته له یو ناکام کوښښ څخه چې غواړي مقاومت وغولوي او اشغالګرو ته تسلیم او وسله په ځمکه کیږدي.
که امریکایان رښتیا هم سولې ته ژمن وي ولې پخپله د سولې نیغ په نیغه وړاندیز نه کوي؟؟؟؟


wadan
30.09.2010

سلامونه،
يو متل ده چی وائې،،،هندو هندو ته ویلی پير دی٠٠٠٠٠٠٠٠
دا اوسنې کاپران هم د جهاد په وخت کی بشردوستان اوجهادې رهبران د دین ډیوی ولی خو اوس نپوهیږم چی څه وشول ٠ له بلی خوا امارت اسلامې هم بی پړه نده٠ ثبوت ئی پدی ویډیو کی وګوری٠ 
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/09/100928_l15_hamidgul.shtml

په مینه



30.09.2010

[quote:bbf59fc7ec](طالبان دې وسله کېږدي او اساسي قانون دې ومني)[/quote:bbf59fc7ec]
دې غوښتنې ته يو بالمثل ځواب :

[color=red:bbf59fc7ec]اشغالګر دې ووځي، ګوډاګی رژيم دې وسله کيږدي او قرآن کريم دې ومني ![/color:bbf59fc7ec]

د اسلامي امارت دغه غبرګون ډير پرځای او بېساری دی او هېڅ الټر ناتيف نه لري !

[color=blue:bbf59fc7ec]خو د ښاغلي ودان له خوا ددې وړاندې شوې مرکې په اړه څه نظر لرئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پوښتنه :
آيا په پايله کې د مرکه کونکي له دغه دريځ سره ګنې د اسلامي امارت د پورتني غبرګون دريځ ډير ورته والی اوکټ مټی نه لري ؟؟؟؟؟؟؟؟ ،
که يې لري ترې استنباط مو څه دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ :

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/09/100928_l15_hamidgul.shtml

[/color:bbf59fc7ec]


و.افغان
30.09.2010

هغه نيوکې چې د افغانستان اسلامي امارت، د ګوډاګي حکومت د سولې تش په نامه جرګه باندې کړيدي؛ ډېر پر ځای او معقولې دي، او هره يوه نيوکه يې د کاڼي کرښه ده.

مخکې له دې چې ګوډاګۍ حکومت د ملت په سترګو کې خاورو شيندلو ته لا پسې ادامه
ورکړي؛ اړينه ده چې د دې نيوکو او انتقاداتو مفصل ځوابونه ملت ته وړاندې کړي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more