د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دیرغلګروسره به سړی وجنګیږی مګر دا بل دشمن سره سړی څه وکړی؟

tandar
29.09.2010

وروڼو هیڅ تشویش مه کوی مګر زه خپله ستاسو مرستی ته اړ یمه٠
زه د ورځی ٣ قوطی سګرت څکوم او هره ورځ غواړم چه ځان تری خلاص کړم او په خوند ې هم نه پوهیږم او اراده می هم ورته کمزوری ده که یو څوک یوه مشوره راکړی ٠
او پوهیږم چه دا هم یو غټ دشمن دی٠
دا مخ ددی سوال ځای نه و مګر پوه وروڼه ددی مخ لیدنه زیاته کوی او زما سوال ته به ې هم نظر شی٠ دا اوس هم سګرت په لاس لیکنه کوم او رنج هم راکوی٠
مننه


۳قطعی سګرټ څکول او یا ځان وژنه

پښتون.
29.09.2010

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
تندر صیب دا څه وایی د ورځی 3 قطعی سګرټ څکوی توری عینکی خو به په سترګو کوی نه.
دا خو تاسی ډیر غټ ظلم کوی د خپل صحت سره،که چیرته یوه قطعی سګرټ وی نو ما به ویلی وای چه ځه خیر دی دا یوه قطعی سګرټ خو ډاکټران او حتی ډیر هغه خلک چه ځانته ډیر هوښیار او مهم کسان هم وایی څکوی .زه یی هم څکوم مګر ستاسی د څکولو برعکس. یعنی یوه قطعی سګرټ په 2یا3ورځو کی،هغه څنګه :چی زه په کور کی دننه حتی بالکن کښي د ماشومانو په مخکی او په کار کی سګرټ نه څکم او که په دغه وخت کی می سګرټ زړه ته اوشی نو لږ څه په ځان سخته هم تیروم .پدی خاطر چه زه ځانته اجازه نه ورکوم د کور په منځ کی سګرټ وڅکوم نو مجبوره یم بیرون ته ووځم چه بیرون ته وتل می هم هروخت دلاسه نکیږی نو خپل یوه پیاله چای د کمپیوټر مخ ته څکم او دا د ټول افغان پاڼه ګورم نو سګرټ می بلکل د یاده ووځی.
تاسی باید ډیر کوښښ وکړی چه دا د کمیدو خواته راولی. زه پدی ډاډه یم چه تاسی ته هم ډیری لاری چاری د سګرټ د پریښودولو او یا کمولو معلومی دی لکه(یو څه وخوری او یا په یو کار ځان بوخت کړی او یا مطالعه او لیکل یو څه ولیکی )او یا دیو رقم نیکوتینی جاولو(ژاوله)څخه کارواخلی چه څه وخت درته د سګرټو نشه درتله نو یوه جاوله یی خولی ته اچوه.
تندر صیب خدای دی وکړی چه د سګرټو پریښودلو لپاره ټینګ عزم او پراخه حوصله خپله کړی او لمونځ کول دا حوصله او عزم نور هم ټینګوی.
خوشحاله او هوسا اوسی.
په درنښت
پښتون


عنوان

tandar
30.09.2010

پښتونه وروره سلامونه، تا چه ځانته ددنیا په دومره نومونو کی دپوښتون نوم غوره کړی دهر انسان خوله ې داسی وربنده کړی چه دسوال جرئت ورسره پیدا نشی ٠او دپښتون دشمنانو ته دی داسی اور وراچولی او سوځی لکه زما سګرت ٠
زه هم په ټول کور کی نه،فقط دکار کوټه کی، او په موټر کی چه بچیان راسره وی نه،او ما هم نیمه ورځ، او شفاخانه کی ٤ ورځی پس له ٣ ځلی قلبی حملو نه ونه څکول٠ او داکترانو منع کړی یم٠
مګر بیا هم شروع شوه،نور هر کار ته چه دسر خطر هم ورسره وی چه هو ووایم هغه کار کوم مګر سګرت ته دومره ضعیفه یم لکه ماشوم٠
او بل زما سره په فیرمه د٤٠ نفرو څخه ې ٣٥ نفر بی فلتره او بافلتره سګرت څکوی او ماته ې هم په قات کی تعرف کوی خاص دماښام په وخت کی لکه سړی چه ساقی خانه کی ناست وی اخر مجبور شو که ژمی هم وی ټولی کړکی ورته خلاصی کړو٠
فقط لکه دوطن په حجره کی چه ناست وی٠ خو کمپیوټر په کی زیات دی٠
سم دوطن غوندی چلم هم ولاړ و خو اوس می چلم لری کړیدی.
دپلسترو،ژاولو، دشپی او ورځی ګولی ،دا ټول کارونه می هم کړیدی چه مجبور نه وی اورنج می نه وړلی نو دلته می دا موضوع د وروڼو مرستی ته نه وړاندی کوله٠
دا چه پوښتون ې او خپله شمله دی ښکاره کړه درنه مننه کوم دپښتنو شملی تل جګی وی او جګی به وی تاریخ ې شاهد دی او دغه تاج دی تل په سر ووینم او دا نور خو ټول سیاست لیونیان کړی دی زما سوال هم یوه حیاتی موضوع وه یا خو دا ټول سګرټیان دی او یا ورته بی تفاوته ښکاری٠
مننه


Lotfollah
30.09.2010

سلامونه
تندر صیب دا حالت پر ما هم تېر شوﺉ دﺉ ، له نېکه مرغه چې زه د سکرتو په خوشې کولو بریالی شوم.
زما شخصی تجربه دا ده چې د سکرتو خوشې کولو لپاره یواځې تینګ ( ډېر ټینګ) عزم په کار دی.
ما هم د ډېرو نورو عملیو په څېر ډول ډول تجربې وکړلې خو مطلوبه نتیجه مې تر لاسه نکړه. زما یادېږي چې ما د سکرت څکولو په وروستیو ورځو کې هره ورځ شا و خوا ۳۵ دېرش سکرت څکول. کله چې د پوهنتون د لکچرونو له هال او یا له لابراتواره بهر وتلم نو تر ټولو دمخه ما سکرت څکول.
ما اته کاله سکرت وڅکول. یوار مې شپږ میاشتې سکرت ونه څکول او ډېر خوشحاله وم چې اوس مې خوشې کړل. یوه ورځ دیوه سکرتی مېلمه په احترام چې د سکرت ست یې را ته وکړ ما هم ورسره یو سکرت وڅکاوه چې سکرت نه و بلا وه او ما بیا ځان کنترولولای ونشو خو د بیا خوشې کولو هڅې مې روانې وې.
بالأخره یو وار د نومبر په میاشت کې ما په اصطلاح رېزش کړی و او سکرت خوند یې نه کاوه. له دوه درې بې سکرته ورځو وروسته ما بیا ځان ټینګ کړ چې نور سکرت نه څکوم او تر ننه پورې چې نږدې ۱۶ کاله کېږي نور سکرت نه څکوم.
همدا اوس هم کله کله د سهار چای څښلو وروسته نشه یې راباندې راځي.

نو زما مشوره دا ده چې کمول او ورو ورو خوشې کول یا کوم بل چل ول ګټه نلري ، ټینګ عزم په کار دی او سملاسې یې د تل لپاره خوشې کړﺉ او پام کوﺉ چې په لومړي وختونو کې له چا سره جنګ ونکړﺉ .انشا الله بریالی به شئ !

په درناوی


عنوان

tandar
01.10.2010

لطف الله خانه سلامونه او دلطف نه دی ډیره مننه٠
نظر دی معقول او بله چاره نه لری ما هم ځان ورته په ګونډو کړی شاید ډیر ژر په دی عضم پسی ورجګ او ورته ودریږم٠اد امتل ،چه اول ځان او بیا جهان دی ،تطبیق کړم ستاسو ددوعا په برکت٠
مننه٠


عبد السلام
01.10.2010

[quote:bc0efc5118]نو زما مشوره دا ده چې کمول او ورو ورو خوشې کول یا کوم بل چل ول ګټه نلري ، ټینګ عزم په کار دی او سملاسې یې د تل لپاره خوشې کړﺉ او پام کوﺉ چې په لومړي وختونو کې له چا سره جنګ ونکړﺉ .انشا الله بریالی به شئ ![/quote:bc0efc5118]
تندر اشنا ! همدایې یواځنۍ لار ده . او ددې دپاره چې ژر عصبی نشی، اوخوب دې هم خراب نشی کولای شی خپل ډاکتر سره مشوره وکړي . ځکه دورځې د ۳۰ سکرټو څکولو پریښودل هرومرو په خوب او مزاج بې تاثیره ندي . الی داچې ددوه هفتو له پاره ځان چیرته ګوښه کړې چې نه سړی ووینې اونه پیری . ما داروستئ کار وکړ او نتیجه یې هم (صفر) :oops:


mehman
01.10.2010

دوستان گرانقدر سلام بر شما!
جناب تندر صاحب شما مقوله ای را شنیده باشید که میگویند هر عمل از خود عکس العمل دارد! برای علاج این بیماری از همه نخست باید انگیزۀ سکرت کشیدن جستجو تا علیه آن اقدام گردد.
آیا از فشار کار زیادو یا مشکلات دیگر اجتماعی که بالای اعصاب تأثیرگذار است به سکرت پناه میبرید؟ هستند کسانیکه به سبب فشار های روحی به الکهول پناه میبرندکه عواقب ناگوار در قبال دارد! و یا اینکه به حساب کاکه گی سکرتی شده اید؟ به هر حال مهم است که علت آن فهمیده شود!

امکانات دیگر تداوی آن از طریق تداوی روانی Hypnotherapy یا از طریق تداوی سوزن زنی Acupuncture هم میسر است مشروط بر اینکه طوریکه جناب لطف الله هم به آن اشاره نموده است همانا عزم راسخ است. یعنی شما نه تنها به گفتار بلکه روحاً هم آمادۀ آن باشید که سکرت را ترک کنید!
به امید عزم راسخ و موفقیت تان

با تقدیم حرمت


عنوان

tandar
01.10.2010

مهمن صاحب سلامونه.
دکاکه ګی وخت ، ځوانی ،مو شاته پریښیده .
وظیفوی جنجالونه می ،هغه هم په غرب کی ډیر زیات دی ٠
ما یو ځلی یاده هم کړیوه که څوک زما سره نږدی ژوند کوی زه ورته کار ورکوم٠
دلته افغانان زیات دی مګر دپوښتنو سره دتعصب په مرض اخته دی او ټول پوښتانه دوی ته خلقیان او یا طالبان دی حتی رفت امد نه خوداری کوی.
و زور شان هم میدهد که من مستقل هستم ،واینها به خود شرم میدانند که همرای من کارګر باشند از ګف ،ګف میخیز د.
نزد یک پاکستانی یا ایرانی به افتخار کار میکنند٠
مقصد جنجال وظیفوی زیاد است که جای ګفتن اش اینجا نیست٠
وبه اسانی ازاین روزګار خودرا خلاص کرده هم نمیتوانم٠
که کسی تمامی فیرمه را به پول نقد بخرد٠
ورنه کدام مشکل دیګری نیست به جز اشغال وطن و دربدری ملت غریب و بیچاره افغان که از ٣٠ سال به اینطرف به حیات شان بازی میشود.
یوالی دبری لومړی شرط دی٠


شبيراحمد
04.10.2010

ټولوته سلامونه اوپه ځانګړي ډول تندى صيب ته

الله دي وکړي چې دسګرټودپرېښودلوټينګ عزم اوپراخه حوصله درکړي.
آميـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن

اوکه داونه شوه نوبياپه نسواروپيل وکړهغه ترسګرټ يوڅه ښه دي
هم به دي ګوتي ليکلوته خلاص وي اوهم خوله لوستلوته.
وخت نه ضايع کوي :lol:


عادل عادل
04.10.2010

سلامونه

محترم تندر صیب زه به یوه نسخه درکړم

یوسپین ږیرئ ..... طال الله عمره ..... چې عمر یې تر اتیا کالو لوړ او زما ټینګ ملګرئ دی 7 کاله وړاندې یې نصوار د لاندې یوه بیت په واسطه پریښودل:

[color=white:0624137f5e]هزار بار بشویم دهن به مشک و ګلاب
هنوز ز نام تو ګفتن کمال بې ادبیست[/color:0624137f5e]
زه شاهد یم چې نه د سر له درد سره مخ شو، نه یې هم تدریجي ترک کړل، بلکې د شیطان سره د ټینګې مقابلې لپاره یې د نصوارو ډک ډبئ او تفداني تر ډیره وخته له مخې نه لرې کول، او والله چې د خپل اهل په وړاندې یې زغم او حوصله یو په دوه چنده شول او هیڅ ډول صحي جانبي عوارضو سره هم مخ نشو.

خدای دې ټول پښتانه د نصوارو له پلیت اعتیاد نه خلاص کړي او سګرټ څکول خو ډیر بد دي، ځان، جامې او بستره به مو ټول عمر دودګن وي، او نورو خلکو ته هم ډیر لوی زیان اړوي.


عنوان

tandar
04.10.2010

عزتمند عادل صاحب سلامونه٠
ما دمکتب د٧ ټولګې نه په پټه سګرټ څکولو شروع کړی وه٠
په کوټه سنګی کی رحمن بابا ته مخامخ یو دوکانګی و او پاکستانی 2 K بی پلتره سګرت دانه په ١٦ پولی به په تفریح کی اخیستل او په پټه موڅکول ځکه چه ماما می معاون دلیسی و او تری ډاریدمه٠
داسګرټ دډیر عمر راسره ملګری شویدی او تری رنج هم وړم او که نه دلته می دا سوال نه کولو٠
مګر ستاسو نظر ډیر جرئت راکوی ،انشالله چه دا دشمکی غوړپ کومه او یوځائې خوشی کومه ،دخدای په زور او ستاسو دنیکو مشورو له برکته٠
مننه


abdulhaq-watan
06.10.2010

تاسو ته زیات زیات سلامړنه
ګوره ښه د سګرټو خوشې کولو د پاره نسوار واخله نشه یې له سګرټو څو چنده زیاته ده بیا ورو ورو نسوار پرېښودل کیږی او زه خو اوس دواړه وهم ځکه چې د چرسو خلاص شوم بس یره شل کاله به کیږی
چې سګرټ نه وی نسوار او چې نسوار نه وی سګرټ
خو ریښتیا چې راباندی وایی کنه نو د دواړو دې مخ ورک شی
په مینه



06.10.2010

[quote:a2da269280]دیرغلګروسره به سړی وجنګیږی مګر دا بل دشمن سره سړی څه وکړی؟[/quote:a2da269280]
يره زه خو وايم چې پلمه يو سخت او نه ماتيدونکی دوښمن دی که نه نو :

د اول دوښمن سره په عملي جنګ کې دابل پخپله ماتيږي !


عبد السلام
07.10.2010

پتوال صاحب لیکلي :
[color=brown:112d17fcbe]د اول دوښمن سره په عملي جنګ کې دابل پخپله ماتيږي ![/color:112d17fcbe]

پتوال صاحب!د ټولو درنو ملګرو مشورې ټولې یو خوا ته او داستاسو بلې ,
په وزن کې یې ټولې ماتې کړي . دومره څرګند واقعیت مو په ډاګه کړي چې ټول با ید ورته پاملرنه وکړو.
څوک به وایي چې څرګند واقعیت څنګه په ډاګه کیدای شي ؟ زه وایم هله په ډاګه کیږي چې سترګې پرې پټې نشي . مونږ سر په شګو کې منډو او ګڼو چې څوک مو نه ویني .
خدای مولره .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more