د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا خبر څنګه ارزوئ ؟

اور- بل
28.09.2010

پټرویس :
..................................................................... [color=yellow:8c4e098e4c]له طالبانو سره د پخلاینې چارې افغان چارواکي پر مخ بیايي[/color:8c4e098e4c] .............................................................

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان ډیویډ پیتراییس وايي چې د طالبانو مشرانود افغانستان له حکومت سره د پخلاینې خبره مطرح کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وايي چې د طالبانو مشرانود افغانستان له حکومت سره د پخلاینې خبره مطرح کړې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس له راپور سره سم جنرال ډیویډ پیتراییس پرون د امریکایانو یوه توقیف ځای ته له سفره وروسته خبریالانو ته وویل :«د ډېرې لوړې پایې طالب مشرانوهڅه کړې چې د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره تماس ونیسي او یقیناً چې دا کار یې کړی هم دی.»

ده دا هم وویل .« د طالبانو له مشرانو سره د پخلاینې کار د افغانستان د مشرتابه له لوري په ډېره لوړه سطحه تعقیبېږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشرویاند وحید عمر وویل چې ښاغلی کرزی په دې برخه کې د سولې عالي شورا ته انتظار ويستۀ چې دادی جوړه
او د افغانستان حکومت د سولې د عالي شورا د غړو نومونه اعلان کړل

وحید عمر وايي، د سولې د عالي شورا ټول غړي اته شپیته تنه دي.
د افغانستان د جمهور ريیس ویاند وحید عمر د دغې شورا د نومونو د لست د اعلانولو په مهال وویل، دې شورا ته هغه کسان غوره شوي، چې د سولې په پروسې کې موثره تمامیدای شي. بل خوا د افغانستان د جمهور ريیس ویاند وحید عمر په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان وروستۍ څرګندونې تایید کړې چې وايي، افغان دولت د وسلوالو مخالفینو له ځینو چارواکو سره تماسونه نیولي. .

د افغانستان حکومت د سولې د عالي شورا غړي اعلان کړل چې ځینې پخواني جهادي مشران، د طالبانو او حزب اسلامي څو تنه پخواني غړي، قومي مشران، د مدني ټولنې استازي او یو شمیر ښځې په کې ګډون لري.

دغه اته شپيته کسیزه شورا په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنې جوړه شوې چې اساسي هدف یې له وسلوالو مخالفو ډلو سره تماسونو ټینګولو او سولې د هلو ځلو تنظیمول بلل شوي دي.

د جمهور ريیس ویاند حید عمر د سې شنبې په ورځ د دې شورا د غړو د نومونو د اعلانونو په وخت وویل:

"د مصالحې او ټولنې ته د بیرته راګرځولو د بهیر د پیل او په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات راوستلو په هدف او هغو افغانانو ته د زمینې برابرولو په هدف چې غواړي له جګړې او تاوتریخوالي او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد اعمالو څخه لاس واخلي.

د سولې، پخلاینې او ټولټنې د بیرته راګرځولو لپاره د افغانستان د جمهور ريیس پروګرام د سولې د عالي شورا په جوړیدو سره په رسمي توګه پیلیږي."

د سولې په عالي شورا کې حضرت صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، پیر سید احمد ګیلاني، شیخ اصف محسني، عبدالرب رسول سیاف او محمد محقق هم غړیتوب لري.

د طالبانو له پخوانیو چارواکو څخه د مشرانو جرګې اوسنی غړی ارسلا رحماني او عبدالحکم مجاهد تر سترګو کیږي، همداراز د اقتصاد اوسنی وزير او د حزب اسلامی پخوانی چارواکی عبدالهادي ارغندیوال یې هم غړیتوب لري.

سربیره پردې د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې یو شمیر غړي، د ښځو او مدني ټولنو یو شمیر استازي یې هم غړي دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پخواني تنظیمي مشران چې له وسلوالو طالبانو سره د جګړو او د کورنیو جګړو سابقه لري، په ریښتینې توګه د شورا د هدف لپاره کار وکړي؟ د جمهور رییس ویاند وویل، دا زړې کیسې دي، اوس شرایط او د پخوانیو ډلو ترجیحات بدل شوي او ټول سوله غواړي.

ښاغلی عمر همداراز په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډیوېډ پټرویس وروستۍ څرګندونې تایید کړې، چې ویلی یې دي، د طالبانو له ځینو مشرانو سره افغان دولت تماسونه نیولی:
http://pa.azadiradio.org/content/article/2170658.html


سپیلنی
28.09.2010

مننه ، خو دا جمله :
[quote:79384292d3]د ډېرې لوړې پایې طالب مشرانوهڅه کړې چې د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره تماس ونیسي[/quote:79384292d3]
شاید سمه بڼه یې داسې وي:
افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو هڅه کړې چې د ډېرې لوړې پایې طالب مشرانوسره تماس ونیسي......

دا زما نظر دی


اور- بل
28.09.2010

[quote:ad24bee359]شاید سمه بڼه یې داسې وي:
افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو هڅه کړې چې د ډېرې لوړې پایې طالب مشرانوسره تماس ونیسي...... [/quote:ad24bee359]

مننه، وروره د ناتو عمومي قوماندان هغسې ويلي چې په متن کې يې ادعا شوې ده ، خو د خبر اهميت او نه اهميت ارزول په کار دي ، فرض کړئ چې خبر واقعيت ولري نو اهميت به يې څه وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په درنښت !


pattang
28.09.2010

افرين بلا کوې غوټۍ!
اهميت به يې صفر (0) وي اوادعا يې هم حقيقت نلري ، داخوشې پروپاګنده ده٠
** په جرګه کې خو دځينو نمک حرامو خلکو نومونه دي چې اول يې له طالب سره
يوځای کارونه کول او اوس لکه عثماني ، قلم الدين ، رحماني ..... په طالبانو پسې
پروپاګنده کوي٠ دقلم الدين نفرو به پردۍ ښڅې په لرګويو وهلي ، ايا دغسې
کار ،دپردۍ ښځې په لرګيو وهل د پښتني دود او اسلامي شريعت خلاف ندي ??
دې ټولو بې ناموسانو طالبان هغه وخت بد نامه کړل ٠
په جرګې دداسې خلکو نومونه هم شته چې يواځې کتې نلري نور تور لنډي دي٠
سياف ، رباني ،محقق ..... جنګي جنايتکاران په هر قيمت به محاکمه کيږي
دوی دې اول ددوی له لاسه وزل شوي انسانان بېرته را ژوندي کړي بيا به په سوله
خبرې کوو٠



29.09.2010

درنو ورونو اوخويندو،
دا خبر خو بي بي سي هم نشر ته سپارلی او تر اوسه پورې طالبانو هم نه دی تکذيب کړی، نو که چيرې لکه څنګه چې پتنګ ګمان کوي محض
بروپاګندا ثٍابت نشي ، په هغه صورت کې به ستاسې تبصره څه وي ؟
آيا طالبانو ته اجازه ورکوئ چې په خپلو شرايطو سره يوې سولې او ملي پخلاينې ته تن کيږدي ؟؟؟؟
ستاسې په اند به په کومو کومو شرايطو ملي سوله شونې او ګټوره وي ؟؟؟؟؟؟
آيا ملي سوله به د بهرنيانو د ويستلو بهير چټک نکړي ؟؟؟؟؟
او په خپلو منځو کې به پر يو بل د افغانانو باور او اعتماد پياوړی نکړي؟؟؟
آيا ملي سوله به په اشغلګرو او مداخله ګرو په شومو هيلو او چټلو پلانونو
يو کلک ګوزار نه وي ؟؟؟؟؟
که له دواړو خواو څخه د ملي پخلاينې هڅې واقعيت ولري، بايد له دې درې څلورو شرطونو څخه طالبان تير نشي :

١- بې قيدو شرطه د بهرني ځواکونو وتل

٢ - بې له قيدو شرطه د جنګي جنايتکارانو محاکمه کول !

٣- د ښځو د حقوقو په اړه په اساسي قانون کې يو لړ رغنده تعديلات راوستل .

٤- په هغو وزارتونو په جمله کې چې طالبانو ته ورکول کيږي د کورنيو چارو، عدليې او حج و اوقافو وزارتونه
او د امر او نهې رياست بايد حتما ً طالبانو ته وسپارل شي !


pattang
29.09.2010

[color=brown:a8071e1040]دادی د پړانګانو ځواب :[/color:a8071e1040]

دکرزي دسولې دعالي شورا داعلانولوپه اړه داسلامي امارت غبرګون

29.09.2010 دافغانستان اسلامي امارت

تیره ورځ دکابل دبیواکه ادارې له لوري دسولې دعالې شورا په نوم د۶۸ نفرو یونوم لړ اعلان شو

اسلامي امارت په داسې حال کې چې په هیوادکې داسلامي نظام اود واقعي سولې دټینګښت لپاره يي مبارزه پیل کړې اوهغه ته دبشري ژوند دیوه مهم ضرورت په سترګه ګوري دکرزي ددغې شورا د اعلانولو په اړه خپل موقف په لاندې توګه څرګندوي:

۱ـ داچې نن دسولې اوامنیت ټینګښت په هیوادکې دافغانانو ترټولو اساسي غوښتنه ده په کارده ددغه حیاتي ضرورت دمنځته راتلو لپاره هغه لارې چارې وکارول شي چې عملي جنبه ولري نه داچې یواځې دافغانانودتیرایستلو اوداجنبي منافعودترلاسه كولو لپاره داسې طرحې هسي په نوم اعلان شي چې دهغوئ عملي کول ناشوني اویالاهم دافغانستان دغمیزې داوږدولوعامل ګرځي .

۲ـ په هیوادکې دسولې دټینګښت لپاره بایدپه هغوعواملو غوروشي چې دنا امنۍ اوټولې سیمې دبي ثباتۍ لامل ګرځیدلي دهماغو عواملو له لمنځه وړلو وروسته بیا په هیوادکې دسولې دتأمین په اړه اقدام وکړای شي

۳ـ دسولې اوروغې جوړې داصولو له مخې دسولې په پروسي کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باورلري اوکله يي هم دبیګناه افغانانوپه ځورولوکې سهم نه وي اخیستی ،دافغانانودغمیزې اودافغانستان دتباهۍ څوکلن اوږدتاریخ ونه لري اوهغوئ افغانان دهیواد داشغال په شمول دټولو ستونزودتجربه شويو عاملینوپه توګه نه پیژني اواجنبي یرغلګروته په خدمت کولوکې سابقه ونه لري بلکې په هیوادکې دمخلصو مصلحینوپه نوم شهرت ولري اوهمدغه عناصر دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانوله لوري دیوه فرمایشي دستورپه حیث .

۴ – داچي په هیواد کې تر یونیم لک زیات بهرني مسلح یر غلګر شتون لري ځمکني او هوا یې ځواکونه داشغالګرو تر قوماندي لاندي هره ورځ په خپل سردلسګونو افغانانو نه دژوندحق اخلي اودکرزی بې واکه اداره دیوه ډیر واړه کار دکولواونه کولو اختیار هم نلري نوڅنګه به یې په دا ډول فیصلو او نما یشي شوراګانو باور وشي او څرنګه به وکړای شي چي دبهرنیانو له مشوري او اجازي پرته دي کوم عمل تر سره کړی .

۵ـ دماتې خوړلیو امریکایانو له لوري ددغې تش په نوم دسولې عالي شورااعلانول دشورویانودګوډاګي رژیم هغه اقدام ته ورته عمل دی چې دخپل شکست په مهال يي دافغانانودتیرایستلو اوخپلې ماتې دپټولو لپاره دملې روغې جوړې په نامه اعلان کړ.

۶ـ امریکایان غواړې دداسې نامشروعو پروسو په تشو اعلانولوسره دافغانانو اونړیوالو اذهان اغفال کړی اوهم په داډول کړنوسره یوداسي حرکت ښکاره کړي چي په ائتلاف کې دګډوهیوادونودپوځونو وتل تر یوه وخته وځنډوي اوبیا له همدې لارې د افغانستان اشغال اودافغانانو یر غمال نیوني ته دوام ورکړي.

۷ ـ دامریکایانو دتیرومکررو دسیسو په تعقیب ددغې شورا اعلانول دمجاهدینو دتسلیمي اویرغلګروته دوسلې تسلیمولو یوه بله ناشوني اوناکامه پروسه ده چې ترعملي کیدوله مخه يي دناکامي نښي څرګندې دي .

۸ـ یرغلګرامریکایان غواړي دداشاني غیرعملي پروسو په طرحه کولوسره داسلامي امارت له اساسي غوښتنې څخه چې له افغانستان څخه یې دهغوئ دوتلو په اړه کوي مخ واړوي .

۹ـ کوم وخت چې امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه هغوئ کله هم له افغانانو سره دمذاکرې اوخبرولپاره دشوراپه نوم دداسې اوږده لیست داعلانولوضرورت نه حس کاوه اوس چې هغوئ دخپل ظالمانه عمل له ترخه مجازات سره مخ اوپه افغانستان کې يي په بشپړه توګه ماتې خوړلې مجاهدین هیڅ کله ددې ضرورت نه وینې چې دیرغلګرو له وتلوپه پرته دي دتش په نامه دسولې دشورا داعلانولو په پروسو قناعت وکړي .

۱۰ـ اسلامي امارت دامریکایانوله لوري دسولې دمشورتې جرګې ،دسولې دمذاکراتو اودسولې دعالي شورا په نوم ټولې بي ځایه اومکررې هڅې له دې امله مردودوې بولې چې هغه دسولې په ځای دجګړې داوږدیدو،دافغانستان داشغال ددوام اوپه افغانستان اوسیمه کې دبي ثباتي لامل ګرځي ، اسلامي امارت به دجګړې دعواملو ترختمدوپوري دټولو یرغلګرو اودهغوئ دملاتړوپه خلاف خپلي بر حقې مبارزې ته ادامه ورکوي اوددي قضیې دحل په واقعي لارو به غور او عمل کوي .



30.09.2010

د طالب مشرتابه د خپل ځواب په توګه دا ډير نر او خوندور ځواب دی چې د کابل ګوډاګي حکومت او اشغالګرو حاميانو تهيې ورکړل شوی دی او
بالکل يو خوله ماتونکی احمدشاهي ، افغاني - پښتون شاهي ځواب دی !
او که دويمه ګڼه يې هم په پام کې ونيسو آن د غلزيو
متهور هوتکشاهي ځواب ورته ويلی شو، چې ريالستي نه بريښي ، ځکه د طالبانو په اند د سيمې سوله القاعدې نه ، بلکې هغه
عواملو خرابه کړې چې القاعده يې پر ضد جنګيږي او هغه صهيونيزم يا د اسراييلو له خوا د فلسطين اشغال دی .

خو متاسفانه که ددغو ځوابونو شاهکارۍ ته ددې تلويزيوني مرکې له مخې وکتل شي ، نو د موخې ، متن او لهجې ورته والی يې
دا اندېښنې او پوښتنې راپورته کوي چې آيا د غبرګون دغه اعلاميه هم دبل په خوله د همدغه مرکه وال ځواب نه دی (؟) :

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/09/100928_l15_hamidgul.shtml

[color=yellow:779ba688a2]فعتبروا يا اولی الابصار ![/color:779ba688a2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more