د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کوم ضمیر او وجدان سره پنجابی ته سړی دوست وواې؟

tandar
27.09.2010

په کوم ضمیر او وجدان سره پنجابی ته سړی دوست وواې؟
ویدیو ې هم په لر اوبر کی لیدلی شی٠

ليکنه : عبدالله احسان
خپروونکی : د لراوبر اداره
نېټه : ٤ / ٧ / ١٣٨٩ | 2010-09-26

--------------------------------------------------------------------------------

larawbar.com

د پاکستاني پوځيانو په لاس د بېګنا ماشومانو وژل غندو

لراوبر ته په سوات کي د پاکستاني پوځيانو هغه ويډيو په لاس ورغله په کومه کي چي پاکستاني پوځيان شپږ تنه پښتانه لاس تړلي ماشومان او تنکي ځوانان يو د بل تر څنګ دروي او وروسته خپل ټوپکونه پر چلوي او شهيدان کوي يې ، هغه درې تنه چي سمدستي نه دي شهيدان سوي او زګېروئ کوي ، دپاکستان د وحشي او ظالمو پوځيانو لخوا يو ځل بيا په نښه کيږي او د شهادت جامونه يې وروستی زګېروئ اراموي .

لراوبر ته تر دې مخکي هم د پښتونخوا په سوات کي د پاکستان د وحشي او ظالمو پوځيانو د غير انساني کړنو ويډيو کليپونه رسيدلي چيري چي د سوات د سيمي يو شمېر پر ملا کړوپ سپين ږيري اوسيدونکي په ډله ايزه توګه غير انساني ډول وهل ټکول کيږي .

لراوبر ويبپاڼه په پښتونخوا کي د عوامي نشنل پارټۍ له مشر اسفنديار ولي خان او د پارټۍ له نورو مشرانو څخه چي اوس ټول په واک کي هم شامل دي په کلکه ددغسي وحشي او غير انساني کړنو د عاملينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي .

پښتانه دا مهال د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواو د خپلو او پردو لخوا د ژوند پر هر ډګر وهل او رټل کيږي ، موږ په دې هر څه خپل مشران ملامت ګڼو ، موږ ډېر ږيره ور او بې ږيري مشران لرو ، اسفنديار ولي خان ، محمود خان ، کرزی خان او ځيني نور زموږ برېتور مشران دي ، ملا محمد عمر ، مولانا فضل رحمن او يوڅو نور ږيرور هم ځانونه زموږ مشران بولي ، له بده مرغه دا ټول برېتور ، ږېرور او سترګه ور مشران زما د ولس پر بده ورځ ړانده دي او یو هم د خپل مظلوم ولس په دفاع کي ږغ نه پورته کوي .

د پښتون قام نننۍ بدي ورځي په کتو سره څرګنديږي چي اوسني مشران ددې قام درد نسي دوا کولای، پښتانه يوه نوي رښتيني مشر ته اړتيا لري .

موږ په لراوبر افغان وطن کي د بېګنا ولسونو پر وړاندي د هر ډول وحشت او تشدد پر خلاف خپل ږغ پورته کوو ، او پر خپل مظلوم ولس ږغ کوو چي ددې بدي ورځي څخه د خلاصون لاره يوازي په اتفاق او يووالي کي دئ ، موږ يوازي د اتفاق په زور کولای سو خپل ځانونه او ولس د هر خدای ناترسه له ظلم او دهشت څخه وژغورو.

په درنښت
عبدالله احسان

په لاندنۍ ويډيو کي د بېګنا ځوانانو وژل په ډېر څرګند ډول مالوميږي ، تر ۱۸ کلونو کښته ځوانانو ته يې د ليدلو اجازه نسته ، هغه خويندي او وروڼه چي دداسي صحنو ليدلو سره حساسيت لري دا فلم دي نه ګوري .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more