د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددې سړي هدف څه شی دی ?

pattang
27.09.2010

[color=brown:7abeb69ddd]ددې سړي هدف څه شی دی ?
کولی شي چې څوک مالومات راکړي ?[/color:7abeb69ddd]

دوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٥tolafghan.com
بازارۍ

رحمت ديوان

27.09.2010 16:23

هغه زمونږ پر کوڅه کې اوسېده، ما چې کله په اول ځل ولېده نو زړه يې رانه يووړ، ډېره ښايسته جلۍ وه، په ونه او ښايست دواړو کې يې ثاني نه و، دومره ښايست خدای ورکړی و چې داسې ښکلې جلۍ تر ننه مخکې ما نه وه ليدلې.

داسې نه چې زه لونډ وم، ما خپله ښځه هم درلودله، او ډېره مينه مې ورسره وه، ځکه چې زما په نصيب کې هم ډېره ښايسته مېرمن وه، خو له دې نه پرته هم زما په هغې جلۍ باندې زړه راغلی، او غوښتل مې چې يو څو خبرې ورسره وکړم، کېنم ورسره، د خپل زړه حال ورته واوروم.

هغه ما ډېر ځل په خپله کوڅه کې وليده، هغه به په تورو کالو کې مکتب ته تله، او همدا وخت به هغه ما کله کله ليده، له دې نه پرته هغه ما ونه ليدله.

يوه ورځ مې په بازار کې وليده چې له مکتب څخه راروانه وه، هغه به د بازار په لور باندې مکتب ته تله او راتله.

زه هم پسې شاته شاته راروان شوم، کله چې خپل کور ته رانزدې شو نو زما نه مخکې يو هلک ورنزدې شو او غلې شانتې يې ورته په غوږ کې څه خبره وکړه، او هغه د دې لورې نه سړک پله واوښته، هغه هلک پسې هلته هم ورغی او ست يې ورته وکړ، خو ښايي د دې ورسره جوړه نشوه نو هغه هلک هم واپس شو او دا هم د کوڅې په لور روانه شوه.
په کوڅه کې هم خلک و، نو ځکه زه هم غلی تير شوم او خپل کور ته لاړم.
بله ورځ راته يو ګاونډي د دې جلۍ په حقله خبرې وکړې، هغه ويل چې دا جلۍ بازارۍ ده، د هلکانو سره ځي راځي، دا مکتب ته نه ځي، دا خو ځانله مشتريان پيدا کوي، دا بازارۍ جلۍ ده.

(پنجشنبه، د سنبله ۴مه، ۱۳۸۹ لمريز


Shir Baz
27.09.2010

پتنګ صیب تاسو پوښتنه کړې چې ددې سړي هدف څه شی دی؟؟ هدف یې دا دی چې د افغانستان د ښځینه وو اوسنی تعلیمي نظام هسې خوشې کونیتوب دی، پاکه نجلۍ راواخلي او بازارۍ ترې جوړه کړي، هدف یې له هغه تعلیمه پرده لیرې کول دي چې دښځو دتعلیم دعوه داران یې افغاني نجلۍ ته غواړي، او دا هغه تعلیم دی چې طالبانو ترې انجونې منع کړې وې، نو اوس قضاوت خپله وکړئ چې آیا ددې تعلیم څخه نه تعلیم بهتر ندي؟؟!!!


عنوان

tandar
27.09.2010

یوی کونډی ښځی په پاکستان کی خپلو ٥ بچیو ته په بد کار روزی پیدا کوله یوه افغان ورته وویل چه دا بد کار ولی کوی ته خو افغانه ې؟
ښځی ورته وویل چه ته هم افغان ې راشه بچو ته می روزی راوړه زه به بد کار بس کړم٠
نو دا نجلۍ شاید له مونږ ټولو ډیره حیا اوغیرت ولری٠
ددی نجلۍ دبازاری کیدلو علت غرزی او نور چارواکی باید وواې٠
او په داسو انسانانو باندی تبصیری زیاته په کار نه ده٠
ځکه دسړی په سترګو کی اوښکی پیدا کوی٠
مننه


Shir Baz
27.09.2010

تندر صیب احساس دې محترم دی خو دا به ښايي هیڅ افغان درسره ونه منې چې (افغانه) میرمن د روزي پیدا کولو لپاره بې حیایۍ ته لاس واچوي.
زه وایم ډیر داسې واقعات به پېښ شوي وي چې ښځې دې له مجبوریه خپل عزت پایمال کړی وي، خوا په نورو ټولنو کې،غیر اسلامي او یا نیمه اسلامي، او یا غیر افغاني ټولنو کې. په افغاني ټولنو کې څومره چې زه معلومات لرم یو افغانه میرمن له سر څخه تیریدای شي خو د خپل عزت او آبرو څخه نشي تیریدای.


Re: ددې سړي هدف څه شی دی ?

monir
27.09.2010

سلامونه او ښې چارې!
اقتباس:
[quote:b3508497cb]
بله ورځ راته يو ګاونډي د دې جلۍ په حقله خبرې وکړې، هغه ويل چې دا جلۍ بازارۍ ده، د هلکانو سره ځي راځي، دا مکتب ته نه ځي، دا خو ځانله مشتريان پيدا کوي، دا بازارۍ جلۍ ده.[/quote:b3508497cb]
تاسې ګورﺉ چې د رحمت دیوان په نوم دا بې حرمته لنډغر د یوې نجلۍ په اړه چې د ده هم نه ده یانې مسؤل یې ندﺉ هیڅ ثبوت نلري او یواځې د ګاونډیو په آوازو د نورو حرمت تر پښې لاندې کوي . او یادا چې ښایی دغه سړي دکیسو په لیکلو یې پیل کړی وي!!!
په درنښت


عنوان

tandar
27.09.2010

شیرباز خانه هغه جنایات چه پخپله دی په سترګو لیدلی او یا ې وینی چا ې پوښتنه وکړه چه دلته زما مثال ردوی٠
زه ستا نظر منم مګر زه هم دمجبوریت نه خبری کوم خلک تر دی حده مجبورشو ی وه٠
ټولو ته ډالر او مارکونه له خارجه نه راتلل٠
دا چه پوښتون او که دری زبان دی مهمه نده یو افغان دی او هغه سړی سره چه دا بحث صورت نیولی زه ې خپله پیژنم او کابل دپغما ن څخه دی او ښځی ورته پیغور مانند دا خبره کړی وه چه ته که نر وی او افغان وی نو زما بچو ته ډوډی راوړه زه به دبد کار څخه لاس واخلم او غواړی چه دهغی سړی سره خبری ،نو ددومره ثبوت حق به نه لری او نه څوک ضرورت لری چه له خیټی خبری وکړی٠
بعضو افغانانو ته یو نوم پاتی دی راشه په جرمنی داسی خلک دروخیم چه پلار او مور ې سچ پوښتانه دی مګر کابل کی غټ او ژوند ې کړیدی اولادونه ې دجرمنیانو سره خوله په خوله او ماماې هم ورته ګوری٠
او په افغان شرمیږی٠
دا جامعه ده یوه طبقه خلک مجبور دی او بله طبقه ې له شوقه خپل روز ګار مخکی وړی .
د افغانانو ښځی چه دخیبر او لواړګی تر مینځ دمجاهیدنو په وخت کی چادری په سر او هری یوی په لاس کی کاغذ او قیمت ې په نوشته وو یعنی خرڅیدلی دا به هم راسره نه منی٠ ؟
په حیات اباد دپیښور کی به خرپولو په پیجاروګانو کی دافغانانو ښځو پسی ګرځیدل دا به هم راسره نه منی؟
او داسی نور فجایعو نه خبر شی په خدای که خوب هم درشی مګر بعضو خبرو کی ټینګیږه مه یو څه به تا لیدلی وی یو څه به بل چا لیدلی وی٠
او نه څوک دومره وخت لری چه ټول افغان کی دځانه قیصی ولیکی٠
مګر دغه حالت په داغریب ملت مګر دحیا نه مغرور ملت چا راوړو؟ او ترڅه وخته؟ اوڅه باید وشی؟
مننه


میوند ننګیال
15.10.2010

سلامونه !
پتوال صیب
کیدای شی داسی وی چی د خرزی او دنورو وجه وی یا اقتصادی مشکلات .
منیر جانه !
تاسې ګورﺉ چې د رحمت دیوان په نوم دا بې حرمته لنډغر د یوې نجلۍ په اړه چې د ده هم نه ده یانې مسؤل یې ندﺉ هیڅ ثبوت نلري او یواځې د ګاونډیو په آوازو د نورو حرمت تر پښې لاندې کوي . او یادا چې ښایی دغه سړي دکیسو په لیکلو یې پیل کړی وي!!!
په درنښت

[quote]
خو ستا دی په الله قسم وی ووایه چی په کابل کی ځومره فیصدی انجونی د هلکانو سره جوړی دی راشه چی در ویی شیم دلته په پیښور کی پاکستانیانو ................... ولی مستی دی دیموکراسی ده ته راشه لږ د پیښور پو هنتون وګوره ته راشه سیکاس اقراء او مشهور ایی ام اس ساینس وګوره چی څومره افغانانی دی چی .................
نور بس دی ولس سترګی پټوی[/quote][/code]


حذيفه
17.10.2010

سلامونه
رښتياهم يوه افغانه ميرمن ترسرتيريږي خوخپل عزت نه لوټوي .خودښځوزده کړه په اسلام کي حرامه نه ده .زموږاوستاسومورعائشه رضی الله عنهاپه زرګونواحاديث روايت کړي دي .البته له اسلامي چوکاټه به بهرنه وي .که ښځه ډاکټره سي نوڅه تاوان کوي زموږاوستاسومیرمن چي نارينه ډاکټروګوري اودرملنه يي وکړي ښه به وي که ښځينه ؟.بدهي خبره ده چي ښځينه پرې ښه ده کوم فکراوسوچ ته اړتيانه لري .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more