نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دیوی ډبری دپورته کیدو توان چه نه لری بیا ې پخپل ځای سنګینه پریږده د سپی او سړی احتیاج ولی باسی؟٠
tandar
26.09.2010
larawbar.com
دیوی ډبری دپورته کیدو توان چه نه لری بیا ې پخپل ځای سنګینه پریږده د سپی او سړی احتیاج ولی باسی؟٠
امريکا له بنګلدېش څخه افغان جنګ ته عسکر غواړي
د امريکا حکومت له بنلګدېش څخه غوښتي چي افغانستان ته عسکر ولېږي او د طالبانو او القاعدې پر ضد وجنګېږي.
د فرانس پريس آژانس د بنګلدېش له پلازمېني ډاکي څخه خبر ورکړى چي دغه غوښتنه افغانستان د امريکا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک او د بنګلدېش د بهرنيو چارو د وزير ډيپو موني ترمنځ په نيويارک کي د يوې ليدنې پر مهال سوې ده.
هولبروک ويلي چي امريکا د بنګلدېش په شان يوه هيواد مرستي ته اړه ده چي په افغانستان کي د سولي او ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي.
بلي خوا ته د بنګلدېش د بهرنيو چارو ډيپو موني ويلي چي حکومت يې د امريکا پر غوښتنه غور کوي.
سلېمان يوسفي
كريم كامران
26.09.2010
دا پخپله په افغانستان کې د امریکا په شکست دلالت کوي. دصلیبي ایتلاف هیوادونه یو له بل پسې له افغانستانه دپښو سپکولو لار لټوي، او داسې ښکاري لکه څنګه چې صلیبي جګړه دامریکا په مشرۍ پیل شوې بالآخره امریکا ته ورپاتې هم ده. هره ورځ یو یو هیواد دخپلو عسکرو دویستو اعلان کوي او یا په پارلمان کې په کلکه غوښتنه کیږي چې دولت دې نور خپل عسکر دامریکا له ګټو، نه قربانوي.
نو امریکا له ډیر مجبوریته دبنګله دیش په څیر کمزوري هیواد ته دمرستې لاس غځولی، او تاسو به ان شاء الله وګورئ چې په راتلونکي کې به دامریکا له شرمیدلې ماتې لاپسې پرده پورته شي او دې ته به اړ شي په جار نارې کړي چې مونږ تښتو خو له شا راباندې ډز مه کوئ!!.
امریکا پوهیږي نن دی که سبا په دې جنګ کې به یوازې پاتې وي نو له اوسه کوښښ کوي چې خپلو عسکرو دمړو کچه په دې ډول راټیټه کړي، او وراوښتونکي تلفات په دې توګه سره وویشل شي. او سربیره پردې دشکست او ماتې دروند پیغور یوازې امریکا ته په ورپشا نه شي بلکې نور هیوادونه یې هم ورسره په اوچتولو کې لاس وکړي.
الله دې یې له دې نه هم ذلیله او محتاجه کړي!!
هـــغه سترګې چې جهان وه ورته سترګې
..................................................نن هـــغه سترګـــې یـــوازې غـــوندې دي
ای صیاده! د غرور سر یې نګون شو
.............................................نن د یار سترګې محتاجې غوندې دي
عنوان
tandar
26.09.2010
کریم خانه وروره خدای دی داستاغوندی احساس په هر افغان کی پیدا کړی٠
افغان په تاریخ کی خپل دشمن له شاه نه دی ویشتی ورته بی ننګی ښکاری ٠
چه دشمن ولی نو په تندی ې ولی ،او دا هر افغان ته په غوږ کی ازان شویدی
پری ې نږدی اشغالګر دی ...............راسن ې په زړګی وله
چه ې ووځی یرغل له سره.................راسن ې په تندی وله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
په څه فکرنو او خیالو نو.................چه راغلی دی نن دلته
څه ې خوړلی نه هضمیږی................چه اړولی دی نن دلته
له شاه ویشتل پیغور وی ...............سم په پیشانی ې وله
چه ې ووځی یرغل له سره.................راسن ې په تندی وله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دا ناموس ستاد نیکو دی...............چه تاته ې نن سپارلی
پریږده بچی ته دی تاریخ...............وی به تا باندی ویاړلی
د باوری زړګې پری یخ کړه..............راسن ې په مغزی وله
چه ې ووځی یرغل له سره................راسن ې په تندی وله
دیو ازاد وطن په ارزو٠
26.09.2010
[quote:a276cebc0e]دیوی ډبری دپورته کیدو توان چه نه لری بیا ې پخپل ځای سنګینه پریږده د سپی او سړی احتیاج ولی باسی؟٠ [/quote:a276cebc0e]
[color=blue:a276cebc0e]دا ډبره دې راولويږه په پښه
........................................... رڼا ورځ دې شه له درده توره شپه
سکندر، روس او انګرېز نه دې زده نکړه
..................................... چې پښتون به دې وهي د سرکاسه
اوس چې پوه شوې يوه خپل بله پردۍ که
............................................. تښته تښته ورئکوه دې مشاده
تورلينګي د ISI دې هم در ووله
............................................ د ټګۍ برګۍ تورمخي کنجاړه
که عزت د چا منې هغه پښتون دی
......................................... بيا راځه چې سره وکړو جوړ تازه[/color:a276cebc0e]
سپیلنی
27.09.2010
چې امریکايي سرتیري یې په ګونډو کړل بنګله دیشیان ورته څه شی دي؟
را دې ولي بنګله دیشیان څه چې سري لانکایان او هندوان دې هم ورسره راولي.
خو داسې ماتې به خوري لکه امریکا چې خوړلې.
که بنګالیان مرګ پسې اخیستي وي نو د امریکا غوښتنې ته به غاړه کیږدي او سرتیري به افغانستان ته د وژل کیدو لپاره راولیږي.
[color=blue:07f2f3cced]ساتو یې په سرو وینو........... دا دی د زمریانو کور
....................................................دا د باتورانو کور
.................................................... دا دباتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور
ستا کاڼي او بوټي ټول مونږه ته لالونه دي
ستا کاڼي او بوټي ټول مونږه ته لالونه دي
وینه پرې توی شوې ده سره لکه ګلونه دي
وینه پرې توی شوې ده سره لکه ګلونه دي
کله یې څوک نیولی شي دا دی د زمریانو کور
..................................................دا د باتورانو کور
..................................................دا د باتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور
ډیرې ککرۍ ګوره پاتې د روسانو شوې
ډیرې ککرۍ ګوره پاتې د روسانو شوې
ډیرې ککرۍ ګوره پاتې د روسانو شوې
ډیرې ککرۍ ګوره پاتې د روسانو شوې
................................................................. شنډې د هر یو دښمن واړه ارزو ګانې شوې
................................................................. شنډې د هر یو دښمن واړه ارزو ګانې شوې
هر چاته معلوم شولو دا د افغانانو کور
..................................................دا د باتورانو کور
..................................................دا د باتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور
..................................................................................دا د باتورانو کور[/color:07f2f3cced]
Shir Baz
28.09.2010
............................................................................................ دافغانستان اسلامي امارت له خوا .....................................................................................
د بنګلدیش د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلې چي امريکايانو په رسمي ډول دبنګلديش له هيواده غوښتنه کړې چې ددوى په مشري دې په افغانستان کې په هغه جنګي اونا کام ماموريت کې دبرخې لپاره خپل عسکرراوليږي چې امريکايانو له تيرو٩کلونوراهيسې پيل کړى ترټولوړومبى خوداخبره ترډيره حده ناشوني بريښي چې دبنګلديش غوندې يواکثريت مطلق اسلامي هيواددې چمتوشي چې دامريکاپه مشري دې په هغه جګړه اوماموريت کې برخه واخلي چې خپله ددغې جګړې پرمخ بيوونکې يې صليبي اودمسلمانانوپه وړاندې مقدس جنګ بولي !!
او په همدې موخه له تيرو٩کلونوراهيسي په افغانستان اوعراق کې جنګيږي ، داسلامي امت په ارزښتونو، اقدارويرغلونه وروړي ، دالهي کتاب (قرانکريم ) بې حرمتي اودبشريت دسترناجي حضرت محمدص په شان کې په بې شميره اوعلني ډول ګستاخي ته دوام ورکوي ، فکرکووچې اول خوبه دبنګلديش واکمن دومره اسلامي درک اوسياسي بصيرت ولري چې دخپلوڅوسووتنوپوځيانوپه ليږلوبه داسلام اوافغانانودښمني ته څنګه و دريږي ، که فرضاواکمن يې دغې تاريخي اشتباه ته زړه ښه کړي ، دبنګلديش متدين اومسلمان ولس به هيچيرې هم خپلوچارواکوته ددې اجازه ورنکړې ، چې ديوه اسلامي ورورهيوادپه وړاندې داسلام دابدي دښمنانوملاټينګه کړي
په همدې ډول ښايي دبنګلديش واکمن دامعلومات ارومروولري چې اوس له افغانستان نه دبهرنیواشغالګرودتيښې حالت دى ، نه دورتګ اوله امريکاسره د ملګرتيا!! ځکه په افغانستان کې پوځي وضعيت په داسې شکل کې قرارلري چې دامريکاډيرنيږدې غربي متحدين اودناټومهم غړي هم ددې خبرې کلک تصميم لري چې څنګه له افغانستان څخه پښې سپکې اوامريکاپه افغانستان کې يواځې پريږدي
دافغانستان اسلامي امارت باورلري چې دبنګلديش هيوادبه هيچرې هم دامريکاملګرتياته په داسې حال کې زړه ښه نکړې چې عملاامريکاپه افغانستان کې دسقوط اوتيښې په حال کې ده ، دبنګلدیش هیواد نه خو دناټو غړیتوب لری او نه هم افغانستان ته دپو ځونو دلیږلو کوم بل دلیل او مجبور یت اونه هم داسلام مقدس دین او دبنګلدیش ملي ګټي او متد ین ولس دداډول عمل اجازه ور کوي ځکه بنګلديش يومنل شوى اسلامي هيواداوولس يې دټينګې اسلامي عقيدې پيروى دى ، ښايي دامريکايانومهم هدف داوي چې دخپل سقوط په ورستيوشيبوکې په سيمې کې وروڼه اسلامي هيوادونه په يوې اوبلې پلمې سره په نفرت اوزړه بداوي کې وغورځوي اوامريکاترې شيطاني ګټه پورته کړې دبنګلدیش اسلامي هیواد ته ښا یې چي دامریکا پر ځای په افغانستان کې دخپلو مسلمانو مجاهدو ورو ڼو مرسته وکړي او دافغان مظلوم ولس سره دخپلواکۍ په بیرته اخستلو او دټولي سیمي په ثبات کې خپل اسلامي مسئولیت اداکړي .
دافغانستان اسلامي امارت
http://www.shahamat.info/index.php?option=com_content&view=article&id=4338:2010-09-27-08-29-30&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7
Shir Baz
28.09.2010
هلکو دا زما په تبصرو کې ګوتې څوک وهي؟ پاسورډ خو یې هم یوازې ما سره دی
بیا دا نیک سړی له کومه شو چې زما په لیکنه کې یې لاندې جمله ورننویستې ده:
[quote:eacd5894fa]............................................................................................ دافغانستان اسلامي امارت له خوا ..................................................................................... [/quote:eacd5894fa]
ما په اخیره کې سرچینه په ګوته کړې بیا دکوم مجبوریت له مخې زما په تبصرو کې بې اجازې تصرفات کیږې؟ :evil:
عنوان
tandar
28.09.2010
شیربازخانه دالیک خو له رنګه او رقمه ستا دقلم غوندی معلومیږی نور نو خدای به خبر وی٠
او بل همدغه اسلامی امارت دی چه دوطن دازادی لپاره وینی تویوی او دعمل په سنګر کی پراته او هره ورځ شهیدان ورکوی٠
په واقعیتو باید سترګی پټی نشی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی٠
30.09.2010
[quote:9779ff7b6d]بیا دا نیک سړی له کومه شو چې زما په لیکنه کې یې لاندې جمله ورننویستې ده:
[/quote:9779ff7b6d]
ولې دا مسولين د څه له پاره دي (؟) ، او بيا نيک سمون خو زياتره اړين هم وي .