د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د آيساف ځواکونو له وياند جوزف بلاتز سره ځانګړې مرکه

شبيراحمد
24.09.2010

سلامونه مي ومنئ
دايساف ځواکونوله ويان سره مرکه شوي ويې لولئ اوڅه پرې وليکئ
څنګه يې ارزوئ؟
له
http://larawbar.com/kaglich/651.htm
څخه
دتاسواودامرکه

مجري: په دې وروستيو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو هڅې څنگه ارزوئ؟ په دې موده کې د ناټو د پام وړ لاس ته راوړنې څه وې؟

ميلمه: اجازه راکړئ ووايم ، موږ د جنرال پيترايوس تر مشرۍ لاندې، چې د نړيوالو ځواکونو مشري يې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پر غاړه واخيسته، خپله د ترهګرۍ ضد ستراتيژي په بريالۍ توگه پلي کړې ده. زموږ ټول فعاليتونه د همدغې ستراتيژۍ پر بنسټ چې شاوخوا يو کال وړاندې د لومړي ځل لپاره د جنرال مک کريسټل له خوا پلي شوه، ډير ښه پر مخ ځي. زه ويلى شم، چې موږ په ځينو سيمو کې د همدې ستراتيژۍ له مخې ډيرې لاس ته راوړنې لرو. موږ حسوو، چې په ټولو سيمو کې حالات پر سم لوري روان دي. د مثال په ډول په هلمند او کندهار ولايتونو کې!

کله چې د امنيت برخې ته راځو، نو ويلى شو چې د امنيت ټينگښت تر ټولو اساسي اړتيا ده. د امنيت ټينگښت د اقتصادي غوړاوي او د ښې حکومتوالى د رامنځ ته کيدو لومړنى شرط دى. او د امنيت ټينگښت هغه کار دى، چې موږ په مارجه کې ترسره کړى او په کندهار ښار او شاوخوا ولسواليو کې هم په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي. دويم دا چې که تاسې د کابل کنفرانس ته وگورئ ، نو په دغه کنفرانس کې د افغانستان او د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو گڼ شمير استازو برخه اخيستې وه. دا کنفرانس په حقيقت کې له ژمنو او هڅونو څخه د يوه ډک بهير پېل وو. همدا راز که د افغان امنيتي ځواکونو د شمير د لوړيدو موضوع رامنځ ته کيږي، نو زه ويلى شم ، چې موږ نه يوازې د افغان امنيتي ځواکونو د کميت بلکې د هغوي د کيفيت او مشرتابه د روزنې په برخه کې هم بلکل له پروګرام سره سم روان يو.

داسې نور مثالونه هم شته، چې زه يې کولى شم د لاس ته راوړنو په توگه يادونه وکړم. د ساري په ډول اوس د سپتامبر د اتلسمې د ټاکنو لپاره چمتوالي روان دي. همدا راز د افغانستان د سولې او پخلاينې لړۍ هم روانه ده. نو په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې پروژې او پروگرامونه تر کار لاندې دي. زه نن ويلى شم، چې موږ په دې وروستيو څو مياشتو کې پڅې، خو مهمې او پياوړې لاس ته راوړنې درلودې دي.

مجري: تاسې په خپلو خبرو کې د کندهار يادونه وکړه. د کندهار د عملياتو د ځنډيو لامل څه شى دى؟ آيا د افغان حکومت او ناټو ځواکونو ترمنځ په همکارۍ کې ستونزه موجوده ده، که د دغو عملياتو په اړه د نظر اختلافات موجود دي؟

ميلمه: د اسياف او افغان امنيتي ځواکونو او همدا راز اسياف او افغان حکومت ترمنځ په همکارۍ او يا ليدلوري کې هيڅ ستونزه نه شته. خو که د کندهار مسلې ته راشو ، نو د دغه ځاى ستونزې ډېرې پيچلې دي. هلته ډيرې او بېلابېلې ستونزې او ننگونې موجودې دي. خو که د امنيت د ټينگښت، پراختيا، بيا رغاونې او حکومتوالى برخې ته وگورو نو په ټوليزه توگه په دغه بهير کې لاس ته راوړنې شوې دي. همدا راز هلمند هم د پيچلو ستونزو او ننگونو يو پېچلى ځواب دى. پوځي حل لاره، د ټوليزې (کُلي) حللارې يوه برخه ده، چې موږ لگيا يو پلي کوو يې. کله چې د پوځي حل لارې په اړه خبرې کوو، نو هغه څه چې موږ نن په کندهار کې ورسره مخامخ يو ، له هغه څخه سره په بشپړ ډول توپير لري، چې موږ په هلمند کې ور سره مخامخ وو. په هلمند کې، د اپريل مياشتې په عملياتو کې موږ بايد له طالبانو څخه، چې له څو کلونو راهيسې يې پرته له کومې ستونزې پر مارجې کنټرول لاره، دغه ولسوالي بيرته نيولې واى. خو په کندهار کې بيا دا موضوع بلکل بل ډول ده. کندهار د طالبانو له خوا نه دى نيول شوى. هغه څه ، چې موږ يې په کندهار کې ترسره کولو ته اړتيا وينو، په دغه ولايت کې د امنيتي وضعې ښه کول دي او دا کار يوازې د عامه اعتماد او باور د ترلاسه کولو له لارې شونى دى. د خلکو او دولت ترمنځ – رامنځ ته شوى واټن بايد له منځه ولاړ شي. حکومت بايد د ښوونځيو، روغتونونو او نورو زيربناو په رغولو سره د خلکو غوښتنې او اړتياوې پوره کړي. نو موږ ويلى شوى ، چې پوځي عمليات د دغه ټول بهير يوازې يوه برخه ده ، چې هغه هم پر خپل ځاى ښه پر مخ روانه ده.

مجري: شا و خوا يو نيم کال وړاندې د جنرال مک کرسټل له خوا د نوې ستراتيژۍ له پېل راهيسې ، د ملکي مرگ ژوبلې کچه د پام وړ را ټيټه شوې وه، خو اوس د جنرال ډيويډ پيترايوس په راتگ سره د خلکو په منځ کې ويره او اندېښنه پيدا شوې، چې ښايي د ملکي تلفاتو کچه بيرته لوړه شي، تاسې د خلکو د دغې اندېښنې په اړه څه وايـى‌؟

ميلمه: خلک بايد له دې پلوه اندېښنه ونه لري. په حقيقت کې پخپله جنرال ډيويډ پيترايوس د ترهګرۍ پر وړاندې د دغې نوې ستراتيژۍ نوښختگر او جوړونکى دى. هغه په دوه زره شپږم کال کې د امريکايي ځواکونو لپاره ددغې ستراتيژۍ بنسټ کيښود. دغه ستراتيژي، چې د دوه زره نهم کال په اوړي کې د جنرال مک کرسټل له خوا پلې شوه، په حقيقت کې پيترايوس جوړه کړې ده. اوس چې جنرال ډيويډ پيترايوس له مک کرسټل څخه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشري پر غاړه واخيسته، نو ويلى شو، چې دا يوازې د مشرۍ، څيرو او شخصيتونو بدلون دى، نه د ستراتيژۍ بدلون. په بله مانا پخپله د ترهگرۍ پر ضد د نوې ستراتيژۍ موخه همدا ده، چې د ملکي مرگ ژوبلې مخنيوى وکړي او د دغو تلفاتو کچه را ټيټه کړي. نو که دا ستراتيژي جنرال مک کريسټل پلي کوله پر همدې باور وو، او که اوس يې جنرال ډيويډ پيترايوس پلي کوي ، نو هغه هم پر همدې باور دى.

مجري: د سولې په ملي مشورتي جرگې کې تر دوه زره څوارلسم کال پورې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو پر سپارلو هوکړه وشوه. تاسې په اند، ايا افغان امنيتي ځواکونو به تر دوه زره څوارلسم کال پورې د دې جوگه شي، چې په ټول هيواد کې امنيتي مسووليتونو پر غاړه واخلي؟

ميلمه: هو، زه ډاډه يم، چې دا کار به وکړاى شي. ولسمشر کرزي د دوه زره نهم کال د نوامبر پر نوولسمه په خپله پرانيستونکې وينا کې د دوه زره څوارلسم کال تر پاى پورې افغان امنيتي ځواکونو ته د ټولو امنيتي مسووليتونو د سپارلو وړانديز وکړ. تاسې پوهيږئ، چې دغه غوښتنه د روان کال په جنورۍ کې د لندن کنفرانس پر مهال تکرار شوه، او دا ځل دلته په کابل کې، د کابل نړيوال کنفرانس پر مهال د دريم ځل لپاره هم پر هغې ټينگار وشو. زما په اند پر سم لوري روان يو. د افغانستان خلک او حکومت د دغه سختې دندې منلو ته چمتو دي. د امنيتي مسووليتونو د ليږد د لړۍ تر ټولو مهم فاکتور د افغان امنيتي ځواکونو، ملي اردو او ملي پوليسو پياړتيا ده. لکه څنگه چې موږ مخکې يادونه وکړه، د افغان امنيتي ځواکونه شمير اوس پر دوه سوه دېرشو زرو اوړي، چې د تير کال په پرتله اتيا زره سرتيري ډير شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې سره هممهاله دېرش زره پوليس او پوځ همدا اوس تر روزنې لاندې دي، چې له هغوي سره دا شمير دوه سوه پينځوس يا شپيتو زرو ته رسيږي. همدا راز د راتلونکي کال تر پاى ته رسيدو پورې به د افغان ملي پوليسو او ملي اردو سرتيرو شمير درې سوه زرو تنو ته رسيدلى وي. نو زه ويلى شم، چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او پياوړتيا لړۍ ډيره ښه پر مخ روانه ده. خو هغه شى، چې اوس ډير مهم دى، د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې د کيفيت په اړه د ډاډ تر لاسه کول دي. موږ بايد ډاډه شو، چې افغان امنيتي ځواکونه د هغوي، مشران، افسران او جگړنان له راتلونکو ننگونو سره مخامختيا ته چمتو دي که څنگه؟. د افغان امنيتي ځواکونو د کيفيت د تضمين تر ټولو ښه لاره له ايساف ځواکونو سره د هغوي گډ کار دي. د افغانستان د ملي اردو د ټولو واحدونو پينځه اتيا سلنه وار له مخه له اسياف سره گډ تمرينونه او گډ عمليات کوي. هغوي په گډه جنگړه اييزې تجربې تر لاسه کوي.

له بلې خوا موږ د دغه پروسې د پلي کيدو لپاره څلور نيم کاله وخت نور هم لرو. نو زه ويلى شم، چې افغان امنيتي ځواکونه به تر هغه وخته پوره بلکل چمتو وي. هغوي به بې له شکه د دې جوگه وي او دا وړتيا به ولري، چې په ټول هيواد کې د امنيتي چارو مسوليتونه پر غاړه واخلي.

مجري:

د روان کال جون او جولاى مياشتې په تيرو نهو کلونو کې په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو مرگونې مياشتې وې. د واټ د غاړې بمونه، ځانمرگي بريدونه او چاوديدونکي توکي په راونه جگړه کې د طالبانو له خوا تر ټولو ډيره کاريدونکې وسله بلل کيږي. افغان او نړيوال ځواکونه پر دغه گواښ د برلاسه کيدو لپاره څه پلانونه لري؟

ميلمه: په حقيقت کې دا ټولې پېښې ډيرې خواشينونکې دي. دا ډيره خواشينونکې وي، چې موږ د اسياف يو سرتيرى له لاسه ورکړو. هو دا هم خواشينونکې وي، چې د افغان امنيتي ځوکونو کوم سرتيرى، پوځي يا کوم پوليس ووژل شي. او همدا راز دا هم ډيره زياته خواشينوکې وي، چې د اورپکو او طالبانو له خوا په ناسنجول شويو او په بې پروايې سره په پلان شويو چاودنو کې بيگناه او ملکي افغانان ووژل شي. هغه څه، چې موږ يې اوس وينو،، د اسياف ځواکونو ترڅنگ د افغان امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه هم ډيره لوړه ده. د مرگ ژوبلې د کچې د لوړيدو اصلي او بنسټيز لامل دا دى، چې موږ اوس د پخوا په پرتله له ډيرو زياتو اورپکو او طالبانو سره مخامخ يو.

خو موږ ته هم تازه دمي ځواکونه راځي، موږ اوس د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا او د هغوي د شمير پر لوړو بوخت يو… موږ به په گډه په هغو سيمه کې د اورپکيتوب او طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړو، چې هغوي پکې د کلونو کلونو لپاره د جگړې د دوام گواښ نه وي. زه ويلى شم، چې موږ اوس په ډيرو سيمو کې له کوچنيو کوچنيو مقاومتونو سره مخامخ يو ، او همدا د زموږ د مرگ ژوبلې د کچې د لوړيدو يو بنسټيز لامل دى. خو زما په فکر دا ډيره مهمه ده، چې موږ بايد اوس دښمن وننگو، او تر دغه ستونزمن پړاو تير شو. ځکه تر دې ستونزمن پړاو وروسته به هر څه ډير ښه شي. اوس دستي حالات ستونزمن دي، خو وروسته هر څه سميږي. يو شى، چې زه غواړو ټول پرې وپوهيږي ، دا دى، چې د سختدريځو او اورپکو په بريدونو کې د ملکي مرگ ژوبلې کچه ډيره لوړه ده. يوازې په تيرو دريو مياشتو دغه کچه شاوخوا اووه اويا سلنه لوړه شوې.

مجري:

نړيواله ټولنه او د افغانستان حکومت په دې وروستيو کې پر يوه ټکي موافق شوي، هغه دا چې د افغانستان کړکيچ يوازې له پوځې لارو نه شي هواريداى. له دې سره جوخت هڅې پېل شوي، چې د پاکستان په مرسته طالبان راوستل شي، او په سياسي بهير کې شريک شي. خو دا په داسې حال کې ده، چې د ويکي ليکس له خوا خپرو شويو اسنادو وښوده، چې د پاکستان پوځ او استخبارات لا هم د طالبانو ملاتړ کوي. که داسې وي، نو تاسې څه فکر کوئ، چې دا خبرې به څومره بريالۍ او اغيزمنې وي.

ميلمه:

لومړۍ د ايساف لپاره دا ډيره مهمه تر ټولو ده، چې و وايو، د دا راز پټو اسنادو خپراوى يو نامسووليته کار دى، ځکه هغه نه يوازې د ايساف ځواکونو بلکې د ملکي افغانانو ژوند له گواښ سره مخامخوي. له همدې امله زه چمتو نه يم، چې د پټو اسنادو په اړه په ډاگه وغږيږم، خو تاسې پر ځاى خبره وکړه، د افغانستان ستونزې يوازې له پوځي لارې نه شي هواريداى. د افغانستان او د دې ټولې سيمې ستونزې د پوځي لارو چارو ترڅنگ ډيرو نورو هڅو ته هم اړتيا لري. د ساري په ډول د اداري فساد پر وړاندې بايد مبارزه وشي.. .. د نشه يي توکو د قاچاق مخه بايد ونيول شي. د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کيدو اړتيا ده….. د اقتصادي ودې لپاره بايد لا ډيرې هڅې وشي. او داسې نور!

نو د دغو پيچلو ستونزو هوارى سيمه ييزو اړيکو او هڅو ته اړتيا لري. او پاکستان په دغو سيمه اييز هڅو کې مهم رول لوبوي. که پوځې برخې ته راشو، نو په دې برخه کې هم د پاکستان د پوځ، د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو او ايساف ترمنځ کلکه همغږي موجوده ده. پاکستان په تېرو کلونو کې له پولې څخه د ترهگرې د اوښتو را وښتو د مخنيوي لپاره ډير کار کړى دى. د پاکستان پوځ د دغه شريک دښمن پر وړاندې په روانه جگړه کې تر ټولو ډير سرتيري له لاسه ورکړي دي .. .. تر هغې ورسته بيا د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو او ورپسې اېساف پر خپل وار ډيره قرباني ورکړې ده… نو زه ويلى شم، چې په دې برخه کې کلکه همغږي موجوده ده. خو موږ اړتيا لرو او کولى هم شو، چې دا بهير تر دې نور هم اغيزمن کړو.

مجري: په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په رامنځ ته کيدو او د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د ايساف رول څه دى؟

ميلمه: تر ټولو مهم کار چې موږ يې تر سره کولى شو. او يا په بله مانا، د افغانستان د ملاتړ لپاره زموږ تر ټولو مهم کار د امنيت ټينگښت دى. له امنيت پرته ښه حکومتوالي نه شي رامنځ ته کيداى .. له امنيت پرته اقتصادي پرمختگ نا شونى دى . نو د امنيت ټينگښت تر ټولو لومړى شرط دى. او د امنيت ټينگښت د اېساف ځواکونو د دندې اصلي برخه ده. له بلې خوا موږ پر روزنه او د وړتياو پر لوړولو بوخت يو. موږ د سرچينو په برابولو کې مرسته کوو. موږ د نړيوالې ټولنې په مرسته، همغږى ملاتړ کوو. او موږ همدا راز د فساد او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په موخه په روانې گډې مبارزې کې برخه اخلو. دا په حقيقت کې د ترهګرۍ پر ضد زموږ د مبارزې د ستراتيژۍ يو زړى او هسته ده، لکه څنگه چې ما وړاندې وويل، زموږ نوې ستراتيژي يوازې په پوځي هلو ځلو پورې نه ده تړلې. موږ بايد دا ټولې هڅې سره همغږې کړو. خو ايساف په دې برخه کې د افغان حکومت ترمشرۍ لاندې چارې ترسره کوي. موږ تل په زغرده ويلي، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مشري بايد افغانان پخپله پر غاړه ولري، او همدا راز افغانان بايد پخپله د خپلو امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او هغوي ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير، چې موږ به يې په راتلونکې کې ليدونکي يو، څارونکي وي.

مجري: آيا د قاچاق وړونکو او جنايتکارو پر وړاندې مبارزه د اېساف ځواکونو په کاري چوکاټ کې شامله ده، که څنگه؟ که هو، نو تر دې دمه په دې اړه څه شوي دي؟

ميلمه: که څه هم د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه په رسمي ډول د اېساف ځواکونو په کاري چوکاټ کې شامله نه ده، خو موږ په هغې کې برخه اخلو. موږ د هغو په اړه د اطلاعاتو په برابرولو او د قاچاق د مخنيوي په اړه د راونو هڅو په ملاتړ سره په دې مبارزه کې برخه اخلو. د ساري په ډول، موږ تير کال د فساد ضد ځواک په نامه اداره رامنځ ته کړه، چې له افغاني اړخ سره په گډو کاري گروپونو کې کار کوي. څنگه چې تاسې پوهيږئ…. زما په اند افغانستان هم تير کال د څار عالي اداره جوړه کړه، د افغاني اړخ له خوا په دې اړه د شکايتونو د اوريدو مرکزي اداره هم فعاليت کوي. نو زه ويلى شم، چې په دې اړه کلکه همغږي موجوده ده. هغه داسې چې موږ اړين اطلاعات په واک کې ورکوو، او افغان اړخ يې له مخې جنايکاران او مجرمين تر قانوني څار لاندې نيسي. په دې توگه موږ وينو، چې له تير کال راهيسې ډېرې دوسيې څيړل شوي دي. زما په اند د افغانستان حکومت، اړوندې ادارې او همدا راز د افغانستان وگړي په بشپړه توگه چمتو دي، او بلکل غواړي چې د فساد مخنيوى وشي، او په راتلونکې کې په دې اړه د لا ډير کار غوښتونکي دي.

مجري: ډيره زياته مننه !

او زما وروستۍ پوښتنه به دا وي، چې تاسې د افغانستان راتلونکې څنگه وينئ؟

ميلمه: زما په فکر د کابل کنفرانس پريکړې او هوکړې د افغانستان راتلونکى ډير ښه روښانه کولى شي. زما په اند د افغانستان راتلونکى ډير روښانه دى. تاسې پوهيږئ، چې ولسمشر کرزي په کابل کنفرانس کې په زغرده وويل، چې افغانستان به يو ځل بيا د مرکزي اسيا پر “ګردي ميز” يا مرکز واوړي. افغانستان ډيرې زياتې سرچينې او کانونه لري. دا هيواد ډيرې ښکلې منظرې لري، چې امتيازونه پخپله د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې هڅونه کوي. …. که تاسې د افغانستان دغو طبيعي امتيازونو ته وگورئ، که تاسې دغو مثبتونو پيلامو، پروګرامونو او فرصتونو ته وگورئ. له بلې خوا که د افغانستان د گاونډ په گډون په دې ټوله سيمه کې د سولې او پخلاېنې لپاره پېل شويو هڅو ته پام وکړو، نو زه د افغانستان راتلونکې له هيلو ډکه او ډيره روښانه وينم… کله، چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو خبره کوو، نو دا په دې مانا نه ده، چې نړيواله ټولنه پښې سپکوي. دا کار به هيڅکله ونشي، موږ هيڅ کله دا کار نه کوو. موږ په دې لټه کې نه يو، چې يوازې امنيتي مسووليتونه افغانانو ته ور پر غاړه کړو. بلکې تر هغې وروسته به هم زموږ ترمنځ سترايتژيک مشارکت موجود وي. او زما په اند ښايي همدا تر ټولو مناسبه لاره وي. ډېرې هيلي موجودې دي، او ستاسې هيواد ډيره ښه راتلونکې لري.


pattang
25.09.2010

انډيواله چې دا ونه وايې نو نور به څه ووايې ! هرمياشت يې داسې مرداره وي لکه
ملخ او مړې يې روان وي ، د دو ی په جنګي ريتوريک څوک نه غلطيږي٠

مرګ په اشغالګروژوندي دې وي طالبان !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more