نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی
ډاکتر وطنمل
24.09.2010
جمعه د ١٣٨٩ لمريز کال د تلې ٢tolafghan.com
.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی
ټول افغان
23.09.2010 13:33
د مخدوم رهين په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د ټول افغان.کام او بېنوا.کام د بندولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د رسنيو د شکاياتو د کميسيون له لارې شوې ده او د افغانستان لوی څارنوال الکو ته په دې اړه ليک لېږل شوی دی چې دا اقدام عملي کړي.
د ټول افغان د معلوماتو په اساس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم ليک لېږلی دی چې بېنوا او تول افغان په افغانستان کې بند کړي چې خلک یې ونه لولي.
ټول افغان د افغان حکومت دا پرېکړه غندي او په افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانانو په مريو دې منګولې نه لګوي او د حق اوازونه دې نه بندوي. د بيان ازادي د افغانانو حق دی او اوسنی اساسي قانون دا حق ټولو افغانانو ته ورکړی دی او د ټول افغان او بېنوا بندول به د حق اواز هيڅککله هم بند نه شي کړای.
ټول افغان د افغان حکومت دا کرغېړن ګام د ټولو هغو ازادو روښانفکرو او د هېواد په غم غمجنو ليکوالانو پر مخ څپېړه ګڼي چې په ټول افغان او بېنوا کې ليکني کوي.
ټول افغان د مارشال قسيم فهيم او مخدوم رهين له خوا دا ډول ګامونه د افغان ولس او په ځانګړې ډول پښتنو خلاف د دوی د عقدې او دښمنې زېږنده بولي. ټول افغان ټول هېوادو ته غږ کوي چې په ځان دې دا ظلم نه قبلوي چې دوی ته د ازاد غږ او حقيقت رسېدل د افغان ټولنې د جنګسالارانو، غاصبينو او د ايران د تالي څټو له خوا ودرول شي.
ټول افغان ټولو افغانانو ته په زغرده وايي چې د فساد او بې عدالتۍ خلاف به یې جګړه روانه وي او په دې لاره کې په لوی الله ج توکل کړی دی او په دې لاره کې له چا نه ويرېږي. ټول افغان باور لري چې دا ډول سپک او ارزانه ګامونه په افغانستان کې د جنګسالارانو او فاسدو عناصرو کمزوري په ګوته کوي او باور لري چې نصر من الله و فتح قريب. هره شپا سبا لري او د ولس د مخلصو بچو په هڅو به دا روڼ سبا هرومرو وينو او فاسد چارواکي او جنګسالارن د افغانستان برخليک نه شي ټاکلی.
د ټول افغان په باور د دولت د دې پرېکړو ترشا په دولت کې جګپوړي فاسد عناصر لکه مارشال قسيم فهيم او ورور یې حسين فهيم، د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د کابل بانک نور فاسد چارواکي لکه خليل الله فېروزي او قمارباز شېرخان فرنود، او د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت ولاړ دي. د ټول افغان او بېنوا د بندولو اصلي لامل د کابل بانک د فساد خلاف غږ پورته کول دي چې ټول افغان پرې ليکنې وکړې او ولس یې د اقتصادي او سياسي مافيا له ايتلاف څخه خبر کړ.
ټول افغان لومړۍ ويبپاڼه وه چې ويې ويل چې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی امکان لري په امريکا کې د پيسو وينځلو Money Laundering تور محاکمه شي ځکه په دوبۍ کې یې د کابل بانک د هغه وخت مشر شېرخان فرنود څخه په ۷ مليونه درهمه کور اخيستی و چې اته مياشتې وروسته یې بېرته په فرنود په ۱۰ مليونه درهمه خرڅ کړ او درې مليونه درهمه یې جيب ته کړل چې دا کار تر ډېره محمود کرزي ته په قانوني لاره د دې درې مليونه درهمه پيسو وررسول ښکاري چې د پيسو وينځل ښکاري او جرم دی.
ټول افغان د کابل بانک په رسوايئ کې د افغانستان بانک د يو مامور ليکنه هم خپره کړه چې د بانک په مشر عبدالقدير فطرت یې نيوکې کړې وې او د هغه د فساد په اړه یې ليکل کړي و.
څو کاله وړاندې مخدوم رهين هغه وخت ولسي جرګې رد کړ چې بېنوا او ټول افغان یې اصلي څېره ملت ته رسوا کړه او په پايله کې مخدوم رهين وزارت له لاسه ورکړ. مخدوم رهين اوس غواړي له دې دوه ويبپاڼو انتقام واخلي.
په افغانستان کې د لوستونکو پر مخ د ټول افغان او بېنوا تړل د افغان حکومت او په کې د فاسدو عناصرو ناکامي او بې وسي ښيي. دوی پوهېږي چې دا ډول رسنۍ افغان ولس ته د دوی تور مخونه رسوا کوي.
نړيوالې رسنيو - چې ټول افغان نه غواړي دا وخت یې نومونه وليکي - په راتلونکو ورځو کې په دې اړه ليکنې خپروي چې ټول افغان به یې درته وړاندې کړي.
رښتینی
24.09.2010
،
محترم ډاکټر صاحب او نورو ګډونوالو ته مینه او سلامونه !
ښاغلی ډاکټر صیب له مخدوم نه همدا توقع کیده اوډیر افغانستانیان
او نور ایران پلوه تش په نامه افغانان دا نشی زغملی چی پښتانه دی دا
سی پر مختللی ویب پاڼی ولری او له خپاه وسه به هڅی کوی ځو یی لاری
ډب کړی
خو زه خپلو وروڼو ، دټول افغان ګډونوالو او ټولو افغانانو ته ډآډ ورکوم
چی د حق او رښتیا چیغه هیڅ ډول ځواک هم نشی غلی کولی بلکی په دی
سره به زموږ دقلمونو څوکی نوری هم تیری اودحق ناری به موخپری شی
ځکه دلوړتیا لورته غځیدلی لاری له اغزیو ، ګارو، نارواوګږلیچونو ډکی
وی او په دی لاره یون ډیری ستومانی غواړی .
په همدی هیله چی دلوړتیا څوکی ته پر تللی لاره یون به ګړندۍ لرو
او په دی لاره کی به هیڅ ډول خنډونه زموږ لاره نشی ډب کولی
په مینه
و.افغان
24.09.2010
.
.
سلام عليکم.
محترمو وروڼو!
له پېړيو تر پېړيو هیڅوک نه دي توانيدلي دي، چې د حق آواز ووژني، او نه به تر
قيامته څوک د حق آواز ووژلی شي.
د کلتور وزارت بې کلتوره او بې فرهنګه وزير او د هغه فاسد بانډ که دا فکر کوي چې
دوی به په دې کرغېړن کار د حق آواز بند کړی شي؛ نو دا وهمونه او درواغجن خوبونه دې روانو اوبو ته ووايي.
د حق آواز به د همېش لپاره ژوندی وي.
د حق نسل ختمونه مستحيله او ناممکنه ده، د حق بچي به د همېش لپاره د خپلو پلرونو
او نيکونو انتقام له هر ظالم او جابر څخه اخلي.
مونږ ټول په يوه آواز سره دغه کرغېړنه پرېکړه په سختو ټکو غندو، او له ټول افغان
څخه مو هيله ده چې په خپل رښتيني مسير باندې تګ ته ادامه ورکړي.
په درنښت
Shir Baz
24.09.2010
زه هم په خپل وار د بې فرهنګه دولت، د بې فرهنګه وزارت، دبې فرهنګه وزیر دا بې فرهنګه کار په کلکو ټکو غندم.
په شخصي توګه ماته داسې راپورونه ترلاسه شوي چې د ددې ګام دنورو عواملو ترڅنګ یوداوه چې په دې وروستیو کې دټول افغان ویب پاڼې دبیان ازادۍ ته په درناوۍ دخپلې پاڼې په لومړي مخ دځینو لیکوالو داسې لیکنې خپرولې چې دطالبانو په نفع تمامیدې. یو له هغو څخه دعبدالودود په نامه یولیکوال پرلپسې لیکنې وې چې د طالبانو په اړه اندېښنې او پوښتنې یې ځوابولې.
که دا خبره رښتیا وي نو دټول افغان ویب پاڼې په بندولو کې یوازې افغانستانیان ګرم ندي، بلکې ځینې پښتانه طالب ضد چارواکي هم په کې ښکیل دي.
زه بیاهم ددې خبرې په دوهم ځلي تحقیق کوم چي تازه معلومات مو ترګوتو شول تاسو سره به یې شریک کړم.
مننه
نفيسه جلال
24.09.2010
اول که ټول افغان ویبسایت بندیږی داعمل به ډير تاوانونه ولري اوډیرخلک به خفه کړي.
خو په بینواویبسایت کې مي یو خبرولوست چی ډیره یې خوشاله کړم. وايي چې دا فیصله دټول افغان په هکله نده یوازی بینوا بندیږي. زه دا زیری په تاسو کوم اوپه دی لینک کی ولولۍ:
http://www.benawa.com/details.php?id=39149
[color=brown:decac4bcab]دیادولو وړ ده چي پرون یوشمیر پښتو ویبپانو داسي خبرونه خپاره کړه چي ددغي پریکړي له مخي به ددوی پاڼي هم بندیږي خو داطلاعاتو کلتور وزارت یو لوړ رتبه ماموردنوم دنه ښولو په شرط دغه ګنګوسې رد کړې او زیاته ئې کړه چي له لویه سره دغه پریکړه یوازي تر بېنوا پوري محدوده وه . چي عملي سوې هم ده اود نورو ویبپانوپه هکله هیڅ تصمیم تر اوسه وجود نلري . نوموړي بېنوا ته ومنله چي درهین د دوهم ځل راتګ سره سم دبېنوا دتړلو خبره دوزیر لویه غوښتنه وه چي دفهیم خبر يې یوازي یوه بهانه وه . [/color:decac4bcab]
سرچینه: پورتنی لینک
عنوان
tandar
24.09.2010
دا بی فرهنګه وزیر دی د ټول افغان د ویبسایټ دبندولو فکر هلته وکړی چه دی د ټول افغان له خوا دی چوکی ته انتخاب شوی وی؟٠
بیانو ولی دا ویبسایټ بندوی ؟
ددی لپاره چه دیرغلګرو او د دوی دګوډاګی باند جنایات افغان اولس او جهان ته برملا کوی؟
خرڅ شوی او بی فرهنګه وزیره ته دسنګر او قلم جهاد په رنجیدلی اولس نه شی بندولی٠
دغه کار مو په واقیعت کی په خپلو اعمالو او جنایاتو یو اعتراف دی٠
د ټول افغان جهاد به تر هغی روان وی چه بادران دی او تاسو خرڅ شوی د ډالرو نوکران دخپلو اعمالو جزا نه وی لیدلی٠
په دی ملت باندی ډیرو کوښښ کړیدی مګر په لاس څه نه دی ورغلی ،تاریخ ې لوستلی شی
دا بندول او خلاصول ستاسو دنجات لاره نه ده ،ګوډاګیتوب نه لاس واخلی او خپل ملت سره یو ځای شی که ځان ته افغان واې ؟
د ډالرو په خاطر مو دافغان نوم مو شرمولی دی ٠
ټول افغان ډالر نه غواړی یو ازاد افغانستان غواړی اودا میراث له نیکو ورپاتی دی٠
انشاالله٠
pattang
24.09.2010
دادخرکار زامن څرنګه او چېرې دا پاڼه بندوي ?
ايادوي پر دې پو هيږي ? نه ، دوی يواځې اورېدلي دي ٠
ډيرې تخنيکي لارې شته چې مينه وال دغه او هغه پاڼه په افغانستان کې
وګوري او هم ليکنې پکشې وکړي او دا دخرکارزامن به ژېړې ستر ګې ورته ګوري ٠
زه خو پښتنو ته وايم چې دوښمن مو دلستوڼي مار دی خودوی لا تر اوسه پردې ندي
پوه شوي٠ له فاسد رژيم سره کارکول حرام دي او ددې رژيم پر ضد جهاد روا دی څکه
چې دا فاسدرژيم له يوې خوا انتي پښتني ، انتي ملي ،انتي اسلامي او له بلې
خواداشغالګرو په نکاح شوې اورته ده ٠
مرګ په قزالباش ډم رحيم او خرکار فهيم
ژوندي او موفق دې وي طالبان .
25.09.2010
[quote:bcf6c332cc="نفيسه جلال"]اول که ټول افغان ویبسایت بندیږی داعمل به ډير تاوانونه ولري اوډیرخلک به خفه کړي.
خو په بینواویبسایت کې مي یو خبرولوست چی ډیره یې خوشاله کړم. وايي چې دا فیصله دټول افغان په هکله نده یوازی بینوا بندیږي. زه دا زیری په تاسو کوم اوپه دی لینک کی ولولۍ:
http://www.benawa.com/details.php?id=39149
[color=brown:bcf6c332cc]دیادولو وړ ده چي پرون یوشمیر پښتو ویبپانو داسي خبرونه خپاره کړه چي ددغي پریکړي له مخي به ددوی پاڼي هم بندیږي خو داطلاعاتو کلتور وزارت یو لوړ رتبه ماموردنوم دنه ښولو په شرط دغه ګنګوسې رد کړې او زیاته ئې کړه چي له لویه سره دغه پریکړه یوازي تر بېنوا پوري محدوده وه . چي عملي سوې هم ده اود نورو ویبپانوپه هکله هیڅ تصمیم تر اوسه وجود نلري . نوموړي بېنوا ته ومنله چي درهین د دوهم ځل راتګ سره سم دبېنوا دتړلو خبره دوزیر لویه غوښتنه وه چي دفهیم خبر يې یوازي یوه بهانه وه . [/color:bcf6c332cc]
سرچینه: پورتنی لینک[/quote:bcf6c332cc]
درنې خور نفيسه جلال او ګرانو لوستونکو ته له سلام او درناوی !
علت ، پلمه ، هدف او ګوزار يو دی د پښتون ملي آواز او ملي وېبپاڼې بندول دی، که له ټول افغان يې پيل کړي بينوا به ورپسې تړي
که له بينوا يې پيل کړي ټول افغان به ورپسې تړي . خو باور لرم چې دغو دواړه مخکښو سنګرونود مبارزې بټۍ به نورې هم
تودې، داغ داغ ، سکروټې او لمبې لمبې کړي !
دلته د افغان بچي دي، دا دټول افغان بچي
.............................................. دا د احمد شاه اوميرويس خان او خوشالخان بچي
دوی د پيرروښان او ايمل خان او درياخان بچي
............................................. دوی د لوی افغان د لويې ځمکې لوی اسمان بچي
دوی د حقيقت رڼا په لاس کې پورته کړې ده
........................................................ دوی په خپل تنقيد د هر خاين ک... سېزلې ده
دوی د اخلاقي او اداري فساد غندونکي دي
.............................................. دوی د اشغالګرو په څټ څټ باندې وهونکي دي
دوی د ISI د تور لاسونو لنډونکي دي :
............................................... دوی د لر او بر د افغاني وحدت غوښتونکي دي
کلکې آرادې يې فولادي څوک ماتوی نشي
............................................... هسې چيواړيان خو ددوی مخ ته ټينګيدی نشي
په پای کې د لازيات معلومات له پاره نفيسې جلال خور دغه لينک ډالۍ کوم
او په لوی الله مو سپارم :
ttp://www.tolafghan.com/posts/19807
پښتون.
25.09.2010
دا سړی بیا څه وایی دپښتو ویب پاڼو په هکله:
له سهار راهیسي زه خپل کمپیوټر ته ناست او بینوا په مخکیني نوم او ادرس خلاصیږي کاشکي نور دغسي نه وي او باالکل د انټرنیټ له نړۍ څخه ورکه سي
http://taand.com/index.php?mod=comment&article=21976
عادل عادل
25.09.2010
سلامونه
د هغه مهاله چې وحشي امریکایانو او صلیبي پټ سترګو حشرګړو یې زمونږ په پاکه خاوره ناروا یرغل راوړئ زما په ګډون ډیرو افغانانو د ټولو هغو معتبرو نړیوالو خبري رسنیو او ټلویزیوني شبکو سره نه پخلا کیدونکئ پریکون کړئ چې وحشي عسکرو یې زمونږ د پاکې خاورې په سپیڅلي حریم خپل ناولئ قدم ایښئ او د مظلومو افغانانو په کړولو کې سهیم دي، په همدې ډول د ټولو هغو تلویزیوني شبکو او درځنونو راډیوګانو د یو ځل لیدلو او اوریدلو څخه یې هم په کلکه پرهیز کړئ چې د یرغلګرو تر مالي پوښښ لاندې د لاسپوڅې ادارې په چوکاټ کې بې خرته پوچ افغاني او اسلامي معیارونو ضد خپرونې کوي او په پوره باور سره ویلای شم چې حتي د نومونو سره به یې هم اشنایي نلري.
ددې مانا هیڅکله دا نده چې نوموړي خلک به په پورتني موقف کې پټې سترګې پاتې وي بلکه ټینګ پرې ولاړ پاتې دي او د ګران هیواد او نړئ حالات د ټول افغان په څیر ملي نوامیسو ته ملتزمو افغاني او پښتني ویبسایټونو او ولس سره د ارتباط له لارې څاري، که هر څو هم نوموړې افغاني پاڼې د تخنیکي کیفیت او مالي لحاظه د پورتنیو استعماري او غوړمالو شبکو سره د پرتلې وړ نه دي.
زما په نظر د خپلواک فکر خاوندان به د حالاتو حقیقت ته ځانونه خامخا رسوي او په دې مسیر کې د مغرضو او وطن دښمنه اشخاصو او ادارو لخوا د سایټونو او رسنیو د بندیز حکم هیڅ ډول خنډ را منځ ته نکړي.
په پای کې د انسانیت قاتل مارشال او دده بې کلتوره او بې فرهنګه وزیر ته یادونه کوم چې که په رښتیا سره کولای شي نو لومړئ دې د ټول افغان او بینوا پر ځای چې خپلواکې او بې پرې پاڼې دي، د الاماره کډه په شا خپریدونکې ویبپاڼه وتړي.
دا چې ورځ تر بلې د لاسپوڅو او ملي خاینینو او وطن پلورونکو ځای د مځکې پر مخ تنګیدونکئ دئ، همداسې یې په نړیوال تبلیغاتي ډګر او میډیا کې سپک، شرمنده او نابود غواړو ...... ان شاء الله
منلی
25.09.2010
یو متل دی وایی د فاحشوو هیرو دلال وی اوس نو مخدو رحین لالا هم دلالی شروع کړی خدای دیی هدایت ورته وکړی
پښتون یار
26.09.2010
ګرانو وروڼو د مینې ډک سلامونه مو ومني
اعصاب مو هیڅ مه خرابه وی
ددوی پلار(آمریکایان ) دا کار نشی کولی دا خو یې زامن دی
ډیرو نورو په پټه ددې سایټ د بندولو هڅې کړې وې ولې یو هم یې بریالي نشو او یقین لرم چې دا تورمخي به هم بریالی نشی د خداي په فضل
ستاسو ورور فخرالدین
سپیلنی
28.09.2010
[color=darkred:a37a161f2a]لوکرانا بلاګ د ټول افغان او بینوا ویبپانو بندول غندي
28.09.2010 14:12
لوکرانا بلاګ د ټول افغان او بینوا ویبپانو بندول غندي:څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی
زه په ډیر قوت او سختو ټکو سره په نړۍ او هیواد افغانستان کې یوازیني ملي ویبپاڼې ټول افغان او بینوا بندیدل غندم او دا کار د پښتون ولس په وړاندې د ځینو فاشیستو چارواکو ستره دسیسه بولم.
په درنښت[/color:a37a161f2a]
http://lokrana.bloguna.tolafghan.com/posts/13130
دې ته وایي غندل!! تاسو هم وايئ چې مونږ دفرهنګ وزارت دااقدم غندو؟!!
غندل هم اخیر هماغسې قوي ژبه غواړي!!