نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په شمال کی سلاح توضیع کیږی
tandar
23.09.2010
نن د شمشاد TV څخه دپکتیا والی همدرد دصلحی دوورځی د غونډی په وینا کی وویل چه په شمال کی جنګسالاران په خپلو نفرو د سلاح توضیع شروع کړیده ٠
لاری شکوی ،په دولتی پوستو حملی کوی او پوښتانه زوروی اود طالبانو په نامه ې ختموی٠
که غرزی او جهانی ټولنه غواړی زه به ې ادرسونه ورکړم٠
مونږ دیوالی ناری وهو ،دا منطقوی جنګونه به کله خلاصیږی؟٠
خدای دی دی ملت خیر پیښ کړی٠
عادل عادل
23.09.2010
سلامونه
[quote:a247516015]نن د شمشاد TV څخه دپکتیا والی همدرد دصلحی دوورځی د غونډی په وینا کی وویل چه په شمال کی جنګسالاران په خپلو نفرو د سلاح توضیع شروع کړیده ٠
لاری شکوی ،په دولتی پوستو حملی کوی او پوښتانه زوروی اود طالبانو په نامه ې ختموی٠
که غرزی او جهانی ټولنه غواړی زه به ې ادرسونه ورکړم٠ [/quote:a247516015]
ټلوالې خو خپل جنایتکاران په وسلو باندې تر سپګمو سمبال کړي دي، او دا خو څه نوې خبره نه ده.
یرغلګر او لاسپوڅي یې غواړي په دې اوازو سره په پښتون میشته سیمو کې خلک د وسلو ویش ته چمتو کړي او ددې کار د عملي کولو لپاره هڅه کیژي چې د ټلوالې له پخوانی حریف حزب اسلامي د نفوذ څخه استفاده وکړي .
حزبیان که هر څو هم د ټلوالې په ضد دې کار ته زړه ښه کوي خو ددې نه بې خبره او جاهل دي چې په پښتون میشته سیمو کې د وسلو ویش به په عمل کې د ټلوالې په ضد نه بلکه د طالبانو په ضد کارول کیژي، که خدای مکړه حزبیان داسې جنایت ته زړه ښه کړي نو په پښتون میشته سیمو کې به کور په کور د جګړو اور خپور شي او ګټه به یې ټلوالې او یرغلګرو ته ورسي.
همدرد پخپله د ټلوالې د ګټو حامي او ددوی په څنګ کې غټ جنګسالار پاتې شوی دی
ددې ټولو دسیسو د شنډولو لنډ او اسانه ابتکار د ښاغلي حکمتیار صیب په لاس کې دی تر څو خپل تنظیم رسما منحل او په لاسپوڅې اداره کې خپل ملګري ورټي.
عنوان
tandar
23.09.2010
عادل صاحب سلامونه.
زما خبره به ټولو ته ساده ښکاری ،مګر په یاد ې ولری چه دافغانستان دتجزیې خبری هم ګرمی وی.
داد شمال خلک چه مسلح کیږی او دمرکزی چارواکو نه پوښتنه هم نه کوی دا اقدام دشمال دچارواکو دامریکایانو سره یو پلان شده عمل راته ښکاری چه همدغه ې دتجزیې مقدماتی تیاری دی چه په اسانه او داماده باش په حالت کی ورته قرار ولری او دا اوس هم دبلخ والی نور مستقل او دمرکز یعنی غرزی هیڅ پروا نه لری٠
او دهغی منطقی پوښتانه به ورته تسلیمیږی یا به وطن خوشی کوی٠
زما زړه خو داسی حدس وهی ځکه چه دمسلح کیدلو خبره په شمال کی ډیره ګرمه ده.
جنایتکاران به دخپل راتلونکی ژوند دپاره یو ځای ځانته مطمئن کوی٠
دا مسلح کیدل او کول حتمی عواقب لری ٠
مړه دی وی دوطن دشمنان٠
26.09.2010
که دا کار له امريکا سره په پلان او مصلحت شوی وي، د کرزي د سرسام ناروغي به هم د هغه امريکايي او انګليسي فشار پايله وي چې په شاه شجاع اونجيب الله
باندې د انګليس او شوروي له خوا په ورته مسايلوکې وارېديدۀ ، خو يواځې نجيب مقاومت وکړ، ولې کرزی نه دی معلوم چې تن به ږدي، طالبانو
ته به اوړي او که کومه مستقله دريمه لار به رامنځته کوي او که نه د ټولو درېلارو په منځ کې به په ورپېښه ناروغۍ پاتې و مري ؟
دريمه مستقله لار بايد د متحد او يو موتی ملت له خوا رامنځته شي او د بهرني فشار ټول امکانات خنثی کړي او پرېنږدي چې د ولس يوه خوا د بلې پر ضد
وسله وال شي !
دشمال يا سهېل وسله وال کول بالکل د بهرنيانو دوښمنانو کار دی !
خو د مفتخورو يو متل وايي چې بدبخت وطن غواړي او نېکبخت ډوډۍ، نو د مفتخور
[color=red:6309944f4d] کرزي د رواني ناروغۍ علت د وطن غم نه، بلکې دده د خپل برخليک اندېښنه ده :
د کابل بانک د بحران څېړنو او د امريکا معتبرو خبري سرچينو رسوا کړې ده چې د کرزي ورور محمود کرزی اوس
نغد ١٢ ميليونه ډالر لري،نوموړي پرې اعتراف هم کړی په داسې حال کې چې دۀ په کال ٢٠٠١ کې صرف يومعمولي شان ته رستوران درلود او بس !
[/color:6309944f4d][color=blue:6309944f4d]دې ته وايي اخلاقي او اداري فساد دواړه ، خو په سياست کې دا يو لوی ملي فساد هم دی ![/color:6309944f4d]