د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چه وطن مو له اشغاله خلاص شی؟

tandar
22.09.2010

چه وطن مو له اشغاله خلاص شی اویو واقیعی او مردومی دولت جوړ شی ،ایا هغه پخوانی او ننی جنایتکاران،قاتلین، چه په اصلی او یا بدلو نومونو نن په خارج کی ژوند کوی محاکمی ته به راو غوښتل شی او که نه؟
ددوی لپاره به یوه اثتثناې محکمه جوړه شی ؟
قاتلونو ته ې اعدام جزا به ښه وی ؟
او که دکابل دښار په مینځ کی په قپسونو کی لکه دلاندی پسونه وچ شی ؟
چه هره ورځ ټول ملت لاړی ورتو کوی؟
فرض کړه ته قاضی شوی څه حکم کوی؟
انشاالله دا ورځ راتلونکی ده٠


رښتینی
22.09.2010

.

محترم تندر صیب سلام !

دجګړو پای ته رسیدل .....
دیوه مردمی حکومت رامنځته کیدل ......
دمجرمینو نیول ........
محکمی ته یی را کشول .....
دقضا پریکړه کول ....
او....او.....او.....

داټولی درنی او دغرونو غوندی دنګی ستونزی فرضیی ګرځول
یواځی ددی له پاره چی هغوی ته به څه سزا ورکول کیږی زما په
انددخوبونو او خیالونو دنړې انتها ده !!

زموږ په اولس کی دومره ستری ستونزی شتون لری دومره لوږی
اودربدری ددی اولس په مخکی پرتی دی چی به دی مجرمینو د
سینو سړول یی هم له یاده وتلی دی او په خپلو خواریو او ستومانیو
کی تر سپوږمو پوری ډوب پراته دی نو په داسی حالاتو کی ددی
فرضیو په پایله کی دنسبه کم اخمیته شی له پاره رآیه اخیستل زما
په اند ډیر مهم ندی .........

په مینه


عنوان

tandar
23.09.2010

حامد صاحب سلامونه٠
ټولی خبری دی درسره منم مګر که کوم یو له دوی څخه ،قاتلان، ټول افغان لولی خبره می ورتازه او تر غوږ تیره کړه، چه ددوی داعمالو پوښتنه کیدونکی ده، چه وخت ې راشی ،شاید تر هغی وخته دژوند په خوند هم پوه نشی، او که اولادونه لری، او غټ شوی وی او پوه وی، نو له ځانه او په جامعه کی به له خپل ژوند څخه هم رنج وړی، او واې به چه زموږ پلار یو جنایت کار و٠او مونږ له جنایتکار نه پیدا شوی یو٠ زما لیک یو پیغام و ددوی غوږ ته، اوبس٠
یوالی دازادی لومړی شرط دی٠


larghonay laraway
23.09.2010

تندر صيب لومړی خو دې خداي په ټولو مجرمينو په همدې نړۍ کې تندر راوغورځوي او محاکمه دې يې کړي او کنه شوه نو
( ومن يعمل مثقال ذرة خيرا يره ومن يعمل مثقال ذرة شرا يره)


عنوان

tandar
23.09.2010

لاروی صاحب خدای او رسول خو دی سوال قبول کړه ،په دوی پسی ډیر ساړه ساړه دکونډو او یتیمانو اهونه دی انشاالله په همدی دنیا به دخپلو اعمالو جزا وینی٠
ما په خپلو سترګو دهرات او چغچران تر مابین داسی اعمال لیدلی چه قیصی ې وختونه غواړی،زه هم یوه بی ناموسه دبست ٥ نه بست ٩ کی جزاې لیږلی ومه ،چه په هغی سفر کی باید مړ وی٠
مقامدار پسی ګرځم که مردار شوی وی خو ښه به وی او که ژوندی وی یو څلی می دده سترګو ته کتلی وی ٠ زما له فامیله ژوندی ښښ شویدی٠
نو زمونږ زړونو کی اور دی ،دا اوسنی حالاتو نور هم دا ور تازه کړیدی ،او کله کله دتاسو ډزی هم ور باندی راشی ،باور په خدای وکړه که هیڅ حوصیله پاتی ده٠
خلک میلی کوی دغرب دژوند څخه خوند اخلی ،زه لکه حسن غمکش رنج وړم، ولی؟
دوطن او ملت احساس راسره دی او دغه حالات می ډیر زوروی او په وینه کی می پراته دی٠ نو زمونږ سره لږ ګذاره په کار ده٠
او که نه دا لیکنی مو څه کولی ،داهم وخت غواړی٠
یوالی بیا هم یوالی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more