نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستا ناپوهي او زما مقاومت
pattang
21.09.2010
[color=darkred:cdcd417c6c]دغه سړی څه وايې ! اياعقيدوي ګډ دی اوکه کيفي ، اياداسې تحليل دانسان تياره خوا نه ښکاره کوي!!!:
[/color:cdcd417c6c]
محمدکريم نور
21.09.2010 18:52
بې له شکه چې پارلماني ټاکنې د تېرو هغوی په څېر له درغليو ډکې وې . خو دا ځل چې د پښتنو په وړاندې کومې توطئې په بريا سره پلې شوې، ساری نه لري . له دوی څخه يوه هغه يې د ټاکنو په مرکزونو د طالبان 239 يرغلونه ول چې نه يوازې يې مالي، بلکې ځاني تاوانونه هم لرل . طالبان پرې وياړي او وايي چې لا پايښت لري . خو راتلونکيو پايلو ته يې پام نه کوي او يا ورته بې توپيره دي .
يو خوا شمالي ټلوالې، ايران، پنجاب، هېند، روسيې، امريکا، انګلستان او د ناټو نورو کوشنيو کوکريو نه غوښتل چې په پارلمان کې پښتانه مشران شتون پيدا کړي، ځکه وخت ناوخت به د دوی په ځناوريزو کړو وړو نيوکې کوي . په همدې توګه دا چې اوسنۍ دولت نړيوال ملاتړ تر شا لري، نو د پارلمان هره پرېکړه به ټوله نړۍ مني . دغه پرېکړې کېدای شي چې پنجاب ته د پښتونخوا ورکول وي، ايران ته نورو اوبو، ان د هرات ولايت ورکول وي، يا هم افغانستان ته د فېدرالي بڼې ورکول وي چې له آره د تجزيې بنسټ جوړوي . نو که په پارلمان کې پښتانه مشران شتون ونه لري، دغه ډول وړانديزونه به ډېر ژر ومنل شي، پريکړه به پرې وشي او پلي به شي .
بلخوا طالبانو په هغو مرکزونو يرغل وکړ چې په پښتنو سيمو کې شتون لري . د کورنيو چارو وزارت هم د فاشېست بسم الله په امر په پښتون مېشتو سيمو کې د ټاکنو مرکزنو وتړل . نو پوښتنې راپورته شي چې :
طالبانو ولې خپلې ګولۍ په پښتنو وورولې، حال دا چې د عقيدې، وطن، پت او عزت غليم يې لا په وطن کې ناتار جوړ کړی دی ؟
طالبانو يوازې په کندهار کې پينځه سوه پښتانه مشران ووژل، ولې نه شي کولای چې د شمالي ټلوالې يو ځناور ووژني؟
طالبانو د امريکا په هره اډه يرغل وکړ، همداسې هغه بې مانا افغان وزارتونه درواخلئ لکه کولتور وزارت، نو ولې نه شي کولای چې د کورونيو چارو په وزارت يرغل وکړي او وزير او نور ځناور يې ټول ووژني؟
وخت به زباد کړي چې همدغه طالبان چې ځانونه له اوسني تاړاک څخه د خلاصون توښه ګني، له آره د همدې تاړاک او ناتار لپاره ګومارل شوي دي . که دوی ريښتيا وطنپال او اسلامپال وای، نو له خلکو سره به يې اسلامي چلند کړی وای او د خلکو پر ضد به يې د بشريت ضد جرمونه نه کولای . که چېرې خلکو په ريښتيا هم طالبان غوښتلای، طالبان يې ملت ته د جوپړ جوګه ګڼلای، په دوی يې خپل راتلونکی ټولنيز ژوند سمبالولای، دوی يې له اوسني ناورين څخه د خلاصون توښه بللای، نو په بشپړ باور سره ويل کېدای شي چې خلکو به د ټاکنو مرکزونو ته د تګ پر ځای د طالبانو مورچلونو ته له يوې مړۍ ډوډۍ او يو ګيلاس اوبو سره ورتلل چې مجاهېد وروڼه يې وږي تږي نه شي . خو په کړن کې څرګنده شوه چې ولس له طالبانو څخه اوسني نوماندان، همدا پارلمان او همدا دولت غوره ګڼي . طالبان هم په دې ښه پوهېږي، نو له همدې امله يې خلک په ګوليو وويشتل او د ټاکنو مرکزونه يې وسېځل .
برسېرن انځور دا ادعا زبادوي چې له فزيکې اړخه په تن نيم سړی خو د پوهې لاروی څنګه د ناپوهۍ په وړاندې مقاومت کوي او خپل نظر په خپلواکه توګه څرګندوي . د ده رايه به د نورو مفسېدو نوماندو او مخکې ټاکل شويو استازيو مخه ونه شي نيولای، خو له خپلواکۍ سره د مينې او له ناپوهۍ څخه د کرکې او مقاوت په بڼه دی د پښو په نشت کې پر لاسونو ځي او خپل رايه ورکوي . په بشپړ باور سره ويل کېدای شي چې که طالبان خلکو ته د يوه انساني، سوله ييز او اسلامي حکومت او ټولنيز عدالت جوګه کېدای شوی، نو خلکو به پر دولت، د دوی په ټاکنو، مرکزونو او نوماندانو په خپله لعنت ويلای . دې ته به ګرد سره اړتيا نه وای چې طالبان په خلکو د ګوليو باران وکړي . له بده مرغه چې که د کوم طالب په مغز کې هم افغان ټولنې ته د جوپړ احساس په زړه او پوهه په سر کې وي، هغه به هم دا موکه پيدا نه کړي چې دې ځورېدلي او کړېدلي ملت ته خپله اسلامي دنده سرته ورسوي