نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
"د افغان وطن مشرۍ لپاره محمود خان غوره دی"
خان افضل
19.09.2010
سلامونه
http://www.tolafghan.com/posts/19726
[color=blue:cbd3c615b0]د ټول افغان.کام په هغه ټولپوښتنه کې چې دا دوه اونۍ په ليکه وه لوستونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د خان عبدالصمد خان زوی محمود خان اڅکزی د افغانانو د مشرۍ لپاره غوره بللی دی.
په هغه ليست کې چې د اته کسانو نومونه ليکل شوي وو او ۱۲۲۸ کسانو رايه کارولې ده محمود خان ۲۸٪ رايې او ورپسې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار چې دا مهال د افغان دولت ضد په وسلواله جګړه بوخت دی ۱۷٪ رايې اخيستي دي.
د دولت مشر حامد کرزي او د دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) مشر ملا محمد عمر هر یو ۱۲٪ رايې اخيستي دي چې د ټول افغان د لوستونکو په منځ کې د دواړو د محبوبيت په کموالي دلالت کوي.
خو د محبوبيت رښتيني ټيټه کچه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په برخه وه چې په ۱۲۲۸ رايو کې یې يوه رايه هم نه ده اخيستې.[/color:cbd3c615b0]
هسې خو د بیان د ازادۍ، دیموکراسۍ، د خپل نظر د اظهار، او داسې نور مرموق شعارونه ډیر سترګو سترګو او مخته مخته کیږي، خو کله چې دعمل میدان راشي هماغه سړی چې له هرچا یې زیاته په دې شعارونه خوله وازه کړي وه له هرچا مخکې ددې شعارونو په عملي اړخ پل ږدي.
لیرې نه ځم، کله چې پورتنۍ ټولپوښتنه پرلیکه شوه، او ټول (؟) افغان (؟) د ټولپوښتنې په ښکتنۍ برخه کې د لوستونکیو لپاره د تبصرې خونه پرانیستې پرېښې وه، ځینو مبصرینو داسې تبصرې هم لیکلې وې چې پرته له کنځاوو او توهین څخه یې بله معنا نه درلوده.
دا تبصرې اوس هم پرلیکه پرتې دي تاسو یې لیدلای شئ.
ما چې دا تبصرې ولوستې او بیا مې دټولپوښتنې احصائیه ترنظر تېره کړه پوه شوم چې دا ټولپوښتنه هیڅ واقعيت نه لري، او ولس د رايي تمثیل نشي کولای، او په یو مستعار نامه چې اوس مې یاده وتلی، یوه تبصره ورخوندې کړه خو د ټول افغان کارکوونکیو په ډیره سپین سترګۍ پرته له دې چې د نه خپرولو دلیل ووايي له نشره پاتې کړه، چې په لاندې مفهوم سره وه:
پورتنۍ ټولپوښتنه هیڅ حقیقي رنګ نلري، دا ټولپوښتنه د هغه چا ترمینځ ترسره کیږي چې ۲۴ ساعته ورته انټرنټ په مخکې ایښی وي، نن ورځ قاطع اکثریت د افغانانو انټرنټ ته لاسرسی نلري، په همدې اساس دا ټولپوښتنه د ملت دفیوډالې طبقې ترمینځ ترسره کیږي. په اصل کې دا ټولپوښتنه د هغه ډالرخورو ترمینځ کیږي چې په امریکايي موسسو، صلیبي تلویزوني راډیويي او مطبوعاتي دفترونو کې د سپیڅلي مقاومت د ځپلو لپاره شپه او ورځ ورته کمپیوټر او انټرنټ مهیا وي. ډیر کم خلک به وي چې په خپل شخصي مصرف یې انټرنټ اسانتیا ترلاسه کړي وي، اکثریت یې هغه په ډالرو اخیستل شوي مزدوران دي چې د هیواد په لر او بر د تبشیري او جاسوسي موسسو کارمندان وي، یا د مزدورې غلامې ادارې مامورین وي، نو معلومداره خبره ده چې هغوی به خپله رایه هغه چاته ورکوي چې اشغال ته وفادار وي.
په دې ټولپوښتنه کې د کونډې غږ نشته، دیتیم، خوار، مسکین، بیچاره او بې کوره او درپه دره افغانانو نظر پکې ندی منعکس شوی. په دې ټولپوښتنه کې د هغه چا څخه پوښتنه نده شوې چې همدا اوس په غرونو کې داشغالګرو د شړلو لپاره پراته وي، دهیواد دازادۍ لپاره قرباني ورکوي، وینې تویوي، او سرونه ښندي. دا ټولپوښتنه کې دهغه مظلوم او بې وزله هیوادوالو له غوښتنو څخه په څنګ ساتل شوې چې تراوسه انټرنټ څه چې کمپیوټر هم نه پیژني.
او نورې ډیرې خبرې مې هم لیکلې وې خو ټول اوغان چې داشغالګرو د خدمت لپاره رامنځته شوی او غواړي د پښتون او افغان له نامه ناوړه استفاده وکړي، زما تبصره یې نشر نکړه.
عجیبه ده!!! هغه کسان چې کنځل کوي، بې ځایه تهمتونه وايي، بې اساسه تورونه پورې کوي او هیڅ ثبوت او دلیل په لاس کې نلري تبصره یې خپریږي، او زما تبصره چې هیچاته پکې شخصي توهین نه وه شوی بلکې زما خپل نظر وه په پاڼې راښکاره نکړه.!!
اوس مې ددې پاڼې په لومړۍ صفحه ددې ټولپوښتنې دنتایجو نه جوړ راپور ولوست ماته خپله تبصره رایاده شوه او چې له نشره پاتې شوې وه، نو ماویل که همالته دتبصرو په خونه کې یې خوندي کړم بیا پرې سترګې پټوي، دلته مې ددې لپاره ولیکله چې نیغ په نیغه خپریږي او د ړنګولو چانس یې کم دی.
pattang
19.09.2010
انډ يواله دا سې پوښتنې ا و statistics دوه توته اهميت اوواقعت نلري .
ځوانان په سنګر کې دي !
ستاخبرې واقعت لري ، لاس په توره الله اکبر ، مايوسه نشې !
ټول افغان اوس ځينو حلقو ته مېديايې سياست کوي !
larghonay laraway
20.09.2010
سلامونه!
دا ټولپوښتنه نه وه بلکې د څو کسانو نظرونه وو چې د بشپړ ټيټ سياسي شعور له مخې يې رايې ورکړې وې. ځکه چې دوی محمود خان ښه پېژني چې حتی پلار يې هم د بوټو قرباني شو او د پاکستان د شومې پاليسۍ سرسخت پلوی دی. همدا راز دا نور هم درواخله.
تاسو خپله فکر وکړئ چې څومره پښتانه انټرنيټ کاروي او څومره بيا په کې له داسې ټولپوښتنو سره همغږي د!
خو بايد پام مو وي چې دا ټولپوښتنه د ټول افغان ادارې نه وه وړاندې کړې بلکې د ثاقب په نامه کوم چا وړاندې کړې وه چې د ټول افغان استازيتوب نه شي کولی.
20.09.2010
[quote:7a649eda0e]
خو بايد پام مو وي چې دا ټولپوښتنه د ټول افغان ادارې نه وه وړاندې کړې بلکې د ثاقب په نامه کوم چا وړاندې کړې وه چې د ټول افغان استازيتوب نه شي کولی[/quote:7a649eda0e]
[color=red:7a649eda0e]
دا واقعيت دی او له پامه بايد ونه غورځول شي ، له لرغوني لاروي څخه مننه ، ښايي په ځينو برخو کې يې د خان افضل فکر روښانه کړی اوسي [/color:7a649eda0e]
pattang
20.09.2010
که واقعت پټ نکړو ،نو ولې ټولافغان دځينو ليکوالو ادبي ليکني نه خپروي!
خو بيا ډېر غيرې معقول هلکانه کارونه خپروي او په سر کې يې خپل نوم هم ليکي
دانوم ليکلوته يې نوڅه ضرور دی ?? اوکه د کاسې لاندې نيم کاسه ده ?
[quote:92176ae4ba="پتوال"][quote:92176ae4ba]
خو بايد پام مو وي چې دا ټولپوښتنه د ټول افغان ادارې نه وه وړاندې کړې بلکې د ثاقب په نامه کوم چا وړاندې کړې وه چې د ټول افغان استازيتوب نه شي کولی[/quote:92176ae4ba]
[color=red:92176ae4ba]
دا واقعيت دی او له پامه بايد ونه غورځول شي ، له لرغوني لاروي څخه مننه ، ښايي په ځينو برخو کې يې د خان افضل فکر روښانه کړی اوسي [/color:92176ae4ba][/quote:92176ae4ba]
larghonay laraway
21.09.2010
سلامونه!
ياره پتنګ لالا ستا د پورتنۍ ليکنې له يو جزء سره زه هم موافق يم.
تاسو پورته دوه خپرې کړي چې ټول افغان په داسې ليکنو خپل نوم ولې ليکي؟
پتنګ صيب ليکنه خو د ليکوال وي خو دا چې په ټول افغان کې خپرېږي نو خامخا به د ټول افغان نوم په کې راځي خو ليکنه او نظر بيا هم د ټول افغان دی. که پام دې کړی وي نو ټول افغان زما او ستاخوږې او ترخې خبرې او حتی د غوسې الفاظ هم خپروي خو دا زما او ستا خبرې او نظر دی نه د ټول افغان.
ستاسو دويمه خبره چې زه هم ورسره موافق يم هغه دا ده چې ټول افغان کله کله ځينې ليکنې نه خپروي چې دا ولې ؟
زه يې يوه بېلګه د (شمشاد ټلويزيون) ورکووم چې په اړه يې ليکنه زر ړنګوي؟ !
حذيفه
29.11.2010
يقيني هم محمودته چي چارايه ورکړې ده نوشعوري کچه يي دصفردرجه لري،ځکه محمودخان دپښتنولپاره څه کړي دي .ددي ډلې دخلکواوکارکونکوخوسمه پښتوهم نده زده نونوربه څه خدمت وکړي زه خوهيڅ ورته خوش بين نه يم .
محمدزمان هوتک
29.11.2010
سلامونه ټولو ګډونوالوته
حذیفه وروره بلکل صحیح خبره چاچی محمودخان ته رایه ورکړی ده داخلګ ډیر کم شعوره خلګ دی محمودخان څه کړی نه یې اسلام ته خدمت کړی نه پښتنوته بلکی دپښتنو په نقصان دی دپښتونخوا په نامه یې پښتون تباه اوبر باد کی
حذيفه
29.11.2010
همداسي هوتک صاحب!
خان هيڅ ندي کړي،نن مسلمانانوله کفرسره په جنګ دي اوخان پرخپل ځای ناست دی،پښتانه ولاړدي دين اوپښتوته خدمت کوي خوخان نه په پوهيږي،افغانانوروسان وشړل خان ورسره انډيوالي کوي،دخلکومشرانوقوم ته ددين اووطن خدمت وکړخوخان نه پرې پوهيږي،نه يې کوي اونه به يې وکړي .
محمدزمان هوتک
29.11.2010
حذیفه وروره مخکی ماخپله ومحمودخان ته ډیر احترام درلود خوکله چی می د محمودخان کارنامی ولیدی ماته پته ولګیده چی محمودخان یو خرڅ شوی شخص دی حذیفه صیب داسلام ستر مركزونه دینی مدرسی دی زه یو وخت دمحمودخان یوی جلسی ته ورغلم کله چه محمودخان په خبرو پیل وکړ نو لو مړی خبره یې داوه چه په مدرسو کی اوس دسبق پرځای دمینو درس ویل کیږی داموږ نه منو باید چه حکومت ددی کار مخنیوی وکړی ،
نو محمودخان په خبرو دی څوک ځان نه غولوی داده پښتونخواه ترعنوان لاندی پوښتون کام دتباهی کندی ته ورغورځوی
پښتون.
29.11.2010
ما یی تر ننه کوم تقریر ندی اوریدلی او نه یی د یو مشر په څیر پیژنم.او هیڅکله می هم د هغی په باره کی داسی کوم خبر واوریده چی دوی دی پښتنو لپاره څه کړی وی.
مونږه د محمود او د نورو کوزی پختونخوا د مشرانو نه ډیر ښه او زړه ور پښتانه لرو.او د هغوی نه به نور ښه هم پیدا شی.
حذيفه
29.11.2010
هوتک اوپښتون صاحب ژوندي اوسئ!
داخويې دهوښيارۍ خبره کړې ده اوکومه بده يي نه ګڼي تردي هم انتکې کوي،داايت وجعلناکم شعوباوقبائل ترهمدي ځايه وايې اووروسته ايت نه وايې اوله دي څخه قوميت اوقوم ته بلنه ثابته وي اووايي دادي په قرآن کريم کي الله تعالی وايي تاسومي قبيلې ګرزولي ياست،نولازمي ده چي يوه پربله بهتري لري وړاندي تردي هم زيات څه پسي وايي .ان الانسان لفي خسرايت تلاوت کړي اويوخاص عالم ته اشاره کوي چي الله وايي دافلان سړی په تاوان کي دی .
وروڼواخيرڅه يي کوئ دی هم نن دمشرتوب دعوه کوي اوځان دپښتنومشرګڼي خوپه کوم اعتبار؟دالله رسول صلی الله عليه وسلم دقيامت په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کي داسي وايي :اذاضيعت الامانة فانتظرالساعة،فقال: کيف اضاعتها؟قال:اذاوسّدالامرالی غيراهله فانتظرالساعة.
يعني صحابي دقيامت نېټه ترې وپوښتله رسول کريم صلی الله عليه سلم ورته وويل :
کله چي امانت ضائع سونودقيامت انتظارکوه،صحابي وپوښتل ضياع به يي څرنګه وي؟ده صلی الله عليه وسلم ورته وويل :کله چي امرونااهله ته وسپارل سي نودقيامت انتظارکوه.
نورنوتاسوهم پوهېږئ زياتوتشرېحاتوته به اړتيانوي .
ستاسوديني ورورحذيفه!
02.12.2010
[quote:edfb9faac9]کله چي امانت ضائع سونودقيامت انتظارکوه،صحابي وپوښتل ضياع به يي څرنګه وي؟ده صلی الله عليه وسلم ورته وويل :کله چي امرونااهله ته وسپارل سي نودقيامت انتظارکوه. [/quote:edfb9faac9]
او تر ټولو نااهله مشر په اوس وخت کې دافغان ولس له پاره هغه دی چې له KGBسره لکه لکه تره کي، کارمل يا نجيب ، يا له CIA سره لکه غرزی
او يا له ISI سره لکه بنسټپال مشران تړاو ولري ٠
الله دې ددې ډول مشرانو له مشرۍ څخه افغان مؤمن ولس وساتي !
له القاعدې سره اړيکه ،نه تړاو ، ناولې او ناروا نه ده ٠