د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکرزي داکارڅرنګه ارزوئ؟

وصيل پېروز
19.09.2010

کرزي چاته رایه ورکړه؟ مېرمن یې ولې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړ؟
Sunday, 09.19.2010, 08:00am (GMT)

تاند(یکشنبه/سپټمبر۱۹) رویټرز خبري اژانس د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د دوو سرچینو له قوله وايي چې ولسمشرکرزي پرون خپله رایه یوې هندومذهبې کاندیدې ته ورکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره په څه باندې دوه نیم زره کاندیدانو کې یوازې دوو هندوانو ځانونه کاندید کړي دي.

د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دوو مقاماتو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشرکرزي خپله رایه انارکلۍ هنریار ته ورکړې ده.

انار کلۍ هنریار د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون غړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په ولسي جرګه کې د کابل د ۳۳ چوکیو لپاره په شپږسوه کاندیدانو کې یوې غیرمسلمانې ته د افغانستان په مذهبي او محافظه کاره ټولنه کې د کرزي رایه کېدای شي خپل ځینې پلویان خوابدي کړي


انارکلي هنریار
.

د کرزي په خپلو ملاتړو کې یوشمېر زورور جګړه ماران هم شامل دي چې یا یې ځانونه کاندید کړي او یا یې خپل کسان کاندید کړي، همدارازنورمحافظه کاران د ښځینه کاندیدانو او سیاستوالو مخالف دي او ګومان نه کېږي چې یوې غیرمسلمانې او هغه هم ښځې ته د کرزي په رایې خوشاله وي.

انارکلۍ هنریاراصلاً د خوست اوسېدونکې ده او په تېرو دوو میاشتو کې د کمپاین په لړ کې ډېرو مسلمانانود هغې په ملاتړ کې هلې ځلې کولې.

د افغانستان په ټولنه کې ښځې ، سره له دې چې په ولسي جرګې کې شپېته فیصده ونډه ورکړای شوې،په ټولو چارو کې په اقلیت کې دي.

د ولسي جرګې د وروستیو انتخاباتو لپاره ۴۰۶ ښځې کاندیدې وې خود راپورونو له مخې دوی له راز راز ګواښونو سره مخامخ وې.

د کرزي مېرمن هم د ملیونونو نورو افغانانو په شان د رای اچولو لپاره د انتخاباتو مرکز ته نه لاړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې البته زینب کرزي د امنیتي اندېښنو یا د ډېرو نورو خلکو په شان له فساد څخه د ستومانۍ له کبله نه بلکې په بل دلیل په انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی.

ولسمشرکرزي یوې انتخاباتي کارکوونکې ته وویل چې د دوی زوی ناروغ دی اود ده مېرمن نه غوښتل چې هغه یوازې پرېږدي.
له تاندڅخه په اقتباس


Re: دکرزي داکارڅرنګه ارزوئ؟

monir
19.09.2010

سلامونه او ښې چارې
[quote:52f34b99d3="م . وصيل پېروز"]کرزي چاته رایه ورکړه؟ مېرمن یې ولې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړ؟
[/quote:52f34b99d3]
پر نورو یې څه چې څوک چاته رایه ورکوی! رایه ورکول د هرچا خپل حق دی چې چاته رایه ورکوي. دا د بحث موضوع نده!

په درنښت


مومن مهاجر
19.09.2010

هغه څوک چي دکرزي په څېرخیرن وجدان،بې ننګه زړه،افغاني ضدضمیرولري هغه ته به خوددادبحث موضوع نه ښکاري . څرنګه یوداسي څوک چي ځان مسلمان بولي پرمسلمانانوواکمن دی اودافغانستان په څېرپه یوه دین دوسته ټولنه کي اوسي خپله رایه کافرې هندواڼۍ ته ورکوي ایاپه ټول افغانستان بیاپه ټولوپښتنوکي دومره څوک نه ووچي کرزي رایه ورکړې وای؟ لعنت پرداسي انتخاب اولعنت پرداسي مشرالله جل جلاله مودي ژرله دې ګوډاګي اودهغه له صلیبي ملګروخلاص کړي . آمین!


كريم كامران
19.09.2010

خو زه بیا وایم چې کرزی د حقیقت مینځ ته رسیدلی دی، کرزي ټول نوماندان پیژندلي چې نه دین ته وفادار دي او نه ملت ته، هو! دا بېله خبره ده چې کرزی هم ددوی نه څه کم نه دی.
خو ښايي په دې هندوې نوماندې کې یې دهغې خپل مذهب او ولس ته دوفادارۍ څه لیدلي وي، زمونږ تش په نامه مسلمان نوماندان خو د یرغلګرو په چوپړ کې دومره چټکه منډه وهي چې سړي ته شک پیدا شي چې که چیرته په دوی کې اسلامیت او افغانیت وای د امریکایانو په دې حد کې ملاتړ او حمایت به یې نه کاوه.

د کفر او اسلام خبره خو هسې هم د کرزي په اداره او پارلماني کاندیدانو کې سره خلط ملط شوې، حتی په ټولو کې لوی عالم، شیخ، او هغه چې په دین او وطن مین بلل کیده ترټولو زیات د صلیبیانو په خدمت کې ستړی دی.

زما په نظر که خبره د اسلام شي نو په اسلامیت کې خو یو هم له دې هندوې انارکلۍ سره چندان توپیر نه لري، نو خبره پاتې شوه هیواد او ولس ته د وفادارۍ!.

زما په فکر شاید دا هندوه نومانده له ډیرو هغو چې ځانونه مسلمانان بولي، په وطن او ولس ډیره مینه وي او وطن ته په وفادارۍ کې شاید له ډیرو مخکې وي.
دین خو هسې هم سره ګډوډ شوی یو سړی به ځان ته مسلمان وايي خو اعمال به یې تر سرو کافرو هم بدتر وي.

کرزی هم ښايي دې ټکي ته متوجه شوی وي او د مسلمانو کاندیدانو په پرتله شاید له دې هندوې څخه زیاته د خیر تمه ولري.

نو تاسو کرزی ملامت مه بولئ چې ولې یې یوې غیرمسلمانې ته رایه ورکړه؟.


monir
19.09.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:491e137838="mumin muhajir"]هغه څوک چي دکرزي په څېرخیرن وجدان،بې ننګه زړه،افغاني ضدضمیرولري هغه ته به خوددادبحث موضوع نه ښکاري . څرنګه یوداسي څوک چي ځان مسلمان بولي پرمسلمانانوواکمن دی اودافغانستان په څېرپه یوه دین دوسته ټولنه کي اوسي خپله رایه کافرې هندواڼۍ ته ورکوي ایاپه ټول افغانستان بیاپه ټولوپښتنوکي دومره څوک نه ووچي کرزي رایه ورکړې وای؟ لعنت پرداسي انتخاب اولعنت پرداسي مشرالله جل جلاله مودي ژرله دې ګوډاګي اودهغه له صلیبي ملګروخلاص کړي . آمین![/quote:491e137838]
مومن مهاجره وروره تاسو او دتاسو مفکورې ورته کسانو سره چې فردی آزادۍ ته کوم ارزښت قایل ندي او د مذهبی دکتاتوری پلویان دي پر دې موضوع بحث کول ستوځمن کار دی.
لومړﺉ خو دا چې د افغانستان د اساسی قانون او ټولټاکنو قانون له مخې رایې سري دي او څوک له چانه نه پوښتي چې چاته یې رایه ورکړه! ښایي همدا خبر هم یوه دسیسه وي چې کرزي چاته یې رایه ورکړې ده او
دوهم دا تاسو هېر کړي دي چې کرزی د افغانستان ولسمشر دﺉ او په افغانستان کې پرته له مسلمانانو د نورو ادیانو پیروان هم شتون لري چې د افغانستان د تابعیت تذکرې لری.
کریم کامران لیکی
[quote:491e137838]زما په نظر که خبره د اسلام شي نو په اسلامیت کې خو یو هم له دې هندوې انارکلۍ سره چندان توپیر نه لري،[/quote:491e137838]
عجب اسلامیت او قضاوت :shock:
ګرانه دافغانستان په ټولټاکنو کې د ولسی جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره ۲۵۵۶ کسان ځانونه کاندید کړي دي چې له هغو څخه یې ۴۰۶ کسان ښځینه دي .
نو اوس زه له تاسو نه دا پوښتنه کوم چې لدې ۲۵۵۶ کسانو څخه څو تنه یې پېژنئ چې حکم کوې: [color=blue:491e137838]یو هم له دې هندوې انارکلۍ سره چندان توپیر نه لري؟[/color:491e137838]
هیله ده چې اسلام پوهان هم پدې اړه خپل نظرونه څرګند کړي!

په درنښت


مومن مهاجر
20.09.2010

منیرخانه! فکرکوم ستاذهن غربي مردادرې ډیموکراسۍ اوتش په نوم ولسواکۍ ځپلی دی . داسلامي عقیدې،اسلامي اصولواوولاء وبراء په اړه هیڅ معلومات نه لرئ . دغرب ړوندتقلیددي دپوهې نوافذداسي تړلي چي حق اوباطل نه شي پېژندلای افغاني کولتوردي له پامه غورزولي اودغرب هره کړنه درته ښه ښکاري .
اسلامي عقیدې ته مذهبي دیکتاتوري ویل نعوذبالله پرالله،رسول اواسلام اعتراض دی . ستاهدف دادی چي په سیاست کي بایددولاء وبراء قرآن ني اصولوته هیڅ توجوونه شي ددین اواسلام خبرې دهغه چاخبرې دي چي ستااودانډیوالانوپه انددپخواني ذهنیت اوارتجاع خبرې دي . منیرخانه! لږداسلام په اړه معلوماته وکړه عقیده وپېژنه ایاپه اسلام کي دااجازه شته چي دمسلمانانوپه حکومتي چاروکي برخه واخلي؟ دیوکافررایه دمسلمان له رایې سره برابره شي . هو! په اسلام کي داجوازشته چي کافردذمي اومستأمن په توګه په یومسلمان هیوادکي ژوندوکړي خوپه اسلام کي هیڅکله هغوئ ته ددې اجازې نه شته چي دیومسلمان په څېردژوند په هرډګرکي دومره حق ولري چي یومسلمان یې لري .
اوښاغلي کریم کامران رښتیاویلي چي اصلادکرزي په اداره کي داسلام اومسلمان خبره مطرح نه ده .


monir
20.09.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:9512fc66f7="mumin muhajir"]منیرخانه! فکرکوم ستاذهن غربي مردادرې ډیموکراسۍ اوتش په نوم ولسواکۍ ځپلی دی . داسلامي عقیدې،اسلامي اصولواوولاء وبراء په اړه هیڅ معلومات نه لرئ . دغرب ړوندتقلیددي دپوهې نوافذداسي تړلي چي حق اوباطل نه شي پېژندلای افغاني کولتوردي له پامه غورزولي اودغرب هره کړنه درته ښه ښکاري .
اسلامي عقیدې ته مذهبي دیکتاتوري ویل نعوذبالله پرالله،رسول اواسلام اعتراض دی . ستاهدف دادی چي په سیاست کي بایددولاء وبراء قرآن ني اصولوته هیڅ توجوونه شي ددین اواسلام خبرې دهغه چاخبرې دي چي ستااودانډیوالانوپه انددپخواني ذهنیت اوارتجاع خبرې دي . منیرخانه! لږداسلام په اړه معلوماته وکړه عقیده وپېژنه ایاپه اسلام کي دااجازه شته چي دمسلمانانوپه حکومتي چاروکي برخه واخلي؟ دیوکافررایه دمسلمان له رایې سره برابره شي . هو! په اسلام کي داجوازشته چي کافردذمي اومستأمن په توګه په یومسلمان هیوادکي ژوندوکړي خوپه اسلام کي هیڅکله هغوئ ته ددې اجازې نه شته چي دیومسلمان په څېردژوند په هرډګرکي دومره حق ولري چي یومسلمان یې لري .
اوښاغلي کریم کامران رښتیاویلي چي اصلادکرزي په اداره کي داسلام اومسلمان خبره مطرح نه ده .[/quote:9512fc66f7]
مومن مهاجره وروره ته لا د طالبانو د اسلامی امارت په خوب کې ډوب یې. ویښ شه ګرانه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو امارت نسکور شو او اوس وخت هلته بل حکومت دﺉ.
دا شیان چې تا لیکلي دي دا دامارت د وخت طرزالعملونه وو چې هندوان آن له افغانستانه وشړل شول او شیعه ګانو ته وویل شو چې یا به سوني شئ یا ایران ته مهاجر شئ که نه نو وژل کېږﺉ چې ځینې ووژل هم شول چې یې وروسته بیا غچ واخیست.
اوس په افغانستان کې یو بل حکومت چلېږي او د افغانستان خلک د یوه نوي اساسی قانون له مخه چې پکې د افغانستان ټول اتباع مساوی الحقوق دي د خپلې ورځیني چارې تنظیموي .
همدا دوه ورځې د مخه خلک هم د همدغه اساسی قانون له مخې د خپلو پارلماني استازو ته رایې ورکړې. دا چې ته دا اساسی قانون منې یا نه منې دا ستا کار او بله خبره ده. خو خلکو د همدغه اساسی قانون( نه د امارت) له مخه د خپل خوښې استازو ته په سري توګه رایې ورکړل. نو زمونږ د ټولټاکنو بحث هم د همدغه اساسی قانون په معیار دﺉ !
هیله ده چې سر دې خلاص شوی وي.

په درنښت


pattang
20.09.2010

[quote:3632a6cdbd]دا شیان چې تا لیکلي دي دا دامارت د وخت طرزالعملونه وو چې هندوان آن له افغانستانه وشړل شول او شیعه ګانو ته وویل شو چې یا به سوني شئ یا ایران ته مهاجر شئ که نه نو وژل کېږﺉ چې ځینې ووژل هم شول چې یې وروسته بیا غچ واخیست. [/quote:3632a6cdbd]
که شويه قزلباش يا هزاره نه يې نو څوک يې ?? ددروغجن دمخ تور شي له طالبانو
سره خو ډېر هزاره طالبان وو اوله محسني سره ما په يوه هوټل کې شپې تېرې کړې
اوډېر شويه ګانو کارونه په امارت کې کول چې ما په خپلو سترګو ليدلي دي٠
هندوان کله د طالبانو په وخت کې شړل شوي ?? لکه څرنګه چې ستاسې د ډلې
اجتماعي او سياسي اخلاق فاسد دي همداسې نور مو هم فردي اخلاق له دروغو
پروپاګندي ، چالاکې څخه ډک دي ٠
طالبانو هر ډول تعصب ګناه بلله چې ماته يې خوند هم نه رکاوو٠
دطالبانو ګناه داوه چې هغوی په پښتوغږېدل او دايران مذدوري يې نکوله ٠
ستا اساسي قانون د خدای کتاب ندی وخت يې رانږدې دی انشاالله٠


monir
21.09.2010

ﺉلامونه او ښې چارې !
[quote:e3b79edcb6="pattang"]که شويه قزلباش يا هزاره نه يې نو څوک يې ?? ددروغجن دمخ تور شي له طالبانو
سره خو ډېر هزاره طالبان وو اوله محسني سره ما په يوه هوټل کې شپې تېرې کړې
اوډېر شويه ګانو کارونه په امارت کې کول چې ما په خپلو سترګو ليدلي دي٠
هندوان کله د طالبانو په وخت کې شړل شوي ?? لکه څرنګه چې ستاسې د ډلې
اجتماعي او سياسي اخلاق فاسد دي همداسې نور مو هم فردي اخلاق له دروغو
پروپاګندي ، چالاکې څخه ډک دي ٠
طالبانو هر ډول تعصب ګناه بلله چې ماته يې خوند هم نه رکاوو٠
دطالبانو ګناه داوه چې هغوی په پښتوغږېدل او دايران مذدوري يې نکوله ٠
ستا اساسي قانون د خدای کتاب ندی وخت يې رانږدې دی انشاالله٠[/quote:e3b79edcb6]
پتنګ صیب مومن مهاجر د اسلامی امارت کړنې د آیت او حدیث پر استناد تشریح کوی او تاسې د خپلې متعصبې خېټې درواغونه تکراروﺉ.
ګرانه زه قصد نلرم چې په وار وار شوې کیسې تکرار او شواهد وړاندې کړم. داخو اوس ټولو ته څرګنده ده چې طالبانو د هزارګانو او نورو په وړاندې ډېر خصمانه چلند درلود. تاسو محسنی سره د هوتل کیسې کوﺉ ، پرعبدا لعلی مزاری څه وشول؟ له حقانی نه وپوښته چې په شمالی کې یې څه وکړل؟
ګرانه دا دشورای نظارو فهیم، دوستم او عطا کیسې ندي. ډېرو نورو پښتنو افغانانو چې په مزار کې اوس هم اوسېږي هم د ملا عبدالمنان نیازی لومړنۍ موعظې یې د مزار شریف له نیولو وروسته اوریدلي دي چې د طالبانو د قتل عام له کبله یې و ویل : هزارګان مسلمان ندي، یا به حنفی کېږي او یا له دې ځایه دې ووځي او نورو مزاریو ته اخطار ورکړ چې هزارګانو سره دې مرستې نه کوي!

ویل کېږی چې په بامیانو کې چنګېز خان د خپل د لمسي د وژنې له کبله د هغه ځای حیوانان یې ووژل خو طالبانو نور یې څه کوې چې آن د هغه ځای بې ځانه بتان یې والوځاول.

پتنګ صیب واقعیتونه د تل لپاره پټ نه پاتې کېږي . نور نو بس دی چې دا زموږ دبحث موضوع نده.

زه پدې نظر یم چې رایه شخصی ده او نورو پورې اړه نلري چې څوک چاته او ولې رایه ورکوي!

په درنښت


عادل عادل
21.09.2010

سلامونه

[quote:7f54c127ec]ایاپه ټول افغانستان بیاپه ټولوپښتنوکي دومره څوک نه ووچي کرزي رایه ورکړې وای؟ [/quote:7f54c127ec]

ټول پښتانه خو کاندیدان نه وو، هغه څوک کاندیداتورئ ته وړاندې شوې وو چې د کمپاین په شپو ورځو کې یې د عام ولس او ککړ چاپیریال له خوا په تصویرونو دومره لعنتونه، نفرینونه، لاړې او دوړې پریوتې چې زما په نظر د ملعونیت درجې ته ورسیدل.

دا چې کرزي ولې یوې معلوم الحاله ملعونې ته رایه ورکړې سبب یې دا دی چې ځان یې له شک څخه ایستلئ دی.

خو پر ځای یې خپله میرمن په لوی شک کې غورځولې ده.


pattang
21.09.2010

[quote:8a574def01]ګرانه زه قصد نلرم چې په وار وار شوې کیسې تکرار او شواهد وړاندې کړم. داخو اوس ټولو ته څرګنده ده چې طالبانو د هزارګانو او نورو په وړاندې ډېر خصمانه چلند درلود. تاسو محسنی سره د هوتل کیسې کوﺉ ، پرعبدا لعلی مزاری څه وشول؟ له حقانی نه وپوښته چې په شمالی کې یې څه وکړل؟
ګرانه دا دشورای نظارو فهیم، دوستم او عطا کیسې ندي. ډېرو نورو پښتنو افغانانو چې په مزار کې اوس هم اوسېږي هم د ملا عبدالمنان نیازی لومړنۍ موعظې یې د مزار شریف له نیولو وروسته اوریدلي دي چې د طالبانو د قتل عام له کبله یې و ویل : هزارګان مسلمان ندي، یا به حنفی کېږي او یا له دې ځایه دې ووځي او نورو مزاریو ته اخطار ورکړ چې هزارګانو سره دې مرستې نه کوي![/quote:8a574def01]

انډيواله کوم شيان چې نور نظاريان پنجيان او قزلباشان يې ليکي ته يې دلته ليکې
غودروغ ماډېر احساساتي کوي !
** دجنرال مالک له تسليمېدو ورسته طالبانو خپلې وسلې کېښودې خو هزاره او
اوزبک ورته پټ وو او څلور زره طالبان يې په دښتې ليلي کې ژوندي او مړه خښ کړل
چه هم يې فلمونه شته او هم ويديواو هم دا چټل ملګري ملتونه پرې خبر دي ٠
**په دوهم څل چې طالبانو مزار ونيو هزاره يې وټکول او ښه يې وکړل که زه وی نور
مې هم ټکول٠
** مزاری خو چټل انسان وو، طالبانو کندهارته په څرخندۍ کې سپور کړی وو
خو په غزني کې مزاري او ملګرو يې په طالبانو حمله وکړه او طالبانو په اخر کې
دی مردار که٠
دباميانو د يکولنګ پېښه طالبانو نه بلکې د مسعود خلکو کړې وه چې ځايې
هزارګان يې مني خو ايراني هزارګان يې بيا پر طالبانو ورتړي ٠
دطالب تړل له چنګېز سره يومالوم خلک کوي .
ايراني هزاره ، ستميان او قزلباش !
پر دې خبرو نشې خلا صېدی .
دښتې ليلې ، مزار، قلعه جنګي ، شبر غان به پښتانه نه هېروي اوکه يې هېر کړل
نوزوال به يې وي٠


پښتون یار
26.09.2010

منیر خانه له خبرو خو داسې معلومیږي چې له تاریخه هیڅ خبر نه لرې!
یو وار تاریخ مطالعه کړه بیا به در معلومه شی چې هزارګانو ، شیعه ګانو ، مزاریانو او پنجشیریانو څه کړي او طالبانو څه کړی او خرزی څه کوي
ته د خپل مسعود خبیث او دوستم جلاد کارنامې وګوره او بیا د ملاعمر کارنامې وګوره
له خپلې خیټې خبرې مه کوه او بل ټول پوهیږی چې افغانستان کې اوس صلیبی حکومت دي او هر څه چې هغوی غواړي هغه کیږي
ولې ته هم پوه شه هغه د طالبانو امارت بیا په راتلو دي چې بې خبره پاتې نشې


monir
27.09.2010

سلامونه اوښې چارې!
[quote:80632180da="noory"]منیر خانه له خبرو خو داسې معلومیږي چې له تاریخه هیڅ خبر نه لرې!
ولې ته هم پوه شه هغه د طالبانو امارت بیا په راتلو دي چې بې خبره پاتې نشې[/quote:80632180da]
نوری صیب کوم چا کوم ځای کې یو وار لیکلي وو چې فال په څه کړي ، زړه به ښه کړي ! فالونه په دې ګوره ګرانه خو دا هم باید و پوهېږې هغه وخت چې د امریکایانو ګټه د طالبانو په امارت کې وه تېر دﺉ! ته د امریکا ټولنه نه پېژنې! په اوس وخت کې د امریکایانو او پاکستانیانو ګټه پدې کې ده چې طالبان له نورو افغانانو سره وجنګوي! د طالبانو رهبری د پاکستانیانو تر کنترول لاندې ده او د جاهل طالب لښکرې پدې نه پوهېږي او جنګېږي! په اوس وخت کې د روسیې په شمول د نړۍ ټول مهم هېوادونه د بېلا بېلو لاملونو له کبله له امریکایانو سره دي. موږ خو تجربه لروو چې د طالبانو د امارت په صورت کې به نړیوال افغانان یو ځل بیا له سیالۍ نه وباسې چې دافغانستان په موجود حالت کې دا دافغان اولس په ګټه ندﺉ.

په درنښت


حذيفه
10.11.2010

دبحث ګډونکونکوته سلامونه !
دامارت پروخت به ځيني داسي کارونه هرومروسوی وي چي له شريت سره به يي اړخ نه لګاوی خوداپه دي معنانه دي چي دامارت ټوله پاليسي همداسي وه .طالبانوهيڅ وخت هم ولږکيوته په بدنظرنه دي کتلي داچي ته مونيره نه منې نوخپل شخصي تعصب ته دي فکرکوم مخه کړې ده .کرزي په ټولوپښتنوکي دومره څوک نه کوپيداچي خپله رايه يي هغه ته ورکړې وای .ذمي ته په اسلام کي دومره حق سته چي دمسلمانانوپه هيوادکي واوسي هلته خپل ژوندتيرکړي خودومره حق نلري چي پرمسلمانانوحکم وچلوي .رسول کريم صلی الله عليه وسلم وايي :الاسلام يعلی ولايعلی عليه .مونيره !ته خوبه مسلمان يې لومړی اسلامي کتابونه وګوره ،اسلامي تاريخ وګوره،له ځانه اوګيډي هسي شان مه ليکه .اسلامي قانون ته ديکتاتوري مه وايه په دي کي خدای مکړه خراب نسي .
په اسلامي مينه .حذيفه


monir
10.11.2010

سلامونه او ښې چارې!
که د بحث موضوع ته مخه کړو و به ګورو چې خبره پر دې ده چې ولسمشر کرزي چاته رایه ورکړې ده.
نو پر هغو محترمینو یې څه چې چا چاته رایه ورکړله. دوی چې اصلاً دا نظام نه منی نو ولې پرې بحث کوی؟ دوی دې انتظار وباسې چې د طالبانو مطلق العنانی بیا ټینګه شی او بیا دې هسې چې یو وار رواج وه بیا د وهلو ټکولو نظان ټینګ کړي.
[quote:4939436cb3]دامارت پروخت به ځيني داسي کارونه هرومروسوی وي چي له شريت سره به يي اړخ نه لګاوی خوداپه دي معنانه دي چي دامارت ټوله پاليسي همداسي وه [/quote:4939436cb3]
خبره هم پر همدې باندې ده چې د زور له لارې قدرت ته رسیدلې یوه ډله ځان د سپڅلي اسلام دین تر شا پټوي او پر هغو خلکو چې دوی یې نه غوښتي او نه ټاکلي دي ظلمونه کوي. دا امارتچیان اوس هم که له لاسه یې وشی هغه ظلمونه کوی. د دوی پلویان به ووایي چې دوی ندي. خو که دوی ندي نو ولې یې علناً نه ردوی؟
دې لاندې ویدیو ته ځیر شی:
http://www.youtube.com/watch?v=nkmyHSyB4w8

دا خلک هم دا غیر اسلامی کارونه د اسلام په نامه کوی!
ګرانه حذیفه صیب بده به نوي چې د ۱۴۰۰ کلنۍ له خوبه راویښ شی او د اوسنۍ نړۍ او زمانې منطبق اسلامی نظام پلویتوب وکړﺉ!

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more