د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په پارلماني ټاکنوکي داولسي ارادې تمثیل

وصيل پېروز
18.09.2010

په پارلماني ټاکنوکي داولسي اردې تمثیل
په معاصره نړۍ کي ټول ټاکنې یاانتخابات په حکومت جوړونه کي دملتونویوحتمي حق ګڼل کېږي پر ډیموکراسۍ ولاړحکومتونه په حکومت جوړونه کي دخلکوونډې اخستنې ته پوره پاملرنه کوي اوس مهال لوېدیځ نظامونه دپارلمان اوجمهوررئیس په ټاکنه کي دخلکومستقیم ګډون دځان لپاره یوویاړګڼي اونور نظامونه له دې کبله ښه نه ګڼي چي په هغوکي حکومت جوړونه یاپه میراثي ډول وي اویاپه جبري ډول چي په دواړوکي په اصطلاح ولسي اراده نه شي تمثیلېدای . څرنګه چي غربیانوافغانستان ته ددوئ په ویناله ځان سره دډېموکراسۍ ارزښتناکه ډالۍ راوړې اوغواړي چي افغانان هم دلوېدیځ په څېردیوډیموکراټیک نظام خاوندان شي له همدې کبله دادی په افغانستان کي ددوئ ترسیوري لاندي درېیم ځل ټاکنې کېږي داچي ایا په دې ټاکنوکي به په رښتیاهم داولس اراده تمثیل شي،پارلمان ته به داولس رښتني وکیلان لارپیداکړي او راتلونکي پارلمان به دتېرهغه په نسبت یوملي پارلمان وي اوکه څرنګه نوراځئ هغه شرائط وارزوچي په ترڅ کي یې ددویم ځل لپاره پارلماني ټاکنې ترسره کېږي .
په داسي حال کي چي دیرغلګروپه وړاندي دمجاهدینومقاومت تربل هروخت دهیوادپه ګوټ ګوټ کي ډېرشوی،امنیت خراب دی اوهیڅ ځای داسي نه شته چي هلته دي ګوډاګیان اویرغلګردخپلې بشپړې سلطې دعوه وکړي نوممکنه نه ده چي په داسي شرائطوکي دي کاندیدان خپل اولس ته ځان ورسوي،هغوئ ته دي خپله تګلاره په ګوته کړي، دهغوئ هیلې دي واوري اوپه ستونزودي یې ځان خبرکړي له بلې خواچي کله خلک دخپلووکیلانوپه کاري پروګرامونوخبرنه وي نوهغوئ به څرنګه ښه اوبدسړی سره وپېژني اوپه داسي حال کي چي مجاهدینوله اولس څخه په ټاکنوکي دنه ګډون کلکه غوښتنه کړي نوامکان نه لري چي خلک دي په ټاکنوکي برخه واخلي،ځکه خلک دمجاهدینوامرمني اودوئ هم په دې پوهېږي چي په ټاکنو کي ددوئ ګډون اونه ګډون هیڅ رول نه لري اصلادټاکنوواک ددوئ نه بلکي دنوروپه لاس کي دی چي هغوئ بیاداولس هیلوته هیڅ پام نه کوي .
هرڅوک چي سالم عقل اوروغ ضمیرولري هغه په دې پوهېږي چي افغانستان په بشپړډول اشغال شوی اوپه هیوادکي دیرغلګروپرضددمقاومت سنګرونه ورځ تربلې پیاوړي کېږي،اولس دیرغلګروله شتونه نور ترپوزي راغلی اودګوډاګیانوله لاسه ویني قیوي نوپه داسي حال کي چي کومې ټاکنې کېږي هغه به هرومرو داسي وي چي ګټه به یې ټوله یرغلګروته رسېږي داولس دارادې پرځای به دنیواککرواراده ښه پکي تمثلېږي،هغه څوک به پارلمان ته لاره ومومي چي دیرغلګروخوښ وي اوداشغال په دوران کي اصلا دشفافوانتخاباتوتصورممکن نه دی،څوک چي دیرغل په شتون کي ترسره کېدونکي انتخابات قانوني، شفاف اوداولس دخوښې انتخابات ګڼي اودهغوپه وسیله رامنځته شوی پارلمان اویاټاکل شوی ولمشر دخلکودارادوتمثیلوونکي ګڼي نوهغه یابې عقل،یالېوني اویاګوډاګی دی چي دیرغلګرودبقالپاره هرڅه پلورلوته چمتودی .
په تېروپارلماني ټاکنوکي خلکوڅه ناڅه هیله درلوده،دافغانانوپه ژوندکي دخپل ځان دوکیل ټاکلو لومړۍ تجربه یې ترسره کوله اویوڅه ورته خوشبین ول خوڅرنګه چي تېرپارلمان په هیڅ ډول ددوئ هیلې ترسره نه کړي،وکیلانوخپل مؤکیلین په قطعي ډول له یاده وایستل اوددوئ لپاره یې هیڅ ونه کړای شول نو اولس پوه شوچي داځل هم هغه زړه لوبه ده زاړه خلک به پکي کامیبابېږي اووکیلان به بیااولس ته دخدمت پرځای دپردیوپه چوپړکي ترهرچاوړاندي وي نوله همدې کبله هم اولس دې ټاکنوته زړه نه ښه کوي .
دیرغل په شتون،ناامنیوپه وجود،زورواکوپه سیوري،سم حکومت په نه درلودو،دانتخاباتوپه اړه دخلکودسم پوهاوي په قلت،دخپلواک انتخاباتي سیسټم دنه وجوداوګڼونورولاملونوپربناحقیقتاد افغانستان په څېریوهیوادکي ټاکنې هیڅ معنی نه لري بلکي څوک چي دافغانستان په اوسنیوشرائطوخبر وي اوپه رواني ډول ناروغ هم نه وي نوهغه به داسي ټاکنې له یوې ډرامې،خندونکي لوبې اومسخروپرته بل څه ونه ګڼې . کوم څوک چي یې ټول ټاکنې بولې هغه اصلاپه دې نه پوهېږي چي ټول ټاکنې څه ته وايي،په کوموشرائطوکي بایدترسره شي اوڅرنګه کېدای شي چي داولس اراده پکي تمثیل اووځلېږي؟.
دپورتینولاملونوپربناویلای شوچي دوږې پر۲۷ترسره شوې تش په نوم ټاکنې نه خپلواکي دي،نه شفافي،نه ملي اونه قانوني په دې کي به یوازي هغه کسان بریالي شي چي یرغلګریې غواړي اولسي اراده په هیڅ ډول پکي منعکسه کېدای نه شي هسي یوه ډرامه ده چي اشغالګریې خپل اشغال ته دقانونیت ورکولوپه موخه ترسره کوي اوګټه یې همدوئ ته رسېږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more