نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
قومي مشران اویا دسرسړي څوک دي ؟
هیښ
15.09.2010
سلامونه
له ډیره وخته په مقالو،بحثونو،تبصرو اوراپورونو کې ځنې اصطلاوې لکه قومي مشران ،دسر سړي،دسر خلک او دې ته ورته لوستل کيږي او اوريدل کيږي٠
اوس سوال داپیدا کیږي چې داقومي مشران اویا دسر خلک څوک دی او څنګه پیژندل کیږي؟
ايا ددوئ دا مقام میراثي دئ ؟
که تحمیلي دئ ؟
اویاانتخابي دئ؟
دقومي مشر او یا دسرسړي مقام ته رسیدل دثروت اوشتمنتوب ، دعلم اومعرفت ،دزور اوفشار او یا قومي کشرانو ته دخدمت او چوپړ په وسیله صورت نیسي او که کوم بل معیار اوطرزالعمل بایدسرته ورسوي؟
او باالاخره دافغانستان په اوسني ټولنیز او سیاسي وضعیت کې ددا ډول شخصیتونو وجود یو مصنوعي اولباسي شکل لري او یوازې دتبلیغاتو دپاره داډول اصطلاوې په کار وړل کیږي او که واقعاً دا ډول شخصیتونه شته دي ؟
که خپل توضیحي اوتشریحي نظرونه دمثالونوسره بیان کړئ ډیره مهرباني به مو وي.
مننه
عادل عادل
15.09.2010
سلامونه
په ننني وخت کې نوموړې اصطلاګانې هغو ملعونو خلکو ځانته خپلې کړې دي چې د ولسي جرګې د کاندیداتورئ لپاره یې خپل تصویرونه دښارونو په ګردجن محیط او ګڼه ګوڼه کې د لویدلي عام ولس د نفرین لپاره ځړولي دي.