نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا دا واقعيت نه دی ؟ چې دی نو بيا(؟؟) نتيڅه څه ده ؟؟؟
14.09.2010
په کشم ولسوالۍ کې امريکايان بهرني طالب جنګيالي روزي او ساتي
خبري څانګه
14.09.2010 08:53
د سپوږمۍ د رادیو څخه:
د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني، سرنوشت ورځپاڼې ويلي چې ، د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې داسې ګنګوسې وې چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي، خو يوه مياشت وړاندې په تګاب کشم کې د طالبانو يو مرکز پياوړى شو او په سيمه کې يې ګډوډي او نا امني زوروره کړه.
وروسته د سيمې اوسيدونکو په سيمه کې ميشتې پي آر ټي ته خبر ورکړ، چې په تګاب کشم سيمه کې بهرني طالبان چې اکثريت يې د ازبکستان څخه راغلي ډير شوي او بايد عمليات ورباندې وشي. خو د بد خشان پي آرتي په دې برخه کې د خلکو غوښتنې ته هيڅ مثبت ځواب ونه وايه. سرچينې زياته کړه چې له يوې اونۍ وروسته د سيمې اوسيدونکو پريکړه وکړه، چې د نوموړيو بهرنيو طالب جنګياليو پر وړاندې خپله عمليات وکړي، خو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د ولسي خلکو د عملياتو له خبريدو سره سم پي آرټي دغه بهرني طالب جنګيالي د تګاب کشم له ولسوالۍ څخه په هليکوپټرونو کې يو نا معلوم لوري ته وړي څو د ولسي خلکو له عملياتو څخه وژغورل شي.
که څه هم چې دغه دولتي چارواکي په سيمه کې د ازبک طالبانو يادونه کړې خو له سيمې څخه د سپوږمۍ معلومات دا هم دي چې په دغه جنګياليو کې يوه لويه برخه اويغور جنګيالي هم شته .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم خبرونه خپاره شول چې چين د امريکا له خوا د افغانستان په فارياب ولايت کې د اويغور جنګياليو د روزلو له امله افغان دولت ته شکايت کړى دى .
http://www.tolafghan.com/posts/19648
عادل عادل
15.09.2010
[quote:5f2f02a6b2]د سپوږمۍ د رادیو څخه: [/quote:5f2f02a6b2]
دا سپوږمئ دې خدای په ابدي تندر سره ونیسي .... آمین
هیښ
15.09.2010
سلامونه
دټول افغان خبري څانګه خپله بې لیاقتي او نشراتي افلاس دمضحکو افواهاتوپه کاپي کولو تلافي کوي او هغه دبیکاره بقال نه بدتره کیسه پرې شوې چې دبې روزګارۍ نه به ئې خپلې .....تللې ،دوئ مسکینان دخپلو په ځائ دنورو .....په خپله تله کې اچولې او وزن کوي ئې.
په دې ډول کاپي ګانو یوازې دټول افغان درنه پاڼه خیرنوي او په ملي مسائيلو کې ئې مثبت بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
ښه به داوي چې دافغانستان ددښمنانو دزهرناکه تبلیغاتو دکاپي کولو په ځائ ځانوته یوڅه زحمت ورکړي او دمستندو او مؤثقوخبرونو په راټولو او نشرولوسره خپل ژورنالیستیکي اخلاق اووړتیا وښیي اوپه دې توګه دافغانستان دتاریخ په دې حساسه مرحله کې خپل دیني ،ملي اوانساني مسؤلیت دخپل وولس او وطن په مقابل کې ادا کړي ،نه داچې دطوطیانو په شان دنورو اپلتې تکرار کړي.
مننه
monir
15.09.2010
سلامونه او ښې چارې!
عجب موثق خبر؟؟؟
لومړﺉ لیکل کېږي:
[color=blue:29dd26eb02]په کشم ولسوالۍ کې امريکايان بهرني طالب جنګيالي روزي او ساتي [/color:29dd26eb02] یعنی یو مطلق خبر !
او بیا لیکل کېږي:
د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ [color=blue:29dd26eb02]يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني، [/color:29dd26eb02]سرنوشت ورځپاڼې ويلي چې ، د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې [color=blue:29dd26eb02]داسې ګنګوسې وې[/color:29dd26eb02] چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي
او بیا لیکل کېږي:
... خو [color=blue:29dd26eb02]وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې[/color:29dd26eb02] چې د ولسي خلکو د عملياتو له خبريدو سره سم پي آرټي دغه بهرني طالب جنګيالي د تګاب کشم له ولسوالۍ څخه په هليکوپټرونو کې يو نا معلوم لوري ته وړي څو د ولسي خلکو له عملياتو څخه وژغورل شي.
زه د ټول افغان خبری څانګې ته حیران یم چې داسې بې سنده ګنګوسې او آوازې ولې خپروي! څه موده دمخه دقسیم فهیم د مړینې خبر یې هم خپور کړﺉ و چې حقیقت نه و.
د دا ډول خبرونو خپرول د ټول افغان د پاڼې اعتبار زیانمنوی!
په درنښت
16.09.2010
ګران منير جان او درنو لوستونکو ته سلامونه !
که دغه لاندې جملې په پام کې ونيسو، ښايي د څيړنو او تبصرو وړ ټکي ترې په لاس راشي :
[quote:424f349438]د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني،د سرنوشت ورځپاڼې ته ويلي چې ، د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې داسې ګنګوسې وې چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي،[/quote:424f349438]
١- داچې د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي يوه آوازه ده، خو ددې آزازې تاييد او تصديق يو دولتي چارواکي کړې ده، خو ددولتي چارواکي تصديق د سرنوشت ورځپاڼې کړی دی او د سرنوشت د ورځپاڼې خبر پيا د سپوږمۍ راديو هم تير کړی دی . لهذا دغه آوازه ددرې سرچينو له خوا چې يو دولتي چارواکی دی، بل د سرنوشت ورځپاڼه پاڼه ده او دريم د سپوږمۍ راديو ده په ګډه تصديق کړې ده !
٢ - خو ددې د پاسه د سپوږمۍ راديو په دې هم ټينګار کړی چې
[color=red:424f349438](( يوه مياشت وړاندې په تګاب کشم کې د طالبانو يو مرکز پياوړى شو او په سيمه کې يې ګډوډي او نا امني زوروره کړه.)) [/color:424f349438]
٣- همدغو منابعو زياته کړې چې
[quote:424f349438]وروسته د سيمې اوسيدونکو په سيمه کې ميشتې پي آر ټي ته خبر ورکړ، چې په تګاب کشم سيمه کې بهرني طالبان چې اکثريت يې د ازبکستان څخه راغلي ډير شوي او بايد عمليات ورباندې وشي. خو د بد خشان پي آرتي په دې برخه کې د خلکو غوښتنې ته هيڅ مثبت ځواب ونه وايه .سرچينې زياته کړه چې له يوې اونۍ وروسته د سيمې اوسيدونکو پريکړه وکړه، چې د نوموړيو بهرنيو طالب جنګياليو پر وړاندې خپله عمليات وکړي ...که څه هم چې دغه دولتي چارواکي په سيمه کې د ازبک طالبانو يادونه کړې خو له سيمې څخه د سپوږمۍ معلومات دا هم دي چې په دغه جنګياليو کې يوه لويه برخه اويغور جنګيالي هم شته .[/quote:424f349438]
همدارنګه
٤- [quote:424f349438]دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم خبرونه خپاره شول چې چين د امريکا له خوا د افغانستان په فارياب ولايت کې د اويغور جنګياليو د روزلو له امله افغان دولت ته شکايت کړى دى . [/quote:424f349438]
نو منير جانه ، دلته ١ ګڼه يوه کلکه آوازه ده ، خو ٢ ، ٣ او ٤ ګڼه هغه خبرونه دي چې د آوازې صحت تاييدوي !
نور نو قضاوت [color=blue:424f349438] د ځان له پاره [/color:424f349438]د هر لوستونکي په خپل لاس کې دی !
څو ځينو لوستونکو د قضاوت پرځای تورونو ته پناه وړې چې ګواکې د ټول افغان خبري څانګه څنګه او څنګه ده، حال داچې دوی د څبري څانګې غم نه دي وړي،
صرف ددې له پاره چې پر موضوع سترګې پټې کړي د ټول افغان د خبري څانګې دغه او هغه خوا يې پلمه کړې ده .
هر چاته معلومه ده چې دا موضوع هسې تشه آوازه نه، بلکې په کراتو مراتو تکرار شوی عمل دی چې آخر آن کرزي هم له خپلو بادارانو څخه شکايت
پورته کړ چې په طيارو کې څوک شمالي صفحاتو ته انتقاليږي او افغان دولت ترې خبروي هم نه ! دا دانګليس باداري ده چې جنګ دواړو خواو ته ګرموي او
مرسته ورسره کوي چې پښتانه پرې تباه کړي !