د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ټیکنالوجۍ دایماني همت دبرلاسیتوب جالبه صحنه

خاټول
23.08.2010

په ټیکنالوجۍ دایماني همت دبرلاسیتوب جالبه صحنه
يکشنبه, 22 August 2010 16:05 (دالاماره خبریال )
دا پیښه څه موده وړاندې دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پیښه شوې ده ،دسنګین ولسوالۍ دجوشالي په سیمه کې له کلیوالو سیمو لوړ دسرک په غاړه دامریکایي او برطانوي عسکرو یو ډیره ستره قرارګاه ده خو دسنګین ولسوالۍ دنورو سیمو غوندې دلته هم بهرني اشغالګریوازې دخپلې قرارګاه دننه دسکون ساه کاږي او له قرارګاه بهر کله هم نه راوزي ،ځکه دوی په بیابیا له همدې قرارګاه څخه په راوتلو دمجاهدینو له بمي او تعرضي حملو سره مخامخ شوي دي او سخت تلفات یي لیدلي دي ،په دې سیمه کې دوی ته ډیر تلفات له هغوماینونو څخه او ښتي چې مجاهدینوله قرارګاه څخه دکلیوالو سیمو په خوا په غزیدلي سړک ورته ښخ کړي چې همدې ماینونو په دې وروستیو کې ددوی ګزمي له یوې مخې په ټپه درولي دي .

دماینونو له دې جنجال څخه دخلاصون لپاره امریکایانو له خپلو ټولو ناکامو هڅو وروسته په دې اواخرو کې یونوی اقدام وکړ هغه داچې یوډول ( روباټونه) چې دلاسي ګاډۍ قدر جوړښت لري اوپه ډیره پرمختللي ټیکنالوجۍ سمبال دي خپلو مهمو قرارګاوو ته یي راوړل ویل کیږي چې داروباټونه دامریکایي ټانګونو څوبرابراوچت قیمت لري نوځکه دجګړو سیموته هم په شمار راوړل شویدي دوی به دجوشالي له همدې قرارګاه څخه دغه ارابه لرونکی روباټ په سرک راخوشی کړی په داسی حال کې چې امریکایانوپه له خپلې قرارګاه څخه دریموټ په واسطه کنټرولاوه ګام په ګام به یي سرک پرې معاینه کاوه او چې چیرې به یې ماین وموندنو بیرته به واپس شو له ځانه سره به یي بارود راوړل دماین په خوا کې ځای به یي ژورکړ باورد به یي ورسره کیښودل او په انفجار ورکولو سره به یي ماین ضایعه کړ.

دجوشالي مجاهدین وایي چې دې نوې بلا ته لومړی ډیرپه اندیښنه کې شوو ځکه په پرله پسې توګه یي څو کړۍ اماده شوي ماینونه خنثی کړل او زمونږ هڅي یې ناکامي کړې نوځکه مجاهدین هم مجبور شول چې په هره بیه وي بایدددې بلاغم وخوړل شي .

په دې ډول یوه ورځ دوه تنه مجاهدین له موټرسایکل سره دسرک په غاړه په کمین کې شول او دې ته انتظار وه چې روباټ ورنږدې شي کله چې دغه ماین پلټونکی روباټ بیاله قرارګاه راووت او دمجاهدینو خواته ورنږدې شویوه تن مجاهدپه داسې حال کې چې له قرارګاه څخه دامریکایي ځواکونو ترفیرونو لاندې وه په روباټ حمله وکړه په خپل څادره کې یې روباټ پنډه کړ او له خپل بل ملګري سره چې له وړاندې یې موټرسایکل منډې ته اماده کړی وه سپور شو او روباټ یې روغ رمټ ولجه کړ .

ددغو عملیاتو برخوال مجاهدین وایي چې ترډیره پورې چې روباټ ددوی په ولجه کې وه هم چالان وه او قسماقسم اوازونه ترې راوتل خو نور ټیکنالوجۍ دایماني همت په وړاندې دڅه کولو وس بایللی وه او دتخنیک معجزه سړه اوسپنه ګرځیدلې وه .

دسنګین ولسوالۍ دجوشالي دمحاذ دمسؤلو مجاهدینوپه وینا همدا بریالي تاکتیکي عملیات په همدې سیمې کې ددښمن دماین شنډونکو هڅودپای ټکی شو اوبیا دښمن کله هم دمجاهدینو په وړاندې په کوم داسي اقدام نه ده توانیدلی چې مجاهدین دې ورته په اندیښنه کې شي .


pattang
23.08.2010

وروره پروردګار عالم دې مجا هيدينو ته قوت او استقامت ور کړي ٠
الله پاک دې اشغالګر ، صليبي لښکرې ناکامه کړي٠


نوروز خان
24.08.2010

پتنګ صیب داخویوازې یوه پیښه ده که چیرې دافغانستان له لراوبر څخه دورځنیو پیښیدونکو جهادی وقایعو جزیات راټول شي هریوه یې تربلې حماسه آفرینه ده همدااوس چې طالبان دلانچر په کومو مرمیو ټانګونه ولي په څلورو کې یي دری پوچیږي او څلورمه ټک کوي زمابه ګومان خو دایوازې دالله تعالی غیبي ملاتړ ده چې امریکایان یي شرمینده کړل کنه طالبان وچ دزړه په زور او دبې پایه قربانۍ او سرښندنې په مټ جګړه په مخ ټیل وهي ،زمابه دهغه سپین ږیري کوچي مجاهد نقشبندي اکا سوی آه کله هم هیرنه شي چې په سپیده داغ کې دامریکایي شلکاوو دمرمیو په باران کې امریکایي کتارته په شل مترۍ کې لکه بیرغ داسې نیغ راکټ په اوږه ولاړه وه خویوپه بل پسې څلورمرمۍ ورپوچې شوې په پای کې یې چې پینځمه وراچوله کتارترې تیرشوی وه په دې وخت کې یې نویوه ستړې او افسوسناکه کریږه وکړه چې خدای ګله ته خومې وینې !!!
نقشبندي اکا چې اصلي نوم یي روزي خان وه موسی خیل کوچی وه دپکتیا دزرمت او ځدراڼوپه جبهو کې یې په سپینه ږیره پنځه کاله له امریکایانو سره مخامخ جګړې وکړې او ډیری ملګرو په وینا یي ټک خطا نه لګیده تردې چې تیرکال درمضان په ۲۳مه دګردیزښار په پیڅه کې دچوڼۍ په کلي کې له امریکایانو سره په مخامخ جنګ کې په ځیګر ولګیده او دشهادت ارمان یي سرشو په هغه ورځ دګردیز ټیلویزون دنوموړي انځورونه ښکاره کړل او ویل یي چې یوتن ۶۵ کلن ترهګر یي وژلی دی (رحمه الله )


..Ahmadzai
24.08.2010

نقشبندي آكا دې الله تعالى وبښي, او مغفرت دې ورته وكړي

الله تعالى دې دى د پيغمبرانو, وليانو,صادقانو, شهيدانو أو صالحينو سره د عدن په جنت كې جمع كړي.

له ځيكره ېې ځار سم.


كريم كامران
24.08.2010

كم من فئة قليلة غلبت فئة كثيرة بإذن الله...
إن ينصركم الله فلا غالب لكم..
إن تنصر الله ينصركم...

د پنځلسمې پیړۍ مجدد ملا محمد عمر مجاهد ډیره ښکلې خبره کړې او زه یې یو ځل بیا دلته رانقلوم چې د خپلې یوې وینا په ترڅ کې وایي: په دې پېښو او وقایعو هغه څوک باور کولای شي چې زړه یې د ایمان او عقیدې په نور روښانه وي، بې ایمانه زړونه دا راز پېښې د مادې له زاویې وینې نو ځکه د مجاهدینو فتحې او نصرتونه ډیر کله بهرنیو مرستو ته منسوبوي.

او ما اوریدلي چې دې ته ورته یوه بله پېښه په اورزګان ولایت کې رامنځته شوې وه، د اشغال په لومړیو کلونو کې امریکايي بې پیلوټه جاسوسي الوتکه ډیره ټیټه راښکته شوې وه چې مجاهدینو وکولای شول روغه یې ونیسي او بیا یې یوې ونې پورې تړلې وه، وايي الوتکې به ډیر کوښښونه وکړل چې والوځي لږ به پورته شوه او بیرته به په ځمکه کیناسته ځکه چې په ونه ډیره ټینګه تړل شوې وه.


Re: په ټیکنالوجۍ دایماني همت دبرلاسیتوب جالبه صحنه

monir
24.08.2010

سلامونه اوښې چارې
[quote:a2500b9368="خاټول"]په ټیکنالوجۍ دایماني همت دبرلاسیتوب جالبه صحنه.[/quote:a2500b9368]

په زړه پورې کیسه ده خودغه عنوان له متن سره په ټکړ کې دی! ځکه په متن کې راغلي:
[color=blue:a2500b9368]په دې ډول یوه ورځ دوه تنه مجاهدین له موټرسایکل سره دسرک په غاړه په کمین کې شول[/color:a2500b9368]
نو څنګه چې څرګنده ده دا دوه موټر سایکل هم ټکنالوجی پورې اړه لری او ایمانی همت یو څه کمزوری کوی!

په درنښت


نوروز خان
24.08.2010

منیر صیب نه پوهیږم تاته څه اشکال په کې پیښ شوی ماته خوپکې ظاهرا کومه ستونزه نه بریښي زماپه نظر خو دلیکنې نچوړ داکیدای شي چې دسنګین په جوشالي کې دامریکایانو او طالبانو سره زورونه وه هریوه غوښتل دبل پلان ورابته کړي په دې کې امریکایان وتوانیدل دپرمختللي ټیکنالوجۍ په مټ داسي روباټ تیارکړي چې بې له امریکایي ګزمې او دعسکر و له شته والي هم دطالبانو ماینونه پیدا کولای شي ،چې ظاهرا دایو مهم پرمختګ بلل کیدای شي ،مګر طالبان یوازې دایماني همت ،زړورتیا او سرښندنې په زور وتوانیدل چې دغه روباټ ولجه کړي اوپه دې توګه دامریکایان وروستی پلان هم بې اغیزې کړي زما په ګومان خو دلته په عموم کې داسي تاثر اخیستل کیدای شي چې دامریکایانو په ټیکنالوجۍ ولاړ پلان طالبانو په هغه پلان ورشنډ کړ چې بنسټيزه او کارنده ونډه په کې دایمان دقوت اوتراټکل پورته زړورتیاوه ،ځکه منیرصیب داټوکې نه دي چې څوک دي دامریکایانو د دوربین دارو ماشینګڼو دمرمیو په ورښت کې په سپین میدان داسې میړانه ښیي .
که ته وایي چې طالبانو هم ټیکنالوجي کارولې چې موټر سایکل ده وروره دلته هردعقل څښتن پوهیږي چې دې کارته امادګي او بیا په کامیابي سره انجامول یې دموټرسایکل ددرلودلوله امله نه ده شوي بلکه دا ډول اقدام له بنسټه دغرونو غوندې همت غواړي ځکه که لوی کارونه یوازې په وسايلو شونی وای نوبیا خودنړۍ سترهیوادونه اتوم او ډول ډول الوتکې لرې خوچې ایماني همت نشته مادي وسائلو دغلامۍ او سرټیټۍ دجغ له ځوره نه دي اوزګار کړي ،مالیکنه یوڅه په بیړه وکړه خدای دې وکړي اشکال دې رفع شوی وي کنه بل ملګری دې هڅه وکړي چې په لا ښه او واضحه توګه مو پوه کړي
اوس همدومره ښه روژه مات


خاټول
24.08.2010

منیرجانه ،ټکنالوجي ترټکنالوجي فرق لري، چیرته موترسایکل چیرته روبوټ؟



24.08.2010

[color=blue:dcc9dbb4f8]د بحث درنو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
لومړی خو زمونږ درنې ، پتمنې او ډيرې قدرمنې خور ډاکتر خاټول عفت ته د زړه له کومي ښه راغلاست او هرکلی وايو ، چې له يوې ډيرې
اوږدې دمې وروسته د ټول افغان د بحث فورمونو خونې ته راستنه شوې ده الله دې ددې خور له اخلاصه ډک راستنېدل په دې مبارکه روژه کې
مونږ ټولو ته بختور او د هغې له پاره د ډيرو دنيوي او اخروي اجرونو او ثوابونو ستره پانګه وګرځوي !
د يوه آزاد، خپلواک ، ملي ولسواک او اسلامي امت واک افغانستان د جوړولو په لاره کې يې اند تاند او قلم يې سپاند غواړم .
خوښ يم چې د محترمې ډاکتر خاټول غوندې غوندې يوه پوهه ،عالمه او مبارزه خور په خوا کې لرو ! عمر دې ډير او په حقيقي معنی نيکمرغه وي !

به درنښت ![/color:dcc9dbb4f8]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more