د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې

مختار
17.08.2010

پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې

ډاکتر لمر

درنو هېواودوالو!

تاسو ته مالومه ده، چې په وروستيوڅو کلونو کې پښتو ليکدود د سيمييز ګړدود تر سيورې لاندې راغلی او په دې اړه ګڼشمېر ليکنې هم تر سره شوې دي، چې يو شمېر ليکوالو پښتو خپل انحصاري مسؤليت ګرځولی او د پښتو لېوال خلک يې د ذهني انارشيزم له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

دا جوته خبره ده، چې هره ژبه د ټولنې له پرمختګ سره وده کوي، خو په افغانستان کې د څو لسيزو په بهير کې جګړه روانه ده او افغانانو ونشوای کولی، چې خپل ټولنيز ژوند ته سم مسير ورکړي او د بېلابېلو سيمو خلک د جګړې په ترڅ کې په خپلو سيمو کې تجريد شول، له بل پلوه افغانان په بېلابېلو ډلو کې ښکېل شول، چې دغه ټولنيز بېلتون د ټولنې په وده کې منفي اغيز پرېښود او د ټبرونو د ورشې درشې بهير يې په ټپه ودراوه، چې د دغو پېښو اغېز تر ننه په افغاني ټولنه کې محسوسېږي. له بدمرغه پښتو هم د سياسي ملحوظاتو او سيمييز شونيزم قرباني شوه، چې اوسمهال پښتو د خپلې دودېزې ودې پر ځای بايد يو ژبنيز اوښتون تر سره کړي، چې له نورو ژبو سره سياله شي.

د نننۍ تکنالوژي اغېز هم بايد له پامه و نه غورځول شي، يو شمېر ځوان افغانان په دې وتوانېدل، چې خپلې برېښناپاڼې جوړې کړي او له خواشيني سره بايد ياده شي، چې له دغو افغانانو څخه يو شمېر حتی د ښوونځي په کچه زده کړې هم نه لري، مګر په کمپيوټري چارو کې لاسبري دي، چې حتی د پښتو ستر ليکوال هم دغو افغانانو او د هغوی برېښنا پاڼو ته اړ شوي دي او د نزاکت له مخه له هغوی سره د پښتو په اړه زغرده خبره نه شي کولی، د پارسيانو خبره (آب خود را پف کرده مينوشند!).

د پښتو په اړه د بې مسؤليتي دريځ، ما ته د افغانستان د وروستيو څولسيزو اداري او ټولنيزې چارې راپه يادوي. کله چې د غويو غوبل رامنځ ته شو، نو د نظاميانو لپاره يې بېړني کورسونه داير کړل او له کوڅه ډبو نه يې په څو مياشتو کې لکه ماشيني چرګان، هشتکي منصبداران راوايستل، په نورو چارو کې يې د ډاکتر، انجينير او داسې نورو د مرستيال په نامه هم ګڼشمېر کانکور وهلي وروزل، چې پايله دا شوه، چې دغو وګړو ځانونو ته بيا د ډاکتر او انجينير القاب ورکړل او نن سبا څوک ستر جنجال او څوک هم د جنجالانو مارشال شو، چې په دې توګه د زده کړو او نا زده کړو توپير له منځه لاړ. يو وخت ويل کېدل، چې: (ډبره واړوې، نوشل لړمان يې تر لاندې دي، خو نن سبا ويل کېږي، چې: سنګه ورداري زېرش بيستا جنرال خانه کرده! او هر چا د ډاکتر و انجينير مختاړی هم له خپل نامه سره نښلولی دئ، چې اوس په افغاني ټولنه کې د پوهې او لوستو خکو درنښت له منځه تللی او هېڅوک قانون، ټولنيز ارزښت او ملي دريځ ته درناوی نه کوي.

افغاني رسنۍ هم نن سبا لکه د ماشيني هشتکیانو ځانګړتيا خپله کړې ده، چې په هر کونج کې يې لکه مرخړي سر راپورته کړی، خو يو شمېر داسې خپرونې او برېښناپاڼې شته، چې په ريښتيا هم د افغانستان په ټولنيز ژوند کې ډېر غوره رول لوبوي، مګر هغو بېسوادو افغانانو ته چې په رسنيو کې لاسبري دي زما سپارښت دا دئ، چې اول يې زده کړه بيا يې کوزده کړه! او په پښتو مړندې مه وهه او سمسوره پښتو د سيمييز ګړدود په لومه کې مه وژنه او خپل ستر ټبر په سيمو مه وېشه.

اروپا ته د ښاغلي عبدالباري جهاني له راتګه وروسته او په تېره بيا په بېلژيک (بيلجيم) کې د ښاغلي عبدالباري جهاني د وينا او د پښتو په اړه د هغه د څرګندونو په اړوند يو شمېر ليکنې شوې دي، چې يو شمېر يې له احساساتو ډکې او نورې يې د يو او یا بل په ستاينو کې رنګين شوې ليکنې دي، خو دا څرګندونې د پښتو د درد درمل نه شې کېدلی، مګر دغه څرګندونې بيا هم د پښتو ليکدود معيارېدو ته په نېغه ښودنه کوي، چې د پښتو په علمي کېدلو او ستندرد کېدلو کې پښتو کره ليکدود يو غوره ټولنيز او پوهنيز خوځښت ګڼل کېږي.

درنو لوستونکو! پښتو په آسيا کې د سيمې يوه لويه ژبه ګڼل کېږی او له ۱۰۰ ميليونو زيات ويونکي لري، په افغانستان او پښتونستان کې رسمي ژبه ده او په هندوستان کې د سيمييزو پښتنو ژبه ده. په نړۍ کې پرته له افغانستانه او پښتونستانه په ډېرو پرمختللو ملکونو کې د پښتو د څېړنې او ودې اکاډيمۍ فعاليت کوي او په مسلسله توګه د پښتو په وده کې خپلې ارزښتناکه پرېکړې تر سره کوي اوپلې کوي يې، خو له خواشيني سره بايد ياده شي، چې افغان ليکوال، چې پښتو يې خپله ژبه ده، نو له پښتو سره د پلندر او ميرې چلند کوي او سمسوره پښتو يې خپل انحصار ګرځولی او هغه تر سره کوي، چې نه يې پوهنيز بهير مني او نه هم ژبنيز منطق.

ښاغلي عبدالباري جهاني د افغانستان پېژندل شوی شاعر، ليکوال او د امريکا غږ راډيو په پښتو څانګه کې يو منل شوی ژورناليست دئ، خو د افلاطون خبره را ياده شوه، چې ویل يې ؤ «زما مخکښ ښوونکی او ټولنيز رهبر پر ما ډېر ګران دئ او درناوی ورته کوم، مګر ريښتيا زما د مخکښ استاد تر مينې ليا غوره او اوچت مسؤليت دئ!»، نو زه هم د پښتو په اړه د ښاغلي عبدالباري جهاني له څرګندونو سره موافق نه يم، نو د منطقي ژبنيز بهير او په ټولنه کې د ژبې ودې ريښتنی اړخ تر هر ډول اړيکو غوره ګڼم.

ښاغلي عبدالباري جهاني او یو شمېر نورو ليکوالو خپل نظريات د پښتو ليکدود په اړه ليکلي دي، خو د کره پښتو ليکدود په اړه تر ننه پورې د افغاني ليکوالو ترمنځ همغږي نه شته. ښاغلی عبدالباري جهاني وايي، چې هر څوک بايد په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي او په مورنۍ ژبه دې يې وليکي، نو پوښتنه دا ده، چې د ملت په کچه د مور په ژبه وليکو او که د کره ليکدود په بڼه، چې ملي شاليد لري، چې يوه ورځ پښتو هم له نورو موډرنو ژبو سره يوه برابره سياله ژبه شي.

د ښاغلي عدالباري جهاني د څرګندونو لپاره ستاسوپام د ډاکتر کاکا جان سهار ليکنې (هغه جهاني چې وطني هم نه شو) لوستلو ته رابولم. ښاغلي عبدالباري جهاني په بلژيک کې د ښاغلي ډاکتر صيب کاکا جان سهار د ليکنې (هغه جهاني چې وطني هم نه شو) پر بنسټ، داسې څګندونې کړې دي، چې مرحوم بينوا او مرحوم الفت ډېر ښه دوستان ول، خو یو به ويل:

بېنوا: د درختې تر ساېې لاندې ناست ؤ او سېبان مو خوړل!

الفت: د ونې تر سيوري لاندې ناست ؤ او مڼې مو خوړلې!

د جهاني صيب د دغو څرګندونو په اړه، په نيدرلند (هالند) کې د افغاني کلتوري ټولنې په پوهنيز سيمينار (پردېسي او د هويت ستونزه) کې لنډه نغوته شوې ده، خو د جهاني صيب دغه څرګندونې نوې نه دي، ليا څو کاله مخکې په بينوا برېښناپاڼه کې د ښاغلي عبدالباري جهاني څو مرکې خپرې شوې وې، چې پورته يادې شوې څرګندونې پکې يادې شوې دي او د هلمند پګړې (مياشتنۍ) خپرونه هم د ښاغلي عبدالباري جهاني په سپارښت په «بګړۍ» واوښته او نورې مرکې يې هم له ورته څرګندونو سره هورې دورې خپرېږي.

ښاغلي ډاکتر صيب کاکا جان په خپله ليکنه کې په ښاغلي جهاني بربنډه تېری کړی، چې د پښتنی ليکوالو احساسات يې راپارولي او د يو شمېر نورو افغانانو پام يې بيا د پښتو کره ليکدود غوره والي او د دغه ستونزې څېړنې ته اړولی او د چارو د سنجولو اړخونه يې پياوړي کړي دي.

زه د ژبپوهانو او ادبپوهانو پوهنيز غبرګون ته په تمه وم، چې د پښتو کره ليکدود په اړه به منطقي او پوهنيزې څرګندونې وکړي، خو له بده مرغه، چې څانګپوهانو د سکوت دريځ خپل کړی او موږ اماتوران دې ته اړ يو چې د پښتو ادب دغه تشه په نامسلکي ليکنو ډکه کړو.

بيرته د ښاغلي عبدالباري جهاني څرګندونو ته ستاسو پام اړوم. ولې پګړۍ به «بګړۍ» اوړي. درنو لوستونکو په عربو کې د «پ» توری نشته، نو ويل يې هم عربو ته ستونځمن کار دئ، نو ځکه پښتون ته «بښتون» وايي، مګر د پښتو پيل په «پ» توري کېږي، چې د «پ» توری د پښتو شمزۍ ګڼلی شو، نو ولې هغه څه چې په پښتو کې وي، نو منحرف يې کړو او دودېزه پګړۍ په بګړې واړو!

د مرحوم بينوا څرګندونه: د درختې تر ساېې لاندې ناست ؤ او سېبان مو خوړل!، نو که د دغه غونډلې پارسي ته مخه کړو، نو داسې به ښکاري: «تحت (زيری) سايه درخت نشسته بودیم و سیب میخورديم»، خو پوښتنه دا ده، چې کومه غونډله پښتو وګڼو او کومه پارسي، درنو هېوادوالو، هرومرو په ګرامري بڼه د مرحوم بينوا خبره پښتو ته ورته ده، خو له ۵۰ ٪ زيات ويي يې پارسي دي، چې پښتو له موږه پردۍ کوي، نو د پښتو په کره ليکدود کې د غونډلې جوړښت، پښوييز تسلسل او لغوي پانګه غوره ګڼل کېږي، يانې سوچه، کره او سمه پښتو د ژبې پوهنيز بنسټ جوړولی شي.

له پورتو يادوشويو څرګندونو دا پوښتنه په ګوته کېږي، چې د پښتو معياري ليکدود بايد په څه ډول رامنځ ته شي، څوک يې رامنځ ته کړي او په څه ډول پښتو ليکدود له اوسني ذهني انارشيزمه وژغورل شي. د پښتو پښويه، غونډله، ويي او املايي برخه بايد په څه ډول کره شي.

درنو لوستونکو! پښتو يوازې د پوهاوي او ګړېدلو ژبه نه ده، پښتو سمسوره ژبه ده او نن سبا پوهنيز ډګر ته ورننوځي او پوله يې د شعر او ادب په ورېځ کې نه شي پټېدلی، مګر د نوي نسل په مټو بايد خپلې پوهنيزې لوړټیا ته ورسېږي، چې پښتو کره ليکدود کېدای شي د پوهانو په يووالي او د پښتنو په ملت جوړېدنه کې يو غوره رول ولوبوي.

پوښتنه دا ده، چې په اوسني شرايطو کې، چې افغانستان له صليبي ښکېلاکه سره لاس او ګرېوان دئ، افغاني پوهان په بېلابېلو ملکونو کې پردېس دي او د يو او بل سره ګډ پوهنيز دريځ او د ګډ کار امکانات نه لري، نو ځکه د پښتو کره ليکدود هڅې د يو شمېر ليکوالو د ليکنو تورې کرښې ګرځېدلې دي، چې نه پايله لري او نه هم ټولنيز اغېز، بيا هم ښه وايي، چې ژوند په اوميد خوړل شوی، نو ناهيلي به لرې کړو او د دې پوښتنې ځواب بايد ومومو، چې په څه ډول يوه د پښتو پوهنيزه جرګه رامنځ ته کړو، چې څانګپوه افغانان پکې غړي شي او د نړيوالو ژبو او څېړنيزو مرکزونو د پرېکړو پر بنسټ د پښتو کره ليکدود رامنځ ته شي او تېرې پرېکړې بیا وکتل شي، چې یو منطقي، پوهنيز او ملي پښتو ليکدود رامنځ ته شي.

درنو لوستونکو! تاسو ته به مالومه وي، چې د پښتو ژبې ليکوال د ګوتو په شمار دي او د پښتو کاذبي څلي، چې موږ ورته ملي پګړۍ ورپرسر کوو او ملي شخصيت ترې جوړو، نو دا خلک خو بيا نور هم کم دي. په کلاسيکو ليکوالو کې، چې په ليکنو يې د پښتو لمنه درنه ده، نو دا هغه ليکوال دي، چې د پښتنو ورځنيز ژوند او خپل احساسات يې په شعرونو او ټوليزو ليکنو کې څرګند کړي، خو دژبې پوهنيزه پانګه تر ننه تشه پاتې ده.

د پورته يادوشويو ټولنيزو ستونزو، په سيمه کې جګړه او د څانګپوهانو د نشتوالي په پام کې نيولو سره به يو وار له ځانه وپوښتو، چې آيا په پښتنو کې داسې يوه ډله د ليکوالو شته، چې يوه پوهنيزه جرګه رامنځ ته کړي او که نه؟

درنو وروڼو او خويندو! افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دئ، نو د پښتو کره ليکدود لپاره واقعآ څانګپوه خلک پکار دي، چې د ژبې په برخه کې مسلکي وي، خو له بده مرغه افغاني ليکوال د ادب او ټولنيزو علومو په برخه کې يا د ملايي مدرسو روزلشوي اشخاص دي، چې پښتو په عربي کې رانغاړي او سپړي يا هم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي نه فارغ شوي خلک دي، چې هلته تر ننه پورې پښتو دويمه او سيميزه ژبه ګڼل کېږي او يو شمېر نور اشخاص په سيمييز ژبنيز انارشيزم کې ښکېل دي او له دې ستونزو سره پښتو خپلې وروستۍ سلګۍ وهي، هماغه متل دئ، چې وايي: وزه د مړينې په غمونو کې ډوبه او قصاب د وازدو په خوندونو کې لاهو!

يو شمېر پښتني ليکوال يو او بل په دې ملامتوي، چې ګواکې د پښتو ليکدود په اړه بې وخته ليکنې کېږي او بې ځايه ناندره يې رامنځته کړې ده، خو درنو لوستونکو بايد يوې خبرې ته پام وکړو، چې پښتو د وروستيو دريو لسيزوپه ترڅ کې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ شوې او د سيمييز ليکبڼې او د سيمييز ګړدود په لومه کې نښتې ده، چې د پښتو په ليکبڼه کې يې درځ اچولی او کېدای شي په راتلونکي کې دغه ستونزه نوره هم پياوړې شي او دغه درځ په ټولنيزې چاودنې وانه وړي.

زه لکه يو افغان د دې حق لرم، چې کره پښتوزده کړم، مګر نه دا چې په سيمييز ګړدود کې لاهو شم. زه دا منم، چې مورنۍ ژبه له موره زده کېږي، خو کره پښتو هرڅوک په ښوونځي کې او بيا په پوهنتون کې له څانګپوه استادانو زده کوي، نو د کور يا مور په ژبه نا کره ليکنه سمه نه ده او د سيمييزو ګړدودونو په اړوند سره بیا پښتو لکه نن سبا په سيمييز انارشيزم کې ډوبېږي اوکره پښتو به ورو ورو له منځه لاړه شي، نو د مخورو پښتني ليکوالو او څانګپوهانو مسؤليت دئ، چې د کره پښتو د ليکدود غږ په سمه توګه پورته کې نه دا چې د بېلېدو ارو يې بل کړي او لمنه ورته ووهي.

زه د ژبې په برخه څانګپوه نه يم اما په خپلو ليکنو کې تر هغه پولې هڅه کوم، چې معياري پښتو په ليکنو کې وليکم او د خپل نظر سکالو يو لوستونکي ته په آسانه بڼه وشنم او ور ويې رسوم، نو ځکه د پښتنو د يووالي، د سيمې د پښتني ټبرونو د پوهاوي لپاره، د ښوونځيو د معياري نصاب او په سيمه کې د اداري واکمني لپاره يوهّ کره ليکدود ته اړټيا شته.

د پښتو کره ليکدود په اړه ما مخکې هم څو ځله ليکلي ول، چې موږ د پښتو يوې کره پښويې او د غونډلې د جوړښت سمې بڼې ته اړتيا لرو او د وييونو سمې ليکنې ته اړ يو، خو په دې ليکنه کې زه نه د پښويې او نه هم د غونډلې په ليکبڼه څه ليکم، ځکه چې زه ځان ته د دې اجازه نه ورکوم، چې د پښتو په ژبنيز بهيرکې ورګډ شم، خو د دغو څو کرښو په تورولو د پښتو له لويو سټو غواړم، چې په لومړي ګام کې د پښتو کره ليکدود بحث ته يو سم مسير ورکړي او که د دوی له وسې پوره نه وي، نو بيا دې د خپلې کاوړتيا ناره پورته کړي، چې ځوان نسل پوه شي، چې اوس نو د دوی مسؤليت دئ، چې مټې راونغاړي او د پښتو کره ليکدود ډېوه بله وساتي او له پښتو نه يوه موډرنه و معياري ژبه جوړه کړي.

درنو ليکوالانو! تر يوه حده تاسو هم کولی شئ، چې خپلو ليکنو ته يوه کره بڼه ورکړئ، د غونډلې په جوړښت کې منل شوی معيار وکاروئ او د وييونو (لغتونو) په ليکلوکې دقيق واوسئ، نو دا ځيل دريځ هم کولی شي، چې تر يوې کچې د پښتو ليکدود ستونزه حل کړي.

د پښتنو نفوس د ۱۰۰ ميليونو په شا وخوا کې اټکل شوی دئ، خو څانګپوه خلک يې د ګوتو په شمار دي او يو شمېر يې د کاذبي شهرت او بې ځايه لمانځلو په څپو تاوده دي، چې دا پخپله یوه ستره ستونزه ده. هر افغان غواړي نامتو شي، نوم يې ياد شي، سيمې او واټونه يې په نامه شي، چې دغه ذهني انارشيزم د دې سبب ګرځېدلی، چې زموږ يو شمېر ليکوالو پښتو خپله مانوپولي ګڼلې او د کره پښتو پر ځاي يې خوښېږي، چې خپل سيمييز ګړدود د ليکبڼې په څېر وليکي او ژبنيز انارشيزم په پښتو ليکدود کې رامنځ ته کړي.

افغانستان په هېڅ برخه کې سم ټولنيز بهیر نه لري، نن سبا پښتانه په غېلزيو او دورانيو وېشل شوي او بيا پخپلو کې په خېلو او زيو کې سره بېل شوي دي، ځکه نو اوسمهال په بهسودو، ميدان، کندز او د شمال په ډېرو سيمو کې پښتانه لاندې کېږي او د سرپل ۲۰۰۰۰ د ساکزيو کورنۍ دې ته اړې شوې، چې خپله سيمه پرېږدي او په خپل هېواد کې پردېس شي، د ليلا د دښتې او د مزار د جنګي کلا پرهارونه ليا هم نه دي جوړ شوي، خو د کوچيانو په نامه بيا هم پښتانه وېشل کېږي او ځپل کېږي. د پښتنو په دغو ستونزو کې د لوستو افغانانو مسؤليت دئ، چې افغاني ټولنې ته سمه اداري تګلاره جوړه او پلې يې کړي، خو افغاني پوهان هم د زورواکانو په چوپړ کې دي او له بېواکه ادارې سره اېل او غېل دي.

د يوې ژبې په وده او کره کېدو کې ګړوېزونه (له سيميز ګړدوده، کره ژبې ته د وييونو ننوتل)، زړويزونه (د ژبې د زړو وییونو موندل و په ژبه کې کارول)، نويزونو (د ټولنې له پرمختګ سره د نويو وييونو اړتيا، رامنځ ته کول او په ژبه کې کارول) او پورويزونه ( له پرديوژبو د وييونو پورول او په خپله ژبه کې يې کارول)، خپل ځانګړی رول لري، خو له بده مرغه ځيني افغاني ليکوال د دې هڅه کوي، چې پښتو پخپل ځای په ټپ ودرېږي او د پښتو له طبیعي پرمختګ اوکره کېدو سره مخالفت ښيي، څوک وايي سوچه پښتو ليکل سم کار نه دئ، ځکه چې پښتوتجرېدېږي، نور بيا وايي پښتوکې د نويو لغاتو کارول مناسب کار نه دئ، خو پوښتنه دا ده، چې څه وشي د هر ليکوال خولې ته وګورو، چې هغه څه سپارښت راته کوي او که پخپله مطالعه وکړو او ځان په پرابلم پوه کړو!

درنو لوستونکو! نننی افغانستان اشغال شوی دئ، په افغانستان کې لاسپوڅه واکمني ده، لوېديزوال هغه ډلې روزي او پالي، چې ګټه يې دوی ته وررسېږي، خو د خوارې پښتو څوک نه شته، چې سمه يې کړي. په ټولو ژبو کې ادلون او بدلون راځي، هر ملک خپله ژبه پالي او ملي رنګ ورکوي، خو په افغانستان کې هر څه بل ډول دي. د ډېرو پلمه د افغانستان جګړه ده او يو شمېر ليکوال و پوهان د واک ليوال دي و ځان ځواکمن نه احساسويو خولوړپوړي چارواکي دي.

د پښتو کره ليکدود لپاره ډېرو هلو ځلو ته اړتيا نه شته، د پښتو څانګپوه سټې کولی شي د برېښنا ليکونو له لارې پرته له دې چې د پښتو له کره ليکدوده رسنۍ ډنډوره جوړه کي، له يو او بل سره خپل نظريات تبادله کړي او د پرمختللو ژبو په رڼا کې دې د پښتو کره ليکدود په اړه سپارښتليکونه خپاره کړي، نه دا چې لکه يو شمېر ليکوال، چې پښتانه په سيمييز ګړدود روږدي کړي او په موژ و موږ ليکونکو او ويونکو يې ووېشي.

د يو پوه عالم دنده دا ده، چې د هېواد وګړو ته سمه لاره وښيي. د پوهنيز چلند توپير په دې کې دئ، چې هرې پېښې ته منطقي، پوهنيز او د تحليل پر بنسټ سمه لاره ومومي او د وګړو قناعت تر لاسه کړي. د پښتو په برخه کې د اکثريت و اقليت خبره سمه نه ده، د کره پښتو ليکدود لپاره بايد د پښتو پښويې پر بنسټ سمه تګلاره رامنځ ته شي، نه د احساساتو او يا هم سيمييزو غوښتنو پر بنسټ.

څه موده مخکې ښاغلي معصوم هوتک د پښتو ياګانو په اړه يو لنډ سپارښتليک ليکلی و، چې لرابر برېښناپاڼې خپور کړی و، خو څو ورځې مخکې يې دوې نورې ليکنې (زه په زه پسې او پښتو صرف و نحو) خپرې شوې دي، خو په دواړوليکنو کې ښاغلي معصوم هوتک د خپل سپارښتليک په رڼا کې بيا هم ياګانې سمې نه دي ليکلې، چې نه د کندهاري یاګانو دريځ مراعات شوی و نه هم د دوديزې پښتو د ياګانو سره برابر ليکدود دئ.

د ښاغلي مجاور احمد زيار (www.zyar.net) مې هم راونغاښته، هلته هم د نيولوجيزم (نويزونو) په نړۍ کې لاهو شوم. ښاغلی مجاور احمد زيار د نویو لغتونو په جوړولو بوخت دئ، چې ځينو لغاتو يې پښتو ته نوی ژوند ورکړی دئ، خو ځينو يې پښتو د نويولوجيزم په بړبوکۍ کې ډوبه کړې ده.

درنو دوستانو ما ځکه دغه بېلګې يادې کړې، چې زه لکه يو نامسلکي ليکوال که املايي او يا ګرامري تېروتنې وکړم، نو خدای شته چې د برائت لپاره يوه لاره ځان ته موندلی شم، د پارسيانو خبره (بيني خميري برايم جور ميکنم!)، مګر څانګپوه ليکوال بايد په خپلو ليکنو کې تر نورو ډېر پام وکړي، که د پښتو سټې هم له ګرامري و املايي تېروتنو سره ليکنې وکړي، بيا نو موږ چاته وژاړو او که ووايو چې ځه قاضي هسې نورور ته نصيحت کوي او پخپله شراب څښي!

درنو هېوادوالو! ما چې تر ننه افغاني ټولنه ليدلې ده او د ليکوالو ليکنې مې يې لوستې دي، نو بايد دا په ګوته کړم، چې ګڼشمېر ليکنې د ټولنپوهنې او پېښليک په برخه کې تر سره شوې دي او يو شمېر ليکوال د مهال، شرايطو او پېښو په پام کې نيولو سره له يو او بله لیکنې کاپي کوي او يو څه پکې ورزيات کړي او بل څه ترې کم کړي او يا هم خپل نظر ورزيات کړي، لکه اوبه چې تر بوسو لاندې تېرې کړي، نو دغه ليکوال هم خپلې ليکنې په دې ډول پرنورو تپي او خپروي يې، خو زما اندېښنه دا ده ، چې پښتو څه ډول معياري او علمي شي، نه دا چې په سلهاوو پاڼي تورې کړو.

ښاغلی سعدالدين شپون په ځانګړي ډول د پښتو ستونزې يادوي او د پښتو په کره توب کې غوره سپارښتونه ورکوي. له نيکه مرغه، چې د ښاغلي شپون صيب وروستئ ليکنه (مور وينا درزده کړه، ليکدود يې نه و زده)، چې د پښتو کره ليکدود په اړه يې ډېر غوره مالومات ورکړي، ګړدودونه پکې سپړل شوي او د پښتو ستونزې يې رابرسېره کړې دي. بايد ياده شي، چې د ښاغلي شپون دغه ليکنه د هر افغان لپاره د عبرت مشال دئ او د شپون صيب دغه ليکنه بايد د هرې هېوادپالې برېښنا پاڼې د لومړي مخ غوره سر ليک وي، نه دا چې د څو ګړيو لپاره خپره شي او بيا بيرته له رسنيو ليرې شي.

پايله

درنو وروڼو او خويندو! پښتو يوازې په شعر، لنډوکيسو او راپورونو نه پښتو کېږي، پښتو د پښتنو د ذهنيت جوړېدو ته اړتيا لري، چې په پوهنيزه توګه بايد وڅېړل شي او د علمي سيمينارونو په رڼا کې د نيمه پوهانو ذهنيتونه روښانه شي. پښتو يوازې په ټولنپوهنه نه ژوندۍ کېږي، پښتو بايد دساينس، روغتياپالنې او نورو جوتو عولومو ډګر ته ورننوځي او لمنه يې په ساينسي ليکنو درنه شي.

پښتو ژبه بايد د ادارې، ښوونځيو او پوهنتونونو ژبه شي. په هېواد کې بايد په پښتو کتابونو سمبال کتابتونونه جوړ شي. په کمپيوټر کې بايد کره پښتو وکارول شي ، د پښتو پوهنيزه برخه بايد پياوړې شي او تر ټولو غوره دا ده، چې پښتو خپل ملي بنسټ پياوړی کي، چې ځپېدلې پښتو د ملت ژبه شي، د دولتې ادارې و ټولنيز پوهاوي ژبه شي، نه لکه اوس، چې د يو شمېرليکوالو د تندې ماتولو ژبه وي او يا هم د ځينو لیکوالود ذهني انارشيزم په لومه کې لاهو شي.



18.08.2010

د لمر صيب اندېښنې پر ځای دي او هيلې يې چې پښتو بايد معياري شي د ټولو
پښتنو هيلي دي - الله دې پوره کړي !

صرف دوه تيروتنې يا نيمګړتياوې ددې ليکنې په متن کې په ګوته کوم :

١ - [quote:2b21c65229]درنو لوستونکو! پښتو....په افغانستان [color=red:2b21c65229]او پښتونستان کې رسمي ژبه ده [/color:2b21c65229]او....[/quote:2b21c65229]
پوښتنه : آيا پښتو په پښتونستان کې رسمي ژبه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟

٢ - مرحوم بينوا او مرحوم الفت ډېر ښه دوستان ول، خو یو به ويل:

[quote:2b21c65229]بېنوا: د درختې تر ساېې لاندې ناست ؤ او سېبان مو خوړل!

الفت: د ونې تر سيوري لاندې ناست ؤ او مڼې مو خوړلې! [/quote:2b21c65229]

دا خو سمه ده چې ويل او ليکل سره فرق لري، خو په ليکلو [color=blue:2b21c65229]دلته[/color:2b21c65229] دواړو هغه بڼه ليکله چې الفت ويلې ده :
[color=red:2b21c65229]د ونې تر سيوري لاندې ناست ؤ او مڼې مو خوړلې! [/color:2b21c65229]
پلکې زياتوم چې الفت په ويلو کې [color=blue:2b21c65229]تر سيورې لاندې [/color:2b21c65229] نه، بلکې [color=red:2b21c65229] د سيوري لاندې [/color:2b21c65229] کارولی .
په معيار کې د سيوري او تر سيوري لاندې دواړه منلې بڼې دي ، خو بينوا هېڅکله په ليکنه کې له معيار څخه سيمه ييزې لهجې ته تېښته نه ده کړې
لکه جهاني صيب او يا هم معصوم صيب چې يې کوي او نور هم له معياري پښتونه تېښتې ته رابولي ! دا خو د جګړې ډګر نه دی
چې يا به خرپ کوې او که ماتې خورې نو له مرګه مخکې به ترپ وهې ، دا خو علمي ډګر دی ، پوهنه ده ګرامر، ادب او ژببوهنه ده،
له پوهنيز ډګر څخه لهجو ته تېښته امکان نه لري! لهجې شفاهي شی دی او شفاهي ژوند به کوي، په ليکلو کې لهجې تعميمول له معيار سره خيانت دی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more