د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا هر څه ولې له مونږ سره کيږي؟؟؟!!!

و.افغان
22.07.2010

درنو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
دغه ليکنه مې فسبوک کې کړېده، دلته يې هم له خپلو ملګرو سره شریکوم.
http://www.facebook.com/wahaj.safy?v=app_2347471856#!/note.php?note_id=413082569284&id=1209171848&ref=mf
دا هر څه ولې له مونږ سره کيږي؟؟؟!!!
تېره شپه د ملګرو ناسته اوږده شوه، د وطن په حالاتو غږېدلو، هر يوه د خپل زړه غوټې سپړلې، شپه ښه پخه شوه، د خوب لپاره مې ډډه ووهله، سوچ مې کاوه، چې آيا مونږ افغانان د دنيا تر ټولو ولسونو ډېر ګناهګاره او بدکرداره يو، چې په داسې رنګارنګ مصيبتونو اخته يو، پيل مې وکړ، د هر يو هېواد ولس مې د خپل افغان ولس سره پرتله کاوه، بيا به هم خپل ولس راته د ديانت او مسلمانۍ له لحاظه پورته ښکاره شو، آخر څه سبب دی؟ چې مصيبتونه لکه باران پر مونږ اوري؟، په دې خو پوهېږم، چې هر انسان ته چې څه رسيږي؛ هغه يې د ښو او بدو کړو پايلې وي، دخپلو هېوادوالو کړو وړو ته مې سوچ پيل کړ، ځواب مې ډېر ژر پيدا کړ، هو ډېر ژر پوه شوم، چې دا هر څه ولې له مونږ سره کيږي؟ دا هر څه مونږ سره له خپله لاسه کيږي، له عرب، پنجابي ايراني او نورو ظالمانو څخه ګيلې او فريادونه هيڅ ګټه نه لري، ولې چې مونږ پخپله ظالمان يو، او په ظالمانو الله جل جلاله ظالمان مسلطوي، دلته ولايت په ولايت ظلمونه تر سره کيږي، ولسوالی په ولسوالۍ ظلمونه کيږي، کلي په کلي، کور په کور تېری او تجاوز کيږي، حقوق العباد پايماليږي، د يتيم حق خوړل کيږي، کونډې په ميراث وړل کيږي، له خپلو حقه حقوقو محروميږي، د پيسو د لالچ لپاره په کمکيو جونو په زوره نکاحوې تړل کيږي، خرڅيږي، په بدو کې کې ورکول کيږي، د پلاره او مېړه په کاله کې له ميراثه محروميږي، مړونه د خپلو مېرمنو لاسونه او پښې ماتوي، سترګې يې وباسي، پزې، غوږونه او ژبې يې پرې کوي،د ځامنو له خوا ميندې او پلرونه وهل کيږي، ټکول کيږي، آن چې وژل کيږي، ورور د يو څو روپو په خاطر د خپل ورور په مرۍ چاړه راکشوي، په عزت او ناموس يې تېری کوي، د قاتل د قتل انتقام د بېګناه وګړو په وژلو انجاميږي.
ملا د يو څو پيسو په خاطر د الله جل جلاله دين خرڅوي، قرآن او حديث خرڅوي، حق پټوي، د ظلم او بې انصافۍ په جرګو کې د الله جل جلاله احکام تر پښو لاندې کوي، بلکه د ظالمو فيصلو تاييد کوي، قاضي په ډکه خوله رشوت غواړي، مونږ د رشوتونو په بدله کې د حق فيصلې وژنو، مونږ په خپلو کرغېړنو لاسونو سوله وژنو، مونږ په ډېرې نامردۍ او ناروا سره خپل مسلمان امير او پاچا وژنو، شهر ناپرسان دی، ظالم په کې سرې سترګې ګرځي، او مظلوم خاورې ايرې کيږي.

هو! دا هغه ځای چې دی چې دلته د حق او انصاف اواز په ستوني کې وژل کيږي، حق ويونکی او صالح انسان سولييز ژوند ته نه پرېښودل کيږي، د ټولنې خير غوښتونکي شړل کيږي، دلته کار اهل کار ته نه سپارل کيږي، دلته خلک خپل صالح مشران په خپلو لاسونو له منځه وړي، او پر ځای يې عاديان، ثموديان ټيټ پست، بچه بازان، زنکه بازان له سلو ژرندو وتلي خلک په ځانونو حاکموي.
دا کارونه همدا مونږ کوو، ځکه خو مونږ هيڅکله د ګيلې او شکايت حق نه لرو، ځکه چې يو وار اور بل شي؛ نو بيا د وچو او لوندو توپير نه کوي، په آخر کې دا خبره له ذهنه مه باسئ، چې ډېر کله الله جل جلاله يوې کافرې عادلې ټولنې ته د هغې د عدل په وجه بقا او ژوند وربخښي، خو يوه مسلمانه ظالمه ټولنه له زوال سره مخامخوي.
په درنښت


عادل عادل
24.07.2010

سلامونه

دروند وهاج صیب ډیر ښه تحلیل مو کړئ

تر څو چې مونږ په ځانونو کې مثبت بدلون رانه ولو خدای خبر چې د الهي فضل جوګه شو، په کومو ولسونو چې په مسلسل ډول مصیبتونه راځي حتما به داسې عادات، رواجونه او خواص لري چې خدای پاک به یې نه خوښوي.

سره له دې چې مونږ ډیر لوی لوی تاریخ جوړونکي صفات لرو چې کیدای شي سارئ یې په نړئ کې هم نه وي، لکه غیرت، ناموسداري، ریښتینولي، اسلام سره مینه، میلمه پالنه، استغنا ...... او داسې نور

خو ددې تر څنګ جزوي داسې ناوړه صفات هم لرو چې په بل هیڅ مسلمان او غیر مسلمان ولس کې به نه تر سترګو کیژي

مثالونه یې

---- د قیافې، قد، قامت، ښایست او عمر په لحاظ یو د بل تمسخر، تحقیر او رټل
----- د خویونو له مخې یو بل په ناړوه القابو نومول او مشهورول
----- یو د بل پیښې کول
----- د ملامتیا د احساس او په زړه کې د منلو سره سره یو د بل نه د بښنې نه غوښتل
----- انسانانو، حیواناتو، مرغانو، حشراتو، ګیاوو او شنو ونو ته د ضرر رسولو اوچته مفکوره لرل
----- غیبت کول
----- په مجلس کې د یو چا په کمئ او ملامتئ باندې د خوښئ احساس کول
----- د خدای په نعمتونو شکر نه ایستل
----- یوپر بل ځانونه غوره او مافوق ګڼل
------ پوچ غرور او تکبر
----- یو په بل احسان بارول
----- د خور او لور په میراث خیټه اچول
----- او داسې نور چې کیدای شي نورو ولسونو کې هم وي

پورته منفي صفات به کیدای شي مونږ ته ډیر جزوي او ناچیزه بریښي خو کیدای شي د خدای په وړاندې د ټولو په سر کې غیر مقبول وي.

الله پاک دې مونږ ته توفیق راکړي چې اصلاح لومړئ له خپل ځان، اهل او کورنئ څخه پیل کړو، ټولنه به په اتوماتیک ډول سمه او د خدای د بلا کیف رحمت او فضل جوګه شي.

[size=9:f77cb44a1b]د اصلاح نه مې مطلب هغه څه نه دي چې د اصلاح په تنظیم پورې اړه پیدا کوي[/size:f77cb44a1b]


كريم كامران
24.07.2010

هو, ستاسو خبرې ددې ایت شریف معنی چې:
إن الله لا يغير مابقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم.
یعنې الله تعالی ترهغه پورې په یو ولس کې تغیر او بدلون نه راولي ترڅو هغه ولس پخپله په ځانو کې دتغیر راوستو تلاش ونه کړي.

او عادل صیب تاسو د لیکنې په پای مطلبي خبره ډیره کوچنۍ لیکلي، دا دی زه یې د لویولو په خاطر راکاپي کوم:

[code:1:9590b7f17d]د اصلاح نه مې مطلب هغه څه نه دي چې د اصلاح په تنظیم پورې اړه پیدا کوي[/code:1:9590b7f17d]


هیښ
25.07.2010

سلامونه

دښاغلي صافي صاحب خبرې او برداشت زموږ دټولنې دمصیبت باره حالت نه کاملاُ درست دئ او واقعاً چې دافغانانوددې بدې ورځې په لیدو سره دانسان وجدان په لړزیدو راځي.
لاکن هر معلول علت لري او ښاغلي صافي صاحب ددې ناورین دعلتونو او اسبابو په هکله او ددې عذابونو نه دافغان وولس دخلاصون په هکله کومه مناسبه او معقوله لاره نه ده په ګوته کړې ،ترڅو دهغې نه په پیروۍ دا ناورین ختم شي او خلک دیوه انساني او ارامه ژوند څښتنان شي.
داسې خو به نه وي چې دا وولس دازل او تقدیر نه په دبرخلیک محکوم شوئ وي او دتغیر او تحول چانس ئې له منځه تللئ وي؟
ایا افغانان دجسمي او روحي لحاظه دنورو وولسونو او ملتونوسره فرق لري ،چې هغوئ خپلې ټولنې دوحشیتوب او بې بندوبارۍ نه یوه مرفه او دانساني کراماتو نه برخورداره ټولنې ته رسولې دي او افغانان تراوسه دمنځنیو پیړیو په لانجو او کړکیچونو کې لاس اوپښې وهي؟
ایا زموږ هیواد ددې خاورینې کرې نه دباندې واقع دئ چې اوسیدونکي ئې په شخصي ،ټولنیزو،سیاسي او کلتوري برخو کې داسې طرزالعمل ولري چې دنورو سره نه یوازې توپیر ولري ،بلکه مسخرې اوملنډې راباندې ووهي؟
ایا هغه عقل چې الله تعالی انسان ته ورکړئ او دهغې په واسطه ئې اشرف المخلوقات ګرزولئ ،او ددې الهې نعمت په واسطه انسان دبحرونواو برونو زړونه وڅیرل او دستوریو او فضاتسخیر ئې وکړموږ ځنې محروم یو چې عملونه او عکس العملونه مو په جذباتو او دنورو په اشاروسرته رسیږي؟
ایا افغانان یوازې دجنګ،تاوتریخوالي ،نفرت ،دښمنۍاو تربګنۍ استعداد لري او ددې عصر دعلومو او فنونو دزدکړې او په خپل ژوند کې دمثبت بدلون ،ابتکار او خلاقیت دراوستلو وړتیا نه لري؟او که ئې لري څوک ئې ددې وړتیا دپیاده کولو په مخ کې خڼډ واقع شوي دي او کیږي؟
دافغانستان په روانه تراژیدي ټول خبر او پوهیږي او هغه څه چې عیان دي بیان ته ئې ضرورت نه لیدل کیږي .اوس مهمه داده چې ددې غمیزې عوامل ،علتونه او سببونه په دقیق ،علمي او مستندو دلایلووڅیړل شي اوهغه غلطیاني او اشتباووې ،حتی جنایتونه او خیانتونه چې په شعوري او غیرشعوری توګه ئې صورت موندلی دئ روښانه شي او دبیا تکرار مخه ئې ونیول شي.
په شکایتونو ،زاریو،فریادونو او ژړاوو ددې ځنکندن په حالت کې او دمرضونو نه ډک هیواد تداوي نه کیږي ،بلکه ددې حالت نه دنجات او خلاصون له پاره ددرست تشخیص نه ورسته دمؤثره او عاجلو داروګانودپیدا کولو دپاره باید عاجلانه اقدامات وشي .
فعلاُ خو دروان مصیبت عاملین او ګردانندګان معلوم دي ،چې دغربي امپریالستانو وحشیانه او ظالمانه تجاوز او اشغال دئ او دا مصیبت یوازې ددې تجاوز په دفع کولو،داشغالګرانو په شړلو او دخپل وطن په ازادولو او خپلواک کول سره له منځه ځي .نو په کارداده چې ټول په دین ،وولس ،وطن ،ازادۍ او خپلواکۍ معتقد او مؤمن افراد،ډلې ،سازمانونه او تحریکونه ددې لوئ ارمان دپوره کولو له پاره چې دوطن ازادي او خپلواکې ده بې له امتیازغوښتنې اود
شخصي ـ ډلییزوګټونه په صرف نظرکولو سره یودبل ترڅنګ په واحد صف کې ودریږي او خپل ملي او دیني مسؤلیت ادا کړي.
همدارنګه ددې سره همزمان ټول سازمانونه اوډلې باید دا زده کړي چې هر فردي او ډله ایز هدف ته رسیدنه یوازې په سوله کې او دخلکودتائیداو ملاتړپه صورت کې مشروعیت لري ،نه دزور او تزویر په کاراچولو سره او دهرې ملي قضیې په هکله داخري تصمیم نیولو او فیصلې کولو حق یوازې دوولس سره دئ او بس.

مننه


pattang
25.07.2010

هيښ صيب ، خبرې دې ښې دي خو عملي پلويې لکه هم د نورو ليکوالوپه ليکنو
کې زه نه وينم ، زه اوس دې نتجې ته را رسېدلی يم چې ځينې افغانان خپل وخت
تېروي او ځينې بيا نيم ښه نيم ښوره دزړه پړاس باسي خپل سياسي او يا مادي
تجارتونه کوي او په خپلو خبرو کې صادق ندي٠
دپښتو د فرهنګ لپاره ، داسې او هسې ليکنې په ګټه دي او بس٠
که څوک ريښتيا دوطن درد لري او يايې لرلی نواوس به وخته کوڅې ته وتلي
وو٠ ځينې پښتانه غواړي چې مشهوره شي ، صيب ، صيب او خان خان واوري
داچې خپل اولس ته يې څه پېښېږي ،په حقيقت کومه مانا نه ورته نلري ٠
زه يې يو مسال درته راوړم :
بسمل خان زرمتیی د جرمني د بايرن له ټولنې څخه هر وخت دې غم او درد خبرې
ليکي دااوس په ٦٠٧ د ٢٠١٠ کال يې د فرانکفورت ښار ته خلک د ايران د سفارت
مخې ته دمظاهرې له پاره را بللي ، داڅکه چې په ايران کې افغانان بنديان
او عدام کيږي٠ اما بسمل صيب داشغالګرو داشغال او دکښته او پورته
پښتنودوزلو او غيرې حق د وطن داشغال په مناسبت هيڅ وخت هم کوڅې ته خلک
ندي را بللي!!!٠
ټول منا فقين هلته څملي چې جايې تود اوبړستن يې ګرمه و ي او
هغه هم نن داشغالګرو مهمانخانه ده٠
معذرت غواړم مقصد مې ته نه يې !
الله دې هغه طالبان کاميابه کړي٠


و.افغان
26.07.2010

محترمو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

درنو وروڼو!
مونږ ما شاء الله په تحليل او نظر ورکولو کې فيلسوفان يو، همېشه لوی لوی حلونه لټوو،د امت د اصلاح غم کوو، خو خپل ځان راڅخه هېر وي، ډېر کرته دغه حلول
او پلانونه د وخت په تناسب مو له هغه وسعې پوره هم نه وي، خو هغه کارونه چې د لوی حلونو لپاره اساس او بنياد وي، په هغو سترګو پټوو، يا راته ناچيز ښکاري.

زما ليکنه زمونږ په ټولنه کې د منتشر ظلم په اړه ده، چې زمونږ تباهۍ او بربادۍ لوی
عامل شمېرل کېدی شي، که چېرې مونږ هر يو له خپل کوره
مجاهده پيل کړو، بيا په خپلوانو، خيل او کلي کې، همدارنګه ولسوالۍ او ولايت
کې د ظلم په وړاندې په کلکه مبارزه وکړو، نو ډېرې مثبتې نتيجې به ولري.
هر انسان د خپلې وسعې مطابق مکلف دی.

په درنښت


هیښ
28.07.2010

سلامونه

محترم پتنګ صاحب!
ستاسو نظر دهغې تش په نامه افغانانو په هکله چې یوازې دخپلو حیواني خواهشاتو په زندان کې بندیان دي او دغلامۍ ذهنیت ئې د ازاد تفکر او بیداره عقل سترګې ړندې کړي دي او ددې خواهشاتو دپوره کولو له پاره درنډیو په شان دهرچا ډول ته رقصیږي کاملاً درست دئ او له بده مرغه چې ددې ډلې دچټل وجود له امله افغان وولس ډیر زیانونه او زجرونه لیدلي او اوس هم ورسره مخامخ دئ.لاکن دا کومه دتعجب خبره نه ده او دادم (ع) څخه تر دې دمه ددې پلیتو او شیطان صفته عناصرو شته والئ په ټولو ټولنو منجمله زموږپه ټولنه کې دمضرو او مهلکو میکروبونوپه شکل ظهور کړئ دئ او دلویو انساني ناورینونو سبب ګرزیدلي دي.
که په افغاني ټولنه کې ټول با احساسه ،دوطن په درد دردمن ،صادق اوخپل وولس ته وفاداره وائ ،نو ننئ ناخوالې او ستونزې به نه وي ،وطن به ګل ګلزار او افغانانو به سوکاله او نیکمرغه ژوند درلود،هم به ئې سر په امن کې وو او هم به ئې ناموس خوندي و.مګر بدبختانه چې واقعیت داسې نه دئ او همیشه دبزرګانو په جامه کې شیطانانو ځانونه نغښتي او د شر او فساد دخوریدو دپاره ئې ټول دیني ،افغاني او انساني نورمونه او معیارونه ترپښو لاندې کړي او دننګ او غیرت په ټڼډه دیوې چټلې دانې په څیرښکاره شوي دي.
نن که دافغانستان په داخل کې او یا بهرکې ځنې اشخاص چې د مسلمانۍ،ازادۍ ،وطنپالني اووولس پالنې په نارو به ئې خپل ستوني شکول او سینې به ئې ډبولې دمتجاوزینو او اشغالګرانودغلامۍ او مزدورۍ کړۍ په غاړو کې اچولې دي او د خپل وولس وژلو او دوطن خرڅولو پستۍ او بې همتۍ ته ئې دثروت اومنصب دلاسته راوستلو له پاره ملا تړلې ده دمایوسۍ او ناهیلۍ خبره نه ده ،ځکه ددې عناصرو فطرت اوطبیعت همداسې وو ،ښه شوه چې ددوئ ناوولې څیرې او خیرن فکرونه ښکاره شول ،ددون همتانو نه بیله خیانت اورذالت نه بله توقع نه کیږي.
خو په مقابل لوري کې بیا داسې افغانان شته چې په ډیره میړانه او زړورتوب سره دوخت دفرعونانو او زورګویانود شیطانت سره ئې دخپل مالونو او ځانونو په قربانولوسره مبارزه کړې ده اودملتونو دحق خودارادیت ددښمنانو او ددوئ داجیرانو ناوولي پلانونه ئې شنډ کړي دي.
دا اوس په ۲۱ پیړۍ کې چې دنړۍ په هره برخه کې دامریکایانو په مشرئ دغربي نوي استعمار هیولا دظلم او ستم پنجې خورې کړي دي او دوولسونو وینې په ډیره وحشیانه توګه زبیښي او دخادم الحرمین نه نیولې دسوسیالیزم تر
دانګه یانو پورې دخپلو ناوولیو ژوندونو دبقا دپاره په سجدو ورته پراته دي او ددې قرن دجنایت او بیداد په مقابل کې دبوینو بوتانو په شان خمود او جمود ولاړدي،همدا افغان وولس او دهغه اصیل بچیان دي چې دازادۍ او خپلواکۍبیرغ ئې په حرکت راوستلئ دئ او دظلم،ستم ،تجاوز او اشغال دختمولو دپاره ئې دلوئ شیطان او دهغې دملګروپه مقابل کې سرشاره او قهرمانانه مبارزه جاري ساتلې ده او دانسانیت او ازادۍ دښمنانو ته ئې په خپلو شهادتونو او فداکاریوسره دسر په کاسه کې او به ورکړي دي .
دستمګرانو ،متجاوزینو او اشغالګرانو په مقابل کې مبارزه څه اسانه خبره نه ده او هرڅوک ددې مبارزې ظرفیت او وړتیا نه شي لرلائ. سره ددې چې د۲۱پیړۍ ددې وحشي او خونخوار دښمن په مقابل کې دا مبارزه زموږ دګران او با شهامته وولس دپاره په مادي او معنوي لحاظ ډیره درنه،ورانوونکې، او نامتوازنه ده ،خو لکه په خپل ټول تاریخ کې افغانان دخپلې ازادۍ او خپلو ناموسونو دحفاظت له پاره بل بدیل نه لري اوداسارت ترژوند نه په مرګ راضي دي.
دافغان وولس دمقاومت دجبهې شازلمیان دکوڅو په ځائ سنګرونو ته راوتلي دي او ددې وحشي دښمن سره په مقابله اوبرحقه مبارزه کې ئې دمقاومت صفونه کلک او منسجم کړي دي او متجاوزینو او اشغالګرانو ته هره لحظه غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکوي او په خپلو فدا کاریو سره ئې ددښمن شیطاني کبر او غرور مات او دطلسم دنیائې ورته دړې وړې کړه.
نو که له یوې خوا ځان غوښتونکي،بزدله،ډارن،ابن الوخته ،مزدور ،وطنفروشه او خاین تش په نامه افغانان لرو چې په وجود ئې شرمیږو له بل پلوه صادق ،زړه ور،جسور،مبارز،وطندوسته او په قام اووولس مین افغانا ن هم شته چې نه یوازې افغان وولس بلکه ټول انسانیت ورباندې افتخار کوی او کارنامې ئې دنړۍ دازادیخواهانو زړونه او ارواوې تازه ساتي او دازادۍ غوښتنې نهضت ته سا ورکوي.
افغانستان او دهغې موجوده حالت دازموینې ډګر دئ ،دلته دهر چا شخصیت دوطن او وولس سره دهغه شخص دعمل،تفکر او برخورد په کچه تلل کیږي نه په لافو او باټو.افغان وولس به حتمي خپله ازادي او استقلال په لاس راوړي او دې وحشت ته به دپائ ټکئ ایږدي ،لاکن هغه عناصرو ته چې دوولس او وطن سره په دوکه او جفا کې دي بې له مختوروالي ، رټلو او مجازاتو بله پایله نشته .

دښاغلی صافی صاحب دتبصرې په مفهوم پوه نه شوم ،زه یوامي او اطرافي سړئ یم او په ډیرو مغلقو او د کنایو او رمزونو لرونکو جملو په مانا مې سر نه خلاصیږی.
زما داولینئ تبصرې نه هدف داو چې دا وطن او خلکو ئې په خپل ټول تاریخ کې ښه ورځ نه ده لیدلې .ټول عمر مو په جنګ ،مهاجرتونو او مرګونو کې تیر شو .یوتجاوز دفع شوئ نه وی چې بل راباندې راودانګي .داولې؟
که عوامل اوعلتونه ئې وڅیړل شي او دبیا تکرار دمخنیوي له پاره ئې لازم تجویزونه ونیول شي زموږ وولس به دراتلونکیو بدمرغیونه وژغورل شي.

مننه


monir
28.07.2010

سلامونه او ښې چارې
[quote:097b69dd9f="هیښ"]
زما داولینئ تبصرې نه هدف داو چې دا وطن او خلکو ئې په خپل ټول تاریخ کې ښه ورځ نه ده لیدلې .ټول عمر مو په جنګ ،مهاجرتونو او مرګونو کې تیر شو .یوتجاوز دفع شوئ نه وی چې بل راباندې راودانګي .داولې؟
که عوامل اوعلتونه ئې وڅیړل شي او دبیا تکرار دمخنیوي له پاره ئې لازم تجویزونه ونیول شي زموږ وولس به دراتلونکیو بدمرغیونه وژغورل شي.
[/quote:097b69dd9f]
هیښ صیب په پیل کې هیله ده چې زما له خبرو نه خوابدی نشئ !
تر دا پورته اقتباس شوو جملو پورې ستاسو دخود صفتې لیکنې له لوستلو نه ډېر ستومانه شوم خو ستاسو دا وروستۍ جملې زما د ستومانتوب تلافی شوه.
په ریښتیا هم تاسو دا سوال کړﺉ دﺉ چې ولې دا هر څه پر موږ باندې کېږي ؟ آیا واقعاد تاریخ په اوږدو کې دا ټول اولسونه موږ سره دښمنی درلوده او لری یې؟ تر کله پورې موږ د خپلې فکري بې وزلۍملامتی پر نورو اچوو؟
که یې ومنو یا که نه زه خو وایم چې په لومړي سر کې د ټولو ناخوالیو ملامتی زموږ په اوږو بار ده! زه وایم چې زموږ اصلی ستونځه زمونږ ناپوهي ده. همدا ناپوهي ده چې په ډېره آسانۍ سره د پردیو دسیسو وسیله ګرځوو. د همدغې ناپوهۍ علت دی چې موږ تل جګړې ګټلي دي خو هغې آزادۍ چې ورپسې دومره نارې سورې وهوو او خپل ولس تباهۍ ته سوق کړی دی نده ګټلې . د همدغې ناپوهۍ په نتیجه کې موږ د تېرو اشتباهګانو څخه هیڅ هم زده نکړل او د هغو په تکرار اخته یو. د همدغې ناپوهۍ په نتیجه کې لګیا یو چې د بایللي میدانونو ملامتی یو پر واچوو او پدغو غیر مثمرو بحثونو او کارونو ځانونه مصروف ساتو!
بده خبره دا ده چې پردي هم زموږ د ناپوهۍ راز نه خبر دي او بی شرمانه یې پخپله ګټه کاروي.
دا ده زموږ د ټولنې اصلی ناروغي چې د زمان په تېریدو سره بې شماره فرعی ناروغۍ زېږوي!!!
ما دغه ناروغۍ تشخیص کړې او د درملنې لاره یې د ټولو دمخه د ناپوهۍ په وړاندې دوامداره جدي مبارزه ده!

په درنښت


pattang
28.07.2010

هيښ صيب ډېر ښه مضمون دې ليکلی کور دې ودان اويوار دې بيا کورو دان
چې له مکتبي توب سره ، کليوال پاته شوی يې٠
هغه افغانان چې د وطن ، پښتو نارې به يې وهلې ، زه/مونږ له سراومال پرې
تېر وم/ - وو ...
او س داشغالګرو مذدوري کوي او سترګې يې زېړې نيولې دي،څوک دکرزي
له څنګ سره ، څوک هلته او دلته په فاسد رژيم کې لګيادي ٠ دغو خلکو کوم
اقتصادي مشکلات هم نه لاره ، کډې يې ټولې په اروپا کې اوسي .
او يو بل منافقت او حرام خوړل يې دادي چې دوی هلته له اشغالګرو څخه معاشونه
اخلي او په عينې وخت کې کورونه ، دلته ددولت نه په خيراتي پيسو ژوند کوي٠
يوار يې دخلقيانو په وخت کې په پښتو او وطن غلط کړم/کړو او کله چې بيا په
قدرت راغلل نو اول يې زما راپور ورکړی وو..... ٠ زه له مکتبي نه ډېره کرکه کوم ,
٩٠ فيصده يې خرابه اپورتونيسته دوه ژبي چالاکه ابن الوخته خلک دي ٠
په راتلونکې کې داسې خلک بايد له رهبري لري شي ،ځکه چې ددوی طبيعت
ددروغو ، شيطاني ، لټي ، دلا لي ،بې مسلکي ګوډی دی٠
که دهېواد دازادي د مظاهرې لپاره يې را غونډه وې نو څو ورځې به دې دلته
هلته ،هسې او داسې غلطه وي او په اخر کې به درته وايې :
دامظاهره خو دطالبانو په ګټه تماميږي ، مونږ دا کار نشو کولی٠!
لانت په تېرو او او سنويو بې منطقو وطن فروشانو
اوملي خائنينو٠


و.افغان
29.07.2010

محترم هيښ صاحب، او نورو درنو وروڼو!
سلامونه مې يو ځل بيا ومنئ
ما شاء الله، هيښ صاحب چې کله قلم پورته کړي؛ نو مرغلرې پنځوي، زما موخه
ستاسو د ليکنې تنقيد نه وو، بلکه په خپل ځان، هېواد او قام راته ژړا راځي، چې له
کومه وخته دا غمونه دي او مونږه يو، او تر کومې زمانې به زمونږ په تقدير دا ستونځې
او رنځونه وي، خو په يوه شي مې زړه ته سکون راځي، چې خپل هويت مو ساتلی دی،
له خطرو ډک خو آزاد ژوند لرو، له سختو ډک خو له ذلته لرې پر عزته ژوند لرو، لنډه
دا چې په عمومي او اغلبه توګه د يوه ولس په حيث د الله جل جلاله پرته نورو طواغيتو
ته د ذلت سر نه ټيټوو، دې خبرو ته چې وګورم؛ نو د دنيا له ټولو ولسونو راته خپل ولس
ډېر ښه ښکاره شي.

په درنښت



02.08.2010

محترم وهاج صيب او د بحث درنو ګډونوالو ورونو اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
چاته چې د وطن آزادي ، ملي خپلواکي، پرمختګ ،دفرد فرد د فکر او بيان
او سياسي عمل آزادي اهميت لري هغه ته د وهاج صيب
او هيښ صيب په څير دغه پورته سوال مطرح کيږي چې آخر زمونږ افغانانو ګناه څه ده، مونږ ولې ددومره ناورينونو او طوفانونو سره مخ کيږو
او له دې بدبختۍ څخه د وتلو لار به به آخر څه او کومه وي ؟ دوی د منير خان او پتنګ خان په شمول هر يو يوۀ يوه اړخ ته ګوته نيولې او زمونږ
د ملت نيمګړتياوې يې به ډاګه کړي دي ، چې له شک پرته دغه نيمګړتياوې شته
په تيره بيا له وهاج صيب سره موافق يم چې
له ګڼ شمير اخلاقي نيمګړتياويې پرده پورته کړې ده . همدارنګه منير صيب يوډير ه غټه نيمګړتيا تشخيص کړې چې ناپوهي زمونږ د ټولو بلاو مور ده !
هو، پوهې ته په هر کار او هرڅه کې اړتيا شته او له پوهې پرته يو کار هم نشي تر سره کېدای، اخلاق ، دين او مذهب، ټولنيز ، سياسي او کلتوري فعاليت
مادي او معنوي پرمختګ هر څه په پوهې او تفکر پورې اړه لري!
لنډه داچې تر څو پورې سړی خوب وړی ويده شوی او يا مړ شوی نه وي به ويښه يې هر حرکت د فکر او پوهې له خوا بدرګه کيږي او له پوهې
څخه د انسان يوه دقيقه هم نه رغيږي ! نو شعور ، فکر او پوهه د انسان ماهيوي ځانګړنه او ژوند توګه ده !
خو پوښتنه داده چې څومره پوهه، څنګه شعور آو څومره ژور تفکر اړين دی ؟
دا بيا داړونده مسوليت د درجې پورې اړه لري چې يو انسان
يې په غاړه اخلي يا ورته سپارل کيږي !
د لوړ او جامع مسوليت له پاره زياته پوهه ، ژور فکر او لوړکچه شعور اړين او حتمي دی . تر تولو لوړ مسوليت د سياسي عمل دی
او تر ټولو پراخه پوهه، ژور او کوانده فکر او لوړ اجتماعي شعور ته اړتيا لري !
نو هغه څوک ، فرد ، ډله ، ګوند يا غورځنګ چې
هدف يې سياسي وي او يا عمل يې سياسي پايلې ولري ، هغه د ټولني له
ټول اړخيزوالي (Complexity) سره مخامخ دی نو
لوړترين مسوليت يې په غاړه پرېوځي او تر ټولو زياته سياسي پوهه ،
تېز سياسي تفکر او ويښ سياسي شعور بايد ولري !
يواځې داچې د ديکتاتورۍ له خيانت او جنايت څخه ځان وساتي او د فرد فرد ولسواکيزه حقه حقوق بآيد مرعات او خوندي کړي
يو ستر مسوليت او ستره سياسي ننګونه ده چې هر ايجړا، هره جذباتي ډله ټپله او هر خودسرانه غورځنګ يې له عهدې څخه نشي وتلی !
يواځې داچې حکومت بايد د اسلامي ټولنې د فرد فرد اسلامي حقوق او اسلامي غوښتنې پوره کاندي دا د هر ډول ملا ، هر طالب او هر چړي کار نه دی!
او بالاخره :
يواځې داچې د وطن په ملي ګټو پوهېدل، دملي ګټو ساتل او خوندي کول او د سترګو د کسي په شان د ملي ناموس، خپلواکۍ او ملي کلتور
د ساتنې او پالنې له عهدې څخه هر څوک نشي وتلی !
نو دا به کوم سياستوال ، کومه سياسي ډله او کوم سياسي غورځنګ وي چې ددې دريواړ, غوښتنو او معيارونو څخه په يوه يا دوه غوښتنو پښې ږدي
او صرف يوه غوښتنه د زور له لارې واکمنۍ ته د رسيدلو له پاره مطلقوي (!؟).
حال داچې ددريواړو اصولو او معيارونو ارګانيک ترکيب
د افغان ولس حق او بنسټيزه غوښتنه ده :
د آزاد انتخابيت اصل د امت له خوا د راشيدينو خلفاو له وخت څخه راهيسې د اسلامي امت واکۍ معيار دی چې زمونږ ملي ولسواکي هم
د انتخاباتو د آزادۍ، عموميت،د رايو سري توب او عادلانه انتخاباتو ولاړه ده
چې د خلفاو سره د امت د بيعت بشپړاوی دی ، چې
څوک يې نشي تضمينولای په سياسي غورځنګونو ، نو سياسي چارو او اقداماتو کې دې برخه نه اخلي ، ځکه دغه اصل دمشروعيت اساس دی او نامشروع سياسي قدرت تل واجب الزوال دی !
زمونږ د ټولنې مريضي ( ناورينونه او طوفانونه) ددې درې اړينو معيارونو ويشل او يو له پله بيلول دي، چې اړونده ډلې يې هم له دې بيلوالي سره
يو دبل پر ضد راګرځولي او هرې ډلې د نورو ډلو او ملت په مقابل کې بهر ته لاس غځولی او د ګوډاګيو په توګه يو بهرنی قدرت
دملت او سياسي حريف د ځپلو له پاره رابللی دی او په دې توګه يې د شوروي ، پاکُستان او امريکا له خوا ناورينونه په هيواد راسم کړي دي !
آيا دا څه ډيره سخته خبره ده(؟) چې ومنئ يو آزاد انتخاب شوی حکومت د ملت حق دی او هر افغان که طالب دی، که کمونست دی او که مجاهددی
او که کوم بل ديکتاتور دی بايد تن ورته کيږدي او د همدې آزادو انتخاباتو په مټ
خپل مشروعيت تر لاسه کړي ؟؟؟؟؟؟؟
آيا دا سخته خبره ده چې د آزاد انتخاب شوی حکومت دمسلمان ملت دمشرتابه په توګه په بشپړه توګه اسلامي غوښتنې او معيارونه (اسلامي شريعت)
په ټولنه کې پلي او مراعات کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ايا دا ډيره سخته خبره ده چې د ګاونډيو اوونورو هيوادونو په وړاندې خپلې ملي ګټې. ملي ناموس او ملي ځانګړنې په نره توګه دفاع او ويې ساتو ؟؟؟؟؟؟؟
مهرباني وکړئ له ټولو سياسي مينه والو او ليوالوالو څخه غواړم چې صرف دغه درې پرينسيپونه په خپلو اهدافو ، ليکنو،
غوښتنو او څرګندونو کې مراعت کړي او ملت ته ددې زيری او ډاډ ورکړي چې مونږ
ستاسو له دغه درې اساسي حقونو څخه يو هم نه کنډو کوو،
بلکې دفاع يې او ددريواړو همزمان پلي کول غواړو ، بيا وګورۍ چې ملي سياسي او اجتماعي اوآن پوځي وحدت تامينيږي که نه ؟
بيا وګورئ چې ټول افغانان دغسې ملي وحدت ته رادانګي که نه ؟؟؟؟
او بيا وګورۍ چې د هرې ګوډاګۍ ډلې ټپلې کډې باريږي که نه ؟؟؟؟
دې امريکايانو زمونږ هيواد ولی اشغال کړای شو (؟) ، ځکه چې زمونږ د ملي وحدت دريواړه ستنې يو له بل څخه بيلې شوې وې ، له ٣ و څخه ٢ غورځېدلې وې !
ملت پالنه او ملي ولسواکي يا امت واکي نه د طالبانو ، نه مجاهدينو او نه کمونستانو په وخت کې موجوده وه ، يوې خوا د بهرنيو
حاميانو د ګټو له پاره په زورواکه اسلاميزم او بلې خوا د بهرنيو بادارانو د ګټو له پاره په زورواکه ُ ُ کمونيزم ُُ ُ تکيه کړې وه !
نو له دې دومره ناورينونو، ناکامايو ، طوفانونو او کړاوونو سره سره چې څوک
اوس هم له ملي ولسواکۍ او اسلامي امت واکۍ
څخه ډډه کوي او د اسلام ، ملتپالنې او ملي اسلامي امت واکۍ د طبيعي او ارګانيک وحدت پلوی نه کوي او په دې توګه روانه غميزه
اوږدوي ، هغه به يا يو بي شعوره او بې مسوليته انسان وي او يا به په شعوري توګه د وطن، ملت، اسلام او افغانيت دوښمن
او لکۍ به يې ضرور د بهرني قدرتونو لکه امريکا، روسيه يا ISI سره تړلې وي او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more