د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښه اوريدنه=رڼه اوريدنه ؟

زهيرشينواری
04.11.2002

له بده مرغه په دې وروستيو ورځوکې ځنې ليکوالان په خپل سر ځنو
لغتونو ته له ځانه نوي لغتونه جوړوي لکه په bbc کې چې ويل کيږي : په
کابل کې زموږ راډيو په FM څپو( رڼه )اوريدل کيږي.رڼه -رڼا نه اخيستل شوې چې
سترګو ته بايد استعما ل شي . په ولس کې دا جمله داسې ويل کيږي
په کابل کې زموږ راډيو په FM ښه اوريدل کيږي .دغسې ورته کلمې ډيرې تر
سترګو کيږي چې هر سړي په خپل سر را ايستلي دي. ديو لغت په جوړونه کې
د ډير غور او پاملرنې نه بايد کار وا خيستل شي او که نه د ګټې نه به يې تاوان
ډير وي. په دې برخه کې زما وړانديز دادي چې هر نوي لغت بايده دي لومړی د
يوې مجلې ( له نيکه مرغه چې همدا اوس يې شمير زيات دی) يا اخبار له لارې
نظر پوښتنې ته وړاندې شي اودهغو په رڼا کې يې درست شکل پيدا او بيا
مطبوعاتو ته راووځي.په دې توګه به موږ د هرج و مرج مخه نيولي وياوخپلې
ژبې ته به مو رښتنی خدمت کړی وي.


نيولوژي

نقاد
04.11.2002

په خپل سر ليکنو څخه ډډه کول يو بل سر غوښتل دي، چې البته دومره سم کارنه دی، ولې د دې ډول ډډې
او پر هيز کولو غوښتنه کول بيا يو سرته بل سر کښته کول او يا خپل ځانته دبل سرته ټيټول دی. زما په اند په هره ازادۍ کې يو څه خپل سري او په هره خپل سرۍ کې يو څه ازادي هم وي ـ خو که ازادي هر څومره له خپل سرۍ نه سوچه وي، هومره به د مسووليت سره سمون او تړاو ولري او ازادانه خوزښت يا کواندتيا به مسوولانه خوځښت او کواندتيااوسي !
د مسولانه غبرګيز ( Reflektion) ﻻندې نيولوژيکو هڅو او نوښتونو ته کتل پکار دي ، نه ايښودل شوو چوکاټونو او قالبونو ته ـ نيولوژيکي مسووليت او مسوولانه نيولوژيزم بايد دلته د پښتو ژبې د پراختيا له تاريخي اړينتيا (( جبر)) او ضرورت څخه دجنګ جګړو د لړيو سره سره سرچينه واخلي او ددې سره جخت د نوي وييز د غوراوی معقوليت ، د اړونده پوهيز سره د وييز سمون او براري خوړل ، ښکلااو اغيز په پا م کې ونيول شي ـ
له بلې خوا بايد نيولوژيک هاند او هڅې د پښتو د ژبه ييز غورځنګ په بڼه و انګېرل شي اود هر وييز نوې ټاکنه د تل لپاره ثابته ونه ګڼل شي ، بلکې د يو شوني وړانديز په توګه هر نوی لغت د ورځنيو کارونو سپاند سيلاب ته وروغورځول شي او هغه لغت د خپل زور او ځواک په بنسټ ژوند او پايښت ومومي ، او که نه پخپله به له دوران څخه ولويږي ـ نو بايد پرېږدو چې د عرضې او تقاضا په بازار کې د نوي توليد( شوي وييز) ارزښت پخپله خپل تحقق او بطلان معلوم کاندي او په اصطلاح د کړنيز ډګر په چاڼيپه چاڼ شي ـ

اوس به راشو دېته چې رڼه د روښانه او واضح پر ځای استعمالول کومه ښه ټاکنه ده او که نه، زه دا پوښتنه په نه سره ځوابوم او ستاسو د اندکوت ( فکري نظر)، چې رڼه د سترګو او ليدا سره تړاو لري، نه د اوريدنې سره ، يو څه پلوی کوم، خو ښايي له دې کبله چې توضيح او وضاحت ورکولو ته روښانه کول او روښانتيا ته بيا روڼتيا هم ويل کيږي، نو له دې ځايه دغې نيمګړتيا يا تيروتنې سرچينه اخيستې وي ـ

له بلې خوا د ژبپوهانو داسې کوم کمېسيون يا ټولنې هم اعلام نه دی کړی چې چمتو دي د پښتو ژبې نيولوژيک غورځنګ له څپو څخه ګټه پورته کړي ، نوي وييزونه لومړی د خامو موادو په توګه دهراړخيزه غور او علمي دقت کولو لپاره راټول او له چاڼ او غورچاڼ وروسته يې د لومړي ليکوال د نامه سره نشر ته وسپاري ـ
ښايي زمونږ ډېر يا ځينې ژبپوهان په دې ناسم خيال هم وي چې ګڼې نيولوژيزم کومه ټولنيزه ځلنه يا ځلپېښه
(پديده) نه، بلکې د دوی په څېر د ځانګړو وګړو د ذهني کارنتيا ( function) او کواندتيا ( فعاليت = activity) شخصي محصول او وياړنه وي (!) ـ ، دا ډېر لوي غرور = تېروتنه ده او بس ! په ټوله افغاني
پښتنې مينه او سلامونو ! پاڅون

په مينه ـ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more