د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

يوه ښايسسسسسسسسته افغاني سندره

Sangar Watan
14.06.2010

يوه ښايسسسسسسسسته افغاني سندره

دموسيقئ دښمان دې نه ګوري او نه پرې تبصره کوي. . .. .
که ستا موسيقي اوبيا خاصتا نغمه او منګل خوښ نه وي اوبياهم ئي ګورې
اويا پر دې ځای کې ،نورو درنو مراجعينو ته بد او رد ليکې نو تر تا ستر
دووسسسسسسسسسسسسس بل نشته :D :D :D :D :D :D :D :D :D

http://www.youtube.com/watch?v=En30luZetoo&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=zYWy0b9J2qU


مبارزشاه
14.06.2010

سنګر وطن صاحب رښتیا هم ډیره ښایسسسسسسسسسسسسته سندرې وې.

دا هم ښې دي:

[url]http://www.youtube.com/watch?v=PS1v_rOujn8&feature=related[/url]

او دا هم:

[url]http://www.youtube.com/watch?v=z4uesG1LocA&feature=related[/url]


..Ahmadzai
14.06.2010

يو ځل رانه يوه كوچني هلك پوښتنه وكړه چې دوس څه رنګه سړى وي, نو ما سمدستي ورته وويل لكه منګل, منګل ته ګوره دووس همدارنګه وي.

بيا يې رانه وپوښتل چې رينډۍ څه رنګه ښځه وي نو مې ورته وويل لكه نغمه


عادل عادل
15.06.2010

سلامونه

احمدزئ صیب د کوچني هلک سر مو د موضوع په ابعادو نه دئ ورخلاص کړئ :lol:

وایي چې یو پادشاه خپل وزیر ته امر وکړ چې ولاړ شه او درې تنه سوچه دووسان راوله کنه له دندې مو ګوښه کوم.

وزیر ډیرو ځایونو ته ولاړئ تر څو دووسان ومومي، وخت یې مخ په خلاصیدو وو، آخر یې د لارې پر سر یو سړئ وموند چې د غوښې کټو یې په لاس چیرته روان وو.

وزیر ترې وپوښتل چې وروره چیرته روان یې؟ سړي ځواب ورکړ چې کلونه وړاندې مې ښځه رانه تښتیدلې وه، اوس خبر شوئ یم چې په هاغه کلي کې ده او خدای یو زوی هم ورکړئ نو دادئ اوس د غوښې له کټوې سره یو ځای د هغې پوښتنې او دیدن ته ورځم.

وزیر ورته وویل چې تاسو خو پادشاه یو ځل ضرور غوښتي یاست، ضرور به زما سره ځئ، سړئ یې پادشاه ته مخامخ کړ او د هغه تعریف او کیسه یې هم ورته وکړه.

پادشاه وویل چې دا خو دې یو راوستلئ دئ، پداسې حال کې چې ما درنه درې تنه غوښتي وو، اوس ولاړ شه دوهم او دریم هم راوله.

وزیر چې پدې یوه دووس پسې هم ډیر ستړئ شوئ وو، ځواب ورکړ چې پادشاه صیب دوهم دووس ته او دریم دووس هم زه یم ، ته ځکه دووس یې چې په دووس پسې دې واستولم او زه هم ځکه دووس یم چې پسې ولاړم او درته حاضر مې کړ.


عبدالله صابر
16.06.2010

ښاغلئ احمدزئ اوعادل عادل صاحب

داووسي هم غټ زړه غواړي ، هاها ها

يوچاراته قيصه کوله چي يووخت کابل کښ مونږ دوه ملګري يو دووس کورته
بوتلو،نوهلته ما ددووس اودده ښځې ترمخ خپل ملګري ته مخ ورواړه وه چي
يره دا داووسي هم ډيرغټ زړه غواړي ،وايی په دي خبرې سره دا دووس
غره اونيشه غوندي شوچي ګني په رښتيا زړه ورتوب کښ خوزمرئ يم ٠

نورښتيا منګل ،نغمه اوپلويان يی ډيرزړه وردي 


مبارزشاه
16.06.2010

احمدزی صاحب او دوه کرته عادل صاحب که تاسو په دې وجه چې د نغمې او منګل سندره دلته رالیښل شوې ده نو لیښوونکي يي ددوسانو په کتار کې ودروۍ نو بیا که ته دومره ددووسانو (سندرغاړو) دښمن وې ولې پرې کلیک کاوو، خامخا تاهم په دې جم کې ځان ورحساب کړی، ځکه مخکې هیڅ یادونه نه ده شوې چې دا دنغمې سندره ده که دمنګل.

او صابر خانه بیا ته ولې دلته دسندرو ځای ته راغلی یې؟؟؟؟؟ چې بیالا سنګر وطن صاحب او نور هغه څوک چې ددوی سندرې یې خوښیږي دنغمې او منګل په پلویانو یادوې؟؟؟؟؟؟
که ته یې په زړه کې پلوي نه وای له ابتدا څخه به دې دغه عنوان ته د کمپیوټر ماوس نه ورنږدې کیدو؟؟

هیله ده د ددوسۍ، او سندرې اوریدلو، ترمنځ فرق وکړې، که نه ستا شخصیت هم د جدي پوښتنې لاندې راځي.
او هیله ده له ټولو څخه په خاص ډول له سنګر وطن صاحب بښنه وغواړې او خپله خبره بیرته واخلې که نه یې اخلې ددې خبرې پایلې دې ماته وخیمې ښکاري.

زه له شرعي نګاه څخه دسندرو مخالف یم، او هره سندره هم نه اورم، خو هغه چې د وطن صاحب په وینا افغاني سندره وي، کله کله یې اورم. چې له خدایه شرم مخته نه درته دریږي بنده څوک دی چې په مخکې یې له سندرو سره ځان دومره جدي وښيي چې اوریدونکي يې د سندرغاړو په ملګرو او بالآخره په دووسانو یاد کړې؟؟؟


عبدالله صابر
17.06.2010

مبارزشاه صاحب
مونږتاسو پسي درغلوچي رامنع موکړو
اول خوتاسودموسيقئ دوښمنان راوپاره ول ،د الاندي جمله څه معنی ؟؟

[quote:45f6cd6428] دموسيقئ دښمان دې . . .. . [/quote:45f6cd6428]

دوهم داووسي درجې لري څوک لوړترين ،منځنئ اوڅوک کمترين دووس وي
داخوبه مني چي منګل اونغمه لوړترين دووسان دي نوبيا دووسانوته خلک را
بلل به کومه درجه دووس وي؟؟ ښايی دموسيقئ مينان به سندرې دخپل کور
والاپه مخکښ هم اوري نوچي په کورکښ منګل سري شونډې تورسترګی اونغمه بياد ښکلي هلک صفتونه کوي نواوس تاسو درجه ورکړئ چي داکومه
درجه دووسي دی؟؟؟


مبارزشاه
17.06.2010

صابر صاحبه چې تاسو دومره تخصص په دووسۍ کې لرۍ، او درجې یې هم درته معلومې دي،
نو بیا ددوسانو سره ملګرتیا کومه درجه دووسي ده؟
[quote:d1e374b28d]یوچاراته قيصه کوله چي يووخت کابل کښ مونږ دوه ملګري يو دووس کورته
بوتلو[/quote:d1e374b28d]


Sangar Watan
18.06.2010

دنغمې ښښښښښښښښښښښښښښښکې سندره

يوازې دنغمې دسندرو دعلاقمندانودتوجه وړ اوکه علاقمند نياست نو مه ئي
ګوره او که دې وکوت يادې منفي تبصره پرې وکړه،دموسيقی دې دشمنانو
په قول دغټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټ دوووووووووس مقام در مبارک :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D

http://www.youtube.com/watch?v=_jEHX1KI9PQ


مبارزشاه
18.06.2010

وطن صاحب :lol: ما خو د احمدزي صاحب او صابر صاحب لحاظ ساته :lol:
خو تا داسې ډانډس كړي دي چې سمې بڼکې دې پرې ويستي دي :P
زمونږ زړونه هم دې پرې يخ كړل
كه دومره دموسقي دښمنان وي له سره دي په دې موضوع كليك نه كوي.

صابر احمدزي صاحب كه بيا مو چاته د دووس خطاب كړى وو په همدي بحث فورم كي مو څوک راچپه كړي او داسې فرش به دركړي چې وطنمل صاحب هم دې ورڅخه خلاص نه كړاي شي.

خو سنكر وطن صاحب سندره مي ځکه وانه وريدلاي شوه چي لاندې مسيج وركوي:
[code:1:bd3f23a168]You need Adobe Flash Player to watch this video.
Download it from Adobe. [/code:1:bd3f23a168]


pattang
18.06.2010

هلکانو دا خو نه پښتو ده نه اخلاق ، کوم يې چې تاسو ليکۍ :
د ( دووس ) دکلمې په مانا پو هيږۍ ?
داخو ډېره سپکه خبره ده او په دوهم نفر هم تېری ده ، چې هغه په بحث کې هيڅ
ګډون نلري٠
را بشو دمنګل او نغمې سندرو ته د چا به خو ښېږي اودچا نه ٠
څوک به يې سندرې د اخلا قو له کنجه ارزيابي کوي اوځينې به پښتني اخلاق
له منځه باسې او يواځې سندرې او هنر به ارزيابي کوي٠
هو مونږ په پښتو کې سندر غاړې لرو چې هم پښتني او اسلامي اخلاق ساتي او هم
هنر لري٠
که يوه پښتنه ښځه يوو ارې واده وکړي او بيا دا هر چېرته له هر چا سره منډې وهي
او مېړه يې پرې خبر وي نو دمېړه سر يې د وهلو ده او په پښتو کې هغه ته (...) او
هغې ته (...) وايې٠
چې سنګر صيب او نور را څخه مروران نشي :
هغه دکابل دګلا ب زوی ، عصمت کنداري او نورې خبرې به يې پرې ږدو خو
يوه ورځ په لا هور پينډۍ کې د يوه افغان په هو ټل کې اوسېدم ، غو ښتل مې چې
د نغمې کورته ور شم او يو څو پيسې د طالبانو لپاره ترې واخلم تر څو چې په کابل
کې د ماشومانو لپاره خوراکي مواد پرې واخستل شي ٠
نو ما دهوټل خاوند ته وويل چې نن بېګا زه د نغمې کورته ور ځم او قصه مې ورته
وکړه ، هغه سم له لاسه راته ووېل خپله پښتو د مه خرابه وه ! ما ورته وې چې ولې ?
زه خو خيرات نه غواړم د نورو له پاره له خپل ځانه او له نورو افغانانو نه هيله ده چې
مرسته وکړي٠ هغه نه وړل اونه يې راوړل، راته وئې وېلې چې:
" ډېر خوشې خلک دي ، نغمه د پنجابيانوکامرې ته نيمه لو څه ولاړه وي او رقم
رقم عکسونه اخلي او دا کارما په خپلو ستر ګو ليدلی دی ........"
ريښتيا هم چې د منګل او نغمې کړه وړه دپښتني او اسلامي کلچر سره ډېر ټکر
خورې ٠
مونږ نورې پښتني سندر غاړې هم لرو چې هم پښتو ساتي او هم هنر لري٠
له چپه کولو څخه به تېر شو ، که څوک ډېره محرکه انر ژي لري د هېواد دازادي په
لاره کې دې مصرف کړي چې هم دين وساتي او هم پښتو٠
اميد لرم چې څوک را څه خپه شوي نوي ٠
http://www.youtube.com/watch?v=W4IR8Zi3RgI&feature=related


عبدالله صابر
19.06.2010

پتنګ صيب مخ ته د ديوال وي
-----------------------------------
سړئ په رنګ نه سړئ کيږي
سړئ هغه دی چي يی کاردسړو وينه

وايی که ته حال نه وايی ګوډه پښه دحال وايی

يوچاته تش په د ووس ويلوڅوک نه دووس کيږي بلکي دووس هغه دی چي کار
ددوسانوکړي اوياددوسانومجلس ته خلک رابولي ، دابه څومره دتعجب اوخندا
وړ وي چي منګل اونغمه ٠٠٠ چاته ووايی چي دووسه ،،،


Sangar Watan
19.06.2010

پتنګ صيب ډيره مننه،
دووسان دې ښه را ښکاره کړل :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D
که منګل دوس وي،هغه څوک چه منګل ته مردګاويي کوي او ځانته " ع دغټې حوسلې څښتن " وائي، دهغه نوم به څه وي؟

يو واقعي پښتون اومسلمان به هيڅکله ديوبل پښتون او مسلمان په شخصيت
تېری ونکړي مګر داچه خپل شخصيت يي بې ارزښته او دتيري وړ وي٠

موږ هيڅوک ودې ته ندي دعوت کړي چه دووسي دې وکړي،دعوت يوې ښايسته
سندرې ته دی او بس٠ داسندره کيدی شي دنصرت فتحعليخان،محمد رفيع
خيال محمد،لتا،مايکل جګسن،نغمه-منګل،په غږ کی وي٠
موږ د کمال دڅښتنانو د کمال او دخلکو په ژوند دهغې پر اغيزو قضاوت کوو
نه دهغو په شخصيت٠
دبيلګې په توګه ٩٩% خلک به پدې موافق وي چه د انټرنټ مخترع ته په درنه
سترګه وګوري،کيدی شي چه مخترع دووس مردګاو يه دپاکستان،روس يا انګريز نوکر وي٠

په پای کې دموسيقي ددښمنانونه هيله کيږي چه ددې هنر او فن علاقمندانو ته
ښکنځلې ونکړي٠
اوکه ددوي طاقت نه راځي او "ک"خاښت کوي،نوشپانه هم کم ندي او دداسې
ښکنځلمارو پوز به ور سم کړي٠

ښکنځلماره!
پياد ساته که تاته خپل حيثيت او ناموس محترم وي نو ته بايد هيڅکله بل ته
ښکنځلې ونکړې٠که ته ماته يوه ښکنځله وکړی ځمالخوا سل او ميلون ځله
ومنه !

دښکنځلونه دخالي بحث په هيله،
[color=darkblue:a5d9356449]درناوی هغه چا ته چه خپل عزت دملت او وطنوالو عزت پورې اړين ګڼي٠[/color:a5d9356449]


pattang
19.06.2010

سنګر صيب په بدو خبرو ، خصوصا په ښکنځلو ښه خوله بده ښکاري ، زما په
اند دغه بدي خبرې نورې پرېږدۍ ٠ مونږ او تاسو نور غمونه هم ډېر لرو که يو څوک
غلط فهمي وکړي بل دې نه پسې لويه وي ٠
زما سره ډېر ښکلی عربي موزيک هم شته ، له net څخه مې کته کړی ووکه مې
بېرته پيدا که ،دلته به يې واورۍ٠


..Ahmadzai
20.06.2010

دا هم واورئ ، ډير له عبرت ډكه أو ډير هيبتناك أواز
څوك يې چې ړنګوي ګناه ېې پخپله غاړه.

http://www.youtube.com/watch?v=wtEmRfQCjXQ&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=WshGF8-sQ54&feature=related


عتیق الله
22.06.2010

سلامونه!
لومړی خو دا چې سپکه خوله ښورول ښه کار نه دی هغه که ټوکه هم وی.
بله دا چې اسلام کی طلاق کومه بده خبره نه ده نو منګل او نغمه سره جوړ رانغلل او سربېل شول چی دا کومه بده خبره نه ده نو تاسو ته ولی زور درکوی.


pattang
22.06.2010

انډيواله ته بر بله خوا روان شوې !


Sangar Watan
23.06.2010

دموسيقي مينانو ته يوه بله تحفه

http://www.youtube.com/watch?v=yciZV5uar9A

http://www.youtube.com/watch?v=VD4s1J-LerY


pattang
23.06.2010

داتحفه هم وګوره چې په سنګر کې کلک شې :

http://www.youtube.com/watch?gl=GB&feature=related&hl=en-GB&v=5J7vTyUWUSI

http://www.youtube.com/watch?v=A4No9HZjSIA
http://www.dailymotion.com/video/x4alod_cheba-nabila-nabila-
chaba-rai_music
http://www.youtube.com/watch?v=Qi2C6pgSmtQ


عبدالله صابر
24.06.2010

[quote:6fe1444e35]يو واقعي پښتون اومسلمان به هيڅکله ديوبل پښتون او مسلمان په شخصيت
تېری ونکړي مګر داچه خپل شخصيت يي بې ارزښته او دتيري وړ وي٠ [/quote:6fe1444e35]

[quote:6fe1444e35]په پای کې دموسيقي ددښمنانونه هيله کيږي چه ددې هنر او فن علاقمندانو ته
ښکنځلې ونکړي٠
اوکه ددوي طاقت نه راځي او "ک"خاښت کوي،نوشپانه هم کم ندي او دداسې
ښکنځلمارو پوز به ور سم کړي٠ [/quote:6fe1444e35]
[quote:6fe1444e35]ښکنځلماره!
پياد ساته که تاته خپل حيثيت او ناموس محترم وي نو ته بايد هيڅکله بل ته
ښکنځلې ونکړې٠که ته ماته يوه ښکنځله وکړی ځمالخوا سل او ميلون ځله
ومنه ! [/quote:6fe1444e35]

خوارنه شي داخود ټولې ښکنځلې ځان ته کړي زماليکنې ولوله نه مي دچاپه
شخصيت تيرئ کړئ اونه يوه ښکنځل ،البته په عمومي اصطلاح مي کاره ولي
چي څوک ددوسانو کارکوي اوياخلک ورته دعوت کوي هغه بي له شکه دووس
دی نورکه [color=red:6fe1444e35]دغل ګيره خس وي [/color:6fe1444e35]دمايی پرڅه ؟؟؟
په دي هکله دامام شافعي رحمته الله عليه فتوا کافي بولم هغه وايی چي
[color=blue:6fe1444e35](هي دياثۍ اى ديوث ) موسيقى غږول اواوريدل ديوثى ده[/color:6fe1444e35]

زه نور بحث پري نه کوم خوداخبره بايد ټول په ياد ولري چي هرچا چي ديو
ګناه کاربنياد کيښود اويايی خلک ورته دعوت کړل نودا بنياد ايښودونکئ او
ګناه ته دعوت کوونکئ به کوم کسان چي دا کارکوي په کناه کښ ورسره برابر
شريک اوترمرګ وروسته به هم جاري ګناه ولري ، لکه پورته دموسيقئ لينکونه
چي څومره خلک پکي مبتلا کيږي دعوت کوونکئ به يی دهغوګناه سره شريک
وي نوردخپل کارتکړه شه چي څه کوي ، اوماد تش همدومره حق وو،


عبد السلام
26.06.2010

[quote:64530206af]زم عربي نه زده خو کله چه پښتو يا دري کې د "حرمت" کله استعماليږي نو د ښه صفت،تائيد،وقار اواحترام ،مفهوم ورکوي٠هيله ده چه ستاسو عربي
ژبه ښه زده وي او احاديث مو صحيح معنی کړي وي٠[/quote:64530206af] سنګر وطن !!! صاحب ! دمؤمن مهاجر ورور (حِل اوحٌرمه) سم دی .
او همداراز د(حرمت) په اړه ستاسو مفهوم هم په ځای دی،(حرمه ، حرمت) دواړه معناوې ورکوي ، مطلب داچې په کومه جمله کې ترې کار اخیستل کیږي.په هر حال بحث د ساز او آواز په ( حِل او حٌرمه ) کې دی ، ساز او آواز ، زما په نظر سامعې او غوږو ته داسی دی ، لکه سترګو ته چې رڼا ده . د ساز او آواز حرمت دانسان د فطری چاپیریال ، او دانسان د سماعي قوي دنفې په معنا دی ، په دې معنی چې ته غوږو نه لره او آواز مه اوره ، اویا ستر ګې لره، خو رڼا دربا ندې حرامه ده .
د لوي خدای په مخلوقه طبیعیت کې :
[color=darkblue:64530206af]هر ماهی یې په دریاب کې حمد وایي
هر مرغه یې په چمن کې سنا خوان دی[/color:64530206af]
سنګر صاحب ! که غوږ نه وي ، ژبه هم نشته . او یواځي هغه کسان غواړي چې خلک دې کاڼه، ړانده ، او ګنګیان ((صم بكم عمى )) وي ، کوم چې په مفته سورلۍ عادت دي ، او کوم چې سیاسی او شخصی ګټې هدف وي .
خو خبره دلته ده چې ژبه، غوژو ته څه اوروي ؟ او سترګې په رڼا څه ویني ؟
زه وایم ، په هر څه کې افراط ، او دهر څه نه ناوړه ګټه اخیستل مضر دي ، که هغه په خبرو کې وي او که ........... او که په بل هر څه کې وي .
او همدا راز که هنر دنا اهله کسانو په لاس کې د هرې بلې قویې په توګه ولویږي ترې ناوړه ګټه اخلي . خواه سیاسی ، خواه مادی .

یادونه: سنګر وطن صاحب! داسلامی بحثونو په خونه کې لیکنې ړنګیږي ، ځکه مې ځواب دلته ولیکه .


عادل عادل
27.06.2010

سلامونه

عبدالسلام وروره

تاسو هم لکه چې په ښکاره نارې وهئ چې ساز مو خوښ دئ :lol:

دا لغو پس څه دي چې وایي و اذا مرو بالغو مرو کراما ؟

د غوږونو او سترګو لرل په دې مانا نه دي چې حتمي به ټول اوازونه اوري او د هر څه تصویرونه به ویني .

عمی خو هغه ته ویلئ شي چې سترګې او بینایي به لري خو د حق تشخیص به پرې نشي کولای.

بکم هم هغه وي چې ساز او سرود به اوري خو د حق خبرې به نه اوري

ستاسو څنګه خوښه ده


عبد السلام
28.06.2010

ښاغلی عادل ! وعلیکم السلام
تاسو لیکئ :
[quote:055adfd0b2]تاسو هم لکه چې په ښکاره نارې وهئ چې ساز مو خوښ دئ [/quote:055adfd0b2]
هو، وروره ،بلکل همداسې ده .
تاسو لیکئ:
[quote:055adfd0b2]د غوږونو او سترګو لرل په دې مانا نه دي چې حتمي به ټول اوازونه اوري او د هر څه تصویرونه به ویني . [/quote:055adfd0b2]
انډواله دا هم د لوي خدای حکمت دی چې انسا نان یې د کوم آلی سمعی او بصری فلتر سره ندي خلق کړي ، او نه یې دګاډۍ دآس په شان دید پرې ورتنګ کړی . دآوازونو او منظرونو فلتر دانسان کار دی ، اوریدل اولیدل یواځې اویواځې داوریدلو اړلیدلو روسته فلتر کیدای شي . اوهغه هم د ‌ذوق سره سم .
ما شخصاً دنغمې اومنګل په شان بازاری ډمانو ساز اوآواز ته له ډیره پخوا اولا مخکې له دې چې دوي دې نغمه اومنګل شي ، شه ډبل فلتر ایښئ دی .
داځکه چې زه( عبد السلام ) شخصاً ددوي موزیک او سندرو ته هنر نه بلکې هغه ستاسو په قول لغوالحدیث وایم چې حتی د بابه نانک په کتاب کې هم حرام دی. :D


عادل عادل
30.06.2010

سلامونه

عبدالسلام وروره د پښتو ژبې هنري پرمختګ چې ابتکار یې ظاهرا ډمانو په لاس کې اخیستئ، د هغو فرهنګيانو مسوولیت دئ چې دوی ته مواد برابروي، سپک او میان تهي اشعار ورته لیکي او داسې نور .......


عبد السلام
05.07.2010

عادل صاحب ! بیاهم السلام علیکم :
خبره دې په ګل بدله ، که ووایو چې همداسې ده چې تاسو انګیرلي ، مطلب به مو کوم ډمان او کوم فرهنګیان وي ؟ تر کومه چې زه خبر یم نغمه جانه خو خپل شعرونه په خپله لیکي ، مطلب دا چې هغه غر او هغه یې کربوړئ ! داچې زما او زما د دهمفکره انډیوالانو څه خوښ دي ،او څه نه ، دا به ذوق او سلیقې ته ورپه غاړه کړم ، زه دچا د خوښې او نه خوښې سره نه یواځې دا چې ستونځه نلرم بلکې تر هغې ورته درناوی هم کوم چې تر څویې زما او نورو په ستوني کې په زور نه منډي ، پرته له هغې هر څوک پوه شه شخصی خوښه او ذوق یې . چې څوک کوم مطلب میان تهي او یا میان ډکی ګڼې بیاهم ذوقی، تهذیبی اوکلتوری خبره ده.

خو خبره په هنر کې ده ، چې څه ته ویل کیږي ؟ په اسلام کې هنر څه مفهوم لري ، نور انسانان هنر څه ته وايي ؟ کټور دی او که مضر ؟ دبحث وړ موضوع ده ، که څوک پرې رڼا اچوي بسم الله دي کري چې ټول ترې مستفیده شو .
داچې موسیقی په اسلام کې حلاله ده او که حرامه چندان دبحث موضوع ځکه نده چې ۹۹ فیصده مسلمانان یې هسې هم اوروې ، نه یې څوک حل پسې ګرځي نه حرمت . حتی دمکې او مدینې دحرمینو ددروازو څخه که دباندې راووځئ د هر راز شرقی او غربی موسیقۍ ثبت شوې بڼې به په دوکانو کې تر لاسه کړئ . چې نه یې ملا بندوي او نه یې مفتی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more