نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمالدیف دمذاکراتوپه اړه د طالبانو اعلامیه
pattang
23.05.2010
دمالدیف دمذاکراتوپه اړه د طالبانو اعلامیه
22.05.2010 چراغ
کوم کسان چې اسلامي امارت داستازیوله نوم نه په استفادې سره په نومړي غونډه کې ګډون لري هغوﺉ دکرزي اداري ته تسلیم شوي اشخاص اوفعلا دهمدغې مزدورې ادارې د دولتي ارګانونواویاهم استخباراتوفعال غړي دي چې بهرني یرغلګریې له پخوانیوحیثتونواونومونوڅخه په اجرتي توګه استفاده کوي ،هغوﺉ په حقیقت کې اوس دکرزي داداري غړي دي نه داسلامي امارت استازي اوپه داشانې غونډوکې دهغوﺉ ګډون یواځې دهغوﺉ دخپلو اقتصادي اوسیاسي مجبوریتونولا مل وي نه دافغانستان دروانې ستونزې دحل کولو غرض.
[img:9f66189c00]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/arton1089.jpg[/img:9f66189c00]
جمعه 22 می 2010
دتیرو بي واقعیته تکراري اشاعاتو او آوازوپه تعقیب یوځلې بیا ځینوخبري رسنیو په مالدیف هیوادکې داسلامي امارت داستازیو اودکابل دمزدورې ادارې ترمنځ دخبرو اومذاکراتوخبرونه خپاره کړ .
سره له دې چې د داشانې غیرمسؤلانه اوبي پایلومذاکراتوپه اړه داسلامي امارت موقف ټولوته څرګند دی اواسلامي امارت په خپلې وروستۍ اعلامیې کې دورته قضایاوو په اړه خپل دریځ ښه واضح کړی وو خو له بده مرغه چې ځینې خبري رسنۍ دداشانې بي مصداقیته اوازوپه خپرولوسره دصحافت اومطبوعاتي مسؤلیت ترپلمه لاندې په یرغلګرواومستبدوځواکونوپوري دتړلیورسنیورول ترسره کوي اودټولوعیني واقعیتونوخلاف دمالدیف په خبروکې داسلامي امارت داستاځیودګډون خبرونه خپروي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې په افغانستان کې دبهرنیویرغلګروځواکونودشتون په صورت کې دسولې په نامه هره هڅه اوپروسه په افغانستان کې دروانې غمیزې دلااوږدولو لامل بولې دمالدیف په غونډه کې دخپلو استاځیودګډون خبره په کلکه ردوي.
کوم کسان چې اسلامي امارت داستازیوله نوم نه په استفادې سره په نومړي غونډه کې ګډون لري هغوﺉ دکرزي اداري ته تسلیم شوي اشخاص اوفعلا دهمدغې مزدورې ادارې د دولتي ارګانونواویاهم استخباراتوفعال غړي دي چې بهرني یرغلګریې له پخوانیوحیثتونواونومونوڅخه په اجرتي توګه استفاده کوي ،هغوﺉ په حقیقت کې اوس دکرزي داداري غړي دي نه داسلامي امارت استازي اوپه داشانې غونډوکې دهغوﺉ ګډون یواځې دهغوﺉ دخپلو اقتصادي اوسیاسي مجبوریتونولا مل وي نه دافغانستان دروانې ستونزې دحل کولو غرض.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې دبهرنیویرغلګروځواکونوپه وړاندې دالفتح په نوم دخپلو پوځي عملیاتوله مؤثروپایلو اولاسته راوړنوڅخه ډاډه دی دستونزې اساسي حل بیاهم له هیوادڅخه دبهرنیانودبي قید اوشرطه وتلوپه عاجل وتلوکې بولې نه په داشانې وخت ضایع کوونکو اوبي نتیجې مذاکراتو اوغونډوکې. والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۲۰۱۰/۵/۲۱ـ۱۴۳۱/۶/
عبد السلام
23.05.2010
پتنګ جانه ! طالبانو دا پورتنئ عکس هم په دې بیانیه کې خپور کړئ ؟ او که تا هسې دطالب د پیغام دهیبت دزیا تولو او دهغو سره دخواخوږئ په دعلت ورزیات کړئ ؟
هغه عکسونه چې طالبانو په کې دخلکو نه پوستکي ویستل ، او په پڅه چاړه یې حلالول هغه دې ولې ددې متحد الماله ابلاغې سره نه دي
ضمیمه کړي ؟
pattang
23.05.2010
[quote:a761cc2a3f]هغه عکسونه چې طالبانو په کې دخلکو نه پوستکي ویستل ، او په پڅه چاړه یې حلالول هغه دې ولې ددې متحد الماله ابلاغې سره نه دي[/quote:a761cc2a3f]
سيال دروغ نه وايې ، چېرې طالبانو پوستکي ايستلي دي او په پڅه چاړ و يې
حلال کړي دي ?? که دا خبره د دوستم او عطا په مخ کې وکړې ولا چې دهېواد مل
غوندې يوه نمره مځکه او يو چوکۍ به هم در ته در کړي٠
ددې عکس په مانا ته نه پو هېږې ٠
يواځې په پښتو خبرې او ليکل د پښتنو په کټه ندي ، دا حقيقت ما دخلقيانوپه
دوره کې ليدلی ٠